قاري عبدالله خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
قاري عبدالله خان
قاري عبدالله خان
قاري عبدالله خان

قاري عبدالله خان (۱۲۸۸ ل. - ۱۳۵۸ ل.) يو افغان شاعر، ليکوال، خطاط، رسنوال او د کابل د پښتو ټولنې او ادبي انجمن يو غړی و.

مخينه

هغه په ۱۲۸۸ لمريز کال کې زېږېدلی و. د ختيځ ادب علوم يې له نامتو استادانو څخه زده کړي و. بيا پخپله د همدغو علومو په ښوونه يې پيل وکړ او د افغانستان په بېلابېلو ښوونځيو او مدرسو کې د ښوونکي په توگه دنده ترسره کړې وه.

ليکلي آثار

  1. د فارسي ادبياتو مختصر تاريخ
  2. يو شمېر لوست ليکي
  3. د شعرونو ديوان - چاپکال ۱۳۰۲ ل. - مطبعه اسلامي لاهور

سرچينې