فيض محمد انگار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فيض محمد انگار (۱۹۰۵ ز. = ۱۲۹۴ ل. - ۱۹۷۹ ز. = ۱۳۵۸ ل.) (په انگرېزي: Faiz Muhammad Angar) يو افغان سياستپوه او د ويښ ځلميانو د سياسي او فرهنگي غورځنگ د بنسټ ايښودونکو نه و. هغه د انگار د خپرونې مشر پازوال هم پاتې شوی و او وروسته يې د ميوندوال په مشرۍ د مترقي ډيموکرات گوند غړيتوب هم ترلاسه کړی و.

مخينه[سمول]

انگار د حاجي گل محمد بړېڅ زوی و چې په ۱۲۹۴ لمريز او په ۱۹۰۵ زېږيز کال کې په کندهار کې زېږېدلی و.

زده کړې[سمول]

لومړنی ليک لوست يې له خپل پلار نه چې د کندهار له نومياليو ميرزايانو نه ؤ، زده کړل او بيا يې د کندهار د شالمار د سوداگرو په ښوونځي کې خپلې لومړنۍ زده کړې سر ته ورسولې، څرنگه چې پلار يې رسمي دفترونو او تجارتي شرکتونو کې د مدير او ريس په توگه کار کاوه، انگار هم له خپل پلار سره د شاگرد، ليکونکي او مامور په توگه دنده ترسره کوله. انگار په ۱۳۱۸ ل. = ۱۹۳۹ م. کال د حقوقو او سياسي علومو تر شهادتنامې اخيستلو وروسته د ملی اقتصاد د وزارت او گمرکونو کې د مدير او معاون په توگه مقرر ؤ. د

په سياست کې ونډه[سمول]

فيض محمد انگار د ويښ ځلميانو د بنسټ ايښودونکو او فعالو غړو نه گڼل کېږي. د انگار جريده هم د دې غورځنگ، د فکر او سياسي کړنلارې څرگندويه وه. فيض محمد انگار د انگار جريدې تر مصادره کېدو وروسته کندهار ته ولاړ او هم هلته تر نظارت لاندې ونيول شو چې شپږ مياشتې يې د کندهار په عسکري قشله کې د نظر بند په توگه تېرې کړې. له نظارت نه تر خلاصېدو وروسته يې د کندهار په شرکتونو او مؤسسو کې کار کاوه، په ۱۳۴۳ ل. = ۱۹۶۴ ز. کال کې له خپلو ملگرو سره د ميوندوال په مشرۍ په مترقي ديموکرات گوند کې شامل شو. د ۱۳۵۱ ل. = ۱۹۷۲ ز. کال د غبرگولي په ۲۴مه نېټه خپلو ملگرو سره له دې گونده ووت. دی په ۱۳۴۵ ل. = ۱۹۶۶ ز. کال کې د کلیو د پراختيا رياست د پنجوايي د پروژې د آمر په حيث مقرر شو بيا يې د کورنيو چارو وزارت د تفتيش د رياست د غړي په توگه کار کاوه. نوموړي په ۱۳۴۸ ل. = ۱۹۶۹ ز. کال کې تقاعد وکړ.

مړينه[سمول]

انگار د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله په ۱۳۵۸ ل. = ۱۹۷۹ ز. کال د کابل د علي آباد په روغتون کې مړ شو، جنازه يې کندهار ته يووړل شوه او په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.