له تکامل څخه د ملاتړ کچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ساینس پوهانو، عامو خلکو او نورو ډلو تر منځ له تکامل څخه د ملاتړ کچه یوه داسې موضوع ده چې، ډېری وختونه د تخلیق او تکامل تناقض په کې منځته راځي او په تعلیمي، مذهبي، فلسفي، ساینسي او سیاسي مسئلو کې لیدل کېږي. دا موضوع په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې جنجالي ده، چېرته چې د عامو خلکو له خوا د تکامل د نه مننې د پام وړ کچې موجود وي، خو تکامل په عامه ښوونځیو او پوهنتونونو کې تدریس کېږي.

نږدې ټوله (نږدې ۹۷٪) علمي ټولنه، تکامل د بیولوژیکي توپیر د واکمنې علمي نظریې په توګه مني. علمي اتحادیو د ځیرک ډیزاین پلویانو له خوا د وړاندیز شوي تکامل پر وړاندې ګواښونه په کله رد کړي دي. [۱][۲][۳]

په څوهېوادونو کې مذهبي فرقې او ډلې شته دي، چې د دوی لپاره د تکامل تیوري، له هغه تخلیقیت سره په ټکر کې ده، چې د دوی د عقیدې مرکز بلل کېږي او څوک یې له همدې امله ردوي: دامریکا متحده ایالتونو، سویلي افریقا، هند، اسلامي نړۍ، سویلي کوریا، سینګاپور، فلیپین او برازیل کې په انګلستان، د آیرلینډ جمهوریت، جاپان، ایټالیا، جرمني، اسرائیل، اسټرالیا، نیوزیلینډ او کاناډا هېوادونو کې په لږو پلویانو سره.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د متحده ایالتونو د علومو ملي اکاډمۍ له خوا د رامنځته شوي سند په ګډون ،ډېری خپرونې د منلو موضوع په اړه بحث کوي.[۱۵][۱۶][۱۷]

علمي (ساینسي)[سمول]

د علمي ټولنې او اکاډمۍ لویه برخه، د یوې داسې تشرېح په توګه د تکامل نظریې ملاتړ کوي چې، کولای شي د بیولوژۍ، پالیونتولوژۍ، مالیکولي بیولوژۍ، جنیټیک، انتراپولوژۍ او نوروڅانګو کې څارنې په بشپړه توګه په پام کې نیولای شي. د ۱۹۹۱ ز کال د ګالپ ټولپوښتنې وموندله چې، نږدې ۵٪ امریکایي ساینس پوهانو (د هغو کسانو په ګډون چې د بیولوژۍ څخه نوره روزنه یې ترلاسه کړې وي) ځانونه د تخلیق کوونکو په توګه پېژني. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

پردې سربېره ، ساینسي ټولنه ځیرک ډیزاین، د نوي تخلیق څانګه، غیر علمي، شبه علم یا  څانګه غیرساینسي، سیوډوساینس، یا بې ځایه ساینس ګڼي. د متحده ایالتونو د علومو ملي اکاډمي ویلي دي چې: ځیرک ډیزاین" او د ژوند په اصل کې د فوق العاده لاوهنې نورې ادعاګانې" ساینس نه دی، ځکه چې دوی د تجربې له لارې نه شي آزمویل کېدلای، هېڅ وړاندوینې نه رامنځته کوي او په خپله د کومې نوې فرضیه وړاندیز نه کوي. د ۲۰۰۵ ز کال د سپتمبر په میاشت کې د نوبل جایزې ۳۸ ګټونکو، یوه وینا خپره کړه چې "ځیرک ډیزاین اساساً غیرعلمي او غیرساینسي دی؛ دا د علمي نظریې په توګه نه شي آزمویل کېدلای، ځکه چې د هغې مرکزي پایله، د مافوق الفطرت عامل په مداخله کې د عقیدې پر بنسټ دی." د ۲۰۰۵ ز کال د اکتوبر په میاشت کې، یو داسې ائیتلاف چې د استرالیا له ۷۰،۰۰۰ څخه زیاتو ساینسپوهانو او د ساینس ښوونکو استازیتوب کوي، یو بیان خپورکړچې: "ځیرک ډیزاین ساینس نه دی" او "په ټولو ښوونځیو او ډلو غږ کوي چې، د ساینس په توګه د ځیرک ډیزاین (ID) تدریس ونه کړي، ځکه چې دا د علمي نظریې په توګه د هر چا په وړتیا کې پاتې راغلي".[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

په ۱۹۸۶ ز کال کې د امریکا د نوبل جایزې د ۷۲ ګټونکو، د ساینس د ۱۷ دولتي اکاډمیو او ۷ نورو ساینسي ټولنو له خوا لاسلیک شوی د محکمې د ملګري لنډ راپور، په ایډوارډز او اګیلارډ کې د امریکا له سترې محکمې څخه د لوزیانا ایالت د هغه قانون ردولو غوښتنه وکړه چې اړین ګڼ تکاملي ساینس، په عامه ښوونځیو کې تدریس کېږي او د ساینس تخلیق هم باید تدریس شي. په لنډیز کې د دې هم یادونه شوې ده چې، " د ساینس تخلیق " اصطلاح، لکه څنګه چې د قانون له خوا کارول کېږي، د مذهبي عقیدې په توګه کارول کېږي او دا چې "د دیني نظریاتو تدریس" چې د ساینس په توګه غلط نومول شوي، ساینسي زده کړې ته زیان رسوي." دا د نوبل جایزې ګټونکو تر ټولو لویه ټولګه وه، چې ترهغه وخته پورې یې یوه عریض پاڼه لاسلیک کړه. د انتراپالوجیستانو، المکیست او کرونین په وینا: دغه لنډیز "د ساینس پوهانو له خوا د تکامل په ملاتړ کې تر ټولو روښانه وینا ده."[۳۳][۳۴]

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډېری ساینسي او علمي سازمانونه شته دي چې، د تکامل د تیورۍ په ملاتړ یې ویناوې کړې دي. د ساینس د پرمختګ لپاره د امریکا ټولنه، د نړۍ تر ټولو ستره عمومي ساینسي ټولنه ده چې، له ۱۳۰،۰۰۰ څخه ډېر غړي لري او له ۲۶۲ څخه ډېرې اړوندې ټولنې او د علومواکاډمي په ګډون، د ۱۰ میلیونو څخه ډېر غړي لري، د تکامل په ملاتړ کې یې ډېری ویناوې او مطبوعاتي اعلامیې خپرې کړې دي. د متحده ایالاتو د علومو ملي اکاډمي، چې ملت ته علمي مشورې ورکوي، څو کتابونه خپاره کړي دي چې، د تکامل ملاتړ کوي او پر تخلیقیت او ځیرک ډیزاین نیوکه کوي. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د ساینس پوهانو او په متحده ایالتونو کې د عامو وګړو د نظرونو ترمنځ د پام وړ توپیر شته دی. د پیو څېړنیز مرکز له خوا، د ۲۰۰۹ ز کال ټولپوښتنې ومنله چې: "نږدې ټول ساینس پوهان (۹۷٪) وايي چې، انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو د وخت په تېرېدلو سره وده کړې ده، ۸۷٪ سلنه وايي چې، تکامل د طبیعي بهیرونو له امله دی. لکه طبیعي ټاکنه. د ساینس پوهانو ترمنځ غالب درېځ دا دی چې، ژوندي موجودات د طبیعي پروسو له امله رامنځته شوي، یوازې د درېیمېبرخې (۳۲٪) خلکو له خوا شریک شوي دي".

د ۱۹۸۵ ز کال څخه وړاندې د ساینسپوهانو رایې، پریکړه لیکونه او ویناوې[سمول]

د تکامل په ملاتړ کې یو له لومړیو پریکړه لیکونو څخه، په ۱۹۹۲ ز کال کې د ساینس د پرمختګ لپاره، د امریکایي اتحادیې له خوا یو پریکړه لیک صادر کړ او په ۱۹۲۹ ز کال کې بیا بدل کړل شو.[۴۱][۴۲]

د ساینس پوهانو له خوا د تکامل لپاره د ملاتړ څرګندولو یوه بله لومړنۍ هڅه، په ۱۹۶۶ ز کال کې د نوبل جایزې ګټونکي امریکایی بیولوجیست هېرمن جې مولر له خوا تنظیم شوې و. مولر د ۱۹۶۶ ز کال د مې په میاشت کې، د "ایا د بیولوژیکي تکامل د طبیعت اصول، د ساینس له خوا ښه رامنځته شوي؟" تر سرلیک لاندې یوه عرض پاڼه خپره کړه:

د هغه "د ژوند ونې" سره د تکامل د اصولو هېڅ داسې بدیله فرضیه نشته دی، چې نننی کوم وړ بیولوجیست یې جدي وګني. پردې سربېره، اصول د هغې نړۍ په اړه د پوهېدلو لپاره چې موږ په کې ژوند کوو او د ځان په اړه خورا مهم دي، چې په عمومي توګه عامه وګړي او د هغو زده کوونکو په ګډون، چې په لېسو کې د بیولوژي زده کړه کوي، باید په دې اړه او هغه حقیقت په اړه معلومات ولري، چې دا په کلکه سره تأسیس شوې ده، ان په داسې حال کې چې د ځمکې ګرځېدل په ټینګه سره تأسیس شوی دی.[۴۳]

دا منشور، د هارورډ پوهنتون د جورج جي سمپسن، د نوبل جایزې ګټونکی د ډیوک پوهنتوند پیټر اګری، د کارنیل کارل ساګن، د پرنیسټون جان ټایلر بونر، د نوبل جایزې ګټونکی جورج بیډل، د شیکاګو پوهنتون رئیس او د سټانفورډ پوهنتون ډونالډ ایف کینیډي او د متحده ایالتونو د خوراکي توګو او درملو ادارې پخواني رئیس په ګډون، د ۱۷۷ مخکښو امریکایې بیولوژیستانو له خوا لاسلیک شو.

له دې څخه وروسته، د ۱۹۷۲ زېږدیز کال په مني کې د ساینس د پرمختګ لپاره د امریکایي اتحادیې (AAAS) له خوا د یوه داسې پرېکړه لیک له تصویب وروسته چې ویې ویل؛ په یوه برخه کې "د تخلیق تیوري ... نه د ساینس له پلوه بنسټ لري او نه د هغه قواعدو د ترسره کولو توان لري چې ساینسي نظریاتو لپاره ورته اړتیا لیدل کېږي." د امریکا د علومو اکاډمۍ هم د ۱۹۷۲ کال په مني کې ورته پرېکړه لیک تصویب کړ. د "د ساینس د اصولو په توګه د تکامل د تصدیقولو یوه بیانیه" تر نامه لاندې یوه بیانیه د نوبل جایزې ګټونکي لینس پاولنګ، اسحاق اسیموف، جورج جي سمپسن، د کالټیک بیولوژي پروفیسور نورمن ایچ هورویټز، ارنسټ مییر او نورو له خوا لاسلیک  او په ۱۹۷۷ زېږدیز کال کې خپره شوه. د امریکا د جیولوژي انسټیټیوټ اداري بورډ د ۱۹۸۱ زېږدیز کال د نومبر په میاشت کې د پرېکړه لیک په ملاتړ یوه بیانیه خپره کړه. له دې وروسته، د ساینس د پرمختګ لپاره د امریکایي اتحادیې د تکامل په ملاتړ او د ساینس په ټولګیو کې د تخلیقیت د تدریس هڅو ته د سپکاوي په اړه یو بل پریکړه لیک تصویب کړ.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Pew Research Center: "Public Praises Science; Scientists Fault Public, Media" July 9, 2009.
  2. Delgado, Cynthia (2006-07-28). "Finding evolution in medicine". NIH Record. 58 (15). د اصلي (hmtl) آرشيف څخه پر ۲۲ نومبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ruling, Kitzmiller v. Dover page 83: "an overwhelming number of scientists, as reflected by every scientific association that has spoken on the matter, have rejected the ID proponents’ challenge to evolution."
  4. Noah, Timothy (2000-10-31). "George W. Bush, The Last Relativist". د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 2004-06-13 باندې). Revealed: Tony Blair's link to schools that take the Creation literally.; full article at Ohanian, Susan. "Outrages". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Meinert, Peer. "Wir drehen die Uhr um 1000 Jahre zurück ("We put the clock back a 1000 years")" (په الماني ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2004-09-09 باندې). Serbia reverses Darwin suspension. (stm) BBC News.
  8. "And finally." Warsaw Business Journal. 2006-12-18. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Gunnink, Frans; Bell, Philip (2005-06-07). "Creation commotion in Dutch Parliament". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Enserink, Martin (2005-06-03). "Evolution politics: Is Holland becoming the Kansas of Europe?". Science. 308 (5727): 1394. doi:10.1126/science.308.5727.1394b. PMID 15933170. S2CID 153515231. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Worldwide creationism, Shotgun stunner, and more". New Scientist. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Numbers, Ronald L. (2009). Galileo goes to jail: and other myths about science and religion. Cambridge: Harvard University Press. د کتاب پاڼي 221–223. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-03327-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Numbers, Ronald L. (2009). "Myth 24: That Creationism is a Uniquely American Phenomenon". Galileo goes to jail and other myths about science and religion. Cambridge and London: Harward University Press. د کتاب پاڼې 217. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-03327-6. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۱. Antievolutionists in Australia celebrated in August 2005, when the minister of education, a Christian physician named Brendan Nelson, came out in favor of exposing students both to evollution and ID... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Numbers, Ronald L. (2009). "Myth 24: That Creationism is a Uniquely American Phenomenon". Galileo goes to jail and other myths about science and religion. Cambridge and London: Harward University Press. د کتاب پاڼي 217, 279. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-03327-6. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۱. Three years later the New Zealand Listener surprised many of its readers by announcing that "God and Darwin are still battling it out in New Zealand schools." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Numbers, Ronald L. (2009). "Myth 24: That Creationism is a Uniquely American Phenomenon". Galileo goes to jail and other myths about science and religion. Cambridge and London: Harward University Press. د کتاب پاڼې 217. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-03327-6. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۱. Writing in 2000, one observer claimed that "there are possibly more creationists per capita in Canada than in any other Western country apart from US." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. McCollister, Betty (1989). Voices for evolution. Berkeley, CA: National Center for Science Education. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-939873-51-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Matsumura, Molleen (1995). Voices for evolution. Berkeley, CA: National Center for Science Education. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-939873-53-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Working Group on Teaching Evolution, National Academy of Sciences (1998). Teaching about evolution and the nature of science. Washington, D.C: National Academy Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-06364-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); available on-line: United States National Academy of Sciences (1998). Teaching About Evolution and the Nature of Science (ebook). Washington DC: National Academy Press. doi:10.17226/5787. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-06364-7. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 2006-06-18 باندې). Ann Coulter: No evidence for evolution?. Pharyngula. scienceblogs.com
  19. The National Science Teachers Association's position statement on the teaching of evolution.
  20. IAP Statement on the Teaching of Evolution Archived 2011-07-17 at the Wayback Machine. Joint statement issued by the national science academies of 67 countries, including the United Kingdom's Royal Society (PDF file)
  21. From the American Association for the Advancement of Science, the world's largest general scientific society: 2006 Statement on the Teaching of Evolution (PDF file), AAAS Denounces Anti-Evolution Laws
  22. Fact, Fancy, and Myth on Human Evolution, Alan J. Almquist, John E. Cronin, Current Anthropology, Vol. 29, No. 3 (Jun., 1988), pp. 520–522
  23. Public beliefs about evolution and creation, Robinson, B. A. 1995.
  24. Many scientists see God's hand in evolution, Witham, Larry, Reports of the National Center for Science Education 17(6): 33, 1997
  25. National Science Teachers Association, a professional association of 55,000 science teachers and administrators in a 2005 press release: "We stand with the nation's leading scientific organizations and scientists, including Dr. John Marburger, the president's top science advisor, in stating that intelligent design is not science.…It is simply not fair to present pseudoscience to students in the science classroom." National Science Teachers Association Disappointed About Intelligent Design Comments Made by President Bush Archived 2011-02-12 at the Wayback Machine. National Science Teachers Association Press Release August 3, 2005
  26. Defending science education against intelligent design: a call to action Journal of Clinical Investigation 116:1134–1138 American Society for Clinical Investigation, 2006.
  27. "Biologists aren’t alarmed by intelligent design’s arrival in Dover and elsewhere because they have all sworn allegiance to atheistic materialism; they’re alarmed because intelligent design is junk science." H. Allen Orr. Annals of Science. New Yorker May 2005.Devolution—Why intelligent design isn't. Archived 2012-09-10 at archive.ph Also, Robert T. Pennock Tower of Babel: The Evidence Against the New Creationism.
  28. Junk science Archived 2012-01-07 at the Wayback Machine. Mark Bergin. World Magazine, Vol. 21, No. 8 February 25, 2006.
  29. National Academy of Sciences, 1999 Science and Creationism: A View from the National Academy of Sciences, Second Edition
  30. The Elie Wiesel Foundation for Humanity Nobel Laureates Initiative. Intelligent design cannot be tested as a scientific theory "because its central conclusion is based on belief in the intervention of a supernatural agent." Nobel Laureates Initiative Archived December 9, 2006, at the Wayback Machine. (PDF file)
  31. Faculty of Science, University of New South Wales. 20 October 2005. Intelligent Design is not Science - Scientists and teachers speak out Archived 2006-06-14 at the Wayback Machine.
  32. See: 1) List of scientific societies rejecting intelligent design 2) Kitzmiller v. Dover page 83. 3) The Discovery Institute's A Scientific Dissent From Darwinism petition begun in 2001 has been signed by "over 600 scientists" as of August 20, 2006. A four-day A Scientific Support For Darwinism petition gained 7733 signatories from scientists opposing ID. The AAAS, the largest association of scientists in the U.S., has 120,000 members, and firmly rejects ID Archived 2002-11-13 at the Wayback Machine.. More than 70,000 Australian scientists and educators condemn teaching of intelligent design in school science classes Archived 2006-06-14 at the Wayback Machine.. List of statements from scientific professional organizations on the status intelligent design and other forms of creationism.
  33. Amicus Curiae brief in کينډۍ:Cite court, available at "Edwards v. Aguillard: Amicus Curiae Brief of 72 Nobel Laureates". From TalkOrigins Archive. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Norman, Colin (1986). "Nobelists unite against "creation science"". Science. 233 (4767): 935. Bibcode:1986Sci...233..935N. doi:10.1126/science.3738518. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. List of numerous US scientific societies that support evolution and their statements about evolution
  36. "List of 68 international scientific societies on the Interacademy Panel (IAP) that endorse a resolution supporting evolution and a multibillion year old earth, June 2006" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ ډيسمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. National Science Board letter in support of evolution 1999
  38. "Royal Society statement on evolution, creationism and intelligent design, 11 Apr 2006". د اصلي آرشيف څخه پر 13 اکتوبر 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه 4 جنوري 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Science and Creationism: A View from the National Academy of Sciences, Second Edition, National Academy of Sciences, National Academy Press, Washington DC, 1999.
  40. Teaching About Evolution and the Nature of Science (1998), National Academy of Sciences, National Academy Press, Washington DC, 1998.
  41. AAAS Resolution: Present Scientific Status of the Theory of Evolution, American Association for the Advancement of Science, Adopted by the AAAS Council, December 26, 1922. AAAS Executive Committee readopts this resolution on April 21, 1929.
  42. The Imminent Demise of Evolution: The Longest Running Falsehood in Creationism Archived 2009-02-07 at the Wayback Machine., G. R. Morton, Copyright 2002 G.R. Morton
  43. Bales, James D., Forty-Two Years on the Firing Line, Lambert, Shreveport, LA, p.71-72, no date.
  44. American Biology Teacher, January 1973.
  45. A Statement Affirming Evolution as a Principle of Science, The Humanist, January/February, 1977, p. 4-6.
  46. AAPG Explorer, January, 1982.
  47. "Creation-Science" Law Is Struck Down, Raloff, J., Science News, 121[2]:20, January 9, 1982.
  48. Attie AD; Sober E; Numbers RL; Amasino RM; Cox B; Berceau T; et al. (2006). "Defending science education against intelligent design: a call to action". J Clin Invest. 116 (5): 1134–8. doi:10.1172/JCI28449. PMC 1451210. PMID 16670753. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)