فلیکس هوفویت – بوینی
| فلیکس هوفویت – بوینی | |
|---|---|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: Dia Houphouët |
| پيدايښت | ۱۸ اکتوبر ۱۹۰۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] او ۱۶ اکتوبر ۱۹۰۵[۱۲] یاموسوکرو [۱۱] |
| مړینه | 7 ډېسمبر 1993 (88 کاله)[۱۲][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۰][۱۱] یاموسوکرو [۱۳][۱۱] |
| د مړینې لامل | د پروستات سرطان [۱۴] |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال [۱۵] |
| کاروونکې ژبه | فرانسوي ژبه [۱۲][۱۶] |
| لاسليک | |
| سمول |
|
فلیکس هوفویت-بویني (زوکړه: د ۱۹۰۵ زکال د اکتوبر ۱۸ مه – مړینه: د ۱۹۹۳ کال د ډسمبر ۷ مه) چې له درناوي په پاپا هوفویت یا لي ویوکس («سپین ږیری سړی») یادېده، د عاج ساحل لومړنی ولسمشر و چې له ۱۹۶۰ زکال څخه یې تر ۱۹۹۳ زکال پورې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړی چې یو قبیلوي مشر و د فرانسې پارلمان ته یې له لار موندو وړاندې د مرستیال ډاکټر، د اتحادیې د مشر او بزګر په توګه کار کوه. په ۱۹۶۰ زکال کې د عاج ساحل له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد له رهبرۍ وړاندې نوموړي د فرانسې په دولت کې د څو وزارتونو د وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې په سیاست او له استعمار څخه د افریقا د خلاصون په برخه کې مهم رول درلود. [۱۷][۱۸]
د هوفویت-بویني تر معتدلې سیاسي رهبرۍ لاندې د عاج ساحل له اقتصادي پلوه وده وکړه. دغه بریا چې په فقر ځپلې افریقا کې غیرمعمول وه، د «عاج په معجزې» مشهوره شوه. دغه وده د سمې پلان جوړونې، له لویدیځ (په ځانګړې توګه له فرانسې) سره د پیاوړ اړیکو د ساتلو او همدارنګه د قهوې او کاکائو د صنایعو د پراختیا له امله وه. له دې سره په کرنیزو چارو باندې پیاوړې اتکا په ۱۹۸۰ زکال کې هغه مهال یو لړ ستونزې را وپارولې چې د قهوې او کاکائو بیې را ټیټې شوې.
د ولسمشرۍ په ټوله دوره کې هوفویت-بویني د فرانسې سره د نږدې اړیکو لرلو پالیسي مخته یووړه چې د فرانک افریقا (Françafrique) په نوم پېژندل کېږي، له دې سربېره نوموړي د دوګول او پمپیدو په رژیمونو کې د افریقایي سیاستونو په برخه کې د هغوی له سترسلاکار ژاک فوکارت سره نږدې اړیکې لرلې. نوموړي له هغو توطئه کوونکو سره مرسته وکړه چې په ۱۹۶۶ زکال کې یې د ګانا ولسمشر، قوام نکرومه له واکه ګوښه کړ، په ۱۹۷۷ زکال کې یې په بنین کې د ماتیو کرکو پر وړاندې په ناکامه کودتا کې لاس درلود، شک ورباندې کېږي چې په بورکینافاسو کې د واکمن توماس سانکارا پر وړاندې کودتا کې یې هم لاس درلود او له دې سربېره یې په انګولا کې د متحده ایالاتو له خوا له ملاتړ کېدوني کمونېزم ضد یاغي ډلې (UNITA) سره مرستې کولې. هوفویت-بویني پیاوړی کمونېزم ضد بهرنی سیاست درلود چې په ۱۹۶۹ زکال کې له شوروي اتحاد سره د دیپلماتیکو اړیکو د غوڅولو (په ۱۹۶۷ زکال کې د لومړنیو اړیکو له ټینګولو وروسته) او همدارنګه تر ۱۹۸۳ زکال پورې د چین د خلکو د جمهوریت د رسمیت نه پېژندلو لامل وګرځېد. نوموړي بیاځلي په ۱۹۸۶ زکال کې له شوروي اتحاد سره اړیکې ټینګې کړي.
په لویدیځ کې هوفویت- بویني په عامه توګه د «افریقا د حکیم» یا «د افریقا د مشر سپین ږیري» په توګه پېژندل کېږي. هوفویت بویني د خپل هېواد پلازمینه له ابیجان څخه خپل زیږون ځای یاموسوکرو ته ولېږدوله او په دغه سیمه کې یې د «Basilica of Our Lady of Peace of Yamoussoukro» په نامه د نړۍ تر ټوله لویه کلیسا د ۳۰۰ میلیون ډالرو په لګښت جوړه کړه. نوموړی د خپلې مړینې تر مهاله د افریقا په تاریخ کې تر ټولو زیات مهال واک چلونکی واکمن او په نړۍ کې د کیوبا له فیډل کاسټرو او د شمالي کوریا د کیم ایل سونګ څخه دریم ځایګی درلود. په ۱۹۸۹ زکال کې یونسکو د فلیکس هوفویت- بویني په نامه د سولې جایزه د «سولې ساتنې، خوندیتوب او اړوندو هڅو» په موخه جوړه کړه. د نوموړي له مړینې وروسته په ډېرې چټکۍ سره د عاج ساحل حالات بدل شول. له ۱۹۹۴ زکال څخه تر ۲۰۰۲ زکال پورې په دغه هېواد کې ګڼ شمېر کودتاوې وشوې، د لویدیځې افریقا د سي اف اې فرانک ارزښت راولوېد او اقتصادي رکود رامنځته شو؛ له دې سره په ۲۰۰۲ زکال کې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه هم پیل شوه.
په فرانسه کې د بویني سیاسي ژوند
[سمول]د افریقايي دیموکراتیکې شورا او کمونیستي اتحاد بنسټ اېښودل
[سمول]د اساسي قانون د شورا د دویمې غونډې د جوړېدو پر مهال افریقايي استازو د استعماري لیبرالېزم پر وړاندې چې په پخوانۍ غونډه کې په رد شوي اساسي قانون کې یې ځای درلود؛ شدید غبرګون څرګند کړ. نوی متن چې د ۱۹۴۶ زکال د اکتوبر په ۱۳ مه د رایو ورکوونکو له خوا تصویب شو، د افریقايي استازو شمېر یې له ۳۰ څخه ۲۴ ته په کې راکم کړی و او همدارنګه یې د هغو کسانو شمېر هم را کم کړ چې د رایو ورکولو حق یې درلود. له دې سره یو شمېر استعماري موضوعات پر خپل حالت پاتې شول چې له مخې یې اجرایوي قوې د فرمانونو پر بنسټ واک چلاوه او پر استعماري ادارې یې نظارت کمزوری کاوه. افریقايي استازو احساس وکړ چې دا چاره د مشهور جمهوري غوښتونکي خوځښت (MRP) او سوسیالیستانو په ژمنو کې خیانت دی او دې پایلې ته ورسېدل چې اړتیا لري له فرانسوي ګوندونو جلا یو دایمي ائتلاف رامنځته کړي. هوفویت- بویني لومړنی کس و چې دغه وړاندیز یې خپلو افریقايي همکارانو ته ورکړ او د فرانسوي سوډان په باماکو کې یې په اکتوبر میاشت کې د غونډې جوړولو په موخه د هغوی بشپړ ملاتړ ترلاسه کړ. د فرانسې دولت د دغې غونډې د خرابولو په موخه خپلې بشپړې هڅې وکړې، په ځانګړې توګه له هېواده بهر سوسیالیست وزیر په دغه غونډه کې د هغو افریقايي سوسیالیستانو په متقاعد کولو کې بریالی و چې د دغې غونډې له اصلي مروجینو څخه و، څو په غونډه کې برخه وانخلي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
دغې چارې معکوسه نتیجه ورکړه او هغه کسان چې سره راغونډ شوي و لا یې راډیکلایز (فعال) کړل. هغه مهال چې دوی افریقايي دیموکراتیکه شورا ((RDA د قلمرونو ترمنځ د سیاسي خوځښت په توګه تاسیس کړه، د کمونېزم پلوي ګابریل داربوسیر په غونډه واک درلود. د دغه نوي خوځښت موخه «د افریقا د خپل شخصیت په تائید او د هغه بنسټ له خوا چې په آزادانه ډول وربانډې هوکړه شوې وه له استعمار څخه د افریقا آزادي وه». د دغې شورا عمومي مشر چې بیا وروسته څو ځلې نور هم د دغه ځایګي لپاره تائید شو هوفویت-بویني و، په داسې حال کې چې عمومي منشي یې داربوسیر وټاکل شو. [۲۶][۲۷]
د خپلې پارلماني ډلې جوړولو په موخه د افریقايي استازو شمېر ډېر لږ و، همدا و چې اړ شول له یو بل لوی ګوند سره یوځای شي څو په بوربون ماڼۍ (د فرانسې پارلمان) کې ورته لاس ورکړي. همدا و چې دوی ډېر ژر د فرانسې له یوازني کمونیست ګوند سره لاس یو کړ، هغه سیاسي ډله چې په ښکاره توګه یې د استعمار مخالفت کاوه او دوی په چټکۍ سره په لاریونونو او همدارنګه د اروپايي وارداتو په تحریم کولو پیل وکړ. هوفویت- بویني دغه اتحاد توجیه کړ ځکه پر باور یې هغه مهال یوازنۍ لار همدا وه چې پر بنسټ یې غږ اورېدل کېدلی شو. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
مړینه
[سمول]ځای ناستوب او مړینه
[سمول]سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي کړکېچونو دغه موضوع تر خپل اغېز لاندې راوستې وه چې څوک باید د هوفویت-بویني په توګه ولسمشر شي. وروسته له هغه چې په ۱۹۸۰ زکال کې یې له خپل پخواني سیاسي همکار فیلیپ یاس سره اړیکې خرابې شوې، هغه چې د ملي شورا د رئیس په توګه یې د ولسمشر د ناتوانۍ یا غیابت په صورت کې حق درلود د ولسمشر ټولنې دندې پر غاړه واخلي، هوفویت – بویني تر هغه کچې چې کولای شو په رسمي توګه یې د خپل ځای ناستي ټاکل وځنډول. د ولسمشر روغتیايي حالت په پام وړ کچه خراب شو او لومړي وزیر آلسان اوتارا د هغه دندې له هغه مهاله پر مخ وړې چې نوموړی په فرانسه کې بستر و. د واک ترلاسه کولو په موخه مبارزې دوام درلود خو دغه مبارزه هغه مهال پای ته ورسېده چې ولسمشر د لومړي وزیر پر ځای د ملي شورا مشر هنري کونان بدیه د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه. د ۱۹۹۳ زکال په ډسمبر میاشت کې د پروستات په سرطان ناروغ ولسمشر په چټکۍ سره د عاج ساحل ته راوګرځول شو څو په خپل هېواد کې ومري. هغه ته د تنفس اخیستو ماشین بند کړای شو څو د ځای ناستي اړوند یې وروستي تمایلات په سمه توګه څرګند شي. وروسته له هغه چې کورنۍ یې رضایت څرګند کړ د ډسمبر په ۷ مه د سهار په ۶:۳۵ بجو له هغه د اکسیجن ماشین لرې کړای شو او ومړ. هوفویت بویني د واکمنۍ کولو د مهال له مخې د افریقا تر ټولو زیات واک چلونکی واکمن و چې په نړۍ کې د کیوبا له فیډل کاسټرو او د شمالي کوریا له کیم ایل سونګ وروسته دریم ځایګی لري. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ subject named as: Félix HOUPHOUËT-BOIGNY — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/3874 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Felix-Houphouet-Boigny — subject named as: Felix Houphouet-Boigny — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w67d510f — subject named as: Félix Houphouët-Boigny — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/houphouet-boigny-felix — subject named as: Félix Houphouët-Boigny — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=felix;n=houphouet+boigny — subject named as: Félix Houphouët-Boigny
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/27131 — subject named as: Félix Houphouët-Boigny — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=26273 — subject named as: Félix Houphouët-Boigny — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/170731 — subject named as: Félix Houphouët-Boigny
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=122554 — subject named as: Félix HOUPHOUËT-BOIGNY — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bruno Delmas او Rémi Mathis — سرليک: La France savante
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000007167 — subject named as: Felix Houphouet-Boigny — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ ۱۱٫۳ https://www.blackpast.org/global-african-history/houphouet-boigny-felix-1905-1993/
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb118865721 — خپرېدونېټه: ۸ سېپتمبر ۲۰۲۳ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/3874
- ↑ The New York Times — سمونګر: Joseph Kahn — خپروونکی: The New York Times Company او A. G. Sulzberger
- ↑ https://fresques.ina.fr/independances/fiche-media/Indepe00110/une-declaration-de-felix-houphouet-boigny.html
- ↑ idRef پېژند: https://www.idref.fr/026659182 — خپرېدونېټه: ۸ سېپتمبر ۲۰۲۳ — سرليک: Identifiants et Référentiels — خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ Noble, Kenneth B. (8 February 1994). "For Ivory Coast's Founder, Lavish Funeral". New York Times. بياځلي په 22 July 2008.
- ↑ "Félix Houphouët-Boigny". France Actuelle. Vol. 5. 1956. p. 10.
- ↑ Mortimer, pp. 100–103
- ↑ Mortimer, p. 105
- ↑ Mortimer, p. 106
- ↑ Mortimer, pp. 73–74
- ↑ Segal, pp. 282–283.
- ↑ Mortimer, p. 137
- ↑ Ellenbogen, p. 41.
- ↑ Amondji (1984), p. 110.
- ↑ Nanet, Bernard (1999). "Félix Houphouët-Boigny". Encyclopædia Universalis (in فرانسوي). Paris: Encyclopædia Universalis.
- ↑ "Felix Houphouët-Boigny". Encyclopedia of World Biography. Thomson Gale.
- ↑ "Interview with Félix Houphouët-Boigny". Jeune Afrique (in فرانسوي). 4 February 1981.
- ↑ Thomas Deltombe, Manuel Domergue, Jacob Tatsita, Kamerun !, 2018
- ↑ "Biographies des députés de la IV République: Félix Houphouët-Boigny" (in فرانسوي). National Assembly of France. بياځلي په 17 July 2008.
- ↑ Amin, Samir; Bernard Nantet (1999). "Côte-d'Ivoire". Encyclopædia Universalis (in فرانسوي). Paris.
{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ Thomas, Yves (1995). "Pays du monde: Côte-d'Ivoire: 1980–1989". Mémoires du XXe siècle: Dictionnaire de France (in فرانسوي). Paris: Société générale d'édition et de diffusion. ISBN 2-84248-041-4. OCLC 41524503.
- ↑ Pesnot, Patrick (producer), Michele Billoud (director) (9 April 2005). Houphouët-Boigny Part 1 (radio) (in فرانسوي). France Inter.
{{cite AV media}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Nandjui, p. 214.
- ↑ Noble, Kenneth B. (8 February 1994). "For Ivory Coast's Founder, Lavish Funeral". New York Times. بياځلي په 22 July 2008.
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1993ز مړينې
- 7 ډېسمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- CS1 فرانسوي-language sources (fr)
- CS1 maint: location missing publisher
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه

