Jump to content

فيليپ ميلينګتن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پيليپ مېلانشتون
Philipp Melanchton (جرمني ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۶ فبروري ۱۴۹۷[۴][۵] — ۱۴۹۷ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۹ اپرېل ۱۵۶۰[۴][۵] — ۱۵۶۰ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
نامتو زده‌کوونکی
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

فيليپ ميلينګتن (پيدايښتي نوم يې فيليپ شوارټزرډ و؛ 16 فبروري 1497 – 19 اپريل 1560) يو المانی لوتري سمونپال، چې له مارټين لوتر سره يې هکاري درلوده، څوک چې د پروټسټنټ اصلاح لومړی منظم دينپوه و، د لوتري اصلاحاتو يو فکري مشر و، او د تعليمي سيستمونو يو مهمم ترتيب کونکی و.

نوموړی د يو سمونپال، دينپوه او د پروټسټنيزم ته د بڼې ورکونکي په توګه د لوتر او جان کالوين تر څنګ ودريد.[۱۲]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

[سمول]

نوموړی د 1497ز کال د فبرورۍ په شپاړسمه نېټه زېږېدلی او په فيليپ شوارټزرډ نومول شوی و، پلار يې جورج شوارټزرډ (1459-1508) د «راين» د «پلاټين» والي «فليپ» وسله ساتونکی و. مور يې «باربرا رايټر» (1476/77-1529) نومېده. د «پلاټنيټ» د ځای ناستۍ د جګړې پر مهال په 1689ز کال کې «بريټن» د فرانسوي سرتېرو له خوا وسوځول شو. په 1897ز کال کې په همدې ځای د «ميلنګتونهاوس» جوړ شو.[۱۳]

په 1507ز کال کې نوموړی د «فورتزايم» لاتيني ښوونځي ته واستول شو، چېرته چې د «Wimpfen» رئيس «جورج سیملر» نوموړی د يوناني او لاتيني شاعرانو او ارستو سره بلد کړ. هغه د خپل پلار له اکا «جوهن ريچلن» څخه ډېر اغېرمن و، څوک چې د رنسانس بشرپال، او «فليپ» ته يې سپارښتنه کړې وه چې د هغه مهال د بشرپالانو په منځ کې د يو عام دود پيروي وکړي، او خپل کنيه نوم له «Schwartzerdt» (چې تحت اللفظي معنا يې ده "توره ځمکه") بدل کړي، او د ځان لپاره د همدې نوم يوناني ټکی «Melanchthon» غوره کړي. [۱۴]

فليپ يوولس کلن و چې په 1508ز کال کې يې نېکه (د اکتوبر په اولسمه نېټه) او پلار (د اکتوبر په اوه ويشتمه نېټه)، د يوولسو ورځو په توپير دواړه مړه شول. هغه او يو ورور يې «Pforzheim» ته راوستل شول، تر څو له خپلې پلرنۍ نيا «اليزبت رايټر» سره چې د «روشلن» خور وه، و اوسېږی.[۱۵]

راتلونکی کال هغه د «هايډلبرګ» په پوهنتون کې داخل شو، چېرته چې هغه فلسفه، ويناوالي، فلکيات، او علم نجوم وويل، او د يوناني فکر د پوهاند په توګه پېژندل کېدو. په 1512ز کال کې د خپلې ځوانۍ د پيل پر مهال يې د ماسترۍ سند رد کړ، او «Tübingen» ته ولاړ، چېرته چې يې خپلو بشرپالو مطالعو ته دوام ورکړ، خو په فقه، رياضياتو، او طب يې هم کار وکړ. په هغه ځای کې نوموړي ته «يوهانس سټوفلر» د علم نجوم تخنيکي اړخونه هم وښودل.[۱۶][۱۷][۱۸]

په 1516ز کال کې د ماسترۍ د سند له تر لاسه کولو وروسته، نوموړي د دينپوهنې مطالعه پيل کړه. د «روشلن»، «ایراسمس» او نورو تر اغېز او اثر لاندې نوموړی قانع شو چې حقيقي مسيحيت په پوهنتون کې د ښوول کېدونکي علمي دينپوهنې څخه يو څه مختلف دی. هغه زهد غوره کړ (توبه ګار شو) او ځوانو پوهانو ته يې لارښونې کولې. نوموړي د ويناوالۍ او سترې روژې او ظهور د عقايدو او مراسمو په اړه درسونه هم ورکړل.

د هغه په لومړيو خپرونو کې ګڼ شعرونه، چې د «جيک ويمپفيلنګ» (شا او خوا 1511) له خوا تصحيح شوې ټولګه ده، د «Reuchlin's Epistolae clarorum virorum» (1514) لپاره مقدمه، د «Terence» (1516) يوه نسخه او د يوناني ګرامر (پښويه) يو کتاب (1518) شامل دي.[۱۹]

په ويټنبرګ کې پروفيسري

[سمول]

نوموړی له مخکې څخه د يو سمونپال په توګه پېژندل کېدو، او په «Tübingen» کې يې مخالفت وشو. نوموړي د خپل پلار د اکا په سپارښتنه  «ويټنبرګ» له پوهنتون څخه د «مارټين لوتر» بلنه ومنله، او په يو ويشت کلنۍ کې په 1518ز کال کې هلته د لاتيني ژبې پروفيسر شو. هغه سپېڅلې کتاب (صحيفې) مطالعه کړې، په ځانګړي ډول د بولس صحيفه، او انجيليکي بشارت. هغه د «ليبزګ» (1519) په مناظره کې د نندارچي په توګه حاضر و؛ خو له خپلو تبصرو سره يې ګډون وکړ. له هغه وروسته چې «جان آيک» د هغه پر اندونو اعتراضونه وکړل، نوموړي د «Defensio contra Johannem Eckium» (ويټنبرګ  1519) په نوم په خپل اثر کې د سپېڅلي کتاب د اعتبار پر اساس ځواب ووايه.[۲۰]

د متيو د انجيل او روميانو ته د رسالې په اړه له درسونو ورکولو وروسته؛ د بولسي عقيدې په اړوند د هغه د څېړنو تر څنګ، نوموړي ته په دينپوهنه کې د لسانس سند ورکړل شو، او د دينپوهنې پوهنځي ته تبديل کړای شو. نوموړي د 1520ز کال د نومبر په شلمه نېټه د «ويټنبرګ» د ښاروال د لور «کيترينا کرپ» (Katharina Melanchthon)، (1497-1557) سره واده وکړ.  دوی څلور بچيان درلودل: انا، فيليپ، جورج او ميګډلين.[۱۵][۲۱]

ديني شخړې

[سمول]

د 1521ز کال په لومړيو کې، «ميلينګتن»، د « Didymi Faventini versus Thomam Placentinum pro M. Luthero oratio » په نوم په خپل اثر کې د لوتر څخه دفاع وکړه. نوموړي استدلال ورکړ چې لوتر يوازې د پاپ او کليسايي کړنې رد کړي دي، چې له صحيفې سره په مخالفت کې دي. خو کله چې لوتر په «وارټبرګ» کلا کې حاضر نه و، د «زويکاو» پيغمبرانو (د زويکاو په سيمه کې د مذهبي مشرانو د ټاکلو يوه ډله وه) له امله منځ ته راغليو نا اراميو پر مهال، «ميلينګتن» د تردد ښکار شو.[۲۲]

د «ميلينګتن» د «Loci communes rerum theologicarum seu hypotyposes theologicae» (ويټبرګ او باسل 1521) په نوم اثر راڅرګندېدل د وروستيو اصلاحاتو لپاره له اهميت څخه برخمن و. «ميلينګتن» روميانو ته د بولس له خوا د استول شوي ليک مخکښ افکار تر بحث لاندې ونيول، او دا دريځ يې د مسيحيت د يوې نظريې د وړاندې کولو لپاره استعمال کړ؛ هغه فکر چېرته چې پر خدای ايمان د ښو کارونو څخه ډېر مهم و. «Loci communes» په تدريج سره د لوتري تعليمي روايت په عروج کې د پام ونډه درلوده، او وروسته دينپوهانو هر يو «مارټين کيمنټز، ميتياس هافنريفر» او «ليون هارډ هټر» نوره پراختيا هم ورکړه. «ميلينګتن» د کلاسيکو مضامينو په اړه خپلو درسونو ته دام ورکړ.[۲۳]

په 1524ز کال کې خپل پلرني ټاټوبي ته د يو سفر پر مهال، نوموړی د پاپ له استازي «Cardinal Lorenzo Campeggio» سره مخ شو، چا چې هڅه وکړه هغه د لوتر له قضيې څخه وباسي. د « Unterricht der Visitatorn an die Pfarherrn im Kurfürstentum zu Sachssen» (1528) په نوم په خپل اثر کې، «ميلينګتن» د نجازت د انجيليکي بشارت د نظريې تر څنګ د کليساګانو او ښوونځيو لپاره اصول هم وړاندې کړي وو.[۲۴]

په 1529ز کال کې، «ميلينګتن» د مذهبي مشرانو له ټاکونکي سره د «سفاير» مجلس ته ولاړ. د سپېڅلي رومي سترواکۍ د اصلاح د منلو لپاره د چمتو کولو په برخه کې د هغه هيلې نه وې پوره شوې. په مجلس کې د سويس سره د ملګرتيا چلند يو داسې څه و چې وروسته يې هغه بدل کړ، او د «هولډريچ زوانګلي» د رباني عشاء نظريه یې يوه ناپاکه عقيده وبلله.

هغه ترکيب چې اوس د «اګسبرګ اعتراف» په نوم پېژندل کېږي، په 1530ز کال کې د «اګسبرګ» په مجلس کې وړاندې شوی و، او ښايي چې دا د پروټسټنټ د اصلاح تر ټولو مهم سند بلل کېږي.

په داسې حال کې چې اعتراف د لوتر د «ماربرګ» او د «شواباخ» د مضامينو پر بنسټ و، په اساسي ډول دا د «ميلينګتن» اثر و؛ که څه هم عموماً دا د دوه سمونپالانو د نظريې يو متفقه بيان بلل کېږي؛ خو لوتر يې د شخړه زېږونکي لهجې څخه خپله ناخوښي پټه نه کړای شوه. په حقيقت کې، د مجلس پر مهال يو شمېر ګډون کونکو د «ميلينګتن» په کړنه د هغو اصولو څخه د مخالفو په توګه نيوکې وکړي، کوم اصول چې نوموړي دود کړي وو، دا معنا چې د هغه په مقصد کې پر رېښتينولۍ ايمان بايد له منطقي اړخه، د «ميلينګتن» په ډېر ثابت او باوقاره وضعيت اغېز کړی وي. نورو ويلي چې هغه د يو سياسي رهبر د دندې تر سره کولو په لټه کې نه و، او وايي داسې برېښي چې هغه د دا ډول دندې تر سره کولو لپاره اړينه انرژي او پرېکړه نه درلوده، او ښايي چې د انساني طبيعيت په اړه يو کمزوری قاضي و.

سرچينې

[سمول]
  1. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Меланхтон Филипп. Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: LIBRIS. Libris-URI: xv8bcn1g5sklkb2. خپرېدو نېټه: ۲ اکتوبر ۲۰۱۲. Retrieved: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 119154816. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ذکر کېدنه: Pedagogues and Psychologists of the World. اثر ژبه: روسي.
  6. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  7. ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 8386425. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  8. CONOR.SI ID: 47095651. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
  9. ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ذکر کېدنه: Mathematics Genealogy Project. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  11. سرچينې تړی: https://hymnary.org/person/Selnecker_N. Retrieved: ۶ مارچ ۲۰۲۳.
  12. Richard 1898، م. 379.
  13. Richard 1898، م. 3.
  14. Richard 1898، م. 11.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Manschreck 2011.
  16. Wyk, Van; (Natie), Ignatius W. C. (2017). "Philipp Melanchthon: A short introduction". HTS Theological Studies. 73 (1): 1–8. doi:10.4102/hts.v73i1.4672. hdl:2263/62958. ISSN 0259-9422.
  17. Melton, J. Gordon (2005). Encyclopedia of Protestantism (په انګليسي). Infobase. ISBN 978-0-8160-6983-5.
  18. Brosseder 2005.
  19. Rupp 1996.
  20. Chisholm 1911.
  21. Richard 1898، مم. 57–58.
  22. Richard 1898، م. 71.
  23. Jacobs 1899.
  24. Wengert, Timothy J. (24 October 2012). Philip Melanchthon's Last Word to Cardinal Lorenzo Campeggio, Papal Legate at the 1530 Diet of Augsburg. Vandenhoeck & Ruprecht. pp. 79–103. doi:10.13109/9783666550478.79. ISBN 978-3-525-55047-2 – via CrossRef.