Jump to content

فیټوپلانکټون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فیټوپلانکټونونه د پلانکټونونو د ټولنې اوټوټروفیک عناصر دي (یعنې خپله غذا په خپله برابروي) او د سمندري او خوږو اوبو د ایکوسیستمونو یوه مهمه برخه ده. دغه نوم له یوناني کلمو (فیټون) او (پلانکټوس) څخه اخیستل شوی چې د «نبات» او «سرلوي یا سیار» معنا لري.[۱][۲][۳]

فیټوپلانکټونونه خپله انرژي د ونو او نورو ځمکنیو نباتاتو په څېر د فوټوسنتېز له لارې ترلاسه کوي. دا په دې معنا ده چې فیټوپلانکټونونه باید د لمر رڼا ولري، له همدې امله د سمندر او سیندونو د روښانه سطحو په لایو (یوفوټیک ساحو) کې ژوند کوي. فیټوپلانکټونونه د ځمکې یا په وچه کې د موجودو نباتاتو په پرتله په پراخه سطحه کې خپاره شوي دي، له کمو موسمي بدلونونو سره مخ کېږي او د ونو په پرتله یې د محصول کچه په پام وړ ډول چټکه ده. فیټوپلانکټونونه په نړیواله کچه اقلیمي بدلونونو ته چټک غبرګون ښيي.

فیټوپلانکټونونه د سمندري او خوږو اوبو د غذايي شبکو بنسټ جوړوي او د کاربن په نړیواله څرخه یا دوران کې مهم رول لري. که څه هم فیټوپلانکټونونه په نړیواله کچه د نباتاتو یوازې ۱ سلنه حجم جوړوي، خو د نړۍ په شاوخوا نیمایي فوټوسنتېزي فعالیتونو او د اکسیجن په شاوخوا نیمايي تولید کې ونډه لري. فیټوپلانکټونونه ډېر بېلابېلوالی لري چې له فوټوسنتېز کوونکو باکتریاوو نیولې تر نبات‌ډوله سمندري خزندو او کوکولیتافورونو پورې بېلابېل دي. د فیټوپلانکټونونو مهمې ډلې ډیاټومونه، سیانوباکتریاوې او ډاینوفلاجیلېټونه دي، که څه هم ګڼ نور ډولونه هم لري.

ډېری فیټوپلانکټونه ډېر کوچني دي او په عادي سترګو جلا جلا نه‌شي لیدل کېدای. له دې سره سره، کله یې چې ځینې نوعې په ګڼ شمېر موجودې وي، ښايي په حجرو کې د کلوروفیل د موجودیت په دلیل د اوبو پر سطحه د رنګینو دانو یا لکو په څېر ښکاره شي.

ډولونه[سمول]

فیټوپلانکټونونه داسې مایکروسکوپي پروټېسټونه او فوټوسنتېز کوونکې باکتریاوې دي چې د کابو ټولو سمندرونو او د ځمکې پر مخ د خوږو اوبو د ټولو هغو ځایونو په پورتنیو لایو کې ژوند کوي چې د لمر رڼا لري. فیټوپلانکټونونه له ځمکنیو نباتاتو سره په موازي ډول په اوبو کې د تولید لومړني عوامل دي. دوی عضوي ترکیبات په اوبو کې له حل شوي کاربن ډای اکسایډ څخه رامنځته کوي او دا هغه پروسه ده چې د سمندري موجوداتو غذايي شبکه جاري ساتي. فیټوپلانکټونونه د سمندري غذايي شبکې بنسټ جوړوي او د ځمکې د کاربن په څرخه یا دوران کې مهم رول لوبوي.[۴][۵][۶][۷][۸]

ایکولوژي[سمول]

فیټوپلانکټونونه د فوټوسنتېزي پروسې له لارې انرژي ترلاسه کوي او له همدې امله باید د یوه سمندر، سیند یا نورو اوبو په یوه روښانه سطحي لایه کې (چې افیوټیک ساحه بلل کېږي) ژوند وکړي. فیټوپلانکټونه د ځمکې د ټولو فوټوسنتېزي فعالیتونو شاوخوا نیمايي برخه جوړوي. په کاربني ترکیباتو (لومړني تولید) کې د دوی د تجمعي انرژۍ تثبیت د اکثرو سمندري غذايي شبکو او همدا راز د خوږو اوبو د ګڼو غذايي شبکو بنسټ دی.[۹][۱۰][۱۱]

که څه هم چې د فیټوپلانکټونونو ټولې نوعې «حتمي فوټواټروفونه» دي، خو ځینې مېکسوټروفیک نوعې هم لري او ځینې یې د رنګ ماده نه‌لري او اصلاً هټروټروفیک دي (دا دویم ډول یې د زیوپلانکټونونو په توګه هم پېژندل کېږي). له دې منځه تر ټولو ښه پېژندل شوي ډاینوفلاجېلېټي جنسونه نوکټېلوکا او ډینوفیز دي چې عضوي کاربن د نورو موجوداتو د زایدو موادو له لارې ترلاسه کوي.[۱۲][۱۳]

فیټوپلانکټونونه د سمندر په داسې نوراني یا روښانه برخه کې ژوند کوي چې هلته د فوټوسنتېز امکان موجود وي. د فوټوسنتېز په جریان کې کاربن ډای اکسایډ جذبوي او اکسیجن ازادوي. که د لمر وړانګې ډېرې زیاتې وي، فیټوپلانکټونونه ښايي د وړانګو د تخریب قرباني شي. فیټوپلانکټون نوعې د رنګ ګڼې فوټوسنتېزي مادې لري چې دوی ته ځانګړې وړتیا ورکوي تر څو تر اوبو لاندې د وړانګې بېلابېل موجونه جذب کړای شي. دا په دې معنا ده چې بېلابېلې نوعې کولای شي د وړانګو له اوږدوالي یا طول څخه په اغېزناک ډول استفاده وکړي او وړانګې یا نور یوه واحده ایکولوژيکي سرچینه نه ده، بلکې ترکیب ته په کتو سره ګڼې سرچینې دي. دا مشخصه ده چې د وړانګو یا نور په طیف کې بدلونونه په یوازې ځان کولای شي د فیټوپلانکټونونو طبیعي ټولنې بدلې کړي. فیټوپلانکټون حجرې پر دې سربېره د ودې لپاره پر هغو مغذي موادو تکیه دي چې د سیندونو، قاره‌يي هوا وهنې او د قطبونو پر مخ د کنګلونو د ویلې کېدو له له اوبو څخه سمندرونو ته دننه کېږي. فیټوپلانکټونونه په سمندر کې محلول عضوي کاربن ازادوي. دا چې فیټوپلانکټونونه د سمندري غذايي شبکو بنسټ دی، له همدې امله د زیوپلانکټونونو، لاروا کبانو او نورو هټروټروف موجوداتو د خوړو په توګه عمل کوي. دغه فیټوپلانکټون موجودات د باکتریاوو یا ویروسونو له‌خوا تجزیه کېدای شي. که څه هم د ډاینوفلاجېلېټ په څېر د فیټوپلانکټون ځینې حجرې په عمودي ډول له خپل ځایه حرکت کولی شي، خو لا هم د جریانونو په مقابل کې د فعال حرکت وړتیا نه‌لري، له همدې امله په ارامۍ سره غرقېږي او په پایله کې د سمندر تل د مړو حجرو له لارې ښېرازوي.[۱۴][۱۵][۱۶]

بېلابېلوالی[سمول]

په فیټوپلانکټون اصطلاح کې د سمندري غذايي شبکو ټول فوټواوټوټروف مایکرو ارګانېزمونه شاملېږي. له دې سره سره، د ځمکنیو ټولنو پر خلاف چې ډېری اوټوټروفونه نباتات دي، فیټوپلانکټونونه یوه رنګارنګه یا متنوعه ډله ده چې پروټېسټ یوکاریوټونه او یوباکتري پروکاریوټونه رانغاړي. د سمندري فیټوپلانکټونونو شاوخوا ۵۰۰۰ نوعې پېژندل شوې دي. دا چې له کم‌پيدا سرچینو سره سره دغه ډول تنوع یا بېلابېلوالي څه ډول تکامل کړی دی، لا مشخصه نه ده.[۱۷][۱۸]

د تعداد یا شمېر له نظره د فیټوپلانکټونونو تر ټولو مهمه ډله ډیاټومونه، سیانوباکتریاوې او ډاینوفلاجلېټونه دي، که څه هم د اوبړیو ډېرې نورې ډلې هم موجودې دي. یوه ډله «کوکولیټوفوریډونه» تر یوه حده په اتوموسفیر کې د ډای مېتل سلفایډ د ګڼ انتشار مسؤول دي. ډای مېتل سلفایډ د سلفېټ د جوړولو یا تشکل لپاره اکسیډ کېږي او په هغو سیمو کې چې د چاپېریالي ایروسل ذراتو غلظت کم دی، کولای شي د ورېځو د تراکم له هستو سره مرسته وکړي چې تر ډېره د ورېځو او د ورېځو د البېډو د ډېرېدو لامل کېږي. د فیټوپلانکټونونو بېلابېل ډولونه په بېلابېلو ایکوسیستمونو کې له ګڼو تغذیوي سطحو سره مرسته کوي. په اولیګوټروف سمندري سیمو لکه سارګاسو سمندر یا سوېلي ارام سمندر کې فیټوپلانکټونونه د کوچنیو حجرو په مرسته ډېر غالب دي چې دا حجرې پیکوپلانکټون او نانوپلانکټون نومېږي (همدا راز پیکوفلاجلېټونه او نانوفلاجلېټونه هم بلل کېږي) او تر ډېره له سیانوباکتریاوو څخه جوړ شوي دی. په څه ناڅه ښېرازه ایکوسیستمونو کې لوی ډاینوفلاجلېټونه تر نورو غالب فیټوپلانکټونونه دي او د ژوندیو موجوداتو ډېره برخه منعکسوي.[۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Thurman, H. V. (2007). Introductory Oceanography. Academic Internet Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4288-3314-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)کينډۍ:Page needed
  2. Pierella Karlusich, Juan José; Ibarbalz, Federico M.; Bowler, Chris (2020-01-03). "Phytoplankton in the Tara Ocean". Annual Review of Marine Science. 12 (1): 233–265. Bibcode:2020ARMS...12..233P. doi:10.1146/annurev-marine-010419-010706. ISSN 1941-1405. PMID 31899671. S2CID 209748051. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Pierella Karlusich, Juan José; Ibarbalz, Federico M; Bowler, Chris (2020). "Exploration of marine phytoplankton: from their historical appreciation to the omics era". Journal of Plankton Research. 42: 595–612. doi:10.1093/plankt/fbaa049. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Pierella Karlusich, Juan José; Ibarbalz, Federico M.; Bowler, Chris (2020-01-03). "Phytoplankton in the Tara Ocean". Annual Review of Marine Science. 12 (1): 233–265. Bibcode:2020ARMS...12..233P. doi:10.1146/annurev-marine-010419-010706. ISSN 1941-1405. PMID 31899671. S2CID 209748051. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Modeled Phytoplankton Communities in the Global Ocean NASA Hyperwall, 30 September 2015. کينډۍ:PD-notice
  6. Ghosal; Rogers; Wray, S.; M.; A. "The Effects of Turbulence on Phytoplankton". Aerospace Technology Enterprise. NTRS. لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: أسماء متعددة: ليکوالانو نوملړ (link)
  7. Parker, Micaela S.; Mock, Thomas; Armbrust, E. Virginia (2008). "Genomic Insights into Marine Microalgae". Annual Review of Genetics. 42: 619–645. doi:10.1146/annurev.genet.42.110807.091417. PMID 18983264. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Lindsey, R., Scott, M. and Simmon, R. (2010) "What are phytoplankton". NASA Earth Observatory.
  9. Michael J. Behrenfeld; et al. (2001-03-30). "Biospheric primary production during an ENSO transition" (PDF). Science. 291 (5513): 2594–7. Bibcode:2001Sci...291.2594B. doi:10.1126/science.1055071. PMID 11283369. S2CID 38043167. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "NASA Satellite Detects Red Glow to Map Global Ocean Plant Health" Archived 2021-04-10 at the Wayback Machine. NASA, 28 May 2009.
  11. "Satellite Sees Ocean Plants Increase, Coasts Greening". NASA. 2 March 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Pierella Karlusich, Juan José; Ibarbalz, Federico M.; Bowler, Chris (2020-01-03). "Phytoplankton in the Tara Ocean". Annual Review of Marine Science. 12 (1): 233–265. Bibcode:2020ARMS...12..233P. doi:10.1146/annurev-marine-010419-010706. ISSN 1941-1405. PMID 31899671. S2CID 209748051. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Kirk, John T. O. (1994). Light and Photosynthesis in Aquatic Ecosystems (چاپ 2). Cambridge: Cambridge University Press. doi:10.1017/cbo9780511623370. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780511623370. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Hallegraeff, G.M. (2003). "Harmful algal blooms: a global overview" (PDF). In Hallegraeff, Gustaaf M.; Anderson, Donald Mark; Cembella, Allan D.; Enevoldsen, Henrik O. (سمونګران). Manual on Harmful Marine Microalgae. Unesco. مخونه 25–49. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-103871-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Hutchinson, G. E. (1961). "The Paradox of the Plankton". The American Naturalist. 95 (882): 137–45. doi:10.1086/282171. S2CID 86353285. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Charlson, Robert J.; Lovelock, James E.; Andreae, Meinrat O.; Warren, Stephen G. (1987). "Oceanic phytoplankton, atmospheric sulphur, cloud albedo and climate". Nature. 326 (6114): 655–61. Bibcode:1987Natur.326..655C. doi:10.1038/326655a0. S2CID 4321239. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Quinn, P. K.; Bates, T. S. (2011). "The case against climate regulation via oceanic phytoplankton sulphur emissions". Nature. 480 (7375): 51–6. Bibcode:2011Natur.480...51Q. doi:10.1038/nature10580. PMID 22129724. S2CID 4417436. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Calbet, A. (2008). "The trophic roles of microzooplankton in marine systems". ICES Journal of Marine Science. 65 (3): 325–31. doi:10.1093/icesjms/fsn013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)