فورسټ ګمپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فورسټ ګمپ
فورسټ گمپ
برخه دNational Film Registry
عنوانForrest Gump
پر بنسټForrest Gump
اصلي موضوعد ویتنام جګړه، د متحده ایالاتو کلتور، د متحده ايالاتو تاريخچه، مينه، destiny
پلرنی ټاټوبید امریکا متحده ایالات
د فلم یا تلویزیون اصلي ژبهانگليسي
ډاېريکټرRobert Zemeckis
سکرین لیکونکیEric Roth، Winston Groom
Director of photographyDon Burgess
Film editorArthur Schmidt
Production designerRick Carter
Costume designerJoanna Johnston
کمپوزرAlan Silvestri
تولیدونکیWendy Finerman، Charles Newirth، Steve Tisch، Steve Starkey
تولیدونکی کمپنۍپارامونټ پیکچرز
ویشونکیپارامونټ پیکچرز، UIP-Dunafilm، نيټ فليکس
After a work byWinston Groom
Soundtrack releaseForrest Gump – Original Motion Picture Score، Forrest Gump – The Soundtrack
Set in period1950s، 1960s، 1970s، 1980s
Aspect ratio (W:H)2.35:1
رنګرنګ
Review score7.5/10، 71%، 82/100
Depictsد ویتنام جګړه، Watergate scandal، assassination of John F. Kennedy، Black Panther Party
First lineHello. My name's Forrest. Forrest Gump. Do you want a chocolate? I could eat about a million and a half of these. My mama always said life was like a box of chocolates. You never know what you're gonna get. Those must be comfortable shoes. I bet you could walk all day in shoes like that and not feel a thing. I wish I had shoes like that.
د توزیع بڼهپه غوښتنه ویډیو
CNC film rating (France)no age restriction
EIRIN film ratingPG12
FSK film ratingFSK 12
MPA film ratingPG-13
رسمي وېبځیhttp://www.paramount.com/movies/forrest-gump/
Set in environmentjungle

فورسټ ګمپ (انګليسي: Forrest Gump) دا امريکايي فلم په ۱۹۹۴ کال په همدغه نامه د وينسټن ګروم د يوه ناول پر بنسټ جوړ شوی چې رابرټ زيميکیس (Robert Zemeckis) يې لارښود دی. په فلم کې د فورسټ ګمپ (مرکزي لوبغاړي) رول ښاغلي ټام هانکس Tom Hanks لوبولی دی.

فورسټ ګمپ پڅ‌ذهنه او ساده‌ګل وي مګر د خپلو هڅو او کلک هوډ پر مټ د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې له ډېرو برياوو برخمن شي او يو لړ تاريخي پېښې وپنځوي. په دې فلم کې د اخلاص، فداکارۍ، لوړ همت، کلک هوډ، زغم او مينې ګڼ درسونه شته. ګمپ د خپلې ټمبلۍ له امله په ښوونځي کې نه پرېښودل کېږي، ماشومان تل ملنډې ورباندې وهي، چې ځوان شي هم يې همدغه حال وي مګر ګمپ د خپل ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د خپلو لاسته‌راوړنو په خاطر څو ځله د امريکا له ولسمشرانو سره وويني.

ګمپ له ماشومتوبه پر خپلې يوې ګاونډۍ مکتبۍ "جيني" –(روبین ګيل رايټ) مين وي خو "جيني" د خپل غربت او د ګمپ د غُلتوبۍ له امله له هغه سره واده ته زړه نه ښه کوي. جيني بيا په ژوند کې له ګڼو کړاوونو او دردونو سره مخامخ شي، زړه يې مات شي او څو ځله د ځانوژنې هڅه هم وکړي.

ګمپ ميليونر شي خو د جيني په مينه کې ببر سر او غته ږيره لکه ليونی د امريکا ټولې کوڅې ګښت کړي.

پر دې فلم باندې ۵۵ ميلونه ډالر لګښت راغلی او ۶۷۷.۹ ميلونه ډالره يې بيرته جوړې کړي دي. د ناول د فلم کولو لپاره د ناول ليکوال وينسټن ګروم ته ۳۵۰,۰۰۰ ډالر نغدې او د فلم

د خالصې ګټې ۳سلنه ورکړل شوې.

هنريالان[سمول]

ټام هانکس

ټام هانکس د فورسټ ګمپ په رول کې

روبين رايټ د جيني په رول کې

ګرې ساينايز د لوټينټ په رول کې

ميکيټي وليمسن د بنجامين بفورډ (ببو) په رول کې

کيسه[سمول]

فورسټ ګمپ پڅ‌ذهنه او ساده‌ګل وي مګر د خپلو هڅو او کلک هوډ پر مټ د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې له ډېرو برياوو برخمن شي او يو لړ تاريخي پېښې وپنځوي. په دې فلم کې د اخلاص، فداکارۍ، لوړ همت، کلک هوډ، زغم او مينې ګڼ درسونه شته.

ګمپ د خپلې ټمبلۍ له امله په ښوونځي کې نه پرېښودل کېږي، ماشومان تل ملنډې ورباندې وهي، چې ځوان شي هم يې همدغه حال وي مګر ګمپ د خپل ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د خپلو لاسته‌راوړنو په خاطر څو ځله د امريکا له ولسمشرانو سره وويني.

بنسټ[سمول]

دا فلم د فورسټ ګمپ په نوم د يوه ناول پر بنسټ جوړ شوی دی. دا ناول په ۱۹۸۶ کې د وينسټن ګروم له خوا وليکل شو.

عکاسي[سمول]

د فلم عکاسي په جورجيه، شمالي کرولينا، او سويلي کرولينا کې شوې ده.

https://en.wikipedia.org/wiki/Forrest_Gump