لوتين بيل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لوتين بيل
(انګلیسي: Sir Lowthian Bell, 1st Baronet د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوتين بيل
لوتين بيل

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Isaac Lowthian Bell د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۸ فبروري ۱۸۱۶[۱] او ۱۵ فبروري ۱۸۱۶[۲]
د مړينې نېټه 20 ډيسمبر 1904 (88 کاله)[۱][۲] او 20 ډيسمبر کال 1904 (87–88 کاله)[۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۴]
سوداگر [۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه متالورژي [۷]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لوتين بيل، لومړی بارونیټ، FRS (۱۸ فروري ۱۸۱۶ – ۲۰ دیسمبر ۱۹۰۴) د انګلستان په شمال کې د ډورهام ولسوالۍ له واشنګټن څخه یو ویکتوریایي، د وسپنې متخصص او د ليبرال ګوند سياستوال و. هغه په خپل وخت کې د «Isambard Kingdom Brunel» په څېر شهرت لرونکی ښودل شوی دی.[۸]

بیل یو پياوړی او ماهر متشبث او همدارنګه یو نوښتګر فلزپوه هم و. هغه د وسپنې او «الکلي» کیمیاوي موادو په جوړولو کې له خپلو ورونو سره په بېلا بېلو شراکتونو او د وسپنې د مزو په جوړولو کې د «رابرټ سټيرلينګ نيوال» په ګډون له نورو مخکښانو سره شريک و. هغه د واشنګټن په کارځايونو کې د المونیم په لویه پیمانه تولید کې مخکښه ونډه درلوده، د تازه موندل شوي عنصر «تاليوم» په څېر د نورو کيمياوي موادو په توليد کې يې تجربې تر سره کړي. هغه د لویو شرکتونو مدیر و، لکه د شمال لوېدیځ اورګاډي شرکت او د څلورم پل شرکت چې وروسته د نړۍ د پولونو تر ټولو لویه پروژه وګرځېده.

نوموړی د مهارتونو يو بډای سرپرست و، چا چې مهندس فليپ ويب، طراح وليام موريس او نقاش ايډورډ برن جونز د يارکشيار په ودانيو «رونټن ګرينج» او «ماونټ ګريس پروري» کې په کار ګومارلي وو.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

بیل د توماس بیل زوی وه، پلار يې د «Losh, Wilson and Bell» په نوم د وسپنې او الکلي د شرکت يو له بنسټګرو څخه و،  مور نوم يې «کاترين لاتوين» وه. نوموړی په «Newcastle-upon-Tyne» کې زېږېدلی و او زده کړه يې د د ډاکټر بروسيز په کاډمۍ چې په پرسي سرک يې موقعيت درلود کړې وه، وروسته يې د پاريس د ایډنبرګ پوهنتون او د ساربوني پوهنتون کې د فیزیکي ساینس زده کړه وکړه. هغه په ۱۸۳۶ز کال کې نیوکاسل ته د راستنیدو څخه دمخه په «مارسیلیس» کې د الکلی په تولیدولو کې تجربه تر لاسه کړه، څو د خپل پلار د اوسپنې او کیمیاوي کارځای کې کار وکړي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

صنعت[سمول]

د بیل صنعتي ژوند پیچلی و: په ورته وخت کې په دریو شراکتونو کې ګډون د وفادارۍ ټکر رامنځ ته کړی و چې د کال په اوږدو کې د هر یو لپاره د وفادرۍ د توپیر لامل ګرځېده. د يو متشبث کېدو تر اغېزې لاندې، نوموړي په ۱۸۴۵ز کال کې د خپل پلار له مړينې وروسته د وسپنې د کار ځای کارونو مسئولیت په غاړه واخيست.[۱۴]

په ۱۸۵۰ز کال کې د دورهم په واشنګټن ولسوالۍ، بیل د سرپو اکسیکلورایډ جوړولو لپاره د یوې نوې پروسې په موندلو سره پرمختګ وکړ. د هغه د واشینګټن د کیمیاوي شرکت شریکان او شریک بنسټ ایښودونکي د هغه اوښی رابرټ بينسون باومين د هغه خسر ها لي پيټنسن و، پر دې شرکت د هغه د کور نوم اېښودل شوی و. پیټینسن يو مخترع و، له سرپو څخه يې د سپينو زرو د جلا کولو مسئوليت په غاړه درلود چې د هغه نوم ورکړل شوی و. د ۱۸۵۰ز کال د تړون تر مخې، چارلیس وین، د لندنډوري دریم مارکویس، پیټینسن او بیل خپل ځانونه «د کیمیاوي موادو په تجارت کې تولیدونکي او شریکان» اعلان کړل. [۱۵][۱۶]

بیل پریکړه وکړه چې شونې ده په «Losh, Wilson and Bell» کې شراکت د هغه د دوامداره ښکیلتیا سره سمون و نه لري. د ۱۸۴۹ز کال د سیپتمبر په میاشت کې هغه لاش او ویلسن ته لیک ولیکه او خبر یی ورکړل چې له  پیټینسن سره د هغه شراکت به د هغه له خوا د دې دفتر د خوشې کولو يوه اړتيا و، کوم شراکت چې اوس زه ستاسې په شرکت کې لرم. [۱۷]

په ۱۸۵۰ز کال کې له «رابرټ سټيرلينګ نيوال» سره د شراکت په کولو، بيل په نړۍ کې لومړۍ کارخونه جوړه کړه، داسې ماشينونه يې درلودل چې د وسپنې د پړو او اوبتلونو د مزو د جوړولو وړتيا يې درلوده. دوه کاله وروسته د هغه ورونه توماس بیل او جان بیل د هغه سره یو ځای شول، څو د ډيس سمندر په شمالي غاړه، د ميډلسبراګ په پورټ کلارینس کې د وسپنې ستر کارځای جوړ کړي. تر۱۸۵۳ز کال پورې په دې ځای کې د وسپنې ويلې کولو درې بونۍ وې چې د هر یو ظرفیت لږ تر لږه د ۶۰۰۰ مکعب فوټ څخه زیات و، دا هغه مهال په برتانيه کې د وسپنې ویلې کولو تر ټولو سترې بونۍ وې.[۱۸][۱۹][۲۰]

دې کارځايونو په ټوله برتانوي سترواکۍ کې، د شمال ختیځ اورګاډي شرکت په ګډون د اورګاډي پټلۍ لپاره د پولونو او فولادو پټليو لپاره وسپنه تولید کړه چې بیل یې د ۱۸۶۴ز کال څخه وروسته رئیس و او د ۱۸۹۵ز څخه د هغه تر مړینې پورې يې مرستیال و. د بیل د وروڼو شرکت په نارمنبي او کلیولینډ کې د وسپنې خپل کانونه او په ویرډیل کې د چونې ډبرو کانونه چلول چې شاوخوا ۶۰۰۰ سړي یې په کانونو او تولید کې په کار ګمارلي وو. په ۱۸۷۸ز کال کې دې شرکت په کال کې ۲۰۰۰۰۰ ټنه وسپنه تولید کوله. بیل یو مسلکي فلزپوه او صنعتي کیمیاپوه و چې د بخارۍ له نل څخه وتونکي ګاز څخه د تودوخې بیا جوړولو او د ډېرو پرمختيايي پروسو کې د ښه والي د ازموينو په څېر پروسو کې په پرله پسې دول مخکښ و.[۲۱][۲۲]

په ۱۸۵۹ز کال کې بیل په برتانيه کې د المونیم د تولیدولو لومړی شرکت پرانيست، المونیم یو فلز دی چې له اکساید څخه د فلزاتو د کیمیاوي کمولو له امله سروزرو په اندازه ارزښت لري. په کومه ورځ چې دا په واشینګټن کې پرانيستل شو، بیل په خپل موټر کې نیوکاسل ته سفر وکړ چې د المونیم خولۍ یې پر سر وه او خلکو ته یې سلامي وهلې وه. دې کارخونې همدا راز  نوې ډیوییل سوډیم پروسې کارولې. هغه په ټيکنالوجسټ خپرونه کې تشريح کړه چې د المونيمو تصفيه کولو څومره مهم دي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

اوس، داسې کیږي چې د باندنيو مادو شتون، په یوې دومره کوچنۍ اندازه کې چې تقریبا بيخي کوچنۍ وي، له رنګ او همدارنګه د المونیم د پلنېدو له وړتيا سره په دومره ډیره پیمانه مداخله کوي چې هر جسم دا مادې لري، نو هغې ته مرګونې ځانګړتيا ورکوي. دا ټول څه نه دي، ځکه چې د هغه مرکب جسم څرنګوالی چې تر اوسه يې د دې فلز تر ټولو مهم استعمال کړی - المونيم-برونز - د يادو شويو ناپاکيو [سليکا، وسپنه يا فاسفورس] د درلودلو له امله د المونیم د استعمال په پايله کې تر دې بريده په بشپړ ډول بدل شوی چې له هغې سره ټولې هغه ځانګړتياوې شتون پای مومي چې له دې څخه ارزښتمن جوړوي. -- ايساک لوتين بيل

په ۱۸۶۳ز کال کې، کله چې د بریتانیې اتحادیې د مني په موسم کې په نیوکاسل کې غونډه وکړه، نو بیل په نږدې وخت کې د کشف شوي عنصر تالیوم څو پاونډه نندارې ته وړاندې کړل. دا فلز له اورينو ډبرو حخه د سلفري اسيډو د جوړولو په کار ځای کې د بخاريو د نلونو له زېرمو (په عمده ډول د سرپ سلفیټ) څخه ترلاسه شوی و چې د واشنګټن د کارځايونو د محصولاتو څخه یو و. ټول امتياز څیړونکي هینري بریویټ ته ورکړل شو، څوک چې په واشنګټن کې د لابراتوارونو مشر و، چاته چې د تهيليم د دود له امله په سا اخستلو کې «د سستۍ او سردرد» تجربه شوې وه.[۲۷][۲۸]

د کلیولینډ د وسپنې ډبره د فولادو جوړولو لپاره کم معياره ګڼل کیده، ځکه چې دا د ۱.۸ څخه تر۲.۰٪ پورې د فاسفورس نسبتا لوړه سلنه لري چې په پايله کې یې وسپنه کمزورې کوي. بیل تر ۵۰۰۰۰ پاونډه پورې د لویې کچې تجربې لارښوونه وکړه چې د فولادو د بنسټیزې پروسې پایله یې درلوده، د فولادو پټلۍ یې تولید کړې چې له ۰.۰۷٪ څخه ډیر فاسفورس نه لري. د ۱۹۰۴ز کال په ټایمز نشريه کې د هغه د مړينې په مراسمو کې، د هغه پرمختګ د يوې نښې په توګه چې خپله بيل تر لاسه کړې وه، «د لرګيو پر سرکونو د لرګي د اورګاډي پټلۍ استعمال ته په کتنې سره، د کوم په مټ چې د ډبرو سکاره د تيز سمندر ته راوړل شول»، بيل رايادېدای شي.[۲۹][۳۰]

په ۱۸۶۷ او ۱۸۶۸ز کلونو  کې، بیل د وسپنې د تولید او د بهرنیو سیالانو، په ځانګړې توګه فرانسه، بلجیم او المان په اړه کاغذونه ليکنېوکړې. د انګلستان لوی ځواک د ډبرو سکرو بې ساري برخو کې پروت دی چې زموږ په معدني شتمنیو کې خورا مهمه ځانګړتیا لري. هغه وویل چې که څه هم په انګلستان کې د ډبرو سکرو قیمت او کیفیت ښه و، د کار لګښت ممکن له د ۲۰-۲۵٪ ټیټ وي، په ځانګړي ډول په المان کې. په ۱۸۸۲ز کال کې، بیل په بریالیتوب سره په پورټ کلیرنس کې د مالګې لپاره ځمکه برمه کړه، د ۱۲۰۰ فوټو په ژوره کې یې د مالګې د ګټې اخیستنې بستر وموند. هغه د سوډا جوړولو لپاره مالګه کاروله، خو دغه څاه په ۱۸۸۸ز کال کې د مالګې پ اتحادیې وپلورل شوه.[۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60w149v — subject named as: Lowthian Bell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p5620.htm#i56200 — subject named as: Jane Hughes — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0269708 — د نشر نېټه: ۲۸ فبروري ۲۰۲۲
  4. Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-isaac-bell — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
  5. Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-isaac-bell — د نشر نېټه: ۱۴ جون ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 Unported او GNU Free Documentation License
  6. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0269708 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0269708 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  8. Howell 2008, p. 7
  9. Charles Mosley, editor, Burke's Peerage, Baronetage & Knightage, 107th edition, 3 volumes (Wilmington, Delaware, U.S.A.: Burke's Peerage (Genealogical Books) Ltd, 2003), volume 1, page 331.
  10. Cooper 1884
  11. "NEIMME: Sir Isaac Lowthian Bell, Bart"
  12. Grace's Guides: Isaac Lowthian Bell. Retrieved 28 November 2012.
  13. North Yorkshire County Council Archives: Bell of Rounton Grange Records
  14. Howell 2008, pp. 420–421
  15. Indenture 1759/13
  16. Archaeo-Environment: Washington Chemical Works Archived 2019-10-23 at the Wayback Machine.. Retrieved 23 October 2019
  17. "Bell Of Rounton Grange Records". North Yorkshire County Council. 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Howell 2008, p. 421
  19. Macfarlane 1917, pp. 188–189
  20. Institution of Civil Engineers Obituary, 1905.
  21. Howell 2008, pp. 4–5
  22. Tomlinson 1915, p. 771
  23. Archaeo-Environment: Washington Chemical Works Archived 2019-10-23 at the Wayback Machine.. Retrieved 23 October 2019
  24. Howell 2008, p. 4
  25. Durham Mining Museum: The Times Obituary: Sir Lowthian Bell. 21 December 1904. Retrieved 28 November 2012.
  26. Bell, Isaac Lowthian (July 1864). "On the Manufacture of Aluminium". The Technologist. 4: 166–168. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Odling, William (August 1872). "The Discovery of the Elements". Popular Science Monthly. 1: 474–481. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Bell, Isaac Lowthian (1864). Report of the Thirty-Third Meeting of the British Association for the Advancement of Science; Held at Newcastle-upon-Tyne in August and September 1863. On Thallium. London: John Murray. د کتاب پاڼي 34–36. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Durham Mining Museum: The Times Obituary: Sir Lowthian Bell. 21 December 1904. Retrieved 28 November 2012.
  30. Equivalent to £3 million in 2004, adjusted for RPI.
  31. "NEIMME: Sir Isaac Lowthian Bell, Bart"
  32. Bell, Isaac Lowthian:The present state of the manufacture of iron in Great Britain, and its position as compared with that of some other countries (from the report of the British Association for the Advancement of Science 1867), M & M.W. Lambert, Newcastle upon Tyne, 1867 (retrieved from Tracts vol.2 in the collection of North of England Institute of Mining and Mechanical Engineers) 5 March 2014