لایسنډر سپونر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لایسنډر سپونر (د ۱۸۰۸ ز کال، د جنورۍ ۱۹مه – د ۱۸۸۷ ز کال د مې ۱۴مه) یو امریکایی فردپال انارشيست و. د دې تر څنګ د تور پوستو د غلامۍ له منځه وړلو پلوی، کار پنځوونکی، مقاله لیکوال، حقوقي تیوريست، رساله لیکوال، سیاسي فیلسوف، لیکوال او د کارګرانو د نړیوالې ټولنې غړی و.[۱]

سپونر د کارګرانو د غورځنګ کلک مدافع او په سیاسي نظرونو کې د اقتدار غوښتنې ضد انارشیست و. د سپونر سیاسي او اقتصادي ايډیالوژي معمولاً د آزادۍ غوښتنې د سیوسیاليزم او د ازاد بازار د سوسیاليزم په توګه پېژندل کېږي. د ده لیکنو په متحدو ایالتونو کې د «لېبېټرینيزم» په منځ کې د «لېفټ لېبرېټین» او «رایټ لېبرېټین» سیاسي تیورۍ له پراختیا سره مرسته وکړه.  [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ژوندلیک[سمول]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

سپونر د ۱۸۰۸ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د «ماساچوسټ» ایالت په «اتل» ښار کې وزېږېد. د سپونر مور او پلار «اسا» او «ډالي سپونر» وو. لایسنډر یې د ۹ بچیانو په ډله کې دویم بچی و. پلار یې «ډيېسټ» یا خدای‌پرست و او ګومان کېږي چې په قصدي توګه یې پر خپلو دوو مشرانو بچیانو د بت‌پرستو او سپارټي اتلانو «لاینډر» او «لایسنډر» نومونه اېښي دي.[۱۴][۱۵]

د غلامۍ مخالفت[سمول]

سپونر په غلامۍ ضد غورځنګ کې تر ټولو لوړ مقام ته ورسېد. د سپونرکتاب«د غلامۍ غیر قانوني‌والی» (The Unconstitutionality of Slavery) چې په ۱۸۴۵ ز کال کې خپور شو، د غلامۍ د مخالفینو تر منځ د دې بحث له راپورته کېدو سره مرسته وکړه چې، ایا اساسي قانون د غلامۍ له دود سره مرسته کړې ده که نه. د ویلیم لویډ ګریسون او ونډل فیلیپس په مشرۍ متفرق لوري استدلال وکړ چې، اساسي قانون د غلامانو ظلم په قانوني ډول په رسمیت پېژندلی او اجرا کوي یې، لکه څرنګه چې د تښتېدلیو غلامانو د نیولو د اړوندو مقرراتو د دویمې فقرې په ۴مه ماده کې راغلي دي. په ټولیز ډول «فیلیپس» د «سپونر» له دې نظر سره مخالفت وکړ چې هر غیر عادلانه قانون، باید له قانوني نظره د قاضیانو له‌خوا باطل وپېژندل شي.[۱۶][۱۷][۱۸]

سپونر دا ادعا وګواښوله چې د اساسي قانون متن غلامۍ ته اجازه ورکړې ده. که څه هم پوه شو، چې بنسټګرو پلرونو نه غوښتل چې د اساسي قانون د لیکلو پر مهال غلامي غیر قانوني کړي. سپونر استدلال وکړ چې د لیکوالانو خصوصي موخې نه، بلکې د متن معنا د اجرا وړ ده. سپونر د حقوقي استدلالونو پېچلي سیستمونه وکارول، چې وښيي هغه فقرې چې معمولاً د غلامۍ د ملاتړ په توګه تفسیرېږي، هغه یې په اصل کې ملاتړ نه کوي او د اساسي قانون ګڼې فقرې داسې دي چې ایالتونه له غلامۍ نه منع کوي. [۱۹]

سپونر «د غلامۍ غیر قانوني‌والی» کتاب له خپرېدو راهیسې، تر ۱۸۶۱ ز کال پورې د غلامۍ پر خلاف کلکه مبارزه وکړه. سپونر د تښتېدلیو غلامانو لپاره د قانوني دفاع نورې چاپي رسالې هم خپرې کړې او تښتېدلیو غلامانو ته یې خپل حقوقي خدمتونه تر ډېره په وړیا ډول وړاندې کړل. د ۱۸۵۰مې  ز لسیزې په وروستیو کلونو کې یې، څو ټوکه کتابونه د کانګرس غړو ته هم ورسېدل. ان د مي‌سي‌سي‌پي سناتور «البرټ براون» چې د غلامۍ پلوی و، د دغه استدلال فکري سخت‌درېځي وستایله او ویې ومنله چې دا تر ټولو سخت حقوقي ګواښونه وو چې تر دې دمه یې د غلامۍ د مخالفینو له‌خوا لیدلې وو. سپونر په ۱۸۵۸ ز کال کې «د غلامۍ د له منځه وړلو طرحه» خپره کړه، له تور پوستو غلامانو او غلام نه لرونکو ازادو سوېل‌مېشتو نه یې له غلام لرونکو سره د چریکې جګړې غوښتنه وکړه. سپونر "له جان براون سره لاس یو کړ، تر څو په سويل کې د غلامانو یو پاڅون را پورته کړي. کله چې براون پر «هارپرز فري» ناکام برید وکړ او ونیول شو، د هغه د را خوشي کولو لپاره یې په یوه ناکامه دسیسه کې هم ګډون وکړ.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

که څه هم سپونر د غلامۍ د لغوه کېدو لپاره د تاوتریخوالي ملاتړی و، خو د امریکا د کورنۍ جګړې په جریان کې یې د سويلي ایالتونو د جدایۍ د مخنیوي لپاره د جمهوري‌غوښتونکو تاوتریخوالی وغانده. سپونر د جګړې په اړه ګڼې رسالې خپرې کړې او استدلال یې وکړ چې ،د جمهوري‌غوښتونکو موخه دا نه ده چې غلامي له منځه یوسي، بلکې غواړي د زور له لارې اتحادیه وساتي. سپونر وژنې او خونريزۍ د بهرنیو چارو د وزیر «ویلیم سوارډ» او سناتور «چارلز سامنر» په څېر جمهوري‌غوښتونکو سیاسي مشرانو پر غاړه ور اچوي چې پر غلامۍ یې کلکې نیوکې کولې، خو په اساسي قانون کې یې بیا په اړه هېڅ نه ویل او هغه پوځي سیاستونه یې تعقیبول، چې سپونر له غچ اخیستنې او سپکاري ډک بلل.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

وروستی ژوند او مړینه[سمول]

سپونر له بیارغونې په را وروسته لسیزو کې خپلو لیکنو ته دوام ورکړ او د (Natural Law or the Science of Justice) مقالې او (Trial by Jury) کتابګوټي په څېر آثار یې خپاره کړل. سپونر په دغه کتابګوټي کې د منصفه پلاوي د لغوه کېدو له اصولو نه دفاع وکړه، دی په دې باور دی چې په یوه ازاده ټولنه کې منصفه پلاوی نه یوازې دا چې د قضیې د حقایقو په اړه د پرېکړې واک لري، بلکې د هغه قانوني مشروعیت واک هم لري چې د هغه له مخې قضیه څېړل کېږي. دغه اصول منصفه پلاوي ته دا امکان هم برابروي چې، که کوم قانون له دغو اصولو سره په ټکر کې وي او د هغه قانون له مخې له دوی نه د محکومیت غوښتنه کېږي، باید له محکومیت نه ډډه وکړي. سپونر د امریکايي فردپال انارشیست «بنجامین ټاکر» له مجلې «لېبرېټي» سره یوځای شو او د سپونر ټول وروستي آثار یې په پرله‌پسې ډول خپاره کړل. سپونر دغه ژورنال ته د روانو پېښو په اړه ګڼې سرلیکنې(مقالې) هم ولیکلې.[۲۹]

سپونر خپل ډېر وخت په «بوسټون اتنیم» (Boston Athenæum) کې تېر کړ. په پای کې د ۱۸۸۷ ز کال د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه د ۷۹ کلونو په عمر په خپل استوګنځي کې مړ شو. سپونر هېڅکله واده ونه‌کړ او کوم بچی یې هم نه درلود. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچینې[سمول]

  1. Woodcock, George (1962). Anarchism: A History of Libertarian Ideas and Movements. Melbourne: Penguin. د کتاب پاڼې 460. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Martin, James J. (1953). Men Against the State: The Expositers of Individualist Anarchism in America, 1827–1908. "Lysander Spooner, Dissident Among Dissidents". Auburn: Mises Institute. pp. 167–201. کينډۍ:ISBN.
  3. Rosemont, Henry Jr. (2015). Against Individualism: A Confucian Rethinking of the Foundations of Morality, Politics, Family, and Religion. Lanham: Lexington Books. p. 78. کينډۍ:ISBN.
  4. Swartz, Clarence Lee (1945). What Is Mutualism? Modern Publishers. p. 126.
  5. Woodcock, George (1962). Anarchism: A History of Libertarian Ideas and Movements. Melbourne: Penguin. د کتاب پاڼې 434. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Marshall, Peter (2009). Demanding the Impossible: A History of Anarchism. Oakland: PM Press. p. 387. کينډۍ:ISBN.
  7. Morris, Brian (2015). Anthropology, Ecology, and Anarchism: A Brian Morris Reader. Oakland: PM Press. p. 208. کينډۍ:ISBN.
  8. MacSaorsa, Iain. "The Ideas of Lysander Spooner — Libertarian or libertarian socialist?". Spunk Library. December 3, 2009. Retrieved March 21, 2019 – via The Anarchist Library.
  9. Miller, David, ed. (1987). Blackwell Encyclopaedia of Political Thought. p. 290. کينډۍ:ISBN. "A student and disciple of the Austrian economist Ludwig von Mises, Rothbard combined the laissez-faire economics of his teacher with the absolutist views of human rights and rejection of the state he had absorbed from studying the individualist American anarchists of the 19th century such as Lysander Spooner and Benjamin Tucker."
  10. Smith, George H. (1992). The Lysander Spooner Reader. p. xix.
  11. کينډۍ:Cite conference
  12. Raico, Ralph. "Neither the Wars Nor the Leaders Were Great" Archived 2014-09-14 at the Wayback Machine.. Ludwig von Mises Institute. March 29, 2011. Retrieved March 21, 2019.
  13. Krohn, Raymond James (Summer 2007). "The Limits of Jacksonian Liberalism: Individualism, Dissent, and the Gospel of Andrew According to Lysander Spooner". Journal of Libertarian Studies. 21 (2): 46–47.
  14. Tucker, Benjamin (1887). "Our Nestor Taken From Us".
  15. Shone, Steve J. (2010). Lysander Spooner, American Anarchist. Lexington Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0739144503. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. کينډۍ:Cite conference
  17. "Donald Yacovone, Massachusetts Historical Society: "A Covenant with Death and an Agreement with Hell"". Masshist.org. د اصلي آرشيف څخه پر December 29, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Phillips, Wendell (1847). Review of Spooner's Essay on the Unconstitutionality of Slavery.
  19. "The Unconstitutionality of Slavery". Lysanderspooner.org. د اصلي آرشيف څخه پر July 28, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Cf. Douglass, Frederick (1852). "What to the Slave Is the Fourth of July?".
  21. "Letters by Lysander Spooner". Lysanderspooner.org. د اصلي آرشيف څخه پر June 30, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Lysander Spooner, An Essay on the Trial by Jury (1852)". Oll.libertyfund.org. د اصلي آرشيف څخه پر August 19, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Lysander Spooner – Plan for the Abolition of Slavery". Praxeology.net. د لاسرسي‌نېټه June 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Raico, Ralph. "Neither the Wars Nor the Leaders Were Great" Archived 2014-09-14 at the Wayback Machine.. Ludwig von Mises Institute. March 29, 2011. Retrieved March 21, 2019.
  25. "Lysander Spooner, Letter to Charles Sumner (1864)". Oll.libertyfund.org. د اصلي آرشيف څخه پر August 19, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Spooner's Fiery Attack on Lincolnite Hypocrisy by Thomas DiLorenzo". Lewrockwell.com. November 26, 2004. د لاسرسي‌نېټه June 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. The Lysander Spooner Reader, by George H. Smith, pp. xvii and further
  28. Smith, George H. (1992). The Lysander Spooner Reader. p. xix.
  29. "Lysander Spooner, Tucker & Liberty". Uncletaz.com. د لاسرسي‌نېټه June 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Quoted in Martin, James J. (1953). Men Against the State. p. 173.
  31. McElroy, Wendy. "Lysander Spooner, Part 2". The Future of Freedom Foundation. November 1, 2005. Retrieved March 21, 2019.
  32. "Biography — Lysander Spooner". Lysanderspooner.org. د لاسرسي‌نېټه December 3, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په May 15, 1887 باندې). Lysander Spooner, One of the Old Guard of Abolition Heroes, Dies in his Eightieth Year After a Fortnight's Illness.. The Boston Globe.