فضل قادر انډيوال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فضل قادر انډيوال د پتنگ زوى د غلام گل لمسى او د عبدالقادر کړوسى دى . د 1353 کال دحوت (کب ) د مياشتې په اوولسمه نېټه د شنبې پر سهار د ننگرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د حصارک په لوى کلي کې زېږېدلى دى ،خپله لومړنۍ زده کړه يې د جلال اباد د ميا عمر نمبر اول ،دويم او عبدالوکيل ښوونځيو کې کړې ،بيا د نورو د ډېرو افغانانو په څېر يې د کوزې پښتونخو ا پېښور ته هجرت کړى او دلته يې د ابو عبيده بن جراح په مدرسه کې يو کال زده کړه کړې او بيا د پېښور د صدر په لويې ديني مدرسې جامعه امدادالعلوم الاسلاميه کې خپلې ديني زده کړې بشپړې کړي او 1997 کې پگړۍ تړلې ده . د مدرسې په مهال کې يې شعر ليکنې ته لاس واچوه او ورسره ورسره يې دپېښور يواځينۍ پښتو ورځپاڼې وحدت او د حزب اسلامي د گوند اړوند ارگان شهادت سره يې قلمي اړيکې ټينگې کړې او د همدغې اړيکو له لارې يې مطبوعاتو ته لار ومونده له ،چې د سهار ورځپاڼې سره يې د خبريال او سمونکي په توگه کار پيل کړ او د نژدې يو کال څخه وروسته د پېښور څخه دويمې پښتو ورځپاڼې خبرونه سره د خبرونو په څانگه کې يې د کار بهير گړندى وساته او نژدې شپږ کاله يې ورسره تېر کړل ،چې هم د خبريال په صفت خپلې مطبوعاتي دندې ته ادامه ورکوي ،خو د پښتون پوسټ ورځپاڼې سره ،چې د 2008 د اکتوبر په دولسمه يې گڼه نوې خپره شوه د خبرونو د څانگې د مشر په توگه کار کوي ،د نوموړي ادبي ،سياسي ،تولنيزي ،فرهنگي ،ليکنې د ورځپاڼې سرليکنې هم په بېلابېلو خپرې شوي ،همدارنگه يې د سهار په ورځپاڼه کې د ځوانانو هېنداره مخ چلولى او په کې به يې د ځوان غږ په نامه کالم ليکه او د خبرونه په ورځپاڼه کې يې د تړون کالم ليکلى ،چې ادبي ،سياسي او فرهنگي موضوعگانې په کې د وخت د شرايطو په پام کې نيولو سره څېړلي دي .