فلېپيني عقاب
ونگبڼه
| Pithecophaga jefferyi فلېپيني عقاب | |
|---|---|
| مملکه | ژوی |
| عمومي بڼې | Chordata |
| ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
| طبقه | مرغان |
| لاندي طبقه | الوتونکی مرغان |
| طایفه | باز ډوله مرغان |
| کورنۍ | شکری ډوله مرغان |
| جنس | گوربت |
فلېپيني عقاب (په لاتين: Pithecophaga jefferyi) د غوښه خوړونکو مرغانو څخه دي چې د شکری ډوله مرغانو په کورنۍ او د گوربت (عقاب) په جنس پورې اړه لري.نوموړي مرغه یوازې په فلېپين کی د غرونو په جنگل کی ژوند کوي او بيزوگان، موږک پړانگان او د نورو جنگلی ژویو ښکاري کوی. اوږدالي یی ۱۲ متره او وزن یی ۷ کیلوگرامه دی. نوموړي عقاب لمړي ځل په ۱۸۹۶ کال کی د ویلیام روبرټ گرانډ لخوا توصيف شو. د هغو وخت څخه د فلېپيني عقابانو شمېر کم شوي دی او په اوس وخت کی فيلېپينی عقاب د عقابانو څخه ترټولو نادر او په خطر کی اچول شوي څيرونکي مرغه ده. په ۲۰۱۰ کال کی په طبيعت کی ۱۸۰ فلېپيني عقابان ژوند کول.