لمرگلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لمرگلی

لمرگلی (په انگرېزي: Sunflower) بوټي د Asteraceace په کورنۍ او Helianthns په جينس پورې اړه لري او مشهور سپيشز ېې د qnnus په نوم يادېږي د لمر گلي بوټی د ډېرو غوره تيلي بوټو په ډله کې شمېرل کېږي . ددې بوټي د ودې او بشپړتيا لپاره زموږ د هېواد اقليمي او چاپېريالي شرايط په زړه پورې گڼل کېږي د لمر گلي په تخم کې په سلو کې ۵۰ ــ ۵۲ برخې تېل شته ، له دې امله په نړۍ کې د ټولو تېلي بوټو له ساحې څخه په سلو کې ۸۰ برخه کې کرل کېږي . ددې بوټو د تخم په کنجاړه کې په سلو کې ۳۰ ــ ۳۵ برخې ېې پروټين ، ۱۰ برخې ېې تېل (اوبغوړ) او ۲۰ برخې کاربوهايډ رېټ جوړوي . له دې امله د څارويؤ په خواړو کې پکار وړل کېږي ، ددې بوټو د ژوندانه پړاؤ د ۹۰ څخه تر ۱۳۰ ورځو پورې اوږد وي ، تخم ېې د سانتي گراد په ۸ ــ ۱۵ درجو تودوخه کې خپله وده پيل کوي . خو د تودوخې مناسبه درجه ېېد سانتي گراد ۲۰ ــ ۲۲ درجې اټکل شوې ده. د ودې د نورو پړاؤونو لپاره ېې د هوا مناسبه تودوخه ۲۵ ــ ۲۷ درجې اټکل شوې ده . د لمر گلي بوټي د لنډو ورځو د بوټو په ډله کې راځي ، خو په اوږدو ورځو کې ېې د ودې په چټکتيا کې دومره ډېر بدلون نه ليدل کېږي . که د لمر گلي کروندې خړوبه شي د ودی پړاؤ ېې ۱۴ ـ ۱۷ ورځې نور هم اوږدېږي . د لمر گلي د بوټي لوړوالی آن تر ۳ مترو پورې رسېږي ، خو منځينی لوړوالی ېې ۱، ۵ متره اټکل شوی دی. نيلې ېې د ۲ ـ ۱،۵ مترو په کچ په خاورو کې ژورې درومي ، گلان ېې په يوه لويه ټوکرۍ ډوله جوړښت کې موجود وي، چې شمېر ېې سل گونو ته رسېږي . د گلانو رنگ ېې نارنجي ژړ ته ورته وي او د ټوکرۍ ډوله جوړښت په اړخونو کې ځای پر ځای شوي وي . گلان ېې د پردۍ گردې په واسطه القاح کېږي او القاح کولو کې ېې خسدکې مرسته کوي .

سر چينې

د آريانا دايرهّ المعارف ( د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د دايرهّ المعارف مرکز خپرېدو لړۍ) (۶۷ مه پاڼه دويمه موضوع)