لمریزه جیو انجنیري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لمریزه جیو انجنیري یا د لمریزو وړانګو بدلون د اقلیم د انجنیرۍ یو وړاندیز شوی ډول دی چې د لمر وړانګې بېرته په کې فضا ته ور ګرځول کېږي، تر څو د انسانانو له امله بدل شوی اقلیم محدود یا معکوس کړي. دا د ډېرې تودوخې د محدودلو لپاره یو احتمالي بيړنی اقدام دی، په داسې حال کې چې ګلخانه‌يي ګازونه اوس مهال په اتوموسفیر کې فاسد شوي یا له منځه تللي او دغه ګازونه د انتشار د کمولو بدیل نه دی. ډېری مېتودونه سیاره‌يي البېډو (انعکاس) ډېروي چې د سټراټوسفیر ایروزول ترزیق یې د بېلګې په توګه یادولی شو. که څه هم ډېری تخنیکونه نړیوالې اغېزې لري، خو په دې برخه کې حفاظتي یا ترمیمي مېتودونه هم وړاندیز شوي دي تر څو د طبیعي تودوخې انعکاسات لکه د سمندر کنګل، واورې او طبیعي کنګلونه خوندي کړي.[۱][۲][۳]

داسې ښکاري چې لمریزه جیو انجنیري د اقلیمي بدلون یو څه یا ډېره مخه نیولی شي. اقلیمي ماډلونه په دوامدار ډول دا څرګندوي چې تودوخې او نړیوال، سیمه‌ییز او ځايي ورښت له صنعتي کېدو وړاندې کچو ته بېرته ورګرځولی شي. د لمریزې جیو انجنیرۍ اصلي ګټې د استقرار چټکتیا، فعالېدل او د اقلیم د مستقیمو اغېزو بېرته راګرځېدل دي. د سټراټوسفیر ایروزول ترزیق په پراخه کچه څېړل شوی مېتود دی چې د مستقیمو مالي لګښتونو او تخنیکي پلوه ممکن او ارزانه ښکاري. که د اقلیم د بدلونونو اغېزې د تمې خلاف ډېرې وي یا د یوه لنډمهالي او بشپړوونکي اقدام په ډول وي، په داسې حال کې چې د اتوموسفیر د ګلخانه‌يي ګازونو غلظت د انتشار د کمښت او د کاربن ډای اکساید د له منځه تلو له لارې کم شوی وي، لمریزه جیو انجنیري د یوه ځواب په توګه کار کولی شي. لمریزه جیو انجنیري په مستقیم ډول په اتوموسفیر کې د کاربن ډای اکساید غلظت نه راکموي، له همدې امله د سمندرونو اسیدي کېدو ته په کې پاملرنه نه کېږي. د لمریزې جیو انجنیرۍ ډېره یا نامناسبه استفاده او یا ناڅاپي پای ته رسېدل ښايي جدي چاپېریالي ګواښونه رامنځته کړي. نورې منفې اغېزې ممکنې دي خو څرګندې نه دي، ځکه چې په دې اړه کمې څېړنې شوې دي. د لمریزې جیو انجنیرۍ مدیریت د بېلابېلو دلایلو له مخې ننګونې زیږوي چې ویلی شو کم شمېر هېوادونه په یوازې ځان د دغې انجنیرۍ مدیریت کولی شي.[۴][۵]

عمومي کتنه[سمول]

د عملیاتو وسایل[سمول]

په اوسط ډول د کال او ځای له مخې، د ځمکې اتوموسفیر له لمر څخه ۳۴۰  واټ متر مربع (W/m2) لمریزې وړانګې ترلاسه کوي. په اتوموسفیر کې د ګلخانه‌یي ګازونو د غلظت لوړېدو له امله ځمکې ته د لمر د جذب اندازه او فضا ته د بېرته ګرځېدونکې انرژۍ د اندازې تر منځ خالص توپیر په ۱۹۸۰ کال کې له ۱.۷ واټ متر مربع څخه په ۲۰۱۹ زکال کې ۳.۱ واټ متر مربع ته لوړ شوی دی. دغه نا انډولي چې وړانګیز اجبار بلل کېږي، په دې معنا ده چې ځمکه د انرژۍ د ازادولو په پرتله ډېره اندازه جذبوي او په ډې توګه د نړیوالې تودوخې د لوړېدو لامل کېږي. د لمریزې جیو انجنیرۍ موخه د ځمکې د انعکاس په لوړولو سره د وړانګیز اجبار کمول دي. د ټکر په شکل د لمریزو وړانګو شاوخوا یو سلنه ډېروالی د اوسني وړانګیز اجبار د له منځه وړلو لپاره او په پایله کې د ځمکې د کرې د ګرمېدو لپاره بسنه کوي، په داسې حال کې چې د انعکاس دوه سلنه ډېرېدل په اتوموسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ د غلظت د نږدې دوه چنده ډېرېدلو اغېز نیمايي ته را ښکته کوي. دا چې د ګلخانه‌يي ګازونو له امله ګرمېدل او د لمریزې جیو انجنیرۍ له امله سړېدل په جغرافیايي عرض‌البلدونو او موسمونو کې بېلابېل چلند کوي، دا متقابل اغېز ښايي ناسم وي.[۶][۷][۸][۹]

بالقوه رولونه[سمول]

لمریزه جیو انجنیري په نړیواله کچه د ګلخانه‌يي ګازونو د انتشار کمولو، د کاربن ډای اکسایډ د لرې کولو (دا دواړه یو ځای د «کمولو» په نامه یادېږي) او د انطباقي هڅو لپاره په پام کې نیول شوې ده. د بېلګې په توګه سلطنتي ټولنې [د طبیعي پوهې د لوړولو لپاره د لندن سلطنتي ټولنه] د ۲۰۰۹ زکال په خپل تاریخي راپور کې وویل: "د جیو انجنیرۍ مېتودونه د اقلیمي بدلون د کمولو لپاره بدیل نه دی او باید یوازې د اقلیمي بدلونونو د اداره کولو یو انتخاب وګڼل شي". دا ډول څرګندونې د لمریزې جیو انجنیرۍ په نشریاتو یا خپرونو کې ډېرې عامې دي. [۱۰]

لمریزه جیو انجنیري د سیمه‌ییز اقلیم د ثبات لپاره د یوې وسیلې په توګه وړاندیز شوې ده چې د تودوخې د څپو محدودول یې بېلګه بللی شو، خو د اغېز پر جغرافیايي حدودو کنترول ډېر ستونزمن ښکاري.[۱۱]

تاریخچه[سمول]

د امریکا د ولسمشر «لینډون بي جانسون» علمي مشورتي کمېټې د ۱۹۶۵ ز کال په مهم راپور «زموږ د چاپېریالي کیفیت بیارغونه» کې له فوسیلي سون‌توکو څخه د کاربن ډای اکسایډ د انتشار د مضرو اغېزو په اړه خبرداری ورکړ او «د متعادلوونکو اقلیمي بدلونونو رامنځته کولو» ته یې اشاره وکړه. د ۱۹۷۴ ز کال په لومړیو کې روسي اقلیم‌پوه «میخایل بوډیکو» وړاندیز وکړ چې که د ځمکې د کرې ګرمېدل پر یوه جدي ګواښ بدل شي، نو په سټراټوسفیر کې د الوتکې د پرواز مرسته له دې ستونزې سره په داسې ډول مبارزه کولی شو چې په هوا کې د سلفرو په سوځولو سره ایروزول [معلق ذرات] جوړ شي او هغه د لمر وړانګې منعکسې کړي. دا موضوع په اصل کې د اقلیم او پالیسۍ په ټولنو کې منعه وه، تر هغه پورې چې د نوبل جایزې ګټونکي «پاول کرټزین» په ۲۰۰۶ ز کال کې یوه ګټوره علمي مقاله خپره کړه. ورپسې په (۲۰۰۹ز کال) کې د سلطنتي ټولنې او په (۲۰۱۵، ۲۰۲۱ز) کلونو کې د متحدو ایالتونو د ملي اکاډمیو مهم راپورونه خپاره شول. په نړیواله کچه د څېړنې د تمویل بودیجه په کال کې تر ۱۰ میلیون ډالرو کمه ده. د لمریزې جیو انجنیرۍ په برخه کې تر دې دمه نږدې په ټولو څېړنو کې کمپیوټري ماډل جوړونه یا لابراتواري ازمایښتونه شامل وو او د لا ډېرو څېړنو د تمویل لپاره غوښتنې ډېرې دي، ځکه له دغه علم په اړه کمزوری درک موجود دی. یوازې څو بېروني ازمایښتونه او تجربې شوې دي. په وروستیو کلونو کې د متحدو ایالتونو ولسمشرۍ ته نوماند «انډریو یانګ» د اقلیم په اړه په خپله پالیسۍ کې د لمریزې جیو انجنیرۍ د څېړنو لپاره بودیجه شامله کړه او د یوه بيړني انتخاب په توګه یې د احتمالي کارولو وړاندیز وکړ. د هاروارډ پوهنتون په ګډون لویو اکاډمیکو انستېتیوتونو د لمریزې جیو انجنیرۍ په برخه کې څېړنې پيل کړې. په ۲۰۲۱ زکال کې د متحدو ایالتونو د علومو، انجنیرۍ او طب د ملي اکاډمۍ راپور د لمریزې جیو انجنیرۍ په برخه کې د پنځو کلونو لپاره د څېړنو ابتدايي پانګونه له ۱۰۰ تر ۲۰۰ میلیون ډالرو پورې وړاندیز کړې ده.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د اغېزناکتیا او اغېزو شواهد[سمول]

د متحدو ایالتونو د علومو، انجنیرۍ او طب د ملي اکاډمۍ د ۲۰۲۱ زکال راپور وايي: "موجودې څېړنې ښيي چې لمریزه جیو انجنیري ښايي د سطحې تودوخه راکمه کړي او په احتمالي ډول هغه خطرونه زیات کړي چې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوي دي (مثلاً د اقلیم د اوج له ټکو څخه د تېرېدو مخنیوی کول، تر څو د اقلیم مضرې اغېزې راکمې کړي)."[۲۵][۲۶]

په ټولیز ډول ګلخانه‌يي ګازونه ټوله سیاره ګرموي او تمه کېږي چې د ورښت نمونې په متغیر ډول هم له ځايي نظره او هم له زماني نظره د ورښت له ډېرېدو سره بدلې شي. ماډلونه څرګندوي چې لمریزه جیو انجنیري دغه دواړه بدلونونه جبرانوي، خو د تودوخې لپاره تر ورښت اغېزناک دي. تر صنعت وړاندې کچې ته په بشپړ ډول د نړیوالې متوسطې تودوخې د بېرته راګرځولو لپاره د لمریزې جیو انجنیرۍ کارول د ورښت بدلونونه تر اندازې ډېر اصلاح کوي. دا کار د سیارې د وچېدو یا وچکالۍ د ادعاوو لامل کېږي، خو دا کار د لمریزې برېښنا د انجنیرۍ په شدت (یعنې وړانګیز اجبار) پورې تړاو لري. سربېره پر دې د خاورې رطوبت د اوسط کلني ورښت په پرتله د نباتاتو لپاره ډېر مهم دی. دا چې لمریزه جیو انجنیري تبخیر را کموي، د خاورې د رطوبت بدلونونه د اوسط کلني ورښت په پرتله په ډېر دقت سره جبرانوي. د اقلیم له بدلونونو سره سم د تودو سیمو د موسمي بادونو شدت ډېرېږي او له لمریزې جیو انجنیرۍ سره کمېږي. د تودو سیمو د موسمي بادونو په شدت کې خالص کمښت ښايي د لمریزې جیو انجنیرۍ په متوسطه استفاده کې څرګند شي، که څه هم تر یوې اندازې پورې یې پر انسانانو او ایکو سیستمونو باندې اغېزې د موسمي باد له سیستم څخه بهر تر ډېره په خالص ورښت سره کمېږي. دا کار د هغو ادعاوو لامل شوی چې د لمریزې جیو انجنیرۍ «د اسیا او افریقا د اوړي موسمي بادونه ګډوډوي» خو اغېز یې په ځانګړي اجرايي رژيم پورې اړه لري.[۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Desch, Steven J.; et al. (19 December 2016). "Arctic Ice Management". Earth's Future. 5 (1): 107–127. Bibcode:2017EaFut...5..107D. doi:10.1002/2016EF000410. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 17 January 2017 باندې). One big reflective band-aid. Berkeley Engineering. University of California, Berkeley
  3. (په 8 January 2018 باندې). A Radical New Scheme to Prevent Catastrophic Sea-Level Rise. The Atlantic.
  4. Irvine, Peter; Emanuel, Kerry; He, Jie; Horowitz, Larry W.; Vecchi, Gabriel; Keith, David (April 2019). "Halving warming with idealized solar geoengineering moderates key climate hazards". Nature Climate Change (په انګلیسي ژبه کي). 9 (4): 295–299. Bibcode:2019NatCC...9..295I. doi:10.1038/s41558-019-0398-8. hdl:1721.1/126780. ISSN 1758-6798. S2CID 84833420. مؤرشف من الأصل في ۱۲ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Gernot Wagner (2021). Geoengineering: the Gamble. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Coddington, O.; Lean, J. L.; Pilewskie, P.; Snow, M.; Lindholm, D. (22 August 2016). "A Solar Irradiance Climate Data Record". Bulletin of the American Meteorological Society. 97 (7): 1265–1282. Bibcode:2016BAMS...97.1265C. doi:10.1175/bams-d-14-00265.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. US Department of Commerce, NOAA. "NOAA/ESRL Global Monitoring Laboratory - THE NOAA ANNUAL GREENHOUSE GAS INDEX (AGGI)". www.esrl.noaa.gov (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Royal Society" (PDF). royalsociety.org. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۱ جولای ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. NASA. "The Causes of Climate Change". Climate Change: Vital Signs of the Planet. مؤرشف من الأصل في ۰۸ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "The Royal Society" (PDF). royalsociety.org. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۱ جولای ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bernstein, D. N.; Neelin, J. D.; Li, Q. B.; Chen, D. (2013). "Could aerosol emissions be used for regional heat wave mitigation?". Atmospheric Chemistry and Physics. 13 (13): 6373. Bibcode:2013ACP....13.6373B. doi:10.5194/acp-13-6373-2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Geoengineering: A Short History". Foreign Policy. 2013. مؤرشف من الأصل في ۲۲ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rasch, Philip J; Tilmes, Simone; Turco, Richard P; Robock, Alan; Oman, Luke; Chen, Chih-Chieh (Jack); Stenchikov, Georgiy L; Garcia, Rolando R (2008-11-13). "An overview of geoengineering of climate using stratospheric sulphate aerosols". Philosophical Transactions of the Royal Society A: Mathematical, Physical and Engineering Sciences. 366 (1882): 4007–4037. Bibcode:2008RSPTA.366.4007R. doi:10.1098/rsta.2008.0131. PMID 18757276. S2CID 9869660. مؤرشف من الأصل في ۰۲ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Policy Implications of Greenhouse Warming: Mitigation, Adaptation, and the Science Base. Washington, D.C.: National Academies Press. 1992-01-01. doi:10.17226/1605. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-04386-1. مؤرشف من الأصل في ۲۱ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Crutzen, Paul J. (2006-07-25). "Albedo Enhancement by Stratospheric Sulfur Injections: A Contribution to Resolve a Policy Dilemma?". Climatic Change (په انګلیسي ژبه کي). 77 (3): 211–220. Bibcode:2006ClCh...77..211C. doi:10.1007/s10584-006-9101-y. ISSN 1573-1480. S2CID 154081541. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Geoengineering the climate : science, governance and uncertainty. Royal Society. London: Royal Society. 2009. OCLC 436232805. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780854037735. مؤرشف من الأصل في ۰۷ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  17. Council, National Research (2015-02-10). Climate Intervention: Reflecting Sunlight to Cool Earth (په انګلیسي ژبه کي). doi:10.17226/18988. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-31482-4. مؤرشف من الأصل في ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. National Academies of Sciences, Engineering (2021-03-25). Reflecting Sunlight: Recommendations for Solar Geoengineering Research and Research Governance (په انګلیسي ژبه کي). doi:10.17226/25762. S2CID 234327299 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-67605-2. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Funding for Solar Geoengineering from 2008 to 2018". geoengineering.environment.harvard.edu (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۶ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Loria, Kevin (20 July 2017). "A last-resort 'planet-hacking' plan could make Earth habitable for longer[[:کينډۍ:Snd]] but scientists warn it could have dramatic consequences". Business Insider. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  21. "Give research into solar geoengineering a chance". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 593 (7858): 167. 2021-05-12. Bibcode:2021Natur.593..167.. doi:10.1038/d41586-021-01243-0. PMID 33981056 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). مؤرشف من الأصل في ۱۳ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Yang, Andrew. "It's Worse Than You Think – Lower Emissions, Higher Ground". Yang2020 - Andrew Yang for President (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۷ اگسټ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Geoengineering". geoengineering.environment.harvard.edu. مؤرشف من الأصل في ۰۶ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Reflecting Sunlight: Recommendations for Solar Geoengineering Research and Research Governance. National Academies of Sciences, Engineering, and Medicine. 2021-03-25. د کتاب پاڼې 17. doi:10.17226/25762. S2CID 234327299 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-67605-2. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Irvine, Peter; Emanuel, Kerry; He, Jie; Horowitz, Larry W.; Vecchi, Gabriel; Keith, David (April 2019). "Halving warming with idealized solar geoengineering moderates key climate hazards". Nature Climate Change (په انګلیسي ژبه کي). 9 (4): 295–299. Bibcode:2019NatCC...9..295I. doi:10.1038/s41558-019-0398-8. hdl:1721.1/126780. ISSN 1758-6798. S2CID 84833420. مؤرشف من الأصل في ۱۲ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Arias, Paola A.; Bellouin, Nicolas; Coppola, Erika; Jones, Richard G.; et al. (2021). "Technical Summary" (PDF). Climate Change 2021: The Physical Science Basis. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Cheng, Wei; MacMartin, Douglas G.; Dagon, Katherine; Kravitz, Ben; Tilmes, Simone; Richter, Jadwiga H.; Mills, Michael J.; Simpson, Isla R. (2019-12-16). "Soil Moisture and Other Hydrological Changes in a Stratospheric Aerosol Geoengineering Large Ensemble". Journal of Geophysical Research: Atmospheres (په انګلیسي ژبه کي). 124 (23): 12773–12793. Bibcode:2019JGRD..12412773C. doi:10.1029/2018JD030237. ISSN 2169-897X. S2CID 203137017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Bhowmick, Mansi; Mishra, Saroj Kanta; Kravitz, Ben; Sahany, Sandeep; Salunke, Popat (December 2021). "Response of the Indian summer monsoon to global warming, solar geoengineering and its termination". Scientific Reports (په انګلیسي ژبه کي). 11 (1): 9791. Bibcode:2021NatSR..11.9791B. doi:10.1038/s41598-021-89249-6. ISSN 2045-2322. PMC 8105343 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33963266 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)