له افغانستان نه د متحده ايالاتو د سرتېرو وتل (۲۰۱۱-۲۰۱۶)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له افغانستان نه د متحده ايالاتو د سرتېرو وتل د افغانستان په جګړه کې د متحده ايالاتو د وسله والو ځواکونو د کمولو او له ۲۰۱۴ز کال وروسته د دې ځواکونو د شتون په توګه تشرېح کېدای شي، په داسې حال کې چې ډېری جګړه یيز سرتېري د ۲۰۱۴ز کال تر پايه له افغانستان څخه وتلي و.

ناټو په افغانستان کې د جګړې د ۲۰۱۵ پړاو پر مهال د مشورې او ترهګرۍ سره د مبارزې د صلاحيت په لرلو سره په افغانستان کې د ۱۳،۰۰۰ او د ۹۸۰۰ امريکايي سرتېرو د پرېښودو طرحه جوړه کړې وه او تمه کېده چې دوی به په افغانستان کې د ۲۰۱۶ز کال تر پايه پورې خپل شتون وغځوي. د ۲۰۱۶ز کال د جولای په مياشت کې امنيتي حالت خرابیدو ته په کتنې سره متحده ايالاتو د ۲۰۱۶ز کال تر ډيسمبر پورې د خپلو سرتېرو ايستل وځنډول او د کندوز په جګړه کې د طالبانو د بيا نیولو د هڅې په نظر کې نیولو سره يې پرېکړه وکړه چې په څلورو ګارنيزونونو (کابل، کندهار، باګرام او جلال اباد) کې به خپل اته زره او څلور سوه سرتيري وساتي. د انخلاء پروسه د ۲۰۱۶ز کال په ديسمبر مياشت کې بشپړه شوه او په افغانستان کې اته زره او څلور سوه سرتيري پاتې شول.

شاليد[سمول]

د اوباما د ادارې له خوا په ۲۰۰۹ز کال کې د سرتېرو زياتول[سمول]

له بارک اوباما څخه د مخکيني ولسمشر جورج ډبليو بوش په اداره کې د سرتېرو شمېر نږدې ثابت پاتې و، او نږدې ۳۰۰۰۰ امريکايي سرتېري افغانستان ته استول شوي وو. د جنورۍ په مياشت کې د لسمې غره ايزې فرقې د درېيم غنډ څخه د جګړه ايزې ډلې شا و خوا درې زره امريکايي سرتېري لوګر او وردګ ولايتونو ته ولاړل. دا ځواکونه د هغو مرستندويه سرتېرو لومړۍ څپه وه چې د زياتېدو تمه يې کېده د کوم حکم چې جورج ډبليو بوش ورکړی و او بارک اوباما دا شمېر زيات کړ.[۱][۲][۳][۴][۵]

د ۲۰۰۹ز کال د فبرورۍ په مياشت کې بارک اوباما افغانستان ته د اولس زره نورو سرتېرو استولو لارښوونه وکړه تر څو په هېواد کې امنيت پياوړی شي، په دې ډول هغه شپږ دېرش زره امريکايي سرتيري چې له پخوا څخه هلته وو تر پنځوس سلنه زيات شول. اوباما په يوه لیکلي وينا کې وويل «دا زياتوالی اړين دی تر څو په افغانستان کې مخ پر خرابېدونکی حالت ثابت کړای شي، هغه هېواد چې ستراتيژيکه پاملرنه، لارښودنه او د اړتيا وړ سملاسي سرچينې نه دي تر لاسه کړي». هغه همدا راز څرګنده کړه «طالبان افغانستان کې بيا راژوندي شوي او القاعده د بغاوت ملاتړ کوي او د پاکستان د پولې په اوږدو کې له خپلو پټنځايونو څخه امريکا ګواښي». هغه وويل «دا استول زموږ پر سرتېرو او پوځي کورنيو ډېر زيات فشار واردوي» اوباما ومنله، خو په سيمه کې مخ پر خرابېدو امنيتي وضعيت د «بېړنۍ پاملرنې او چټک اقدام» غوښتنه کوي. تمه وه چې په تازه استول کېدونکو ځواکونو کې به د شمالي کارولينا د لژوين کمپ څخه اته زره امریکايي سمندري ځواکونه، د واشنګټن له ليويز څخه د متحده ايالاتو د پوځ څلور زره سرتيري او د متحده ايالاتو د وسله والو ځواکونو له هغه برخې څخه پنخه زره سرتيري شامل وي، چې لا ټاکل شوی نه ده. اوباما همدا راز وويل «هغه بشپړ قانع دی چې تاسې د افغانستان، د طالبانو، په سيمه کې د سخت دريځۍ د خپرېدو ستونزه يوازې په پوځي لارو چارو نه شئ حل کولای». [۶][۷][۸][۹][۱۰]

د دولت له خوا د افغانستان د تګلارې د پراخه ارزونې له بشپړولو وروسته افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو پرېکړه وشوه. د ۲۰۰۹ز کال د مارچ په اوه ويشتمه نېټه، د سپينې ماڼۍ له خوا د شپېتو ورځو سختو ارزونو څخه وروسته چې له پوځي قوماندانانو او ديپلوماتانو، سيمه ايز حکومتونو او شريکانو، د ناټو د ایتلاف مؤسسو او مرستندويه ادارو سره مشورې وشوې، اوباما د افغانستان او پاکستان لپاره د نوې ستراتيژۍ اعلان وکړ. اوباما وويل «په دې بنسټ زه غواړم چې د امريکا خلک وپوهېږي چې موږ څرګنده او متمرکزه موخه لرو؛ تر څو په پاکستان او افغانستنان کې القاعده وپاشو، له کاره يې وغورځوو او ماتې ورکړو او په راتلونکي کې دې هېوادونو ته د دې ډلې د بيا راستنيدو مخه ونيسو. دا هغه موخه ده چې بايد تر لاسه شي. دا هغه لامل دی چې تر دې زيات عادلانه نه شي کېدای. هغو تروريستانو ته چې زموږ مخالفت کوي، زما پيغام هماغه دی: موږ به تاسې ته ماتې درکړو». د دې موخې لپاره اوباما اعلان کړه چې په پام کې لري افغانستان کې امريکايي ځواکونه لا پياوړي کړي، له پاکستان سره مرستې زياتې کړي او په افغانستان او پاکستان کې د القاعده او طالبانو په وړاندې د جګړې د پرمختګ د اندازه کولو لپاره سخت معيارونه جوړ کړي – لکه په افغانستان کې د مرګ ژوبلې او تاوتريخوالي کچه د باغيانو پر ضد پاکستاني بريدونه او د متحده ايالاتو د مرستې محاسبه کول-. د هغه د ستراتيژۍ يوه برخه د نورو څلور زره امريکايي سرتېرو استول وو، -دا له هغه اولس زره سرتېرو څخه جلا وو چې په فبرورۍ مياشت کې يې اعلان کړی و – تر څو د افغان پوځ او پوليسو لپاره د روزونکو او سلاکارانو په توګه کار وکړي. دا خوځښت د امریکايي ملکيانو له خوا د افغانستان پر لور د تګ له زياتوالي سره مل و، تر څو د افغانستان د زېربناوو په بيا رغونه کې مرسته وکړي. پر افغانستان د بيا تمرکز کولو سره، ټاکل شوې وه چې د اوباما اداره پر پاکستان زور راوړي تر څو له افغانستان سره د خپلو پولو په اوږدو قبايلي سيمو کې د القاعده او طالبانو د خوندي پټنځايونو په وړاندې مقاومت زیات کړي. د متحده ايالاتو پوځي او ملکي برخې زياتې شوې. د دې تګلارې وروستی عنصر د روسيې او ايران په ګډون د افغانستان د سيمه ايزو ګاونډيو د ښکېلولو هڅې وې، تر څو د افغانستان په امن کولو کې مرسته وکړي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

اوباما په ۲۰۰۹ز کال کې د افغانستان د حالت په اړه څرګنده کړه «د حکومت د نسکورېدو نژدې ګواښ نه شته، خو طالبانو پرمختګ کړی دی». «القاعده په هغه شمېر کې په افغانستان کې نه دي راپورته شوي څومره چې له ۹/۱۱ مخکې وو، خو دوی د پولې په اوږدو کې خوندي پټنځايونه ساتلي دي. او زموږ ځواکونه د اړتيا وړ بشپړ ملاتړ څخه برخمن نه دي تر څو په اغېزناک ډول افغان امنيتي ځواکونه وروزي او له هغوی سره مشارکت وکړي او په ښه طريقې سره خلک خوندي کړي». د ۲۰۰۹ز کال د ديسمبر مياشتې په لومړۍ نېټه په لويديځه نقطه کې د متحده ايالاتو په پوځي اکاډمۍ کې اعلان کړ چې متحده ايالات به نور دېرش زره سرتيري افغانستان ته واستوي او د ۲۰۱۱ز کال د جولای مياشت يې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو نېټه کېښوده. هغه ژمنه وکړه چې هغه کولای شي «دا جګړه بريالي پای ته ورسوي»، اوباما داسې يوه ستراتيژي جوړه کړه چې د افغانستان په پراخو سيمو کې د طالبانو لاسته راوړنې به په شا واړوي، افغانان به په ښه ډول خوندي کړي، پر افغانستان به زور واچوي چې خپله پوځي وړتيا او ډېر اغېزناک حکومت جوړه کړي او په پاکستان کې د القاعده پر ضد بريدونه به سخت کړي. ولسمشر وويل چې د نوې ستراتيژۍ درې بنسټيز عناصر دا دي: «د انتقال لپاره د شرايطو برابرولو پوځي هڅې؛ د غېر نظاميانو زياتوالی تر څو مثبت اقدامات پياوړي کړي او له پاکستان سره اغېزناک مشارکت». په ټوله کې هدف دا و چې «په افغانستان او پاکستان کې القاعده ماته شي، ويجاړه شي او ماتې ورکړای شي او د هغوی هغه وړتياوو مخه ونيسي چې په راتلونکي کې امريکا او د امريکا متحدين وګواښي». د لويديځې نقطې وينا د جګړې په درې مياشتينۍ ستراتيژۍ پای ته ورسېده. د دې بيا کتنې پر مهال اوباما په هر ولايت کې د طالبانو د پياوړتيا د ارزونې، د افغان ولايتي مشرانو د اغېزمنتيا او عمومي امنيتي وضعيت غوښتنه وکړه، تر څو معلومه شي چې د متحده ايالاتو ځواکونه په څومره چټکتيا سره يوه ټاکلې سيمه پرېښودای شي. په ويسټ پواينت کې د هغه له وينا مخکې مياشتو کې، په زيات ټاکلي ډول د ۲۰۰۹ز کال د اکتوبر په دېرشمه نېټه د پوځ د ګډو قواوو له رئيس سره په يوه ناسته کې، د هغه د پوځونو د زیاتوالي په اړه د بحل پر مهال، اوباما وويل چې د افغانستان جګړه يوه امريکايي جګړه ده، خو هغه نه غواړي چې پای ته نه رسېدونکې ژمنتيا ورسره څرګنده کړي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. "Interactive: Ten years of war". Al Jazeera. 22 June 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Zaid Jilani (22 June 2011). "GRAPH: Obama 'Withdrawal' Plan Would Leave More Troops In Afghanistan Than When He Began His Presidency". Thinkprogress. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 1 December 2009 باندې). Chart: Troop Levels in Afghanistan Over the Years. CBS News
  4. (په 17 February 2012 باندې). Start of Afghanistan surge: Newest US troops sent to dangerous region near Kabul.
  5. (په 16 February 2012 باندې). 3,000 troops near Kabul mark start of surge. NBC News
  6. (په 17 February 2012 باندې). Putting Stamp on Afghan War, Obama Will Send 17,000 Troops.
  7. (په 18 February 2012 باندې). Obama commits 17,000 more US troops to Afghanistan.
  8. (په 28 April 2009 باندې). Barack Obama's First 100 Days: A Surge for Afghanistan.
  9. (په 17 February 2012 باندې). Obama approves Afghanistan troop increase. CNN
  10. (په 19 February 2012 باندې). Obama launches Afghanistan surge.
  11. (په 27 March 2012 باندې). Obama Announces Strategy for Afghanistan, Pakistan.
  12. (په 27 March 2009 باندې). US rethinks Afghanistan strategy. BBC News.
  13. (په 27 March 2009 باندې). Obama breaks with Bush Afghan policy. BBC News.
  14. (په 22 June 2011 باندې). Afghan Strategy Has Loomed Over Obama Presidency.
  15. "Obama's Strategy for Afghanistan and Pakistan, March 2009". Council on Foreign Relations. 27 March 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Ewen MacAskill (په 27 March 2009 باندې). Barack Obama sets out new strategy for Afghanistan war.
  17. (په 27 March 2012 باندې). Obama Sounds Cautious Note as He Sets Out Afghan Plan.
  18. (په 22 June 2011 باندې). Afghan Strategy Has Loomed Over Obama Presidency.
  19. Brian Montopoli (په 1 December 2012 باندې). Obama Lays Out New Afghanistan Strategy. CBS News
  20. (په 1 December 2012 باندې). Confirmed: Obama to "surge" 30,000 troops to Afghanistan and "begin" withdrawal in July 2011.
  21. (په 1 December 2012 باندې). Obama Adds Troops, but Maps Exit Plan.
  22. (په 2 December 2009 باندې). Obama: U.S. security is still at stake.
  23. (په 5 December 2009 باندې). How Obama Came to Plan for 'Surge' in Afghanistan.