فیصل بابکرخېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فیصل بابکرخېل د افغانستان د اسلامي حزب زړور قومندان د حاجي سید گل زوی په ۱۳۳۹ هـ ش کال کې د کابل ولایت، سروبي ولسوالۍ په تهزین خاص د لوی کلي په یوه دینداره کورنۍ کې دنیا ته سترگي وغړولی.

لومړنۍ زده کړې[سمول]

ابتدایې ذده کړې یې د خپل کلي په مکتب کې او بیا منځنۍ ذده کړې یې د تهزین په قلعه خانانو کې د جهاد د ستر رهبر او لوی عالم مولوي محمد یونس خالص بابا رحمه الله تر شفقت لاندي سرته ورسولی.

لوړې زده کړې[سمول]

له دې ورسته د کابل عربی دارالعلوم ته د لوړو تحصیلاتو لپاره ولاړ خو له بده مرغه وطن د ثور د کرغېړني کودتا ښکار شو، فیصل خپلې ایمانې دندې ترسره کولو نورو تحصیلاتو ته پرېنښود، په مهاجرت مجبور او د خپل شفیق استاد تر قیادت لاندې د جهاد لپاره د تورې بوړې جهادي مرکز ته د یو عام مجاهد په صفت ولاړ.

سیاسي او جهادي ژوند[سمول]

نوموړي خورا تقوا دار او شجاع انسان و، له همدې کبله د جهاد امېر مولوي محمد یونس خالص بابا رحمه الله د تهزین د مجاهدینو دروند مسؤلیت ور وسپاره. د فیصل د عملیاتو ساحه تر بگرامیو، سروبی او شیوه کیو پورې غزیدله وه، د اعلاء کلمة الله لپاره یې په داسي حال کې د دښمن مخ ته ودرېد چې په همدغه ورځ یې د نوي ژوند پیل وو، د دښمن په قطار یې کارې گوذارونه وکړل، بالاخره په همدغه ورځ ۱۳۶۲/۳/۱۸ د مازیگر په وخت د شهادت لوړ مقام ته ورسید. انا لله و انا الیه راجعون