له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو مرګ ژوبله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بریتانیا د لومړیو هېوادونو له ډلې وه چې د ۲۰۰۱ کال په مني کې یې د طالبانو د رژیم پر ضد د تلپاتې ازادۍ په عملیاتو کې ونډه واخیسته.

د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې تر ۲۲ نېټې پورې د دفاع وزارت د ملکي کارکوونکو په ګډون د بریتانوي ځواکونو ټولټال ۴۵۷ منصوبین وژل شوي دي. د دې مرګ ژوبلې لویه برخه په هلمند ولایت کې د طالبانو مرچلو ته د بریتانوي ځواکونو د بیا ځای پر ځای کېدو راهیسې را منځ ته شوې ده، ځکه چې په دې سیمه کې د ځای پرځای کېدو څخه وړاندې د ۲۰۰۲ کال د اپرېل او ۲۰۰۶ کال د مارچ د لومړیو تر منځ یوازې پنځه تنه وژل شوي وو.[۱][۲]

په ټولیز ډول، د وژل شویو کسانو له ډلې ۴۰۴ د "غلیم د عملیاتو په پایله کې" وژل شوي او ویل کېږی چې ۵۱ نور یا د ناروغۍ، غیر جنګي ټپونو یا پېښو په پایله کې مړه شوي، یا یې د مړینې لامل لا تر اوسه د څېړنو د نامعلومو پایلو له امله  په رسمي توګه نه دی ټاکل شوی. پوځ د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې له لومړۍ نېتې راهیسې د ۳۶۲ مرګ ژوبلې په درلودلو تر ټولو زیات تلفات لیدلي دي. معمولاً د وژل شوو کسانو عمر د ۲۰ او ۲۹ کلونو ترمنځ و او تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې را منځ ته شوې ده. د وژل شوو له ډلې ۴۳۹ نارینه او دری ښځینه دي.  [۳][۴]

د ۲۰۰۱ کا د جنوري د ۱ نېتې او د ۲۰۰۶ کال د مارچ د ۳۱ نېټې په اوږدو کې موجود اسناد ښیي چې:

  • ۲۱۱۶ بریتانوي پوځي او ملکي پرسونل بریتانوي سمیه ایزو روغتونونو ته وړل شوي چې د عملیاتو په لړ کې، د غلیم د عملیاتو په ګډون، ټپي ښودل شوي دي.
  • ۴۵۲۹ بریتانوي پوځي او ملکي پرسونل د ناروغۍ یا غیر جنګي ټپونو له امله بریتانوي سیمه ایزو روغتونونو ته وړل شوي.
  • ۲۹۳ بریتانوي پرسونل له ناروغۍ ها خوا د نورو ټولو لاملونو له امله ډېر سخت ټپي ښودل شوي.
  • ۲۹۸ بریتانوي پرسونل  له ناروغۍ ها خوا د نورو ټولو لاملونو له امله سخت ټپي ښودل شوي.
  • ۶۶۶۳ بریتانوي پرسونل د نورو لاملونو له امله له افغانستان څخه د هوا له لارې ایستل شوي دي.[۵]

د ۲۰۱۰ کال په فبروري میاشت کې، په افغانستان کې د بریتانوي وګړو مرګ ژوبلې شمېر د فاکلینډ د جګړې له تلفاتو څخه لوړ شو.

شالید[سمول]

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د تورل عملیاتو، هیریک عملیاتو او ویریتاس عملیاتو ته مراجعه وکړئ.

د افغانستان د برید ملاتړ او د شمالي ناټو په قومانده کې خدمت[سمول]

غیر جنګي مرګونه[سمول]

لومړنۍ دری بریتانوي مرګ ژوبلې په کابل کې د ځان وژنې، په غیر قصدي ډول د وسلو په ویشتلو او وژنې له امله غیر جنګي مرګونه وو.

د ۲۰۰۲ کال په اوږدو کې د شاهي انګلیان غونډ څخه ۲۳ کلن سرتېری ډارن جان جورج د یوه ملګري له خوا چې ګنکسیت ستونزه یې درلوده، د را ګرځېدونکې ګولۍ له امله ووژل شو.[۶]

د ۲۰۰۲ کال د اګست په میاشت کې، دلګی مشر ۳۰ کلن رابرټ بسټیل، د شاهي لوژستیکی قول اردو غړی او ۳۰ کلن ساتنمن جان ګریګوري، د همدې قول اردو غړی د نورې مرګ ژوبلې له ډلې وو. سره له دې چې د ورته پېښو د مخنیوي کې لپاره امرو شوی و چې په ورځ کې یوازې دوه کوچني قطي بیر مصرف شي، ساتنمن ګریګوري د کباب پخلي په ځای کې د دلګي مشر بسټیل سره د نشې په اخ او ډب کې ښکېل شو. ورپسې ګریګوري کباب پخلي ځای پرېښود او له SA80 دوله ډک ټوپک سره بېرته راغۍ او بسټیل یې د لسو ګولیو په ویشتلو وواژه. ګریګوري بیا د همدې وسلې په کارلو ځان وژنه وکړه. وروسته پوځ د ویلټشایر د عدلي طب ډاکتر ډیویډ ماستر له خوا هغه تر نیوکې لاندې راغی چې نوموړي د دلګي مشر بسټیل د مړینې او د ساتنمن ګریګوري د ځان وژنې په اړه د غیرقانوني وژنې شواهد کړی. [۷]

په کابل کې د ۲۰۰۴ کال ځانمرګی برید[سمول]

د ۲۰۰۴ کال د جنوري په ۲۸ نېټه په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې د TA وسلوالو رضاکارانو غړی ۲۳ کلن سرتېری جاناتن کیتولاګوډا ووژل شو او څلور نور ټپیان شول. بریتانوي پوځیان په زغره والو [LTV]  ډوله ګاډو کې وو چې یوه ټکسي د دوی کاروان ته ننوت او بریدګر ۹۰ کیلوگرامه چاودیدونکي توکي وچول. [۸][۹]

د مزارشریف برید[سمول]

د د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر په  ۲۹ ڼېټه، د شاهي ګلوسټرشایر، برکشایر او ولټشایر غونډ د لومړۍ کنډک غړی ۲۳ کلن دوهم ساتنمن سټیون شیروود د شمالي ټلوالې په پخواني مرکز، مزارشریف ښار کې د لوی جومات څخه بهر د یو تن وسله وال لخوا ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول. د شمالي سیمو د وضعیت سره سم دې امکان نه درلود چې طالبان دې په دې کار کې ښکیل وي. وسله وال هغه غیر زرهی موټر تر برید لاندې رواست چې عسکر په کې سپاره وو، دا موټر له مشهور آبی جومات څخه څو سوه متره لرې و. برید کوونکی سمدستي له پېښې وروسته ونیول شو او له هغه وروسته د شیروود د وژنې په تور محاکمه او زنداني شو.[۱۰]

د ۲۰۰۶ کال د کابل پېښې[سمول]

د ۲۰۰۶ کال د اګست په ۹ نېټه، د شاهي لوژستیکي قول اردو سرتېری ۲۵ کلن لی ریویز د کابل په کمپ ساوټر کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو. په دې پېښه کې ترهګر ښکېل نه وو.[۱۱]

د ۲۰۰۶ کال د سپټمبر په ۴ نېټه سرتېری ۲۴ کلن کریګ اوډونیل، د ارګیل او سادرلنډ هایلینډرز د B ټولي، د سکاټلنډ د شاهي غونډ د پنځم کنډک غړی په یوه زرهي موټر په ځانمرګي برید کې مړ شو.  [۱۲][۱۳]

د تلپاتې ازادۍ د عملیاتو د یوې برخې په توګه[سمول]

د ۲۰۰۶ کال مارچ میاشت[سمول]

د مارچ په ۲۲ نېټه د مخابرې د ۷ غونډ غړی ۲۵ کلن دوهم ساتنمن مارک کریج د افغانستان په کمپ بسشن کې مړ شو. د اکسفورډشایر عدلي طب ډاکتر وروسته د ۲۰۰۷ کال د فبروري په ۲۲ د تحقیقاتو پرېکړه د ځان وژنې په توګه ثبت کړه.[۱۴][۱۵]

د مارچ په ۲۷ مه د افغانستان په سویل لښکرګاه کې د شاهي ګلوسټرشایر، برکشایر او ولتشایر غونډ د لومړۍ کنډک غړی ۳۱ کلن دوهم ساتنمن پیټر اډوارډ کرډاک مړ شو. نوموړی د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې مړ شو او د دښمن ځواکونه پکې ښکېل نه وو. [۱۶]

د ۲۰۰۶ کال جون میاشت[سمول]

د جون په ۱۱ نېټه د شاهي هارس توپچي، د پراشوټ ۷ غونډ غړی ۲۹ کلن تورن جیم فیلیپسن په داسې حال کې چې په ګرځنده ګزمه و له مشکوکو طالب اورپکو سره په جګړه کې ووژل شو.[۱۷][۱۸]

د جون په ۲۷ مه نېټه، ۳۸ کلن تورن ډېوېډ پټن، چې د کشف د ځانګړې غونډ غړی و او ۳۵ کلن دلګی مشر پاول بارټلیټ، چې د ځانګړو کښتیو غړی و، د افغانستان په سویل کې د هلمند ولایت سنګین ښار ته نږدې ووژل شول. وروسته له هغه چې د RPG په ویشتلو شو د دوی د خپل موټر پرېښودو ته اړ شول، ورپسې د طالبانو سره په سخته جګړه کې ښکېل شول چې په ترڅ کې دواړه ووژل شول. نوموړو عسکرو په سنګین دره کې د طالبانو د یو شمېر مخکښو کسانو د نیولو په عملیاتو کې برخه اخیستې وه.[۱۹]

د ۲۰۰۶ کال جولای میاشت[سمول]

د جولای په ۱ نېټه، د استخباراتو د قول اردو د مخابرې د ۱۴ غونډ غړي ساتنمن ۲۷ کلن پیتر تروپ او دوهم ساتنمن ۲۴ کلن جبران هاشمي، دا دوه بریتانوي عسکر او د هغوی افغان ژباړن داود د سپکې الکترونیکي جګړې د ټیم (LEWT) غړي وو. دا دری کسان هغه مهال مړه او او یو شمېر نور ټپیان شول چې د سنګین په ښار کې یو ۶۳ ډوله ۱۰۷ میلي متره راکټ په دولتي ودانۍ ولګید. د عراق او افغانستان په جګړه کې جبران هاشمي یوازینی بریتانوی مسلمان عسکر دی چې وژل شوی دی.[۲۰]

د جولای په میاشت کې، د پراشوټ د غونډ د دریم کنډک یو تن ۱۹ کلن سرتېری ډیمین ریمونډ جکسن د هلمند ولایت په سنګین کې په ځايي وخت شاوخوا ۲ بجې له طالبانو سره په جګړه کې د ټپونو له امله مړ شو. پېښه د هغه امنیتي ګزمې پر مهال رامنځ ته شوې چې د چورلکې د کېناستو لپاره ځای تصفیه کېده.[۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. "British fatalities in Afghanistan". MoD. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Afghanistan statistics: UK deaths, casualties, mission costs and refugees" (PDF). House of Commons. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "British fatalities in Afghanistan". MoD. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 21 July 2010 باندې). UK military deaths in Afghanistan and Iraq. BBC News.
  5. "UK forces: operations in Afghanistan". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 29 July 2003 باندې). BBC NEWS - UK - England - Essex - Kabul soldier killed by colleague.
  7. (په 17 September 2003 باندې). BBC NEWS - UK - Wales - Army accused over soldier deaths.
  8. (په 29 January 2004 باندې). BBC NEWS - UK - England - Devon - Part-time soldier dies in bombing.
  9. "[ARCHIVED CONTENT] news.mod.uk - Latest News". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ ډيسمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Lance Corporal Steven Sherwood killed in Afghanistan". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Private Leigh Reeves killed in Road Traffic Accident in Afghanistan". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Private Craig O'Donnell killed in Afghanistan". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Royal Regiment of Scotland". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 25 March 2006 باندې). BBC NEWS - South Asia - UK corporal dies in Afghanistan.
  15. (په 25 March 2006 باندې). BBC NEWS - South Asia - UK corporal dies in Afghanistan.
  16. (په 28 March 2006 باندې). BBC NEWS - South Asia - Afghan road death soldier named.
  17. (په 26 June 2006 باندې). BBC NEWS - UK - England - Beds/Bucks/Herts - Funeral of Helmand battle soldier.
  18. At The Going Down of the Sun: Love, Loss and Sacrifice in Afghanistan The story of Captain Philippson's remarkable life and death are featured in this book.
  19. "Captain David Patton and Sergeant Paul Bartlett killed in Afghanistan on 27 June 2006". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 2 July 2006 باندې). BBC NEWS - South Asia - UK soldiers killed in Afghanistan.
  21. "Private Damien Jackson killed in Afghanistan". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)