فورسټ ګمپ
فورسټ گمپ | |
---|---|
برخه د | National Film Registry |
عنوان | Forrest Gump |
پر بنسټ | Forrest Gump |
اصلي موضوع | د ویتنام جګړه، د متحده ایالاتو کلتور، د متحده ايالاتو تاريخچه، مينه، destiny |
پلرنی ټاټوبی | د امریکا متحده ایالات |
د فلم یا تلویزیون اصلي ژبه | انګرېزي ژبه |
خپرېدو نېټه | ۲۳يو جون ۱۹۹۴ |
ډايرکټر | Robert Zemeckis |
سکرین لیکونکی | Eric Roth، Winston Groom |
Director of photography | Don Burgess |
Film editor | Arthur Schmidt |
Production designer | Rick Carter |
Costume designer | Joanna Johnston |
کمپوزر | Alan Silvestri |
تولیدونکی | Wendy Finerman، Charles Newirth، Steve Tisch، Steve Starkey |
تولیدونکی کمپنۍ | پارامونټ پیکچرز |
ویشونکی | پارامونټ پیکچرز، UIP-Dunafilm، نيټ فليکس |
After a work by | Winston Groom |
Soundtrack release | Forrest Gump – Original Motion Picture Score، Forrest Gump – The Soundtrack |
Set in period | 1950s، 1960s، 1970s، 1980s |
Aspect ratio (W:H) | 2.35:1 |
رنګ | رنګ |
Review score | 7.5/10، 75%، 82/100 |
Depicts | د ویتنام جګړه، Watergate scandal، assassination of John F. Kennedy، Black Panther Party |
First line | Hello. My name's Forrest. Forrest Gump. Do you want a chocolate? I could eat about a million and a half of these. My mama always said life was like a box of chocolates. You never know what you're gonna get. Those must be comfortable shoes. I bet you could walk all day in shoes like that and not feel a thing. I wish I had shoes like that. |
د توزیع بڼه | په غوښتنه ویډیو |
CNC film rating (France) | no age restriction |
EIRIN film rating | PG12، PG12 |
FSK film rating | FSK 12 |
ICAA rating | general audiences |
MPA film rating | PG-13 |
رسمي وېبځی | http://www.paramount.com/movies/forrest-gump/ |
Set in environment | jungle |
فورسټ ګمپ (انګليسي: Forrest Gump) دا امريکايي فلم په ۱۹۹۴ کال په همدغه نامه د وينسټن ګروم د يوه ناول پر بنسټ جوړ شوی چې رابرټ زيميکیس (Robert Zemeckis) يې لارښود دی. په فلم کې د فورسټ ګمپ (مرکزي لوبغاړي) رول ښاغلي ټام هانکس Tom Hanks لوبولی دی.
فورسټ ګمپ پڅذهنه او سادهګل وي مګر د خپلو هڅو او کلک هوډ پر مټ د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې له ډېرو برياوو برخمن شي او يو لړ تاريخي پېښې وپنځوي. په دې فلم کې د اخلاص، فداکارۍ، لوړ همت، کلک هوډ، زغم او مينې ګڼ درسونه شته. ګمپ د خپلې ټمبلۍ له امله په ښوونځي کې نه پرېښودل کېږي، ماشومان تل ملنډې ورباندې وهي، چې ځوان شي هم يې همدغه حال وي مګر ګمپ د خپل ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د خپلو لاستهراوړنو په خاطر څو ځله د امريکا له ولسمشرانو سره وويني.
ګمپ له ماشومتوبه پر خپلې يوې ګاونډۍ مکتبۍ "جيني" –(روبین ګيل رايټ) مين وي خو "جيني" د خپل غربت او د ګمپ د غُلتوبۍ له امله له هغه سره واده ته زړه نه ښه کوي. جيني بيا په ژوند کې له ګڼو کړاوونو او دردونو سره مخامخ شي، زړه يې مات شي او څو ځله د ځانوژنې هڅه هم وکړي.
ګمپ ميليونر شي خو د جيني په مينه کې ببر سر او غته ږيره لکه ليونی د امريکا ټولې کوڅې ګښت کړي.
پر دې فلم باندې ۵۵ ميلونه ډالر لګښت راغلی او ۶۷۷.۹ ميلونه ډالره يې بيرته جوړې کړي دي. د ناول د فلم کولو لپاره د ناول ليکوال وينسټن ګروم ته ۳۵۰,۰۰۰ ډالر نغدې او د فلم
د خالصې ګټې ۳سلنه ورکړل شوې.
هنريالان
[سمول]ټام هانکس د فورسټ ګمپ په رول کې
روبين رايټ د جيني په رول کې
ګرې ساينايز د لوټينټ په رول کې
ميکيټي وليمسن د بنجامين بفورډ (ببو) په رول کې
کيسه
[سمول]فورسټ ګمپ پڅذهنه او سادهګل وي مګر د خپلو هڅو او کلک هوډ پر مټ د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې له ډېرو برياوو برخمن شي او يو لړ تاريخي پېښې وپنځوي. په دې فلم کې د اخلاص، فداکارۍ، لوړ همت، کلک هوډ، زغم او مينې ګڼ درسونه شته.
ګمپ د خپلې ټمبلۍ له امله په ښوونځي کې نه پرېښودل کېږي، ماشومان تل ملنډې ورباندې وهي، چې ځوان شي هم يې همدغه حال وي مګر ګمپ د خپل ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د خپلو لاستهراوړنو په خاطر څو ځله د امريکا له ولسمشرانو سره وويني.
بنسټ
[سمول]دا فلم د فورسټ ګمپ په نوم د يوه ناول پر بنسټ جوړ شوی دی. دا ناول په ۱۹۸۶ کې د وينسټن ګروم له خوا وليکل شو.
عکاسي
[سمول]د فلم عکاسي په جورجيه، شمالي کرولينا، او سويلي کرولينا کې شوې ده.