منځپانگې ته ورتلل

لارښود:گڼ ژبيزې تړنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


گڼ ژبنيز تړون يا گڼ ژبنيزه تړنهد ويکيمېډيا بنسټ په پروژو کې هغه تړنو (links) ته ويل کېږي چې د بېلا بېلو ويکيپېډياگانو کې موجودې ليکنې له يوې بلې سره تړي. دا د هرې يوې ليکنې په ښي اړخ کې ښکاري.

ويکيډېټا

ويکيډېټا نښان
ويکيډېټا نښان

ويکيډېټا د ويکيميډيا يوه پروژه ده د کومې په لاره چې په اسانۍ سره بېلابېلې ليکنې تړل کېږي۔ که چېرې په يوه موضوع د بېلو بېلو ژبو ويکيپيډياگانو کې ليکنې وي نو هغه له يو بل سره ددې په مرسته تړل کېږي۔ د مثال په توگه په پښتو ويکيپيډيا کې د ښيښې په نوم يوه ليکنه خو هم په دې موضوع په انگرېزي ويکيپيډيا کې د Glass په نوم ليکنه ده۔ چې کله مونږ د انگرېزۍ ليکنه د پښتو ليکنې سره په ويکيډېټا وتړو نو يو کارن چې کله د انگرېزۍ هغه ليکنې ته لاړ شي او هغه په انگرېزۍ نه پوهيږي نو يو اړخ ته به هغه ويکيډيټا يو لېنک ښکاره شي چې پښتو ليکنې لينک به يي ورکړی وي. نو هغه کارن به اسانۍ سره پښتو ليکنې ته راورسي۔

څنگه دوه ليکنې وتړل شي؟

دلته مونږ تاسې ته د انځورونو په وسيله سره د دوه مخونو تړولو طريقه ښايو۔ ددې لپاره مونږ مثال په توگه د ښيښهليکنه اخلو.

د دوه ويکيپېډيا ليکنو تړلو درې طريقې دي خو په ټولو کې غوره طريقه لومړۍ او دوېمه ده، درې واړه طريقې کوزې وکړی شوي دي

لومړۍ طريقه

لکه دا دوه مخونه تاسې له يو بل سره تړل غواړئ

پښتو ويکيپيډيا کې مخ
انگرېزۍ ويکيپېډيا کې مخ


پښتو ويکيپيډيا کې چې کله تاسې نوې ليکنه ترسره کړئ نو د ژبې ټکي سره کوز تاسې ته تړنې سمول ټکی ښکاري په هغه کلېک وکړئ

مېنځ،_center

يو ډايلاگ بکس به ښکاره شي په هغه کې دوه خانې دي. په لومړۍ کې ژبه وليکئ او دوېمه کې د ليکنې نوم

مېنځ،_center مېنځ،_center

بيا د مخ سره تړل په بټن کلېک وکړئ

مېنځ،_center

بيا د تاييدول په بټن کلېک وکړئ

مېنځ،_center

بيا د close dialogue and reload page په بټن کلېک وکړئ

مېنځ،_center

چې کله مخ تازه (refresh) شي نو تاسې ته به د پښتو ليکنې په ښي اړخ کې د نورو ژبو تړنې ښکاره شي

مېنځ،_center

دوېمه طريقه

لومړی هغه مخ ولټوئ کوم چې تاسې د پښتو ليکنې سره تړل غواړئ

پښتو ويکيپيډيا کې مخ
انگرېزۍ ويکيپېډيا کې مخ


مېنځ،_center

اوس تاسې ويکيډېټا ته راغلئ هلته په Edit کلېک وکړئ

مېنځ،_center

په اخيره/پای کې يوه تش ځای دی په هغې کې د پښتو ويکيپېډيا کوډ يعني ps وليکئ

مېنځ،_center

د دغه کوډ ليکلو څخه وروسته کوډ ته سم یو بل تش ځای ښکاره شي په هغه کې د پښتو ويکئ، د ليکنې نوم ورکړئ کومه چې تاسې تړل غواړئ

د پښتو نوم ليکلو څخه وروسته اوچته د Save بټن ښکاري په هغې کلېک وکړئ

مېنځ،_center

د خوندي کولو څخه وروسته اوس تاسې هغه انگرېزۍ ليکنې ته لاړشئ هلته به تاسې ته د نورو ژبو په نومونو کې پښتو هم ښکاره شي

مېنځ،_center

او يا که تاسې د پښتو هغه ليکنې ته لاړشئ نو تاسې ته به انگرېزۍ او نورې ژبو کې د دغه ليکنې تړنه ښکاره شي

مېنځ،_center


درېیمه طريقه

درېیمه طريقه بيخي اسانه ده خو په یاد ولرئ چې دا طريقه ډېره گټوره نه ده، دا صرف د يو اړخ ليکنه تړي۔ درېیمې طريقې کې د دوه مربع براکټونو [[]] ترمينځ د ژبې کوډ ليکو د کوډ څخه وروسته دوه سر په سر تکي : او بيا په بله ژبه کې د ليکنې نوم۔

لکه د مثال په توگه که موږ ښيښه ليکنه کې د انگرېزۍ، عربي، اوردو، پارسي او نورو ژبو تړنه ورکوو نو دا کوډونه به په ليکنه ښيښه کې وکاروو:

[[en:Glass]]
[[ar:زجاج]]
[[ur:شیشہ]]
[[fa:شیشه]]

نور ولولئ