فضل الرحمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغان ژورناليست او خبريال ښاغلى فضل الرحمان د مرحوم ډگروال عبدالودود خان كاكړ زوى دى ، چې په (۱۳۴۰) لمريز كال كې د كندهار ښار د پنځمي ناحيې اړوند د ملا علم اخوند په كلي كي په يوه لوستې كورنۍ كې زېږېدلى دى . فضل الرحمان لومړنۍ زدكړې د كندهار ښار په محمود طرزي ښوونځي كې كړي او په كال (۱۳۵۷) لمريز كې د ميرويس نيكه له لېسې څخه فارغ شوى دى . په همدغه كال پر هېواد د يوه لوى بدلون څپه راغله چې د لمر خلك يې سايې ته وايستل او د سايې خلك يې لمر ته ودرول . رحمان صاحب هم يو له هغو كسانو څخه وو چې له سيوري نه لمر ته ووت او د لوړو زدكړو څخه بې برخي شو . كله چې روسانو پر افغانستان يرغل وكړ سمدستي د فضل الرحمان كورنۍ هم د جنوبي پښتونخوا كوټي ښار ته كډه شوه. د كډوالۍ مجبوره ژوند ښاغلي رحمان ته د نورو زدكړو د كولو شونتيا ورنكړه خو نوموړي پخپله په بېلا بېلو برخو كي د كتابونو په لوست پيل وكړ . د كتابونو د لوست سره سره يې په ځينو افغاني رسنيو كي په مستعار يا بدل نامه ليكني هم كولې او ورو ورو د خبريالۍ ډگر ته راووت . رسمآ يې د خبريالۍ سفر هغه مهال پيل كړ ، كله چې په افغانستان كي د طالبانو واكمني ړنگه شوه او نړيوالو ځواكونو افغانستان ته لار وموندله . فضل الرحمان د خپلې خبريالۍ پيل له يوې نړيوالې راډيو امريكا ږغ سره وكړ او د(۲۰۰۱) له وروستيو نه يې په جنوبي پښتونخوا كوټه كي كار پيل كړ . لومړنى پښتون خبريال وو چې د طالبانو د واكمنۍ له ړنگيدو نه وروسته سملاسي كندهار ته راستون شو . په سويل لويديځه حوزه كي نږدې هر كلي ته ولاړ او په بېلا بېلو وختونو كي يې د زابل ، كندهار ، اروزگان ، هلمند ، فراه او نيمروز ولايتونو بيلا بېلي موضوع گاني راوسپړلې . نوموړي دجگړه ييزو راپورونو تر څنگ بيارغاونيز او ټولنيز خبرونه هم تل خپاره كړي دي . په جنوب لوېديځه حوزه كې د شته خبريالانو لويه برخه هغه كسان دي چې يا خو د رحمان صاحب په مرسته روزل شوي او يا هم مخامخ ځينو رسنيو ته ورپېژندل شوي دي . فضل رحمان دښو اخلاقوڅېښتن محربانه مشر دى . ده تل خبريالانو ته د رښتيا ويلو درس وركړى دى او هر خبريال ته يوازې او يوازې دا وايي چې: ((د خبريالۍ اصولو ته ټينگه پاملرنه د هر خبريال ايماني او وجداني دنده ده )) سيمه ييز خبريالان د خپل كار له پيله په ټوليز ډول رحمان صاحب خپل مشر بولي . دغه مهربانه مشر له مشرانو سره د مشرانو او له كشرانو سره د كشرانو په ژبه خبري كوي . پښتو يې مورنۍ ژبه او پر فارسي باندي پياوړى حاكميت لري . سيمه ييز موقف يې له پخوا ښه ساتل شوى خو د خبريالۍ په ډگر كې يې ډېر كارونه كړي دي . ښاغلى فضل الرحمان وخت ناوخته ليكني هم كوي او د سيمه ييزو حالاتو د يو ښه څېړونكي په توگه پېژندل شوى دى . نوموړى په (۱۳۸۶) لمريز كال كي په جنوب لوېديځه حوزه كي د خبريالانو تر منځ د ازادو ټاكنو په نتيجه كي د جنوبي اسيا د ازادو رسنيو د ټولني سفما (SAFMA) د مشر په توگه داسي وټا كل شو ، چې سيال كانديد يې نه لاره او تر دا مهاله د همدې ټولني مشر او د امريكا ږغ راډيو خبريال دى . نوموړى په هلمند كي د بي بي سي راډيو د خبريال شهيد عبدالصمد روحاني او جاويد احمد جوجو د وژنو مثال په خپلو بدو خاطرو كي وركوي . ښاغلي فضل الرحمان واده كړى او د شپږو اولادونو پلار دى .

اخځونه

  1. http://khabaryal.com/khabaryal_full.php?id=11[مړه لينکونه]