فولېرېن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فولېرېن چی ۶۰ اتمه لري

فولېرېن (په انگرېزي: Fullerene) د کاربن د مصنوعي الوټروپونو څخه دی چې د گرافيت څخه د حرارت تبديلولو په مرسته منځ ته راځي. فولېرېنونه د کاربن کروي جورښتونه دي چې د کربن ۲۰ اټمو څخه تر ۵۴۰ اټمو پوړې درلودلای شي. بېلگې په توگه: فولېرېن چې ۶۰ اتمه لري فولېريټ ورته وايي او کريستالي فورم یې د الماس څخه سخت دي. فولېرېنونه په صنعت او طب کې کارېږي.