لنده بل ځمکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لنده بل يو بېل ايکوسيستم دی، چې د اوبو په واسطه په تل پاتې (د کالونو يا لسيزو لپاره) يا موسمي ډول (د اونيو يا مياشتو لپاره) تر اوبو لاندې کېږي. سېلاب په اکسيجن نه لرونکو (انوکسيک “Anoxic”) بهيرونو په ځانګړي ډول خاوره کې خپرېږي. هغه لومړنی عامل چې لنده بل يا لندې ځمکې د وچې ځمکې له بڼو يا د اوبو له جسمونو يا کتلو څخه بېلوي، د اوبو نباتاتو د نباتي ژوند ځانګړتيا ده، چې د اکسېجن نه لرونکې هايدريک خاورې پر وړاندې يې سمون کړی دی. لنده بل په بيولوژيکي ډول د ټولو ايکوسيستمونو له بېلابېل والي له ډلې ګڼل کېږي، چې د نباتي او حيواني نوعو د پراخه لړۍ لپاره د کور په توګه دنده تر سره کوي. د لنده بل د دندو ارزونې لپاره مېتودونه، د لندې ځمکې ايکولوژيکي روغتيا او د لندې ځمکې يو عمومي حالت د نړۍ د ډېرو سيمو لپاره رامنځته شوی دی. دې لارو چارو د ځينو لندو ځمکو له لورې د چمتو کېدونکو دندو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو په واسطه په خپله برخه کې د لندې ځمکې له ساتنې سره مرسته کړې ده. [۱][۲][۳]

لنده بل ځمکې له انترکتيکا څخه پرته پر هره لويه وچه باندې په طبيعي ډول پېښېږي. په لنده بل ځمکو کې اوبه تازه، الګين يا تروې او يا مالګينې وي. د لنده بل ځمکې اصلي ډولونه د واکمن نبات او يا د اوبو د سرچينې پر بنسټ ډلبندي کېږي. د بېلګې په ډول: جبې يا زېمناکې ځمکې هغه لندې ځمکې دي، چې د بوټو، کټېل [بوټی دی] او لوخې غوندې راپورته کېدونکی نبات پرې واکمني کوي؛ “Swamps” هغه څه دي چې د لرګينو نباتاتو لکه ونو او بوټو تر واک لاندې دي (که څه هم په اروپا کې د بوټو swamps د ونو پر ځای د بوټو تر نفوذ يا واک لاندې دي). د اوبو د سرچينو له مخې د ډلبندي شويو لنده بل ځمکو بېلګې څپه ييزې لندې ځمکې (سمندري څپې)، د بحيرو هغه برخې چې د سيند په خوله کې ننوځي او کوچني خليجونه جوړوي (څپه ييز او د سيند ګډې سيلاب)، سيلابي درې (د سيندونو يا جهيلونو پرېمانه اوبه)، چينې، بهېدل او اوبجنې ځمکې، جبې او پسرلني ډنډونه (د باران يا ويلې کېدلو اوبه) دي. ځينې لنده بل ځمکې د نباتاتو ګڼ ډولونه لري او د اوبو د ګڼو سرچينو له لورې مشبوع کېږي، چې ډلبندي کول يې ستوزمن کوي. [۴][۵]

لنده بل ځمکې يو شمېر دندو کې مرسته کوي، چې خلکو ته يې ګټه رسېږي. دې ته د ايکو سيستم خدمتونه وايي او د اوبو پاکول يا تصفيه، تر ځمکې لاندې اوبو بشپړونه، د ساحلي ليکو ثبات او د توپان خونديتوب، د اوبو زېرمو او سيلاب اداره کول، د کاربن (د کاربن تنظيمول، تخريب او نيول)، نورو غذايي توکو او ککړونکو پروسس کول او د نباتاتو او حيواناتو ملاتړ رانغاړي. لنده بل ځمکې د حياتي تنوع لپاره زېرمې دي او د لندې ځمکې توليدات برابروي. دوی د اقليم بدلون په کمولو او سمون کې هم ونډه لوبوي. که څه هم ځينې لندې ځمکې د ميتان غاز د خپرېدلو د پام وړ سرچينه ده او ځيني نوري يې د نايترس اکسايد غاز خوشې کونکي دي. د انسانانو په لاس جوړې شوې لنده بل ځمکې د ښاري او صنعتي بېکاره اوبو پر وړاندې د عمل کولو او همدا راز د توپان اوبو د يوې خواته کولو په موخه ډيزاين او جوړې شوي دي. جوړې شوې لندې ځمکې ښايي د اوبو پر وړاندې حساس ښاري ډيزاين کې هم ونډه ولوبوي. [۶][۷][۸]

د نړۍ په کچه تر ټولو لوې لنده بل ځمکې د امازون سيند کاسه، د لويديځې سايبريا دره، په سويلي امريکا کې پانټانل او د “Ganges-Brahmaputra” دلتا کې سندربانس “Sundarbans” دي. د ملګرو ملتونو د زريز ايکوسيستم ارزونې “Millennium Ecosystem Assessment” له نظره لنده بل ځمکې پر ځمکه باندې د بل هر ايکوسيستم په پرتله د چاپيريالي درجې د ښکته راتللو يا نابرابرۍ په واسطه اغېزمنېږي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

پېژندنې او اصطلاحات[سمول]

د ځمکې هغه ټوټه چې د باران له توپان څخه وروسته ډنډونه رامنځته کوي، په اړين ډول لنده بل ځمکې نه ګڼل کېږي، ان که ځمکه لنده هم وي. لنده بل ځمکې بې سارې ځانګړتياوې لري: دوی په عمومي ډول د اوبو له نورو جسمونو يا د ځمکې بڼو څخه د دوی د اوبو د کچې او د نباتاتو د هغه ډولونو پر بنسټ بېلېږي، چې د دوی دننه ژوند کوي. په مشخص ډول لندې ځمکې د اوبو د ليکلړ لرلو له مخې مشخص کېږي، چې د اوبو نباتاتو د ملاتړ په موخه هر کال د پوره اوږدې دورې د ځمکې په سطحه کې يا ورسره نږدې ودرېږي. [۱۳][۱۴]

د يوې خورا لنډې پېژندنې له مخې لنده بل ځمکې له هايدريک خاورې او هاروفايتونو څخه جوړه ټولنه ده. [۱۵]

لنده بل ځمکې د بيولوژيکي ټولنو تر منځ د لېږد د سيمو (ecotones) په توګه هم بيان شوي دي، چې د وچې ځمکې او د اوبو جسمونو تر منځ لېږد چمتو کوي. مېچ “Mitsch” او ګوسيلېنک “Gosselink” ليکي، چې لنده بل ځمکې په رښتيني ډول د وچې اړوند ايکوسيستمونو او اوبه ييز سيستمونو تر منځ د پوله کې شته، چې دوی په اصلي ډول يو له بل څخه بېلوي، چې تر اوسه پر دواړو باندې خورا تکيه کوي. [۱۶][۱۷]

په چاپيريالي پرېکړه کولو کې د پېژندنو ځينې څېرمه ډلې شته، چې د تنظيمي او تګلارې پرېکړو کولو باندې يې توافق شوی دی.

تخنيکي پېژندنې[سمول]

لنده بل ځمکه هغه ايکوسيستم دی، چې هغه مهال رامنځته کېږي، چې د اوبو له امله هجوم خاورې توليدوي، چې د هوازي او ناهوازي بهيرونو تر نفوذ لاندې دي، چې په خپل وار سره د سيلاب پر وړاندې د سمون کولو په موخه پر biota او په ځانګړي ډول ريښه لرونکو نباتاتو باندې قوه واروي.

د لنده بل ځمکې د ساتنې رامسار نړيوال تړون (Ramsar international wetland conservation treaty) له مخې لنده بل ځمکې په لاندې ډول راپېژندل شوي دي: [۱۸]

  • لومړی ماده، لومړی بند: «... لنده بل ځمکې د جبې يا زېمناکې ځمکې، اوبجنې ځمکې، تروې ځمکې، پيټلينډ سکاره لرونکې ځمکې يا اوبه دي، چې په اوبو په درلودلو سره به طبيعي يا مصنوي او تل پاتې يا لنډمهالې وي، چې اوبه به په کې د سمندري اوبو د سيمو په ګډون ولاړې يا روانې، تازه، تروې يا هم مالګينې وي، چې په ټيټه څپه کې ژوروالی يې له شپږ مترو څخه نه زياتېږي.
  • دويمه ماده، لومړی بند: «لندې ځمکې ښايي د لنده بل ځمکو ګاونډ ساحلي سيمې، ټاپوګان يا د سمندري اوبو هغه کتلې سره يو ځای کړي، چې په لنده بل ځمکو کې پرتې ټيتې څپه کې ژوروالی يې له شپږ مترو څخه زيات وي.

ډولونه[سمول]

په لنده بل ځمکو کې اوبه به يا تازه وي، يا به تروې او يا هم مالګېنې وي. د لنده بل ځمکو څلور مهم ډولونه دي: زېمناکه ځمکې، جبه زار ځمکې، جبه “bog” ځمکې او اوبجنې يا جبه ځمکې “fen” (bog او fen ځمکې د ژورې پستې خټې ډولونه دي). ځينې ماهران لانده چمنونه او اوبه ييز ايکوسيستم هم د لنده بل ځمکې د نورو ډولونو په توګه پېژني. څېرمه يا فرعي ډولونه mangrove forest [توليدي لنده بل ځمکې چې په ساحلي سمندري سيمو کې رامنځته کېږي]، موسمي ډنډونه “vernal pool”، هغه لندې ځمکې چې د عضوي مادې د نيمګړې له منځه تګ څخه رامنځته کېږي “mire”، سيلابي درې “flood plains”، د “pocosin” په نوم د ژور تېزابي، شګلنې او د پيټ سکارو لرونکو خاورو ډول، د اوبو لرګي لرونکې سيمې يا “carr” او داسې نور ډېر دي. زياتره “Peatlands” لنده بل ځمکې دي. لنده بل ځمکې څپه ييزې (چې د څپو په واسطه لاندې شوې وي) او ناڅپه ييزې کېدلی شي. [۱۹][۲۰][۲۱]

لاندې درې ډلې په استراليا کې د ډول له مخې د لنده بل ځمکې د ډلبندي کولو په موخه کارول کېږي: د سمندري او ساحلي سيمې لنده بل ځمکې، د ځمکې دننه او د انسانانو په واسطه جوړې شوې لنده بل ځمکې. د لنده بل ځمکو لپاره د ډلبندۍ نور سيستمونه هم شته. په متحده ايالتونو کې يې تر ټولو غوره پېژندل شوي د کوارد د ډلبندۍ سيستم “Cowardian classification system” او د هايدروجيومورفيک ډلبندۍ سيستم “HGM” classification system” دي. د کووارد سيستم د لنده بل ځمکو پينځه اصلي ډولونه رانغاړي. [۲۲][۲۳]

د پيټ سکارو لرونکې ځمکه “Peatland”[سمول]

د پيټ سکارو لرونکې سيمه د لنده بله ځمکې يو بې سارې ډول دی، چې د اوبه ييز نبات وده او د اکسېجن نه لرونکې حالت له مخې) د مړو نباتاتو بطي خوسا کېدل د عضوي سکارو د راټولېدنې لامل کېږي. جبې، اوبجنې ځمکې او ژروې پستې خټې د پيټ ځمکو بېلابېل نومونه دي.

د لنده بل ځمکې نومونه[سمول]

د لنده بل ځمکې د سيستمونو لپاره د نومونو د بڼې بدلون

ځيني لنده بل ځمکې په يو مذهب پورې تړلي نومونه لري. لکه: د نورو ډېرو له منځه د شمالي امريکا د شمالي درې ورشو يا وښياڼه کنده، pocosins او د متحده ايالتونو د سويل ختيځ خليجونه، د ارجنټاين څړ ځايونو، د اروپا او کليفورنيا مديترانه يي موسمي ډنډونه، د ايرلينډ turloughs [د اوبو موسمي کتلې يا بدنې]، د اسټراليا “billabongs” [د سيند له بدلونونو څخه وروسته د پاتې ډنډ].

“baygall” د لنده بل ځمکې يو بل ډول دی، چې د امريکا متحده ايالتونو د ګلف ساحلي ايالتونو په ځنګل کې موندل کېږي. [۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Keddy, P.A. (2010). Wetland ecology : principles and conservation (الطبعة 2nd). New York: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521519403. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) [۱] Archived 2013-04-11 at the Wayback Machine.
  2. "Official page of the Ramsar Convention". د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Dorney, J.; Savage, R.; Adamus, P.; Tiner, R., المحررون (2018). Wetland and Stream Rapid Assessments: Development, Validation, and Application. London; San Diego, CA: Academic Press. OCLC 1017607532. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-805091-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Davidson, N.C. (2014). "How much wetland has the world lost? Long-term and recent trends in global wetland area". Marine and Freshwater Research. 65 (10): 934–941. doi:10.1071/MF14173. S2CID 85617334. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "US EPA". 2015-09-18. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Wetlands". USDA- Natural Resource Conservation Center. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bange, Hermann W. (2006). "Nitrous oxide and methane in European coastal waters". Estuarine, Coastal and Shelf Science (په انګلیسي ژبه کي). 70 (3): 361–374. Bibcode:2006ECSS...70..361B. doi:10.1016/j.ecss.2006.05.042. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Thompson, A. J.; Giannopoulos, G.; Pretty, J.; Baggs, E. M.; Richardson, D. J. (2012). "Biological sources and sinks of nitrous oxide and strategies to mitigate emissions". Philosophical Transactions of the Royal Society B. 367 (1593): 1157–1168. doi:10.1098/rstb.2011.0415. PMC 3306631. PMID 22451101. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Fraser, L.; Keddy, P.A., المحررون (2005). The World's Largest Wetlands: Their Ecology and Conservation. Cambridge, UK: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521834049. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "WWF Pantanal Programme". د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Giri, C.; Pengra, B.; Zhu, Z.; Singh, A.; Tieszen, L.L. (2007). "Monitoring mangrove forest dynamics of the Sundarbans in Bangladesh and India using multi-temporal satellite data from 1973 to 2000". Estuarine, Coastal and Shelf Science. 73 (1–2): 91–100. Bibcode:2007ECSS...73...91G. doi:10.1016/j.ecss.2006.12.019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Davidson, N.C.; D'Cruz, R.; Finlayson, C.M. (2005). Ecosystems and Human Well-being: Wetlands and Water Synthesis: a report of the Millennium Ecosystem Assessment (PDF). Washington, DC: World Resources Institute. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56973-597-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Glossary of Terms". Carpinteria Valley Water District. د اصلي آرشيف څخه پر April 25, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Glossary". Mapping2.orr.noaa.gov. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Keddy, P.A. (2010). Wetland ecology : principles and conservation (الطبعة 2nd). New York: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521519403. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) [۲] Archived 2013-04-11 at the Wayback Machine.
  16. "Glossary". Alabama Power. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Mitsch, William J.; Gosselink, James G. (2007-08-24). Wetlands (الطبعة 4th). New York, NY: John Wiley & Sons. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-471-69967-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The Ramsar 40th Anniversary Message for November". Ramsar. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Official page of the Ramsar Convention". د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Wetland Types | Department of Environmental Conservation". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "US EPA". 2015-09-18. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "A Directory of Important Wetlands in Australia: Third edition, Chapter 2: Wetland classification system, Criteria for inclusion and Data presentation". Australian Department of the Environment. 2001. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "NPWRC :: Classification of Wetlands and Deepwater Habitats of the United States". www.fws.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Watson, G. E. (2006). Big Thicket Plant Ecology: An Introduction. (الطبعة Third). Denton, Texas: University of North Texas Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1574412147. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Texas Parks and Wildlife. Ecological Mapping systems of Texas: West Gulf Coastal Plain Seepage Swamp and Baygall. Retrieved 7 July 2020