قناعت یا د قناعت هنر
قناعت یا د قناعت هنر د اغېزښندنې یوه عمومي اصطلاح ده. قناعت هڅه کوي چې د یو کس باورونه، دریځ، هوډ، لمسه، یا چلند تر اغېز لاندې راولي. [۱]
پروپاګند د قناعت یوه بڼه ده چې د هغې لویې کچې د مخاطبینو د قانع کولو لپاره کارول کېږي چې په یو فرد یا د یو فرد په لیدلوري یا د یوې ډلې له خوا په خپور شوي پروپاګند باور کوي. جبر، که څه هم په ځینو حالاتو کې له قناعت څخه د دې اصطلاح توپیر ستونزمن دی، د قناعت یوه بله بڼه ده چې د وګړو کړنې د ګواښ له لارې تر اغیز لاندې راولي. سیستماتیک قناعت هغه بهیر دی چې پر بنسټ یې دریځ یا باور د منطق او استدلال له اړخه تر بحث لاندې راځي. له بلې خوا تجربي قناعت هغه بهیر دی چې په بنسټ یې دریځ یا باور د عادت یا احساساتو له اړخه تر بحث لاندې راځي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]
قناعت په ډېرو برخو کې مطالعه کېږي. بلاغت په وینا او لیکنه کې د قناعت تګلارې تر مطالعې لاندې نیسي او ډېری وختونه د کلاسیک یا دودیز مضمون په توګه تدریس کېږي.
تاریخچه او فلسفه
[سمول]د قناعت علمي څېړنه د یونانیانو له خوا پیل شوه چې د بریالي سیاستوال لپاره یې په بلاغت او فصاحت د لوړ معیار په توګه ټینګار کولو. ټولې محاکمې د قانون جوړوونکي پلاوي په وړاندې ترسره کېدي چې څارنوال او مدافع د وینا کوونکي په قانع کوولو تکیه کوله. فصاحت هغه وړتیا ته ویل کېدل چې په هره ممکنه لاره یې د قناعت لپاره شته لاملونه لټول. [۸]
یوناني فیلسوف ارسطو د قناعت د هنر د زدکړې لپاره څلور لاملونه وړاندې کوي.
- حقیقت او عدالت کامل دي؛ که چېرې یوه قضیه بایلي، دا د ویناکوونکي نیمګړتیا ده.
- د تدریس لپاره یوه غوره وسیله ده
- یو غوره فصاحت لرونکی اړ دی چې پوه شي چې څنګه دواړه طرفو ته استدلال وکړي ترڅو په ټوله ستونزه او د حل ټولو لارو باندې پوه شي، او
- له ځان څخه د دفاع تر دې غوره لار نشته.
د ارسطو د فصاحت دلایل
- ایتوس (اعتبار): په هغه هڅه دلالت کوي چې د خپل اعتبار یا شخصیت په بنسټ مخاطب ته قناعت ورکړئ.
- ایګوس (دلیل): په هغه هڅه دلالت کوي چې د منظق او دلیل په بنسټ خپل مخاطب ته قناعت ورکړئ
- پاتوس (احساس): په هغه هڅه دلالت کوي چې د مخاطب د احساساتو په بنسټ هغه ته قناعت ورکړئ. [۹][۱۰]
د قناعت اخلاق
[سمول]ډېرو فیلسوفانو د قناعت د اخلاقو په اړه څرګندونې وړاندې کړې دي. سقراط استدلال کولو چې فصاحت د یوې موضوع د ماهیت پر ځای په ظاهري بڼه ولاړ دی. توماس هوبس د تناقض د رامنځ ته کېدو له امله د فصاحت په کارولو، په ځانګړې توګه د استعارو په کارولو، نیوکه کوله. ایمانویل کانت په فصاحت نیوکه کوله او استدلال یې کولو چې فصاحت د دې لامل کېږي چې وکړي له هغو پایلو سره متضادې نتیجې ته ورسېږي، چې د بشپړ قضاوت په کارولو سره ترلاسه کېدای شي. هغه د فصاحت د دندې او د ماشين په توګه د ذهن قاطع دندې تر منځ موازي کرښي باسي. [۱۱][۱۲]
دارسطو د قناعت نیوکه کوونکی و، که څه هم هغه استدلال کولو چې قاضیان د دلیل پر ځای د احساساتو په کارولو خپل ځان ته د قناعت اجازه ورکوي. خو هغه استدلال وکړ د یو وګړي د هڅولو لپاره چې له دلیل او قضاوت څخه ګټه واخلي، له قناعت څخه کار اخستل کېدای شي. [۱۳]
سرچینۍ
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).

- ↑ Ancient Greece