Jump to content

له رحم بهر ميندواري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ښځو کې له رحم بهر امېندواري (په انګرېزي: Ectopic Pregnancy) د رحم له خپل اصلي موقعیت «فنډس» نه بغېر که بل ځای کې امېندواري را منځ ته شي، خارجي رحمي امېندواري ورته ویل کېږي، چې دا امیندوارۍ په ٪۱۰ ښځو کې منځ ته راځي او موقیعت یې عنق، نفیرونه، تخمدانونه، ګېډه او فیمبریا دي.

له رحم څخه بهر امېندواري
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه

له رحم بهر امېندوارۍ شونتياوې

[سمول]

هغه ښځې چې لاندې يادې شوي حالاتونه ولري له دې ستونزې سره د مخ کېدو احتمال یې شته؛

د IUCD کارول

د Contraceptive کارول

د نفیرونو انومالي

د تیوبونو جراحي

او يا لومړی ماشوم یې له ۳۵ کلنۍ وروسته راوړی وي.

نښې

[سمول]

روښانه مهبلي وینه بهېدنه

په ادنکس ساحه کې د کتلې حس کول

د رحم غټوالی او د رحم عکس العمل

د څیرې شوې خارج رحمي امېندوارۍ نښې نښانې:

د وینې بهیدنې له وجې شاک

شدیده وینه بهیدنه

ناڅاپي درد

د بطن انتفاخ یا پړسوب

د ګېډې عکس العمل

تشخيص يا پېژندنه

[سمول]

د امېندوارۍ عمر ته په کتو به په ناروغانو کې د Beta hcg کچه ښکته وي، همداراز په ښځو کې به د امېندوارۍ وده ځنډنۍ وي؛ که چېرې په التراسونډ سره د خارج رحمي امېندوارۍ تشخیص په اسانۍ سره ونه شو، نو د بشپړ تشخیص لپاره په ۴۸ ساعتونو کې ډاکټران د HCG اندازه ګوري چې څومره ډېرښت یې موندلی، دا ډېرښت له دوی سره د دې ستونزې په په تشخیص کې مرسته کوي.

درملنه

[سمول]

درملنه یې د جراحي Laparotomy او یا Laparoscopy  په وسيله ترسره کېږي. محافظه درملنه د وينې توييدنې په نشتون کې له لاپراټومي څخه لافراسکوپي غوره ده. که چېرته ناروغ وینه بهېدنه ولري Laparotomy ورته کارېږي، که چېرې نفیر د ترمیم وړ وو، ورته ترمیم کېږي؛ بغیر له ترمیم نه تر ټولو ښه درملنه د نفیر ایسته کول دي چې ناروغ د بیا امېندوارۍ چانس هم پیدا کوي.

سرچينې

[سمول]

لیکنه: ډاکتر استاد شفیقه صدیقي

  1. ذکر کېدنه: Disease Ontology. Retrieved: ۳۰ نومبر ۲۰۲۰. Disease Ontology ID: DOID:0060329. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۷ مې ۲۰۱۶.