لارښود:بدلوونکې څرګندونې
دې مخ کې موږ په دې بحث کوو چې څنګه د مشروطه يا بدلوونکو څرګندونو په وسيله په کينډيو او بېلابېلو مخونو کې بېلابېلې پايلې ترلاسه کولی شو. د دې بدلوونکو څرګندونو د ازمويلو او ارزولو لپاره له وېشونکو توابعو څخه کار اخيستل کيږي، چې له هغې ډلې #ifexpr
، #ifeq
، #switch
، #if
، اور #iferror
یا #ifexist
يادولی شوو، چې پوره تفصيل يې لاندې لوستلی شئ.
په #ifeq
کې د دوه جملو يا اعدادو موازنه ښودل کيږي او ارزول کيږي، خو په #ifexpr
کې د رياضي فورمولونه او څوګوني شرايط ازمويل کيږي. د #switch
په مرسته بيا په سلګونو او حتی په زرګونو شرطيې لګول کېدی شي او د هر شرط بېلابېله پايله اخيستل کېدی شي. #if
پلټي چې ايا ورکړل شوی ارزښت لېږل شوی دی يانه؟ يا دا چې ورکړل شوی شرط پوره شوی يانه؟ #iferror
دا بيا د ورکړل شوي ارزښت يا تابع ورک وي، يا تېروتنه موجوده وي، نو څه بايد وښول شي، په داسې حال کې چې #ifexst
د يومخ، انځور يا دوتنې شتون مالوموي.
بدلوونکې څرګندونې
[سمول]لاندې د هرې تابع يا ارزښت لنډ تفصيل ليکل شوی دی:
{{#if: بدلوونکې څرګندونه | value if non-empty | value if empty }}
(له دوو ارزښتونو څخه يو يې ارزوي.){{#ifeq: string 1 | string 2 | value if equal | value if unequal }}
(د ورکړل شويو ارزښتونو موازنه ګوري چې سره مساوي دي يانه){{#iferror: بدلوونکې څرګندونه | value if error | value if correct }}
(که ورکړل شوو جملو کې تېروتنه يا error موندل کيږي، نو څه بايد وښودل شي.){{#ifexpr: expression | value if true | value if false }}
(د ریاضیاتو فورمولونه ارزوي){{#ifexist: مخنوم | value if exists | value if doesn't exist }}
(ورکړل شوو ارزښتونو شتون لټوي او ارزوي){{#switch: بدلوونکې څرګندونه | case1 = value for case 1 | ... | default }}
(بېلابېلو پېښو کې بېلابېل بديلونه وړاندې کوي ){{#expr: expression }}
(رياضيکي فورمولونو لپاره)