فیض محمد ځلاند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ځلاند
فیض محمد
د شخص معلومات
اصلي نوم فیض محمد
زېږېدنه ۳۰ اګست ۱۹۷۹
پکتيکا ولايت
تابعیت افغانستان
عملي ژوند
کار/مسلک د پوهنتون استاد

ډاکټر فیض محمد ځلاند یاهم (استاد فیض محمد ځلاند) پياوړی شاعر او لیکوال د (محمد الله خان) زوی دی چې په ۱۹۷۹ زیږدیز کال د اګست په ۳۰مه نیټه د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ په ښور کچه سیمه کې زیږېدلی دی.

زده‌کړې:[سمول]

  1. ډا کټر فیض محمد ځلاند په ۱۹۹۶زیږدیز کال کې له دولسم ټولګي نه دفراغت سند تر لاس کړ.
  2. په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې یې د افغان پوهنتون له طب پوهنځي نه دبریالیتوب سند واخېست.
  3. په ۲۰۰۶ زیږدیز کال یې د بهرنیو چارو وزارت د ( دېپلوماسۍ) له انسټیټيوټ نه دیپلومه ترلاسه کړه.
  4. په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې یې دالمان په هیواد کې د (ښه حکومتولي) په څانګه کې له ایرفورټ پوهنتون نه یوکلنه د یپلومه ترلاسه کړه.
  5. په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې یې دالمان په هیواد کې له ویلي برانډت پوهنتون نه د (عامه پالیسۍ او نړیوالو اړیکو) په څانګه کې د ماسټري بری لیک واخېست.

لنډ مهالې زده‌کړي:[سمول]

ډاکټر فیض محمد ځلاند د خپلو لوړو زده کړو تر څنګ لنډمهالې زده‌کړې هم تر سره کړې دي چې لاندې په لنډ ډول ترې یادونه کیږي:

  1. په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې د ( نړیوالې اړیکې او اقتصاد) په برخه کې زده‌کړې. دسویستذرلنډ هېواد ، جینوا.
  2. په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې دبومیاګلوي( لیډر شیپ) په برخه کې زده‌کړې، دترکیې هېواد، استانبول.
  3. په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د ( استاذۍ مهارتونه) په برخه کې زده کړې، دهندوستان هېواد، نوی ډیلی.

دندې:[سمول]

  1. له 2005 څخه تر ۲۰۰۸ پورې د بهرنیو چارو د وزارت د دیپلماسۍ، کونسلۍ، ارشیف په څانګو کې دندې لرلې دي، په ۲۰۰۶ کې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د یوې میاشتنې دندې به پار سویس، جینوا ته وساتلی شو چې هلته یې د ګران استازولي په نړیوالو غونډو کې ترسره کړه.
  2. له ۲۰۰۹ زیږدیز کال نه تر ۲۰۱۱زیږدیز کاله پورې په ( ایر فورټ)پوهنتون کې د استاد په توګه یې دنده ترسره کړې ده چې هلته یې د دولت جوړونې په څانګه کې درس ورکاوه.
  3. ه ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۲ زیږدیز کال پورې یې په بون الماني پوهنتون کې د تحقیق په څانګه کې کار کړی دی.
  4. دا مهال د کابل پوهنتون د اداره او پالېسۍ په پوهنځي کې داستاد دنده تر سره کوي.

اثار[سمول]

ډاکټر فیض محمد ځلاند د دې ترڅنګ چې یو پیاوړی پښتون شاعر دی او په دې برخه کې یې څلور شعري ټولګي خپرې شوې دي، پوهنیز کتابونه یې هم په پښتو ژبه لورولي دي. د ډاکټر ځلاند خپاره شوي او ناخپاره اثار په لاندې ډول دي.

شعري خپاره شوي اثار[سمول]

اسره – ۲۰۰۴ ته جانان راته هرڅه یې – ۲۰۰۸ بې څیرې لکه حباب درته ولاړ یم – ۲۰۱۴

نثري اثا[سمول]

  1. ارواپوهنه
  2. لیډرشپ
  3. پاکستان د ګړنګ پر غاړه ( ژباړه)
  4. له طالبانو وروسته دولت جوړنه په افغانستان کې ( ژباړه)
  5. د اوښکو ډنډونه ـ لنډې کیسې

ناچاپ اثار[سمول]

د چیپټر په توګه تدریسې کتابونه:[سمول]

د ادارې تیوریانې سیمیزه حکومتواله حکومتواله اداري اصلاحات د تحقیق میتودونه د ځلاند مشاهده ـ سیاسي مقالې

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]