لامارکيزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لامارکيزم چې د لامارکين ميراث يا نيو لامارکين په نوم هم پېژندل کېږي، هغه تصور دی چې وايي يو ژوندی موجود کولای شي، خپل زوزات هغه خاصيتونه ولېږدوي، کوم چې اصل (اصل يعنې هغه موجود چې دا موجود ځينې منځ ته راغلی يا توليد شوی دی، اصل موجود ته يې والدين موجود، يا مورپلار موجود ويل کېږي) د خپل ژوند په اوږدو کې د استعمال یا نه استعمال له لارې تر لاسه کړي وي. دې ته د تر لاسه کړيو خاصيتونو ميراث هم ويل کېږي، يا په وروستيو کې نرم ميراث هم بلل شوی. په دې اند د فرانسوي ژوپوه «جين-پابټيسټ لامارک» (۱۷۴۴-۱۸۲۹ز کلونه) نوم اېښودل شوی، چا چې د کلاسيک پړاو د نرم ميراث اند، د «اورتوجينيسيس» په نوم د خپل تصور د بشپړونکي په توګه د تکامل په خپل اند کې ځای کړ چې د «اورتوجينيسيس» تصور د پېچلتيا پر لور خوځښت دی.[۱]

معلوماتي نصابي کتابونه، د طبيعي غوراوي په مټ د لامارکيزم او چارليس ډاروين د تکاملي اندونو تر منځ توپير کوي، خو «د انواعو د منشأ په اړه» په نوم د ډاروين کتاب د استعمال شوي او نه استعمال شوي میراث په اړه د لامارکي اند ملاتړ کړی او د «پانجينسس» په نوم د هغه خپل تصور هم د لامارکي نرم ميراث ښودنه کړې ده. [۲]

له ۱۸۶۰ز لسيزې راهيسې ډېرو څېړونکو هڅه کړې چې د لامارکي میراث اند لپاره شواهد ومومي، خو دا ټول د جنتيکي ککړتيا يا ټګۍ په څېر تګلارو په مټ تشرېح شوي دي. د «اګست وايزمين» تجربه چې په خپل وخت کې پرېکنده بلل شوی، اوس داسې بلل کېږي چې د لامارکيزم په ردولو کې ناکامه شوط ده، ځکه هغه د استعمال او نه استعمالولو ته ځواب نه دی ویلی. وروسته د «مينډلين جينيټيک» د ميراثي تر لاسه شويو خاصيتونو د تصور ځای ونيوچې په پايله کې يې «نوی ترکيب» منځ ته راغی او په دې ډول په بيالوژي کې لامارکيزم په عمومي ډول پرېښودل شو. له دې سره سره د لامارکيزم سره لا هم لېوالتيا شته.

د «ايپيجنيټيکس، جينيټيکس او سوماټيک هايپرموټيشن» په برخو کې څېړنو، د مخکيني نسل له خوا د تر لاسه شويو خصوصياتو ممکنه ميراث روښانه کړی دی. دې موندنو ته د لامارکيزم د نوم ورکولو په اړه اختلاف شته. د «هولوجينوم» په میراث تر لاسه کول، کوم چې د يوه ژوندي موجود د ټولو يو ځای مېشتو ميکروبونو د جينومونو او تر څنګ يې د خپلو جينومونو څخه جوړ وي،  تر يو بريده لامارکي اغېزې لري، خو په خپله کړنلاره کې په بشپړ ډول ډارويني دی.

ابتدايي تاريخچه[سمول]

اصليتونه[سمول]

د تر لاسه شويو خاصيتونو په ميراث وړلو وړانديز په لرغونو وختونو کې شوی او د ډېرو پېړيو لپاره د خپل وخت اند پاتې شوی. په ۱۹۳۵ز کال کې د ساینس تاريخ پوه «کانوی زيرکل» وليکل چې:

لامارک نه لومړی او نه ډېر ماهر بيالوژي پوه و چې د تر لاسه شويو خاصيتونو په ميراث يې باور درلود. هغه يواځې يو باور تايید کړی و، کوم چې د هغه له وخت څخه ۲۲۰۰ کاله مخکې په عمومي ډول منل شوی و او همدا اند يې په دې اړوند تشريح کړ چې اټکلاً تکامل په څه ډول پېښ شوی وي. د تر لاسه شويو خاصيتونو میراث له دې مخکې د نورو تر څنګ «هيپوکريتس، ارستو، ګالين، لوګر بيکن، جيروم کارډن، ليوينس ليمينس، جان ري، مايکل اډانسن، جو. فريډ، بلومينباچ» او «اراسموس داروين» هم منلی و.

«زيرکل» يادونه کړې چې هيپوکريټس «پينجينيسس» تشريح کړی دی، هغه اند چې هر څه په میراث وړل شوي، هغه د والدينو د ټول بدن څخه اخستل شوي دي، په داسې حال کې چې ارستو دا ناشوني بللي؛ خو په هر حال، ارستو په ظمني ډول د تر لاسه شويو خصوصياتو له ميراث سره موافقه کړې، د يو داغ يا ړوندوالي د میراث بېلګه يې وړاندې کړې، خو يادونه کوي چې ماشومان د تل لپاره خپل مور او پلار ته ورته نه وي. زيرکل همدا راز وايلي چې «مشر پليني» هم تقريباً همدا فکر درلود. زيرکل اشاره کوي چې د تر لاسه شويو خصوصياتو د ميراث په اړوند نکلونه په لرغونو افسانو او بايبل کې شته او د «يوازې همدومره کيسې» په نوم د «روديار کيپلينګ» تر کيسو يې دوام درلود. د اتلسمې پېړۍ په سرچينو کې هم د دې اند يادونه شوې ده، لکه « Diderots D'Alembert's Dream». د اراسموس ډاروين « Zoonomia» (شا او خوا ۱۷۹۵ز کال) وړانديز کړی چې د تودې وينې ژوي محرکاتو ته په ځواب ويلو سره« په داسې حال کې چې د نويو برخو تر لاسه کولو ځواک لري...له يوې ژوندۍ رېښکۍ څخه وده کوي»، په داسې حال کې چې د «پرمختګونو» هر پړاو يې د راتلونکو نسلونو له خوا په میراث وړل کېږي.[۳][۴][۵]

د ډاروين پانجينيسز[سمول]

«د انواعو د اصليت په اړه» د چارلس ډاروين کتاب د انواعو د ودې لپاره طبيعي غوراوی د بنسټيزې لارې په توګه وړانديز کړی دی، خو د لامارکيزم بديل يې د تکميلي تګلارې په توګه رد کړی نه دی. ډاروين دې ته د پانجينيسز نوم ورکړی او «د کوني کېدو تر مخې د ژويو او بوټو تنوع» (۱۸۶۸ز کال) په نوم کتاب په وروستي څپرکي کې يې د هغه څه په اړه د ګڼو بېلګو وړاندې کولو څخه وروسته چې هغه يې د تر لاسه شويو خواصو په توګه بولي، دا اند تشريح کړی. د پانجينيسز په اړه هغه ټينګار کوي چې يوه فرضيه (ګڼنه) ده، پر دې اند ولاړه ده چې بدني حجرې په چاپېرياليزو محرکاتو ته په ځواب کې (يعنې کارول او نه کارول) «جيمولس» يا «پانجينس» وغورځوي، کومو چې په ټول بدن کې حرکت کړی، خو اړينه نه ده چې دا حرکت دې د وينې په جريان کې وي. دا پانجينيس مايکروسکوپي ذرې وې چې د اټکل له مخې د دوی د والدينو حجرې د خاصيتونو په اړوند يې معلومات درلودل، ډاروين باور درلود چې همدوی د جراثيمو په حجرو کې راټول شوي، له کومه ځايه چې دوی کولای شي، د والدينو نوي تر لاسه کړي خاصيتونه بل نسل ته ولېږدوي. [۶][۷][۸]

د ډاروین ناسکه تربور«فرانسس ګالټن» د ډاروين په همکارۍ په سويکو تجربې تر سره کړې، په کومه کې چې هغه د يو نسل سويکې وينه په بل نسل سويکه کې تزريق کړه او تمه يې درلوده چې د دې زوزات به د لومړي نسل د ځينو خصوصياتو څرګندونه وکړي. هغوی دا خصوصيات څرګند نه کړ او ګالټن اعلان کړه چې هغه د ډاروين د پانجينيسيز فرضيه رد کړې ده، خو داروين د «نيچر» په نوم علمي مجلې ته په یو ليک کې د هغه پر اعلان نيوکه وکړه او ويې ويل چې: هغه دا ډول هېڅ کار نه دی کړی، ځکه چې هغه په خپلو ليکنو کې کله د وينې يادونه نه ده کړې. هغه روښانه کړه چې پانجينيسيز يې په «پروټوزوا» (د يوې حجرې لرونکي) او بوټو کې پېښېدونکی ښودلی دی، کوم چې وينه نه لري او تر څنګ يې په ژويو کې. [۹]

د لامارک تکاملي چوکاټ[سمول]

د ۱۸۰۰ او ۱۸۳۰ز کلونو تر منځ موده کې، لامارک د تکامل په اړه د پوهاوي لپاره د يو منظم فکري چوکاټ وړانديز وکړ. د هغه په باور تکامل له څلورو قوانينو جوړ دی:[۱۰][۱۱]

  1. ژوند د خپل ځواک په مټ د ټولو هغو غړيو حجم زياتوي چې د ژوند ځواک لري او د ژوند ځواک د هغو برخو ابعاد پراخوي، تر کومه بريده چې يې همدا برخې د خپل ځان لپاره راوړي.
  2. د يوه ژوي په بدن کې د یو نوي غړي پيدا کېدل، د يوې نوې اړتيا پايله ده او کوم چې خپله ځان محسوسوي او يو نوی خوځښت چې اړتياوې يې پنځوي او د هغې ساتنه/پايدنه.
  3. د غړيو وده او د دوی وړتياوې په پرله پسې ډول د دې غړیو د کارولو پايله ده.
  4. ټول هغه څه چې د يوه فرد د ژوند پر مهال د دې فرد په فيزيالوژۍ کې تر لاسه شوي، موندل شوي يا بدل شوي د خلقت، بيا توليد له لارې خوندي شوي او هغو نويو افرادو ته  لېږديدلي څوک چې د هو اړوند دي، چې له داسې بدلونونو سره مخ شوي دي.

د ميراث په اړه د لامارک بحث[سمول]

په ۱۸۳۰ز کال کې، د هغه د تکاملي چوکاټ څخه يو اړخ ته، لامارک د ميراث په اړه په خپل بحث کې په لنډ ډول دوه دوديزو اندونو ته اشاره کړې ده، هغه اندونه چې د هغه په وخت کې عموماً سمې بلل کېدې. لومړی اند د کارولو په وړاندې د نه کارولو اند و؛ هغه دا نظريه وړاندې کړې چې افراد هغه خواص له لاسه ورکوي چې اړتيا ورته نه لري يا يې نه کاروي او هغو خواصو ته وده ورکوي چې ګټور دي. دويم اند په دې اړه استدلال و چې تر لاسه شوي خواص د ميراث وړ دي. هغه د يوې تصوراتي بېلګې په توګه دا اند وړاندې کړ چې کله زرافې خپله غاړه اوږدوي، تر څو په ونو کې لوړو پاڼو ته ورسېږي، دوی به کرار کرار خپلې غاړې پیاوړې او اوږدې کړي. د همدې زرافو زوزات به له دوی څخه يو څه اوږدې غاړې ولري. همدا راز هغه دليل وړاندې کړی چې يو پښ د خپل کار له لارې د خپلو مټو غړي پياوړي کوي، په همدې بنسټ د هغه زامن به د هغه په څېر غړي ولري.[۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Ghiselin, Michael T. (1994). "The Imaginary Lamarck: A Look at Bogus "History" in Schoolbooks". The Textbook Letter (September–October 1994). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اکتوبر ۲۰۰۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Gould 2002, pp. 177–178
  3. Darwin 1794–1796, Vol I, section XXXIX
  4. Diderot, Denis; Ballestero, Manuel (1992). El sueño de D'Alembert; y Suplemento al viaje de Bougainville (الطبعة First). Madrid: Debate. OCLC 433436276. د کتاب نړيواله کره شمېره 84-7444-583-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Zirkle, Conway (January 1946). "The Early History of the Idea of the Inheritance of Acquired Characters and of Pangenesis". Transactions of the American Philosophical Society. 35 (2): 91–151. doi:10.2307/1005592. JSTOR 1005592. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Desmond & Moore 1991, p. 617: "But Darwin was کينډۍ:Sic to let go of the notion that a well-used and strengthened organ could be inherited."
  7. Darwin, Charles (April 27, 1871). "Pangenesis". Nature. 3 (78): 502–503. Bibcode:1871Natur...3..502D. doi:10.1038/003502a0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Holterhoff, Kate (2014). "The History and Reception of Charles Darwin's Hypothesis of Pangenesis". Journal of the History of Biology. 47 (4): 661–695. doi:10.1007/s10739-014-9377-0. PMID 24570302. S2CID 207150548. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Liu, Yongsheng (2008). "A new perspective on Darwin's Pangenesis". Biological Reviews. 83 (2): 141–149. doi:10.1111/j.1469-185x.2008.00036.x. PMID 18429766. S2CID 39953275. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Larson, Edward J. (2004). A Growing sense of progress. Evolution: The remarkable history of a Scientific Theory. Modern Library. د کتاب پاڼي 38–41. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gould, Stephen (2001). The lying stones of Marrakech : penultimate reflections in natural history. Vintage. د کتاب پاڼي 119–121. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-09-928583-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lamarck 1830, p. 235