فېنایلکېتونوریا
فېنایلکېتونوریا (په انګلیسي: Phenylketonuria) یا PKU د مېتابولیزم یوه میراثي نیمګړتیا ده چې د فېنایلالانین د امینو اسید د مېتابولیزم کچې راټیټېدو لامل ګرځي. د نامعالجه شوي PKU لهامله کېدای شي فکري معلولیت، تشنج، چلندي ستونزې او ذهني اختلاطات رامنځته شي. همدا راز کېدای شي د وروست بوی او روښانه پوستکي لامل وګرځي. له هغې مور څخه، چې په ضعیفه توګه یې د PKU درملنه شوې ده، که چېرې ماشوم وزېږېږي، کېدای شي قلبي ستونزې، کوچنی سر او د زېږون ټیټ وزن ولري.[۱][۲][۳]
فېنایلکېتونوریا یوه جنتیکي ناروغي ده چې له والدینو څخه اولاد ته په ارثي توګه انتقالېږي. دغه اختلاط، په PAH جېن کې د اوښتونونو (موټېشنونو) لهامله رامنځته کېږي او د فېنایلالانین هایدروکسیلېز انزایم د ټیټو کچو لامل ګرځي. د فېنایلکېتونوریا لهامله د خوراکي رژیم فېنایلالانین مقدار په بالقوه توګه زهري کچو ته رسېږي. دا یو پټ یا مغلوب اتوزومال دی، پهدې معنی چې د جېن دواړه کاپيګانې (نسخې) باید اوښتلې وي ترڅو دغه ناروغي رامنځته شي. اصلي ډولونه یې دوه دي: کلاسیک PKU او متحول PKU؛ دا د انزایم کارکړنې پورې تړلې ده چې پاتې کېږي او که نه. د اوښتلې جېن د یوې نسخې لرونکي وګړي په ټولیزه توګه هېڅ کومه نښه نهلري. ډېري هېوادونه د دغې ناروغۍ لپاره د نوزېږو ماشومانو څارنیز پروګرامونه لري.[۱][۲]
د درملنې لپاره یې داسې یو خوراکي رژیم په پام کې نیول شوی دی چې: ۱) د خوراکي توکو د فېنایلالانین کچه لږه ده؛ ۲) ځانګړي بشپړوونکي لري. ماشومان ته باید ځانګړې وچې شیدې او لږ مقدار د مور شیدې سره ګډې او ورکړل شي. خوراکي رژیم باید له زېږون وروسته ژر تر ژره پیل شي او د عمر تر پایه دوام ومومي. هغه وګړي چې وختي تشخیص شوي وي او خوراکي رژیم په جدي توګه په پام کې ونیسي، کولای شي طبیعي روغتیا او اوږد عمر ولري. د خوراکي رژیم اغېزښندنه وینې دورهیي ازمایښتونو لهلارې څارل کېږي. په ځینو کې د سپروپترین ديهایدروکلوراید درمل ګټور واقع کېدلای شي.[۴][۵]
په تقریبي توګه، په هرو ۱۲،۰۰۰ نوزېږو ماشومانو کې یو ماشوم په فېنایلکېتونوریا اخته کېږي. اغېزه یې پر نارینه او ښځینهوو باندې یوشان ده. دغه ناروغي په ۱۹۳۴ز کال کې د ایوار اسبیورن فولنګ لهخوا کشف او د خوراکي رژیم اهمیت یې په ۱۹۳۵ز کال کې څرګند شو. جېن درملنه، که څه هم هیله بخښونکې ده، خو د ۲۰۱۴ز کال په رارسېدو سره لا زیاتو مطالعاتو ته اړتیا لري.[۶][۷][۸][۹]
نښې او نښانې[سمول]
د نامعالجه شوي PKU لهامله کېدای شي فکري معلولیت، تشنج، چلندي ستونزې او ذهني اختلاطات رامنځته شي. همدا راز کېدای شي د خوسا بوی او روښانه پوستکي لامل وګرځي. له هغې مور څخه، چې په ضعیفه توګه یې د PKU درملنه شوې ده، که چېرې ماشوم وزېږېږي، کېدای شي قلبي ستونزې، کوچنی سر او د زېږون پر مهال لږ وزن ولري.[۱۰]
څرنګه چې د مور جسم د امېدوارۍ په اوږدو کې د فېنایلالانین د تجزیه کولو وړتیا لري، په PKU اخته نوي زېږېدلي ماشومان د زېږون پر مهال طبیعي حالت لري. دغه ناروغي په هغه مهال کې د طبي معاینې لهلارې د تشخیص وړ نهده، ځکه چې لا هېڅ زیان یې رامنځته کړی نهدي. د نوزېږو ماشومانو څارنه ترسره کېږي ترڅو نوموړې ناروغي تشخیص او مخکې تر دې چې ماشوم ته زیان ورسوي، درملنه یې وشي. د وینې نمونه تر ډېره د پښې له پوندې څخه اخېستل کېږي او په ټولیزه توګه، له زېږون وروسته له ۲ تر ۷ ورځو پورې ترسره کېږي. دغه ازمایښت د فېنایلالانین لوړه شوې کچه د نوي زېږېدلي ماشوم له یوې یا دوو ورځو تغذیې څخه وروسته ښودلای شي.[۱۱][۱۲]
که چېرې په ماشوم کې، د منظمې څارنې پر مهال د ازمایښت ترسره کولو په پای کې، د ناروغۍ تشخیص ونهشي او د فېنایلالانین اړوند محدود خوراکي رژیم ورته تجویز نهشي، د وخت په تېرېدو سره کېدای شي د فېنایلالانین کچه په وینه کې لوړه شي. د فېنایلالانین زهري کچې (او د تایروسین نابشپړه کچې) د ماشوم په وده کې اختلاط رامنځته کولای شي چې دایمي اغېزې لري. په کلینیکي توګه، دغه ناروغي کېدای شي د تشنج، هایپوپیګمنتېشن (له حده زیات روښان پوستکی او وېښتان) او د ماشوم «بدبویه» خولو او ادرارو (د فېنایلاسېتېت لهامله – د فېنایلاسېتون د اکسدېشن په پایله کې تولید شوی کاربوکسیلیک اسید) له لارې څرګنده شي. په ډېریو حالتونو کې، له زېږون وروسته تر دوو اوونیو پورې باید یو تکراري ازمایښت ترسره شي ترڅو د لومړني ازمایښت سموالی تایید کړي او هر هغه فېنایلکېتونوریا چې په لومړي ټست کې ښودل شوی نهؤ، څرګند شي.[۱۳]
نامعالجه شوي ماشومان، ډېري وخت، د ودې لومړنیو پړاوونو ته په رسېدلو کې پاتې راځي، د سر اندازه یې کوچنۍ پاتې کېږي او په دماغې کارکړنه کې یې تدریجي نیمګړتیاوې څرګندېږي. خورا فعالتوب، EEG بېقاعدهګي، تشنجات او په زدهکړه کې شدیده کمزورتیا د ژوند په راتلونکي کلونو کې سترې کلینیکي ستونزې دي. که چېرې د ناروغۍ درملنه ونهشي، پر جلد باندې «خوسا یا د موږک» بوی او همدا راز په اګزما باندې د اخته کېدو لوړ احتمال به د ژوندانه په اوږدو کې پاتې شي.[۱۴]
که چېرې له زېږون وروسته په لومړیو میاشتو کې، د PKU درملنه ونهشي، ماغزو ته اوښتلی زیان د بیا راګرځولو وړ نهدی. مهمه ده چې، په PKU د اخته ماشومانو خوراکي رژیم په دقت سره وڅارل شي ترڅو ماغزه د طبیعي ودې لپاره فرصت ومومي. هغه اخته ماشومان چې د زېږون پر مهال تشخیص او معالجه شوي دي، په عصبي ستونزو، تشنجاتو او فکري نیمګړتیاوو باندې د اخته کېدو احتمال خورا لږ دی (که څه هم، د سابندي، اګزما، کمخوني، وزناخېستنې، د پښتورګو نیمګړتیا، د هډوکو کمزورتیا، د معدې پړسوب، د ستوني ستونزو او د پښتورګو معلولیت، د پښتورګو تیږو او د وینې لوړ فشار په شمول ځیني کلینیکي اختلاطات رامنځته کېدلای شي). سربېره پر دې، د خپګان ستر اختلاطاتو د پېښېدلو کچه د کنټرول شویو حالتونو په پرتله 230% زیاته ده؛ سرڅرخي او د سترګو تورېدنه 180% زیاته پېښېږي؛ د قلبي شدیدې ناروغۍ، سابندۍ، شکرې او د معدې او د کولمو پړسوب پېښېدو کچه 170% لوړه ده؛ او سترس او انطباقي اختلاطات 160% زیات پېښېږي. سره لهدې، په ټولیز ډول، د PKU درملنه د وګړو لپاره ښې پایلې لري. معالجه شوي وګړي کېدای شي هېڅ ډول د تشخیص وړ فزیکي، عصبي یا د ودې اړوند ستونزې ولري.[۱۵][۱۶]
جنتیکي اړخ[سمول]
PKU یوه مغلوبه یا پټه اتوزوماله مېتابولیکه جنتیکي ناروغي ده. د یوه مغلوب اتوزومال اختلاط په توګه، په یوه وګړي کې د دغې ناروغۍ د شتون نښې څرګندېدلو لپاره د PKU دوه الیلونه اړین دی. د دې لپاره چې PKU یوه ماشوم ته په میراثي توګه انتقال شي، اړینه ده چې هم مور او هم پلار یې یو نیمګړی جېن ولري او انتقال یې کړي. که چېرې دواړه (مور او پلار) د PKU ناقلین وي، ۲۵ سلنه احتمال شته چې هر ماشوم یې په دغه اختلاط اخته وزېږېږي، ۵۰ سلنه احتمال شته چې ماشوم هم د دغې ناروغۍ ناقل وي او ۲۵ سلنه احتمال کېږي چې ماشوم نه وده وکړي او نه هم د ناروغۍ ناقل وي.[۱۷][۱۸]
د ځیګر د فېنایلالانین هایدروکسیلېز انزایم لپاره، په جېن کې PKU د هوموزایګوس یا ترکیبي هتروزایګوس اوښتونونو لهلارې مشخص کېږي، چې نوموړی انزایم له کار او فعالیته غورځوي. د تایروسین (Tyr) امینو اسید ته د فېنایلالانین (Phe) امینو اسید د میتابولیزم لپاره د دغه انزایم شتون اړین دی. کله چې د PAH فعالیت لږ شي، فېنایلالانین راټولېږي او فېنایلپایرووېت ته (چې د فېنایلکېتون په توګه هم پېژندل کېږي) اوړي، چې په ادرارو کې د تشخیص وړ دی.[۱۹][۲۰]
د یوه واحد PKU الیل په ناقلینو کې د ناروغۍ نښې نهڅرګندېږي، خو داسې برېښي چې تر یوه بریده یې د اوکراتوکسین A د چڼاس زهر پر وړاندې معافیت ترلاسه کړی دی. دا په ځانګړو وګړو کې د الیل د پایښت لهامله دی چې په هغو کې یوه ټاګنیز ښېګڼه رامنځته کوي؛ په بله وینا، هتروزایګوتتوب ګټور دی. [۲۱][۲۲]
د PAH جېن پر 12 کروموزوم باندې په 12q22-124.2 بانډونو کې موقعیت لري. تر ۲۰۰۰ز کال پورې، په PAH جېن کې د ناروغیو لامل کابو ۴۰۰ اوښتونونه وموندل شول. دا د الیلي جنتیکي نهورتهوالي یوه بېلګه ده.[۲۳][۲۴]
سرچينې[سمول]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Phenylketonuria: a review of current and future treatments"]. Translational Pediatrics 4 (4): 304–17. October 2015. doi:10.3978/j.issn.2224-4336.2015.10.07. PMID 26835392.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ "phenylketonuria". Genetics Home Reference. September 8, 2016. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جولای ۲۰۱۶. د لاسرسينېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "ADHD symptoms in neurometabolic diseases: Underlying mechanisms and clinical implications"]. Neuroscience and Biobehavioral Reviews 132: 838–856. November 2021. doi:10.1016/j.neubiorev.2021.11.012. PMID 34774900.
- ↑ "What are common treatments for phenylketonuria (PKU)?". NICHD. 2013-08-23. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسينېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "National Institutes of Health Consensus Development Conference Statement Phenylketonuria: Screening and Management". NICHD. October 16–18, 2000. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسينېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Bernstein, Laurie E.; Rohr, Fran; Helm, Joanna R. (2015). Nutrition Management of Inherited Metabolic Diseases: Lessons from Metabolic University. Springer. د کتاب پاڼې 91. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319146218. مؤرشف من الأصل في ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Marcdante, Karen; Kliegman, Robert M. (2014). Nelson Essentials of Pediatrics (الطبعة 7). Elsevier Health Sciences. د کتاب پاڼې 150. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780323226981. مؤرشف من الأصل في ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Phenylketonuria Scientific Review Conference: state of the science and future research needs". Molecular Genetics and Metabolism 112 (2): 87–122. June 2014. doi:10.1016/j.ymgme.2014.02.013. PMID 24667081. https://zenodo.org/record/1259489.
- ↑ Kalter, Harold (2010). Teratology in the Twentieth Century Plus Ten. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼي 89–92. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789048188208. مؤرشف من الأصل في ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "phenylketonuria". Genetics Home Reference. September 8, 2016. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جولای ۲۰۱۶. د لاسرسينېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Phenylketonuria (PKU) Test". HealthLink BC. د اصلي آرشيف څخه پر May 17, 2018 باندې. د لاسرسينېټه Aug 28, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Newborn screening 50 years later: access issues faced by adults with PKU"]. Genetics in Medicine 15 (8): 591–9. August 2013. doi:10.1038/gim.2013.10. PMID 23470838.
- ↑ "Phenylketonuria (PKU)". Madriella Doula Network. Madriella Network. 14 October 2016. د لاسرسينېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Phenylketonuria". MarkerDB. Wishart Research Group. د لاسرسينېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Burton BK, Jones KB, Cederbaum S, Rohr F, Waisbren S, Irwin DE (2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prevalence of comorbid conditions among adult patients diagnosed with phenylketonuria."]. Mol Genet Metab 125 (3): 228–234. doi:10.1016/j.ymgme.2018.09.006. PMID 30266197.
- ↑ Trefz KF, Muntau AC, Kohlscheen KM, Altevers J, Jacob C, Braun S (2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Clinical burden of illness in patients with phenylketonuria (PKU) and associated comorbidities - a retrospective study of German health insurance claims data."]. Orphanet J Rare Dis 14 (1): 181. doi:10.1186/s13023-019-1153-y. PMID 31331350.
- ↑ "Phenylketonuria (PKU) - Symptoms and causes". Mayo Clinic (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "National Institutes of Health Consensus Development Conference Statement Phenylketonuria: Screening and Management". NICHD. October 16–18, 2000. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسينېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ James, William D.; Berger, Timothy G. (2006). Andrews' Diseases of the Skin: clinical Dermatology. Saunders Elsevier. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7216-2921-6. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Gonzalez, Jason; Willis, Monte S. (Feb 2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ivar Asbjörn Følling"]. Laboratory Medicine 41 (2): 118–119. doi:10.1309/LM62LVV5OSLUJOQF.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The heterozygote advantage in phenylketonuria"]. American Journal of Human Genetics 38 (5): 773–5. May 1986. PMID 3717163.
- ↑ Lewis, Ricki (1997). Human Genetics. Chicago, IL: Wm. C. Brown. د کتاب پاڼي 247–248. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-697-24030-9. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Rosenberg, Roger N.; Barchi, Robert L.; DiMauro, Salvatore; Prusiner, Stanley B.; Nestler, Eric J. (2003). The Molecular and Genetic Basis of Neurologic and Psychiatric Disease (په انګلیسي ژبه کي). Butterworth-Heinemann. د کتاب پاڼې 820. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780750673600. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "National Institutes of Health Consensus Development Conference Statement Phenylketonuria: Screening and Management". NICHD. October 16–18, 2000. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسينېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)