لومړی الکسیوس کومننوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لومړی الکسیوس کومننوس
(یوناني: Ἀλέξιος Κομνηνός د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لومړی الکسیوس کومننوس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰۴۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
قسطنطنیه  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 15 اگسټ 1118 (69–70 کاله)[۳][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قسطنطنیه  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ناروغي  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بیزانس سترواکي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد دوهم جان کومننوس  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده امپراتور  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لومړی الکسیوس کومننوس (په یوناني: Ἀλέξιος Κομνηνός، له ۱۰۵۷ کال – د ۱۱۱۸ کال د اګسټ تر ۸ )، چې لاتیني یې Alexius I Comnenus دی، له ۱۰۸۱ کال څخه تر ۱۱۱۸ کال پورې د بیزانس سترواک ؤ. که څه هم د کومننیاني لړۍ لومړی سترواک نه ؤ، د کومننیايي کورنۍ د همده واکمنۍ کې بشپړ واک ته ورسېده او د تخت لپاره یې مورثي ځایناستي پیل کړه. الکسیوس چې د ړنګېدو په حال کې سترواکي یې په ارث یوړه او خپلې واکمنۍ پر مهال په صغیره آسیا کې د سلجوقي ترکانو او په لوېدیځ بالکان کې د نورمنانو په وړاندې د دوامداره جګړو سره مخ ؤ، وکړی شو چې د بیزانس زوال مخه ونیسي او نظامي، مالي او ځمکنۍ رغونه یې پیل کړه، چې د کومننیاني رغونې په نوم یادېږي. د دې رغونې بنسټ بېلابېل اصلاحات وو چې د الکسیوس له لوري پیل شول. د ترکانو په وړاندې د لوېدیځې اروپا څخه د مرستې لپاره د هغه غوښتنې هم هغه عوامل وو چې د صلیبي جګړو په راپارولو کې یې ونډه درلوده. 

ژوند[سمول]

الکسیوس د جان کومننوس او انا دالاسین زوی او د لومړي اسحاق کومننوس (له ۱۰۵۷ – ۱۰۵۹ پورې سترواک) وراره ؤ. د الکسیوس پلار د اسحاق  له ګوښه کېدو وروسته د تخت څخه ډډه وکړه، لسم قسطنطین دوکاس ( شاوخوا ۱۰۵۹ - ۱۰۶۷) یې ځایناستی شو او په ۱۰۶۷ کې د یوه راهب په توګه مړ شو. الکسیوس او د هغه مشر ورور، مانویل کومننوس د سلجوقي ترکانو په وړاندې په ویاړ سره د څلورم رومانوس ډیوجینیس (شاوخوا ۱۰۶۸ - ۱۰۷۱) تر مشرۍ لاندې خدمت وکړ. د اووم مایکل دوکاس پاراپینسکس (۱۰۷۱ - ۱۰۷۸) او د دریم نیکفوروس بوټانیاټس (۱۰۷۸ - ۱۰۸۱) تر مشرۍ لاندې یې د خپل مشر ورور اسحاق سره، په صغرا آسیا، تراس او اپیروس کې په نظامي ډول د یاغیانو په وړاندې وګمارل شو.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

لوېدیځ اجیرانو د رسل دي بایلل په مشرۍ په ۱۰۷۴ کې په صغیره آسیا کې بغاوت وکړ، خو الکسیوس په بریالیتوب سر دوی تر ۱۰۷۶ کال  پورې مغلوب کړل. دی په ۱۰۷۸ کال کې د دریم نیکفوروس  له لوري په لوېدیځ کې د ډګریز پوځ قومندان وټاکل شو. الکسیوس په دې مقام کې د ستر نیکفوروس برینیوس (چې زوی یا لمسي یې وروسته د الکسیوس لور، انا سره واده وکړ) او نیکفوروس باسیلاکس بغاوتونه مات کړل، چې برینیوس ته یې د کالاوري په جګړه کې او باسیلاکس ته یې د هغه په کمپ باندې په شپنۍ ناڅاپي برید کې ماتې ورکړه. الکسیوس ته امر وشو چې په صغیره آسیا کې د خپلې خور مېړه، نیکفوروس میلیسینوس په وړاندې لښکر وباسي، خو ده د خپلوان سره د جګړې کولو څخه انکار وکړ. خو دا کال د رتبې د تنزیل لامل نه شو، ځکه چې الکسیوس د رابرټ ګیسکارډ په مشرۍ د سویلي ایټالیا د نورمنانو د اټکل شوي برید د مقابلې لپاره اړین ؤ.   [۱۶][۱۷][۱۸]

د بوټانیاټس په وړاندې د کومننویانو دسیسه او بغاوت [سمول]

په داسې حال کې بیزانسي پوځیان د سفر لپاره راټولېدل، په محکمه کې د دوکاس ډله الکسیوس ته نږدې شوه او هغه یې قانع کړ چې د دریم نیکفوروس په وړاندې دسیسې سره یوځای شي. د الکسیوس مور، انا او همدا راز د وخت سترواکې، ماریا الانیا (Maria of Alania) دالاسین د ۱۰۸۱ کال په کودتا کې مهم رول ولوباوه. دې لومړی د دریم مایکل دوکاس سره او دوهم ځل یې د دریم نیکفوروس بوټانیاټس سره واده وکړ او د دریم مایکل، قسطنطین دوکاس له پلوه د خپل زوی د راتلونکي په فکر ډوب وه. دریم نیکفوروس هوډ درلود چې تخت خپل یوه نږدې خپلوان ته پرېږدي او دا کار د ماریا د دوه پلوی او د کومننوی سره د اتحاد لامل شو، که څه هم د دې سیاسي اتحاد تر شا اصلي محرک ځواک انا دالاسین وه.   [۱۹][۲۰][۲۱]

سترواکه له وړاندې د خپلې د تره لور، ایرن او اسحاق کمینوس د واده له لارې له کومننوی سره نږدې اړیکې درلودې، نو د کومننوی وروڼو کولی شو چې د نږدې کورنۍ د لیدنې په پلمه هغه وویني. برسېره پردې، ماریا د دسیسې سره د مرستې لپاره الکسیوس د خپل زوی په توګه منلی ؤ، که څه هم دا د ده څخه یوازې پنځه کاله مشره وه. ماریا دې ته وهڅول شوه چې دا کار د خپل "الانانو" او هجړیانو په مشوره، چې د اسحاق کمینوس له خوا هڅول شوي ؤ، وکړي. د هغې په کورنۍ باندې د انا د کلک فشار په پام کې نیولو سره، الکسیوس به حتماً د هغې په مطلق تائید سره منل شوی وي. په پایله کې الکسیوس او د ماریا زوی قسطنطین نور منلي وروڼه وو، اسحاق او الکسیوس دواړو لوړه وکړه چې دوی به د سترواک په توګه د هغه حقونه خوندي ساتي. ماریا په پټ ډول کومننوی ته د داخلي معلوماتو په ورکولو سره  یوه ارزښتناکه متحده وه.  [۲۲][۲۳][۲۴]

لکه څنګه چې په الکسیاډ کې ویل شوي، اسحاق او الکسیوس د ۱۰۸۱ کال د فبروري په نیمایي کې قسطنطینیه پرېښود، ترڅو د بوټانیاټس پر ضد یو پوځ راټول کړي. خو کله چې وخت راورسېد، انا په چټکۍ سره او په پټه توګه د کورنۍ پاتې غړي چمتو کړل او هاګیا سوفیا ته یې پناه یوړه. له هغه ځایه یې په پلازمېنه کې د کورنۍ پاتې غړو د خوندیتوب لپاره له امپراتور سره خبرې اترې وکړې، په عین حال کې یې له دښمنانه اقداماتو څخه د خپلو زامنو په بې ګناهۍ ټینګار کاوه. هغې په درواغ ویلو سره چې کلیسا ته د ماښام عبادت لپاره ځي، د بوتانیاټس لمسي او د هغه وفادار ښوونکي څخه یې قصداً ډډه وکړه، د الکسیوس او اسحاق سره یې ولیدل او د قسطنطینې اجماع ته وتښتېده. ښوونکي وموندله چې دوی ورک شوي او بالاخره یې د ماڼۍ په محوطه کې وموندل، خو انا وکړی شو چې هغه قانع کړي چې ډېر ژر به بېرته ماڼۍ ته راستانه شي. وروسته بیا د دې لپاره چې یادې مېرمنې د کلیسا بهرني او داخلي محراب ته ننوځي، د دروازې ساتونکو ته یې داسې وښودل چې د کاپاډوکیا زائرین دي، چې خپلې ټولې پیسې یې مصرف کړې او غواړي چې د ستنېدو سفر له پیل کولو وړاندې عبادت وکړي.  خو مخکې له دې چې محراب ته ننوځي، سټرابورومانوس او شاهي ساتونکو دوی ته ورغلل ترڅو دوی بېرته ماڼۍ ته راوبلي. بیا انا ټینګار وکړ چې کورنۍ یې د خپل ځانونو په وېره کې وه، د هغې زامن وفادار اتباع وو (الکسیوس او اسحاق پرته له رخصتۍ غیر حاضر وو) او د کومننوی د دښمنانو د دسیسې په اړه وپوهېدل ترڅو دوی دواړه ړانده کړي، نو ځکه له پلازمېنې څخه وتښتېدل ترڅو د سترواک لپاره وفادار خدمت ته دوام ورکړي. دې د دوی سره له تلو ډډه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې اجازه ورکړي ترڅو د خوندیتوب لپاره د خدای مور ته دعا وکړي. دا غوښتنه ومنل شوه او انا وروسته خپلې نمایشي او لاسوهنیزې رېښتینې وړتیاوې وښودلې:   [۲۵][۲۶][۲۷]

هغې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوه. ګواکي له بوډاتوب څخه درنه او له غم څخه ستړې شوی وي، ورو ورو په لاره تله او کله چې د محراب اصلي دروازې ته نږدې شوه دوې سجدې یې وکړې؛ په دریم ځل کې یې په تل اوږد ځان واچاوه او د سپېڅلې دروازې یې ټینګه ونیوله، په لوړ غږ یې وژړل: "تر څو چې زما لاسونه پرې شوي نه وي، زه به له دې سپېڅلي ځای څخه لاړه نه شم، خو په یوه شرط: هغه دا چې د خوندیتوب تضمین په توګه د سترواک صلیب ترلاسه کړم."  [۲۸]

دریم نیکفوروس بوټانیاټس عمومي ژمنې ته اړ شو چې هغه به یادې کورنۍ ته خونديتوب ورکوي. سټرابورومانوس هڅه وکړه چې انا ته خپل صلیب ورکړي، خو هغې ته دا صلیب دومره لوی نه ؤ چې ټول لیدونکي د لوړې شاهدان واوسي. هغې دا غوښتنه هم وکړه چې صلیب شخصاً د بوټانیاټس له خوا د هغه د حسن نیت د ژمنې په توګه واستول شي. هغه اړ شو چې د خپل صلیب سره کورنۍ ته بشپړ تضمین ولېږي. دوی د سترواک په ډېر ټینګار او د خپل ځان ساتنې لپاره د پټریون صومعې ته پناه یوړه، هلته بالاخره د بلغاریا ماریا، د ایرن دوکیانا مور دوی سره یوځای شوه. بوټانیاټس دوی ته اجازه ورکړه چې د مېلمنو په څېر نه، بلکې د کډوالو په شان ورسره چلند وشي. دوی اجازه لره چې د کورنۍ غړي یې د دوی خواړه ورته راوړي او د ساتونکو سره یې ښې اړیکې درلودې او له هغوی څخه یې وروستي خبرونه ترلاسه کول. انا د بغاوت په دریو مهمو اړخونو کې ډېره بریالۍ وه: دې د خپلو زامنو لپاره اضافه وخت واخیست ترڅو د آخورونو څخه د سترواکۍ آسونه غلا کړي او له ښار څخه وتښتي. هغې د سترواک پام وګرځاوه، خپلو زامنو ته یې فرصت ورکړ چې خپل سرتېري راټول او په وسله یې سمبال کړي اوهغې بوټانیاټس ته د خوندیتوب غلط احساس ورکړ، دا چې د هغه په ​​​​وړاندې هېڅ رېښتینې خاینانه دسیسه نه شته. لوېدیځو سرتېرو ته چې د ښار ساتنه یې کوله، له رشوت ورکولو وروسته اسحاق او الکسیوس کومننوس د ۱۰۸۱ کال د اپریل په ۱ په بریالیتوب سره پلازمېنې ته د ننه شول.  [۲۹][۳۰][۳۱]

په دې موده کې ډنډوره وه چې الکسیوس د ګرجستان د پاچا څلورم بګرات لور، د سترواکې ماریا معشوق دی، چې دې په پرله پسې توګه د اووم مایکل دوکاس او د هغه ځایناستي، دریم نیکفوروس بوټانیاټس سره واده کړی ؤ او د خپلې ښکلا له وجهې نامتو وه. الکسیوس د ماریا لپاره د لیدنې ترتیب جوړ کړ چې د ماڼۍ په محوطه کې انتظار شي او داسې فکر کېد چې دی په پام کې لري ترڅو له هغې واده وکړي. خو د هغه مور د قیصر جان دوکاس لمسۍ، ارین ډوکیانا سره د سترواک د واده په ترتیب کولو سره د دوکاس کورنۍ اړیکه پیاوړې کړه. جان دوکاس، د دریم مایکل تره پرته له دې د الکسیوس ملاټر نه کاوه. الکسیوس د یوه تدبیر په توګه ترڅو دوکای کورنۍ ملاتړ وساتي، د اووم مایکل او ماریا ځوان زوی، قسطنطین دوکاس بېرته ګډ سترواک وټاکه او لږ وروسته یې د خپلې لومړۍ لور، انا سره کوژده کړ او انا د خپل نامزاد او مور سره مانګانا ماڼۍ ته لاړه.  [۳۲][۳۳]

دا وضعیت ډېر زیات بدل شو، خو کله چې د الکسیوس لومړی زوی، دوهم جان کومننوس په ۱۰۸۷ کال کې وزیږېد: د قسطنطین سره د انا کوژده فسخ شوه او دا اصلي ماڼۍ ته ولېږدول شوه ترڅو د خپلې مور او مورنۍ نیا سره واوسي. الکسیوس له ماریا څخه چې د سترواکۍ لقب ځنې واخیستل شو او صومعې ته تقاعد شوه، بیګانه شو او قسطنطین دوکاس د ګډې سترواکۍ له مقام څخه بې برخې شو. سره له دې هغه د سترواکۍ کورنۍ سره ښې اړیکې وساتې او لږ وروسته خپل ضعیف اساسي قانون ته تسلیم شو.  [۳۴]

د نورمنانو، پچنګیانو او تازاچانو په وړاندې جګړې [سمول]

د الکسیوس اوه دېرش کلنه واکمنۍ له جګړو ډکه وه. په پیل کې د نورمنانو له سخت برید سره مخ شو، چې مشري یې رابرټ ګیسکارډ او زوی یې بوهموند کوله، دوی ډیرهاچیوم (Dyrrhachium) او کورفو  ونیول او په تسالي کې یې لاریسا محاصره کړه (د ډیراچیوم جګړه وګورئ). الکسیوس مخکې له دې چې بېرته بریالی برید وکړي، څو ځله له ماتې سره مخ شو. هغه د جرمني پاچا څلورم هنري ته د ۳۶۰۰۰۰ سرو زرو د بډو ورکولو له لارې خپل مقاومت پیاوړی کړ ترڅو په اېټالیه کې په نورمنانو باندې برید وکړي، دې برید نورمنان اړ کړل چې په ۱۰۸۳ – ۱۰۸۴ کلنو کې د خپل هېواد په دفاع تمرکز وکړي.  همدا راز هغه د مونټ سانټ انجیلو د کاونټ، هنري اتحاد وساته، هنري په ګرګانو ټاپو وزمه یې کنټرول درلود او د الکسیوس د واکمنۍ له مخې یې د خپل منشور تاریخ ټاکه. د هنري بیعت به د ایټالیې په ټاپو وزمه کې د بیزانس سیاسي کنټرول وروستۍ بیلګه وي. د نورمنانو خطر په ۱۰۸۵ کال کې د ګیسکارډ له مړینې سره کم شو او بیزانسیانو خپل زیاتره زیانونه بېرته وګالل.   [۳۵][۳۶][۳۷]

الکسیوس اړ شو چې په تراکیا کې چې د بوګومیلانو (Bogomils) او پالیسیانو (Paulicians) بدعتکاره فرقو بغاوت وکړ او د دانوب هاخوا پچنګیانو سره متحد شول، بیا د ګډوډیو سره مقابله وکړي. د سترواکۍ په خدمت کې پالیسیاني سرتېري د نورمنانو سره د الکسیوس د جګړو په جریان کې هم تښتېدل. همدا چې د نورمنانو ګواښ خلاص شو، الکسیوس یاغیانو او تښتېدونکو ته د سزا ورکولو لپاره د دوی ځمکې ضبط کړې. دا کار فیلیپوپولس ته نږدې د بل بغاوت لامل شو او په لوېدیځ کې د ډګریز پوځ قوماندان، ګریګوري پاکوریانوس په راتلونکې جګړه کې ماتې وخوړه او ووژل شو. پچنګیانو په ۱۰۸۷ کال کې په تراکیا باندې برید وکړ او الکسیوس د د بلمثل عمل لپاره موزیا ته لاړ، خو د ډوروستولن (سیلیسترا) په نیولو کې پاتې راغی. د سترواک د خپل شاتګ په جریان کې د پچنګیانو له خوا چاپېر شو او له پښو یې وغوځاوه، سترواک یې د اوربند لاسلیک او د ساتنې پیسو ورکړې ته اړ کړ. په  ۱۰۹۰ کال کې پچنګیانو یو ځل بیا په تراکیا باندې برید وکړ، په داسې حال کې چې د روم د سلطان اوښی، تزاکاس (Tzachas) یوه سمندریز ځواک په لاره واچاوه او هڅه یې وکړه چې د پچنګیانو سره یوځای د قسطنطنیې ګډه محاصره تنظیم کړي. الکسیوس دا کړکېچ د کومانانو (Cumans) د یوې ۴۰۰۰۰ کسیزې ډلې سره د پیوستون له لارې کابو کړ، د دوی په مرسته یې د ۱۰۹۱ کال د اپریل په ۲۹ د ترکیا په لوونیون کې پچنګیان مات کړل.   [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

په دې سره د پچنګیانو ګواښ ته د پای ټکی کېښودل شو، خو په ۱۰۹۴ کال کې کومانانو په بالکان کې د سترواکۍ په خاورو برید پیل کړ. کومانان د تخت د یوه داسې مدعي په مشرۍ چې ادعا یې کوله د قسطنطین ډیوژن، د سترواک څلورم رومانوس زوی دی چې ډېر پخوا مړ شوی ؤ، کومانان له غرونو څخه واوښتل او په ختیځه تراکیا یې تر هغه پورې برید وکړ چې د هغوی مشر په اډریانوپل کې له منځه یوړل شو. الکسیوس د بالکان په لږ یا ډېر آرامېدو سره، هغه مهال وکړی شو خپل پام صغیره آسیا ته راواړوي، چې د سلجوق ترکانو څه نا څه تر بشپړ اشغال لاندې وه.   [۴۴][۴۵]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118501925  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. Open Library ID: https://openlibrary.org/works/OL6265103A?mode=all — subject named as: Alexius I Comnenus Emperor of the East — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Aaron Swartz — منښتلیک: GNU Affero General Public License, version 3.0
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6186vxm — subject named as: Alexios I Komnenos — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. FAST ID: https://id.worldcat.org/fast/18438/ — subject named as: Emperor of the East Alexius I Comnenus — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. University of Barcelona authority ID (obsolete): https://crai.ub.edu/sites/default/files/autoritats/permanent/a1134005 — subject named as: Aleix I, Comnè, emperador bizantí
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0002207.xml — subject named as: Aleix I Comnè — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  7. subject named as: Alèssio I (imperatore d'Oriente) — De Agostini ID: https://www.sapere.it/enciclopedia/Alèssio+I+(imperatore+d'Oriente).html
  8. Medieval Manuscripts in Oxford Libraries person ID: https://medieval.bodleian.ox.ac.uk/catalog/person_74643668 — subject named as: Alexius, I Comnenus, Emperor of the East — سرليک: Medieval Manuscripts in Oxford Libraries — خپرونکی: Bodleian Library
  9. Unione Romana Biblioteche Scientifiche ID: http://koha-urbs.reteurbs.org/cgi-bin/koha/opac-authoritiesdetail.pl?marc=1&authid=52639 — subject named as: Alexius I Comnenus Emperor of the East
  10. BHCL UUID: https://biblio.hiu.cas.cz/records/0c3ed6a2-3b45-4016-9d0b-a44004727bc7 — subject named as: byzantský císař Alexios I. Komnenos — سرليک: Bibliografie dějin Českých zemí
  11. subject named as: Aleksander — PLWABN ID: http://mak.bn.org.pl/cgi-bin/KHW/makwww.exe?BM=1&NU=1&IM=4&WI=9810632310505606
  12. Kazhdan 1991, p. 63
  13. Norwich 1995, p. 4
  14. Garland 1999, p. 187.
  15. Bury 1911
  16. Norwich 1995, p. 2
  17. "Alexiad", 1.1
  18. Norwich 1995, p. 3
  19. Garland 2007
  20. Finlay 1854, p. 59
  21. "Alexiad", 2.2.1–2
  22. Norwich 1995, p. 5
  23. "Alexiad", 2,1,4–6, 2.3.2–3,2.3.4; cf. Bryennius 4.2, who dates the adoption to early in the reign of Botaneiates
  24. "Alexiad", 2.3.4,2.4.5
  25. Norwich 1995, p. 6
  26. "Alexiad", 2.5.5
  27. Garland 2007
  28. "Alexiad", 2.5.6
  29. Finlay 1854, p. 63
  30. Garland 2007
  31. "Alexiad", 2.5.7–9
  32. Norwich 1995, p. 10
  33. Norwich 1995, p. 12
  34. Kazhdan 1991, p. 658
  35. Norwich 1995, p. 21
  36. Norwich 1995, p. 25
  37. Bury 1911
  38. Finlay 1854, p. 101
  39. Norwich 1995, p. 27
  40. Norwich 1995, p. 26
  41. Finlay 1854, p. 104
  42. Finlay 1854, p. 102
  43. Finlay 1854, p. 78
  44. Finlay 1854, p. 108
  45. Finlay 1854, p. 86