قمر راهي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قمر راهي (زوکړه ۱۹۲۴ زېږدي کال - مړینه ۲۰۱۳ ز کال د ډيسمبر ۲۶، مردان) د پښتو ژبې يو ليکوال او شاعر وو.

مخينه

د پښتو ژبې نوميالى شاعر، اديب او کالم لیکونکی قمر راهي پر ۱۹۲۴ ز کال زېږېدلی وو.

قمر راهي د خپل ځانگړي سبک هغه شاعر وو چې ټول ادبپال يې ادبي هڅو ته د قدر په سترگه گوري او په ادبي موضوعاتو کې يې خبرې مستقل وزن درلود. نوموړي په پښتو کې درې کتابونه «ځله»، «څيره» او «مشال» ليکلي دي چې دريواړه کتابونه ځانگړی ادبي مقام لري او د پښتو شعر مينه وال ورته په درانه نظر گوري.

د ارواښاد قمر راهي د شهرت لامل د هغه لوړ علمي شخصيت، ادبي نقد، په تول پوره شاعري او د پښتو علمي ادبي مجله « قند » دی. قند د پښتو هغه علمي ادبي مجله وه چې د قمر راهي تر مشرۍ لاندې خواو شا درې لسيزې وړاندې د مردان د شوگر ملز له لوري خپرېده او د خپل وخت د تکړه او وتليو ليکوالو علمي لیکنې، مقالې او شعرونه پکې خپريدل. د دې ترڅنگ قند په علمي ادبي موضوعاتو او شخصيتونو ځانگړې گڼې هم خپرولې.

د شعر بېلگې يې

داسې حالاتو کې تش سر خو پټول هم نه دی

ما سره غم د پښتونخوا دی پښتانه ورکېږي

مړینه

شاعر او لیکوال ارواښاد قمر راهي له ډېره وخته راهيسې ناروغ وو او د دغې ناروغۍ له لامله يې د ۲۰۱۳ ز کال د ډيسمبر پر ۲۶ د پنجشنبې پر ورځ د ٨٩ کالو په عمر په مردان کې له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. د نوموړي جنازه د ډيسمبر پر ۲۷ د جمعې پر ورځ د خيبر پښتونخوا ایالت د مردان سيمې د پيرانو ډاگې کلي کې پخپله پلرنۍ اديره کې خاورو ته وسپارل شوه. اروا يې ښاده او جنت یې ځای شه.

چاي شوي نښيرونه يې

۱- ځله (شعري ټولگه).

۲- څېره (شعري ټولگه).

۳- مشال (شعري ټولگه).

اخځليک

۱- https://www.nunn.asia/8897/%D8%AF%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88-%D8%A7%D8%AF%D8%A8-%DB%8C%D9%88-%D8%A8%D9%84-%D8%B3%D8%AA%D9%88%D8%B1%DB%8C-%D9%82%D9%85%D8%B1-%D8%B1%D8%A7%D9%87%D9%8A-%D9%87%D9%85-%D9%BE%D8%B1%DB%8C%D9%88%D8%AA/

۲- https://www.mashaalradio.com/a/25213983.html‎