لومړني نړیوال کېدل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لومړني نړیوال کېدل یا لومړنی مدرن نړیوال‌توب، د نړیوال کېدلو د تاريخ یو پېر دی چې نږدې د ۱۶۰۰ تر ۱۸۰۰ کلونو تر منځ او د نړیوال کېدلو تر لرغونې دورې وروسته دوره په‌کې شاملېږي. د لومړي ځل لپاره د تاريخ پوهانو اې.جي هوپکېنز او کرېسټېفر بېلي په‌واسطه معرفي شو، دا اصطلاح د سوداګریزو اړیکو او فرهنګي تبادل د زیات‌والي پړاو تشرېح کوي چې ۱۹مه پېړۍ کې د مدرن نړیوال کېدلو له راڅرګندېدو څخه لږ مخکې دورې ځانګړنه وه.  [۱]

لومړني نړیوال کېدلو له مدرن نړیوال کېدلو څخه د پراختیا غوښتنې، د نړیوالې سوداکرۍ د مدیریت میتود او د اطلاعاتو د تبادلې پر بنسټ ځان نامتو باله. د لومړیو نړیوال کېدلو دوره د ختيځ هند شرکت په څېر سوداګریزو ترتیباتو، لویدیځې اروپا ته د لوړتیا‌پالنې بدلون، د ځواکمنو هېوادونو تر منځ د پراخو نښتو لکه ۳۰کلنې جګړې له پېښېدلو او نویو توکو له څرګندېدلو- په ځانګړي ډول د غلامانو له سوداګرۍ سره مشخصېږي. مثلثي سوداګرۍ اروپا ته دا امکان برابر کړ چې په لويديځه نیمه کره کې شته سرچينې وکاروي. د نباتي او حیواني محصولاتو کولمبیايي تبادل د الفرد کرزابي له اړوند مفهوم سره د ساري نارغیو لېږد هم په دې پروسه کې اړین رول ولوباوه. سوداګري او د نړیوال کېدلو لومړنۍ اړیکې چې د اروپايي، مسلمانانو، هندیانو، سویل ختيځې اسیا او چیني سوداګرو پراخ شمېر ډلې په ځانګړي ډول د هند سمندر په سیمه کې په‌کې ښکېلې وي.

له لومړني نړیوال کېدلو څخه مدرن نړیوال کېدلو ته تېرېدل د سرمایه دارۍ او تېکنالوژۍ د تبادلاتو د پېچلې شبکې پر بنسټ مشخص شول. که څه هم په فرهنګي تبادل کې د پام‌وړ سقوط لامل شو.

شرحه/ سپړاوی  [سمول]

۱۷مه او ۱۸مه پېړۍ که څه هم په نړیوال نظام کې د لویدیځ امپریالیزم د راڅرګندېدلو شاهدې وې، د لومړني نړیوالتوب دورې د لویدیځې اروپا او د منځني ختيځ او ختيځې اسیا هېوادونو تر منځ د جوړو شویو دوه‌اړخيزو اړیکو تعامل زیات کړ. لومړني نړیوال کېدل د دولتونو، دودیزو نظامونو، ملتونو او له نوي نړیوال نظم، نړیوالې سوداګرۍ، امپریالیزم او سیاسي اتحادیو سره د نړیوالو سیمو د پخلاینې دوره وه، هغه څه چې تاريخ‌پوه اې. جې هوپکېنز یې «د معاصرې نړۍ او لرې تېر مهال محصول یادوي.»  [۱]

د هاپکېنز په وینا «نړيوالتوب یوه نابشپړه پروسه ده: چې ټوټې کول او همدارنګه انډول دودوي؛ ښايي شاتګ وکړي او همدارنګه پرمختګ وکړي؛ جغرافیه‌يي لمنه يې ښايي یو پیاوړی سیمه‌ييز لوری وښيي؛ د راتلونکې لوري او چټکتیا وړاندوينه یې له ډاډ سره نه شو کولی- او په یقني توګه له دې فرض سره هم نه چې خپل دروني منطق لري.» تر لومړني نړیوالتوب مخکې د نړیوال کولو شبکې د لویو پاچاهانو او جنګیالیو محصول و چې په افسانه‌يي خاورو کې د مذهبي لالهانده ګرځېدونکو او سوداګرو شهزادګانو له لارې د شتمنۍ او ویاړ په لټه کې وو. لومړنی نړیوالتوب د لرغوني نړیوالتوب ډېری اړخونه لکه د ښارونو او کډوالو ارزښت او د کاري ځواک تخصصي کول خوندي او بلوغ ته يې ورسول.  [۲][۳]

لومړني نړیوال کېدل هم له دوو اصلي سیاسي او اقتصادي بدلونونو سره مشخص شول: «د دولتي سیستمونو بیاځلي رامنځته کېدل او د مالي چارو وده، خدمات او تر صنعت مخکې تولید.» یو شمېر ایالتونو هغه مهال د خپلو ښاروندانو له انحصار او وفادارۍ سره سره د خاورې تر منځ د اړیکو، مالیاتو او حاکمیت په پیاړي کولو پیل وکړ. په‌دې دوران کې د نړیوال کېدلو بهیر په شدید ډول پر مادي نړۍ او د تولید لپاره د اړتیا وړ کاري ځواک متمرکز و. د لومړني نړیوالتوب دوره د معاملاتو په سیکتور کې د بورې، تنباکو، چای قهوې او تریاکو په څېر توکو له تولید سره د لرغوني نړوالتوب خلاف د رغېدا وخت و. د اقتصادي مدیریت رغښت د حمل او نقل پراختیا ته هم ورسېد چې د ختيځ او لویديځ تر منځ يې د اړیکو پېچلې ټولګه رامنځته کړه. د سوداګریزو لارو پراختیا د کرنې سیستم او له افریقا څخه د غلامانو د سوداګري د «زرغون انقلاب» لامل شوه. [۴][۵]

مخکښان/اسلاف [سمول]

تر مدرن مخکې، دوران په بهیر کې د نړیوال کولو لومړنیو بڼو له وړاندې پر یو نړیوال نظام اغېز شېندل پیل کړي وو، چې داسې یوه دوره يې په نښه کړه چې تاريخ‌پوه هېپوکرات ورته د لرغوني نړیوالتوب نوم ورکړ. هغه نړیوال نظام چې په لومړني نړیوالتوب ختم شو په یو یا څو واکمن اوسېدونکو قدرتونو پورې تړلی و چې ګاونډي کلتورونه يې په‌خپل سیاسي نظام کې جذبول، له نورو ملتونو سره یې جګړه کوله او پر نړیوالې سوداګرۍ يې برلاسی مونده. په لرغوني نړیوالتوب کې یوه لویه لوړتیاپالنه د روم امپراتوري وه چې د لويې مدیترانې او لویديځې اروپا سیمه يې د یو لړ اوږدمهاله سیاسي او پوځي مبارزو له لارې چې د روم حکومتي سیستم او رومي ارزښتونه يې ناپرمختللیو سیمو ته پراخ کړل متحده کړه. فتحه شوې سیمې د امپراتورۍ په ولایتونو بدلې شوې او په ولایتونو کې رومي پوځي اډې په ښارونو کې د غوره معمارانو په‌واسطه طرحه شویو ودانیو بدلې شوې چې د لرغونو فرهنګونو، دودونو او باورونو جذب یې ګړندی او د مدرن روم د ژوند سبک ته يې پراختیا ورکړه. ملت‌پاله اېدیالوژي او همدارنګه د روم له پوځ څخه د ملاتړ تبلیغات، پوځي بریالیتوب، مېړانه او زړوړتیا په ټوله لویدیځه اروپا او د مدیترانې په سیمه کې د روم امپراتورۍ پراختیا غښتلې کړه. د روم امپراتورۍ ښکلو رغېدلو ښارونو او ترناوونو او اغېزمنو او پیاوړو سمندري بېړیو کښتیو او د پخو سړکونو سازمان شوي سیستم هم سفر چټک او اسان کړی و او له ګاونډیو هېوادونو او ولایتونو سره یې د سوداګرۍ غوره شبکه رامنځته کړې وه.  [۶][۷][۸][۹]

د هان وودي (له میلاد څخه مخکې له ۸۷- ۱۴۱ کال پورې) په مشرۍ د هان خاندان د واکمنۍ په بهیر کې د چين حکومت متحد او په کافي اندازه ځواکمن شو چې چین وکولی شوی په بریالۍ توګه په ختيځ کې له خپلو ګاونډیو سره امپریالیستي هڅې پيل کړي. د هان چينايي امپریالیزم یو سوله‌ييز باج ورکوونکی سیستم و چې تر ډېره په دیپلوماتیکو او سوداګریزو اړیکو متمرکز و. د هان امپراتورۍ ودې نږدې د اسیا له ټولې پېژندل شوې نړۍ سره سوداګریز او فرهنګي تبادلات اسان کړل او چيني ورېښمو اسیا، داخلي اسیا او ان د روم امپراتورۍ ته پراختیا ومونده. د تاینج لومړنۍ کرړه ان د چين د بهرنیو اغېزو پر وړاندې هم ځواب وايي او د تاينج خاندان په یوه لویه امپراتورۍ بدلېږي. له هېواد څخه بهر له هند او منځني ختيځ سره سوداګرۍ په چټکتیا وده وکړه او د چين ختيځ او سویلي ساحلونه چې یو وخت لرې پرتې او بې ارزښته سیمې وې په ورو ورو د خارجي سوداګرۍ په اصلي سیمو بدلې شوې. د سونګ کورنۍ په بهیر کې د چين سمندري ځواک د بېړۍ جوړونې سمندري سیستم په تېکنالوژۍ کې د پرمختګ له برکته لا پیاوړی شو او د چين سمندري سوداګري هم په چټکه توګه لوړه شوه.       [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Hopkins 2003, p. 3.
  2. Hopkins 2003, pp. 4–5.
  3. Hopkins 2003, p. 5.
  4. Hopkins 2003, p. 6.
  5. Hopkins 2003, p. 7.
  6. Hopkins 2003, pp. 4–5, 7.
  7. Shelton 1998, p. 20.
  8. Dillon & Garland 2005, p. 235.
  9. Dillon & Garland 2005, pp. 56–58.
  10. Cohen 2000, pp. 58–59.
  11. Cohen 2000, p. 60.
  12. Cohen 2000, pp. 61–62.
  13. Fairbank, Reischauer & Craig 1973, p. 111.
  14. Fairbank, Reischauer & Craig 1973, pp. 135–36.
  15. Fairbank, Reischauer & Craig 1973, p. 135.