فېمینیزم په نوي زيلانډ کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فېمینیزم په نیوزیلینډ(نوي زیلانډ) کې یو لړ هغه فلسفې کړنې دي چې له مخې یې په دغه هېواد کې د ښځو حقوقو ته وده ورکوي. دا د پارلمان او قانون جوړونې له لارې او د نیوزیلینډ په تاریخ کې د پام وړ ښځو او د خلکو ډلګیو له خوا د رول ماډلینګ او نورو کړنو له لارې لیدل کېدی شي .

په نیوزیلینډ کې د ښځو د رایې ورکولو غورځنګ، په ۱۸۹۳ز کال کې بریالی شو، دا هغه وخت و، کله چې نیوزیلینډ ټولو مېرمنو ته د رایې ورکولو حق ورکړې په برخه کې لومړنی هېواد شو. نیوزیلینډ په نړۍ کې هغه لومړنۍ هېواد و چې د ځواک(قدرت) پنځه سترو ادارو مشري یې ښځو، هرې یوې شهزادګۍ الیزابت دوېمې،عمومي والي سیلویا کارټورایټ،لومړۍ وزیرې هیلن کلارک، د نیوزیلینډ د پارلمان مشرې مارګاریټ وېلسن او قاضی القضاتې سیان ایلیاس ته ورکړه.دا پېښه د ۲۰۰۵ز کال( د مارچ میاشتې) او د ۲۰۰۶ز کال( د اکست میاشت) کې رامنځته شوه. په ۱۸۴۰ز کال کې  ماوري مېرمنې(Māori د نیوزیلنډ اصلي ځايي اوسېدونکې)د وای تنګ تړون په لاسلیکولو کې برخه لرله، چې له مخې یې نیوزیلینډ د شهزادګۍ ویکټوریا مشرۍ لاندې د بریتانوي سترواکۍ برخه وګرځېد. په کال ۱۸۵۲ز کې د انګلستان حکومت، د نیوزیلینډ اساسي قانون تصویب کړ، چې له مخې یې د محدود ځان واکمنۍ اجازه یې ورکړه. د اټکل له مخې: په نیوزیلینډ کې د بالغ نارینه اروپایي نفوس درې پر څلورمه برخه، په ۱۸۵۳ زکال کې په لومړنیو ټولټاکنو کې د رایې ورکولو حق درلود. ماوري په لومړي ځل په ۱۸۶۸ز کال او ښځو په ۱۸۹۳ز کال کې رایه ورکړه.[۱][۲]

تاریخچه[سمول]

له ښکېلاک نه مخکې[سمول]

داسې شواهد شته چې په نیوزیلینډ کې د اروپایانو له مېشته کېدو نه مخکې ماوري مېرمنو د قومي مشرانو،پوځي  ستراتیجیستانو(ستراتیژي جوړوونکو) جنګیالیو،شاعرانو،کمپوزرانو او د معالجانو په برخه کې مختلف مسؤلیتونه درلودل. د دوی اغېز، د دوی په جنسیت پورې تړاو درلود. په ماوري قومونو کې د خپلوۍ سیستمونه ډېری په دودیز ډول تنظیم شوي ول.[۳][۴]

د ماوري قومونو تر منځ د دیپلوماسۍ او راکړې ورکړې دودونه، زیاتره د ماناواهین د مفکورې له مخې تنظیم شوي ول. هغه عزت او سیاسي واک چې یوې ښځې یا د یوې قبیلي مېرمنې درلود، نن ورځ، ډېری ماوري آیوي iwi ( د ماوري په ټولنه کې ستره ټولنیزه څانګه ده) او هاپو hapu ( د نیوزیلینډ د ماوري په ټولنه کې اصلي سیاسي څانګه ده)  داسې مېرمنې دي چې ځان د ښځینه ووځانګړو اجدادو په توګه پېژني. د بېلګې په توګه: د شمالي ټاپو په ختیځ ساحل کې د آیوي نامتو ډله نګاتي کاهونګونو، د کاهونګونو د نیکونو په نوم یادېږي. [۵]

که څه هم، د هغې سیمې په ماهیا سیمه کې، د نګاتي رونګومایواهاینNgāti Rongomaiwahine نوم لپاره ځایي ترجیح شته،خو لا رونګومایواهاین د دې سیمې د خلکو د ډیر معتبر نیکه په توګه شهرت لري. ورته ټینګار د Ngāti Hinemoa او Ngāti Hinemanu غړو له خوا شوی. پوهانو داسې وړاندیز کړی، چې په ماوري ټولنو کې د پلرنې جوړښت ټینګښت د ښکېلاکي اړیکو پرمټ په لویه کچه، د اروپا مېشته سوداګرو او عیسوي مبلغینو د هیلو او تعصبونو له لارې را منځته شوي دي. [۶][۷]

د نفوسو د جنسیت بدلون[سمول]

په ۱۸۷۰ز کال کې حکومت نیوزیلینډ ته د ډیرو ښځو د تللو د هڅونې  یو کمپاین پیل کړ، دوی دا کار دوی ته په کور د اوسېدو په پرتله له ډېر معاش سره د کار کولو امکان په ورکولو ترسره کړ.  په ۱۹۱۶ زاو ۱۹۴۱ ز کلونو په ترڅ کې، د نابرابرۍ د مسئلې له منځه وړل پیل شول او جنسیتي توپیرونه یو شان ول. په ۱۹۷۱ز کال کې د جنسیت بدلون پیل شو او د نارینه وو په پرتله د ښځو شمېر زیات شو. په ۲۰۰۱ ز کال کې د هرو ۱۰۰ نارینه وو په پرتله ۱۰۴ښځې وې. تر ۲۰۵۱ز کاله پورې به د ښځو شمېر له نارینه وو نه زیات شي،ځکه چې د ۱۵-۲۴ کلونو په عمر کې د نارینه وو تر منځ د مړینې کچه لوړه ده او تمه کېږي چې، د نارینه وو په پرتله د  ښځینه وو ژوند ته د امید اټکل په ډېرې چټکۍ سره د ډېرېدو په حال کې دی.[۸][۹]

موضوعګانې[سمول]

په ۲۰۰۱ز کال کې په نیوزیلینډ کې جنسیتي توپیر ته په کتو سره  د نارینه وو په پرتله د ښځو په شمېر کې ۶۳۰۰۰ زیاتوالی راغلی وو. د اوسنیو سر شمېرنو د ریکارډونو له مخې، تمه کېږي چې دا پرمختګ به دوام ومومي. د نیوزیلینډ د ښځو په ژوند کې د لاندې موضوعګانو په ګډون سره به ځینې نورې مهمې موضوعګانې هم رامنځته شي. [۱۰]

  • په ځوانو مېرمنو کې د زېږون او امېندواري او په وروستیو کلونو کې د ماشوم لرلو د کچې کمښت.
  • د کورنۍ جوړښت د ودونو په کمېدو، د طلاق د کچې په زیاتېدو او د بیا جوړو شوو کورنیو په زیاتیدو سره بدل شوی دی.
  • د نارینه وو په پرتله د ښځو عاید لا هم لږ دی.
  • په مسلکونو کې پرله پسې جلاوالی، ځکه چې ۹۰٪ سلنه ښځې لاهم د سکرتریت، نرسنګ او د نوکرانو پوستونو کې دنده ترسره کوي، په داسې حال کې چې نارینه زیاتره د ترکاڼې،معمارۍ،میخانیک،مستري توب او د لویو لاریو د چلونې دندې ترسره کوي.
  • د زړو ماروي مېرمنو په پرتله، د ځوانو ماوري مېرمنو شمېر زیات دی.
  • د زړو ماروي میرمنو په پرتله په غیر ماوري میرمنو کې د زېږون او ماشوم ساتنې سطحه اوچته ده.
  • د ماوري مېرمنو، په ځانګړې توګه د ډېرو ځوانو او منځني عمر مېرمنو د مړینې شمېر زیات دی.
  • د زده کړو له پلوه، په ټولو قومي ډلو کې د زړو مېرمنو په پرتله ځوانې مېرمنې ډېره وړتیا لري.[۱۱]

مهم بدلونونه او نوښتونه[سمول]

  • د هغو ښځو په شمېر کې ډېروالی چې د ځان لپاره په خپله کار رامنځته کوي.
  • په سازمانونو(شبکو) کې زیاتوالی، لکه: WISEد ښځو ځان ګومارنې په برخه کې ،د ښځو ملي شورا،د ښځو په اړه د څېړنې ټولنه،د ښځو ټاکنیزه لابي، د خویندو بهرنی خدمت.
  • د جنسیتي څېړنې په مېتودولوژي کې پرمختګ.
  • له ښوونځي نه بهر پاملرنې کې زیاتوالی، چې د ټیټ عاید لرونکو ټولنو ته ورکول کیږي.
  • د ماوري،پاسیفیک ټاپو،کلیوالي او ښاري ښځو په وړاندې د کار موندنې په برخه کې د جنسیتي تعصب د له منځه وړلو په برخه کې د حکومت د همکارۍ زیاتوالی.
  • د ماشوم پاملرنې چمتو کول او له معاش سره د والدینو رخصتیو ته ډېره پاملرنه، په دې توګه زیاتو ښځو ته اجازه ورکوي چې په کار کې برخه واخلي.
  • د تقاعد د عاید په اړه نوی لید، په ځانګړې توګه د ماوري مېرمنو لپاره.
  • د ښاروالانو په توګه د دندې ترسره کولو په ګډون، په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د ښځو د ونډې زیاتوالی.
  • د   ۱۹۹۵ ز کورني تاوتریخوالي ضد قانون په اړه اصلاحات.
  • د سینې د معاینې ملي پروګرام.
  • له ۶ کالو نه کم عمره ماشومانو لپاره د طبي متخصصینو له لوري وړیا سلا مشورې.
  • په ۲۰۰۰ ز کال کې د ملکیت(اړیکو)بل معرفي شو، چې له مخې یې مېرمنې  له واده وروسته یا د دې لامل اړیکو له ماتیدو وروسته، عاید ته د لاسرسي اجازه لري . دا قانون په ورته جنسونو(همجنس بازانو) هم پلي کېږي، په دې شرط چې دوی د درېو کلونو لپاره یو ځای ژوند کړی وي. [۱۲]

کورنۍ او خاندانونه[سمول]

د ۱۹۷۱ ز او ۲۰۰۱ز کلونو په ترڅ کې ځینې توپیرونه د نیوزیلینډ په کورنیو کې رامنځته شوي دي. په ۱۹۷۱ ز کال کې یې کورنۍ  ته په ټولیزه توګه مشروع ښځه او مېړه ویل، چې کابو ۳ ماشومان به یې لرل. د نارینه وو دنده د کورنۍ لپاره د پیسو پیدا کول او د ښځو دنده په کور کې پاتې کېدل او د ماشومانو لویول او روزنه وه. په تېرو۳۰ کلونو کې دا مفکوره د بېلابېلو کلتوري نظرونو، د کورنۍ نمونو او ونډو د راوستلو له امله بدله شوې ده. ماوري مېرمنې، په لږ احتمال سره واده کوي او په ډیر احتمال سره په سترو کورنیو کې ژوند کوي.

د بدلون په وړاندې مخالفت[سمول]

که څه هم تېره پېړۍ د ښځو د حقوقو او فېمینیزم په برخه کې له لاسته راوړنو ډکه پېړۍ وه، خو په نیوزیلینډ کې د ښځو لپاره د لاسته راوړنو کچه لا هم اغېزمنه ده. د واک په عامه پوستونو کې مېرمنې لیدل کېدی شي، خو د منځنۍ کچې نیوزیلنډۍ مېرمنې لپاره په پر له پسې توګه دا یادونه شته، چې د پریکړې کولو،دندې اوعاید،د تقاعد چمتو کولو،د کور مالکیت او د کورنۍ مسؤلیت په مسئلو کې نارینه لاهم واک لري. دولت د اقتصادي بنسټ او ټولنو د پياوړتيا په موخه، د دولتي نوښتونو پلوي کوي. ښي اړخو حکومتونو، د نوي لیبرالیزم سمونونه هم په لاره اچولي دي، چې د میټروپولیټان هوساینې سیستم په ترسره کولو کې د جنسیت جوړجاړی له مینځه وړي. دا د جنسي اصلاحاتو پرمختګ هم کمزوری کوي، چې په کې د تبعیض ضد حکمونه، د ماشومانو لپاره روغتیایي خدمتونه او نور شامل دي.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Kate Rowan: New Zealand, an unexpected world-beater". Independent.ie. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Evans, Ripeka (1994). "The Negation of Powerlessness: Māori Feminism, a Perspective". Hecate. 20 (2): 53–65. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Always speaking : the Treaty of Waitangi and public policy. Tawhai, Veronica M. H. (Veronica Makere Hupane), Gray-Sharp, Katarina. Wellington, N.Z.: Huia Publishers. 2011. OCLC 758849493. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86969-481-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  4. Ballara, Angela (1998). Iwi : the dynamics of Maori tribal organisation from c.1769 to c.1945. Victoria University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0864733283. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Whaanga, Mere. "Ngāti Rongomaiwahine". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Stewart-Harawira, Makere. "Practising Indigenous Feminism". Making Space for Indigenous Feminism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Murphy, Ngāhuia. "Te Awa Atua, Te Awa Tapu, Te Awa Wahine: An examination of stories, ceremonies and practices regarding menstruation in the pre-colonial Māori world" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Timeline". NewZealand.govt.nz. Ministry of women's affairs. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "quickstats about New Zealand". statisphere.govt.nz. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Magee, Ann (April 2001). "Asia Pacific Viewpoint". Ebscohost. 42 (1): 36. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Magee, Ann (April 2001). "Asia Pacific Viewpoint". Ebscohost. 42 (1): 37. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Magee, Ann (April 2001). "Asia Pacific Viewpoint". Ebscohost. 42 (1): 38. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)