فيثاغورثيت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فيثاغورثيت په شپږمه مخزېږديزه پېړۍ کې منځ ته راغلی دی، بنسټ يې هغه ښوونې او باورونه يا د هغې سره نژدې ښوونې او باورونه دي چې فيثاغورث او د هغه پيروانو خپل کړي وو، پيروانو ته يې فيثاغورثيان ويل کېږي. فيثاغورث د ايټاليې په کروټون کې لومړۍ فيثاغورثي ټولنه جوړه کړه. لومړۍ فيثاغورثي ټولنې په ټوله «ماګنا ګريشيا» کې خپرې شوې.

د فيثاغورث مړینې او د هغه د ښوونو په اړه اختلافاتو د فيثاغورثيت په اړوند دوه فلسفي روايتونه منځ ته راوړل، په څلورمه او پنځمه مخزېږديزه پېړۍ کې د « akousmatikoi » ځای د «بې پروايانو» له خوا د سوالګرو يو مهم فکري فلسفې مکتب  ونيو. په څلورمه مخزېږديزه پېړۍ کې « mathēmatikoi » په اپلاتوني مکتب فکر کې جذب شول.

په «ماګنا ګريشيا» کې له ځينو سياسي بې ثباتيو وروسته، ځينې فيثاغورثي فيلسوفان د یونان اصلي ځمکو ته وتښتېدل، په داسې حال کې ځينې نور په «ريجيوم» کې سره رایوځای شول. تر ۴۰۰ مخزېږديز پورې ډېری فيثاغورثي فيلسوفان له ايټاليې وتلي وو. فيثاغورثي اندونو په اپلاتون او د هغه له لارې په ټوله لويديځه فلسفه ستر اغېز اعمال کړ. د فيثاغورث په اړوند ډېری پاتې سرچينې د ارستو او د اصليت د مکتب فکر فيلسوفانو څخه سرچينه اخلي.

د يوه فلسفي روايت په توګه، فيثاغورثيت په لومړۍ مخزېږديزه پېړۍ کې بيا راژوندی شو او د نوي فيثاغورثيت په نوم نوی اند يې منځ ته راوړ. په ايټاليا کې د فيثاغورث پالنې دوام پيداکړ او د يوې مذهبي ټولنې په توګه فيثاغورثيان د «باکي» ډلې يا «اورفيزم» د يوې برخې يا له هغوی څخه د ډېرو اغېزمنو شويو په توګه پاتې شول.

تاريخچه[سمول]

فيثاغورث له مخکې څخه د فيثاغورثي قضيې په اړه د خپلو رياضياتي لاسته راوړنو له امله په لرغونو وختونو کې ښه مشهور او پېژندل شوی و. فيثاغورث ته د دې کشف امتياز هم ورکول شوی دی چې هغه ويلي چې په يو قايم الزاويه مثلث کې د هيپوتنوس مربع د دوه نورو اړخونو د مربعو له مجموعې سره برابره وي. په لرغونو وختونو کې فيثاغورث د دې کشف له امله هم پېژندل شوی و چې ويلي يې و موسيقي رياضياتي بنيادونه لري. هغه لرغونې سرچينې چې فيثاغورث ته د لومړي هغه فيلسوف په سترګه هم ګوري، چا چې په لومړي ځل د موسيقۍ وقفې کشف کړي دي، همدا سرچینې هغه ته د مونوکارډ د کاشف په سترګه هم ګوري، دا يوه نېغه لکړه وه، له کوم څخه چې د يو تار او يو خوځنده پول په مرسته د موسيقۍ د وقفو تر منځ اړيکې پېژندل کېدې.[۱][۲]

د فيثاغورث په اړه ډېرې پاتې سرچينې له ارستو او اصليت د مکتب فکر له فيلسوفانو سرچينه اخلي، چا چې د ژوندليک، ډوکسوګرافي او ساينس د تاريخ په څېر تاريخي علمي روايتونو بنسټ ايښي. د فيثاغورث او د لومړي فيثاغورثيت په اړه د پنځمې مخزېږديزې پېړۍ پاتې سرچينې له ماوراء الطبيعة عناصرو څخه تشې دي، په داسې حال کې چې د فيثاغورث په اړه د څلورمې پېړۍ پاتې سرچينو افسانې او نکلونه وړاندې کړي دي. د «انيګزيماينډر، د ايفيسيو انډرون، هريکلايډيس» او «نينتيس» په څېر هغه فيلسوفان چې فيثاغورثيت يې تر بحث لاندې نيولی، دوی تاریخي ليکلو سرچينو او تر څنګ يې د فيثاغورثيت په اړوند شفاهي روايتونو ته لاسرسی درلود، کوم چې تر څلورمې مخزېږديزې پېړۍ پورې مخ په زوال وو. نوي فيثاغورثيت فيلسوفان، چا چې د فيثاغورثيت په اړه ډېرې پاتې سرچينې ليکلي دي، د افسانو او خيالي نکلونو روايت ته يې دوام ورکړ.[۳]

د فيثاغورث او د هغه د پلويانو په اړه تر ټولو لومړۍ پاتې لرغونی سرچينه د روحونو د لېږد په اړه د فيثاغورثيانو د باورونو په اړوند د «زينوفونس» يوه غندنه ده. زينوفونس د فيثاغورث په اړه ليکلي چې:[۴]

کله دوی وايي چې: هغه يو ځل تېرېدو يې ليدل چې يو سپی په لښتو وهل کېږي

د هغه پرې زړه وسوځېد او ويې ويل:

«بس کړئ! مه يې وهئ! ځکه چې هغه د یوه ملګري روح دی

او کله چې ما د هغه ژبه واورېده نو ومې پېژند». [۵]

د هريکولټس په يوه پاتې برخه کې، فيثاغورث او د هغه پلويان په لاندې ډول تعريف شوي دي:

فيثاغورث، د منسارخوس زوی، له ټولو انسانانو ورهاخوا څېړنې کولې او د دې لیکنو په ټاکلو سره يې خپل ځان ته یو حکمت جوړ کړ، يا يې خپله يو حکمت جوړ کړ: يوه ټولپوهاندي، يوه تېروتنه.[۶]

د فيثاغورث په اړه د لرغونو سرچينو دوه نورې پاتې برخې، د خيوس د يون او د «ايمپيډوکلس» دي. دواړه د فيثاغورث له مړينې وروسته په ۴۹۰ز لسيزه کې زېږېدلي وو. تر دې مهاله هغه د یوه حکيم په توګه پېژندل شوی او په ټول يونان کې يې شهرت خپور شوی و. د يون په وينا فيثاغورث:[۷]

...د خپلې نارينه برترۍ او حيا له امله نامتو دی، آن په مړينه کې يې هم داسې ژوند درلود چې د هغه د روح خوشحالونکی دی، که چېرې هوښيار فيثاغورث په رښتيا سره له نورو ټولو انسانانو څخه زيات علم او پوهه تر لاسه کړې وي.[۸]

امپيډوکلس فيثاغورث په دې ډول تعريف کړی چې هغه «د يوه غوره علم انسان و، په ځانګړي ډول د هر ډول ځيرکو کارونو ماهر و، چا چې د پوهې تر ټولو زیاته شتمني تر لاسه کړې وه. په څلورمه مخزېږديزه پېړۍ کې، «سوفيسټ ايلسيداميس» وليکل چې ايټالويانو  په پراخه کچه د فيثاغورث ستاينه کوله.[۹][۱۰]

نن سبا پوهان په عام ډول د فيثاغورثيت دوه پړاوونه سره جلا کوي: لومړی فيثاغورثيت چې له شپږمې څخه تر پنځمې مخزېږديزې پېړۍ پوری دی او وروستی فيثاغورثيت چې له څلورمې څخه تر درېیمې مخزېږديزې پېړۍ پورې دی. په ايټاليا کې د «سپارټيانو» مستعمره «تارانتو» په فيثاغورثيت د ډېرو عمل کولو کور وګرځېد او وروسته همدا ځای بيا د نوي فيثاغورثيت مرکز و. فيثاغورث په «کروټون» او «ميټاپونټو» کې هم ژوند کړی، دواړه د اخيانو مستعمرې وې. لومړي فيثاغورثيان په کروټون او ټوله «ميګنا ګريشيا» کې اوسېدل. دوی يو سخت عقلاني او د جدي خوراکي پرهېز، پوښاک او چلند سره مل ژوند غوره کړ. د دوی د خښولو  مراسم د روح د تلپاتې والي په اړه د دوی له باور سره غوټه و.[۱۱][۱۲][۱۳]

لومړۍ فيثاغورثي ډلې يو بل ته نژدې ټولنې وې او نوي فيثاغورثيان د وړوالي او اصولو پر بنسټ غوره شوي وو. د لرغونو سرچينو د معلوماتو پر بنسټ لومړي فيثاغورثيان په چوپتيا سره د ښوونو (akousmata) د اورېدو له يو پنځه کلن پيلونکي پړاو څخه تېر شوي دي. شونې وه چې پيلونکي د يوې ازموينې له لارې د داخلي کړۍ غړي شي. خو فيثاغورثيانو همدا راز کولای شول که وغواړي له دې ټولنې ووځي. «ايامبليخوس» په نوم سره د ۲۳۵ فيثاغورثيانو يادونه کړې ده، به دوی کې اولس يې مېرمنې دي چې هغه دا مېرمنې په فيثاغورثيت «تر ټولو مشهورې» عمل کونکي بللې دي. دا رواج و چې د کورنۍ غړي فيثاغورثيان شي، ځکه فيثاغورثيت په يو فلسفي دود کې منځ ته راغلی و چې د هر چا ورځني ژوند لپاره يې اصول درلود او فيثاغورثيان د رازونو په ساتلو اړ وو. د فيثاغورث کول د رازونو د ځای په ډول مشهور و. [۱۴][۱۵]

فيثاغورث په شا اوخوا ۵۷۰ مخزېږديز کې په «ساموس» ټاپو کې زېږېدلی و او د «پوليکريټس» د سياستونو د مخالفت له امله يې په شا او خوا ۵۳۰مخزېږديز کې خپل پلرنی ټاټوبی خوشې کړی و. په کروټون کې له مېشتېدو مخکې فيثاغورث په ټول مصر او بايبيل کې ګرځېدلی و. فيثاغورث په کراټون کې لومړۍ فيثاغورثي ټولنه جوړه کړه چې د پټې ټولنې په نوم پېژندل شوې او سياسي نفوذ يې تر لاسه کړ. د پنځمې مخزېږدېزې پېړۍ په لومړيو کې کراټون ستر پوځي او اقتصادي اهميت تر لاسه کړ. فيثاغورث په منځلارۍ، تقوا او د مشرانو او دولت په درناوي ټینګار کاوه او له يوې ښځې سره د واده کولو پر بنسټ کورنۍ د جوړښت ملاتړی و. د کراټون شورا هغه په رسمي دندو وګوماره. پر نورو سربېره فيثاغورث په ښار کې د زده کړې مسئوليت په غاړه درلود. د يو سياسي سمونپال په توګه د هغه نفوذ په درناوي سره د ايټاليې او سيسلي په نورو يوناني مستعمرو کې هم خپور شو. فيثاغورث په کراټون کې د فيثاغورثيانو د راټولېدو پر ځای د اور ورته کولو له يو بريد څخه ډېر ژر وروسته مړ شو.[۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Christoph Riedweg (2008). Pythagoras: His Life, Teaching, and Influence. Cornell University Press. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801474521. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Christoph Riedweg (2008). Pythagoras: His Life, Teaching, and Influence. Cornell University Press. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801474521. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Leonid Zhmud (2012). Pythagoras and the Early Pythagoreans. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199289318. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Leonid Zhmud (2012). Pythagoras and the Early Pythagoreans. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199289318. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Leonid Zhmud (2012). Pythagoras and the Early Pythagoreans. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199289318. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Leonid Zhmud (2012). Pythagoras and the Early Pythagoreans. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199289318. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Leonid Zhmud (2012). Pythagoras and the Early Pythagoreans. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199289318. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Leonid Zhmud (2012). Pythagoras and the Early Pythagoreans. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 44. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199289318. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Leonid Zhmud (2012). Pythagoras and the Early Pythagoreans. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199289318. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Michelle Ballif & Michael G. Moran (2005). Classical Rhetorics and Rhetoricians: Critical Studies and Sources. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 315. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313321788. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  11. Pomeroy, Sarah B. (2013). Pythagorean Women. Baltimore, MD: The Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼې xvi. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781421409573. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Michelle Ballif & Michael G. Moran (2005). Classical Rhetorics and Rhetoricians: Critical Studies and Sources. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 315. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313321788. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  13. Michelle Ballif & Michael G. Moran (2005). Classical Rhetorics and Rhetoricians: Critical Studies and Sources. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 316. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313321788. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  14. Pomeroy, Sarah B. (2013). Pythagorean Women. Baltimore, MD: The Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781421409573. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Richard D. McKirahan (2011). Philosophy Before Socrates (Second Edition): An Introduction with Texts and Commentary: An Introduction with Texts and Commentary. Hackett Publishing. د کتاب پاڼې 79. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781603846127. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)