منځپانگې ته ورتلل

لطيف پدرام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Abdul Latīf Pedrām
عبداللطيف پدرام
[[language|]]: عبداللطيف پدرام  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
عبدالطيف پدرام په ۲۰۱۴ کې
عبدالطيف پدرام په ۲۰۱۴ کې
عبدالطيف پدرام په ۲۰۱۴ کې

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ جولای ۱۹۶۳ ‏(عمر: ۶۲ کاله)
افغانستان،بدخشان ولايت
استوګنځای دوشنبه ښار، تاجيکستان
تابعیت افغان دده په وينا لوی خراسان يا لوی ايران
ګوند OTF
NCP
عملي ژوند
تعلیم پاریس پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک سياستوال، ولسي جرگې غړی
کاروونکې ژبه(ي) تاجيکي ژبه ،  پارسي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
توکم تاجيک

عبداللطيف پدرام د ۱۹۶۳ کال د جولای په ۲۹ مه بدخشان کې زېږېدلی یو افغان سیاستوال او د افغانستان د ولسي جرگې غړی دی. هغه د ښځو د حقونو لپاره د کمپاين کولو له امله په رسنيو او سیاسي حلقو کې د یوې جنجالي څېرې په توگه راڅرگند شو، چې په افغاني کلتور کې یوه ممنوعه او جنجالي موضوع ده. [۱] هغه د ملي کانگرس گوند مشر او په ولسي جرگه کې د بدخشان ولایت د نهو استازو څخه یو استازی و. نوموړی د افغان د اصطلاح مخالف او د پښتنو او پښتو پر وړاندې تل د مخالف په توگه راڅرگند شوی دی. هغه اوسمهال په تاجيکستان کې د جلاوطنۍ ژوند تېروي. د هغه پلرنی ټاټوبی له کابل څخه مخکې د طالبانو لاس ته ولوېده.

لطیف پیدرام يو سخت دريځی تاجک توکمپالی سیاستوال دی چې په کال ۱۹۶۰ مې کې د گرونو ـ روسي بدخشان چې وروسته یې نوم ورته کوهستاني بدخشان ورکړ د تاجکستان په سیمه زېږېدلی . دی د حامد کرزي د ملاتړو له ډلې د شمالي ټلوالې د نظار شورا په چوکاټ کې راوچت شو چې له مخیې یې په ټولنه کې ناندریزه او ټولنیزو حساسو د غربي سیاست په پلوۍ ټکو او کړنو ته د اسلامي دودونو په مقابل پرتله ییزه نغوته کوله چې د افغانستان په ټولنه کې یې پردي اهداف پلي کول غوښتل. دی اوس د افغانستان دننه پارلمان کې غړیتوب لري. دی د پاړسي ژبې يو لیکوال هم دی . عبداللطيف پدرام په افغانستان کې د سیکولریزم ، فدراليزم او د مرکزي حکومت نشتوالي کلک پلوي دی.هغه د فساد او د اسلامي بنسټپالنې مخالف شعار لري. هغه د يو خپلواک، خو غير متمرکز افغانستان پلوي کوي او په دې باور دی چې هېواد باید د سیمه يیزو پلازمېنو تر کنټرول لاندې په خپلواکو سیمو ووېشل شي(مطلب د واحد افغانستان پرځای دې فدرالي افغانستان جوړ شي). [۲]

که څه هم د هغه گوند څو توکميز او يوازېنی اپوزيسيون گوند گڼل کېږي چې هيڅ وسله والې ډلې سره تړاو نلري ، هغه د ځینو لخوا د لویدیځ خراساني مدني پرمختللي ملي سیاستوال په توگه پېژندل کېږي. د هغه تر ټولو جنجالي څرگندونه په افغانستان کې د نوم بدلولو غوښتنه ده. هغه د افغانستان نوم مخالف دی په خپلو ډېرو خپرونو او ليکنو کې یې د قومي شخړو د حل لپاره د "افغانستان" نوم د "خراسان" په نوم بدلولو وړاندیز کړی چې په منځنيو پېړيو کې د افغانستان د ځينو برخو نوم و. د هغه سياست په توکميزه تعصب ولاړ دی او د افغانستان نوم يوازې د پښتنو د نوم او ځمکې اړوند بولي.


ژوندليک

[سمول]

د ۱۹۶۳ کال د جولای په ۲۹مه نېټه په مایمي بدخشان کې په يوه پارسي ژبې پاميري کورنۍ کې زېږېدلی، عبدالطيف پدرام یو لیکوال، شاعر، خبریال او د پارسي ادبیاتو پروفیسور دی. هغه د حکيم ناصر خسرو بلخي کلتوري مرکز د کتابتون مسؤل وو. هغه په لومړيو کې د کمونیستي حکومت ملاتړی و، خو ډېر ژر یې د افغانستان د شوروي اشغال په اړه پرانیستې او مخالفې نیوکې پیل کړې او احمد شاه مسعود ډلې سره يو ځای شو. هغه د جگړو پرمهال ډېر کلونه په افغانستان کې پاتې شو او د خپلو چارو او کارونو د ترسره کولو په موخه د هېواد دننه بېلابېل سفرونه وکړل. عبدالطيف پدرام په پای کې د طالبانو واک ته رسېدو سره جلا وطنۍ ته اړ شو. په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې د طالبانو د حکومت سقوط پرمهال هغه په فرانسه کې اوسېده چې هلته يې سياسي علوم ولوستل او ترڅنگ يې د پارسي ژبې ادبياتو او شعر برخه کې بېلابېل خدمتونه وکړل.

مخینه

[سمول]

لطیف پیدرام د طالبانو په وخت په تور لست کې و ځکه چې ده ځان د تاجکستان لخوا بدخشان سیمې گاڼه او د افغانستان په سیاست او چارو کې یې د تاجکستان د څارگرې ادارې په مټ لاسوهنې کولې . کله چې حامد کرزی راغی ده ځان د افغانستان سیمې بدخشان پورې وتاړه او د د عبدالله په جبحه یې متحد کې ورسره يوځای شو . دی د افغانستان په کمونست پیر کې د ببرک کارمل سياست پلوی هم و. په شعوري توگه يو پخوانی کیڼ اړخی توکمپالی کمونیست دی. دی په تېرمهال کې د احمدشاه مسعود د فرهنگي چارو غړی پاتې شوی. همدارنگه د افغانستان د نوم سره حساسیت ښيي او د ایراني او روسي پروژو په مټ غواړي د افغانستان نوم خوراسان ته واړوي . همدارنگه د اسماعیليه ډلې پورې تړاؤ لري . د تاجکستان تاجکانو تر منځ يهوديان هم شته چې د ځان غوښتنو په سیاست کې ښکېل دي، د ښاغلي پیدرام د ځانځاني توکمپالنې سیاست څخه داسې ښايي دی هم يو له هغو ډلو څخه وي خو تر اوسه ددې خبرې پخلی ندی شوی .

زده کړې

[سمول]

زده کړې یې تاجکستان ، ایران او فرانسې کې کړي . دی پخپله وايي چې ده په فرانسې کې د رسنیو زده کړې کړي په ایران کې یې د پاړسي ادبياتو زده کړه ترسره کړې . همدارنگه په پاړسي ، فرانسوي ، روسي او هندي ژبو هم خبرې کوي .

دندې

[سمول]

د څارگر دندې یې ترسره کړي ، د شورای نظار په څنگ کې يې توطيو او مافيايي کړنو ته پلانونه جوړ کړي او اوس هم په همدې ډول نارواؤ پت اخته دی . برحاله د ولسي جرگې غړی هم دی .

سر چینې

[سمول]

https://en.wikipedia.org/wiki/Abdul_Latif_Pedram

  1. . 2017-05-01. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  2. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named pbs1