فضایي شټل پروګرام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

فضایي شټل پروګرام د انسان د فضايي الوت څلورم پروګرام و چې د متحدو ایالتونو د هوايي او فضايي ملي ادارې (ناسا) له‌خوا ترسره شو. دغه پروګرام له ۱۹۸۱ څخه تر ۲۰۱۱ ز کال پورې مدار ته په عادي ډول ستور مزلي او بارونه ولېږدول. رسمي نوم یې د فضايي لېږد رالېږد سیستم (Space Transportation System) دی. دغه نوم یې په ۱۹۶۹ ز کال د داسې فضايي بېړیو د سیستم لپاره له یوې طرحې څخه اخیستل شوی و چې د بیا کارولو وړ وي او دا یوازنی مورد و چې د پراختیا لپاره یې بودیجه ځانګړې کېده.[۱]

فضایي شټل – چې له یوه مدار ګرځېدونکي، د جامدو سون ‌توکو له دوو داسې توغندیو چې د بیا کارولو وړ وو او یوه بهرني مخزن څخه جوړ وو – اته ستور مزلي او په زیاته پیمانه ۵۰۰۰۰ پونډه (۲۳۰۰۰ کیلوګرامه) بار یې د ځمکې ښکتني مدار ته لېږداوه. کله چې ماموریت خلاص شو، مدار ګرځېدونکی بیاځلي د ځمکې اتومسفیر ته دننه شو او په «کنډي فضايي مرکز» یا په «اډوارزډ د هوايي ځواک بېس» کې د یوې بې‌ماشینه الوتکې په څېر کېناسته.

شټل یوازنۍ وزر لرونکې خدمه‌يي فضايي بېړۍ ده چې مدار ته تللې او ښکته شوې ده او لومړنۍ خدمه لرونکې فضايي وسیله ده چې د بیا کارولو وړ ده او مدار ته یې ګڼې الوتنې کړې دي. په ماموریتونو کې یې د نړیوال فضايي سټېشن په ګډون بېلابېلو مدارونو ته د لویو بارونو لېږد، د فضايي سټېشن لپاره د خدمې څرخول او په «هابل» فضايي تلسکوپ کې د خدماتي ماموریتونو ترسره کول یادولی شو. دغې بېړۍ سپوږمکۍ او نور بارونه له مدار څخه ځمکې ته را ګرځولي دي، که څه هم دا نادره وه چې په دومره کچه کې کار ترې واخیستل شي. هره نقلیه وسیله یې د ۱۰۰ واره توغولو یا ۱۰ کاله استفادې لپاره ډیزاین شوې ده. د شټلونو د قوت اصلي ټکي دا وو چې که پروګرام اوج ته ورسېږي او په هره میاشت کې یو ځل وتوغول شي، نو په یوه ۱۵ کلنه عملیاتي یا کاري محدوده کې یې د څه باندې ۱۵۰ ځله توغولو وړتیا لرله، خو د نړیوال فضايي سټېشن په پراختیا کې ګڼو ځنډونو هېڅکله د پرله‌پسې الوتنو لپاره د اوج دا رنګه تقاضا رامنځته نه‌کړه.[۲]

مخینه[سمول]

د ۱۹۶۰مې ز لسیزې له وروستیو څخو د شټل لپاره بېلابېلې مفکورې وسپړل شوې. دغه پروګرام په رسمي ډول په ۱۹۷۲ ز کال کې پیل شو او تر «اپولو»، «سکای لب» او «اپولو-سایوز» پروګرامونو را وروسته د ناسا د انساني فضايي الوتنو د عملیاتو اصلي تمرکز شو. شټل په ۱۹۷۲ ز کال کې د یوه «فضايي ټرک» په توګه ډیزاین او وړاندې شو. د دې تر څنګ په ۱۹۸۰یمه ز لسیزه کې د ځمکې په ښکتني مدار کې د متحدو ایالتونو د فضايي سټېشن د جوړولو لپاره وکارول شو او وروسته یې بیا د ۱۹۹۰یمې لسیزې په لومړیو کې ځای بلې نوې لېږدوونکې وسیلې ونیو. د متحدو ایالتونو د فضايي سټېشن درول شوي پلانونه پر نړیوال فضايي سټېشن بدل شول او په ۱۹۸۳ ز کال کې په رسمي ډول د ولسمشر «رونالډ ریګان» له‌خوا پیل شول. خو نړیوال فضايي سټېشن اوږدمهالو ځنډونو، ډیزایني بدلونونو او ډېرو لګښتونو زیانمن کړ او له دې امله د فضايي شټل د خدمت عمر څو څو ځله تر ۲۰۱۱ ز کال پورې تمدید شو چې په پای کې په همدغه کال دغه فضايي بېړۍ تقاعد شوه – د کوم عمر لپاره چې په لومړیو کې ډیزاین شوې وه، د هغه دوه برابره خدمت یې وکړ.[۲][۳]

مفکوره او پراختیا[سمول]

په ۱۹۶۹ ز کال کې سپوږمۍ ته د «اپولو ۱۱» تر تګ وروسته ناسا د فضایي شټل د طرحو څېړنې د ۱۹۶۸ کال د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې پیل کړې. لومړنۍ څېړنې «الف پړاو» او د ۱۹۷۰ ز کال په جون میاشتې کې «ب پړاو» ونومول شوې چې څه ناڅه جزئي او ځانګړې وې. د فضایي شټل لومړنۍ استفاده د راتلونکي فضايي سټېشن ملاتړ و چې لږ تر لږه څلور ستور مزلي او ۲۰۰۰۰ پونډه (۹۱۰۰ کیلو ګرامه) بار یې لېږدولی شوای او د راتلونکو الوتنو لپاره په چټکۍ سره ځای پر ځای کېدلی شوای.

د پروګرام تاریخچه[سمول]

د فضایي شټل ټول ماموریتونه په فلوريډا کې له «کنډي فضايي مرکز» څخه وتوغول شول. د فضایي شټل ځینې پوځي او غیر پوځي ماموریتونه په کلفورنیا کې د ونډنبرګ هوايي هډې لپاره پلان شوي وو. خو په ۱۹۸۶ کال کې د چلنجر تر غمیزې وروسته د فضایي شټل د ماموریتونو لپاره له ونډنبرګ هوايي هډې څخه استفاده لغوه شوه. د توغولو لپاره د اوبو او هوا معیارونه دا دي خو تر دغو مواردو پورې محدود نه دي: ورښت، تودوخه، د ورېځو پوښښ، د برېښنا وړاندوېینه، باد او رطوبت. شټل په هغو شرایطو کې فضا ته نه توغول کېده چې ښايي له برېښنا سره یې ټکر راغلی وای.[۴]

لومړنی بشپړ کارنده مدار ګرځېدونکی «کلمبیا» (OV-102) و چې د کلیفورنیا ایالت په پالمډيل سیمه کې جوړ شو. د ۱۹۷۹ ز کال د مارچ میاشتې په ۲۵مه نېټه د کنډي فضايي مرکز ته وسپارل شو او په لومړي ځل د ۱۹۸۱ ز کال د اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوري ګاګارین د فضايي الوتنې په شلمه کلیزه کې له دوو ستور مزلو سره یوځای وتوغول شو.[۵][۶]

بودیجه[سمول]

تر ۲۰۱۱ ز کال پورې د شټل پروګرام د ټول ۳۰ کلن عمر ټولیز لګښت ۱۹۶ میلیارده ډالره و. د تکراري او غیر تکراري لګښتونو دقیق توپير موجود نه دی، خو ناسا وايي چې تر ۲۰۱۱ ز کال پورې د هر مامویت لپاره د یوه فضايي شټل د توغولو لګښت شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره و.[۷][۸][۹]

د ۲۰۰۵ ز کال لپاره د ناسا د بودیجې ۳۰ سلنه یا ۵ میلیارده ډالره د فضایي شټل عملیاتو ته ځانګړي شول. دغه شمېر په ۲۰۰۶ ز کال کې ۴.۳ میلیارده ډالرو ته را کم شو. د نه توغولو لګښتونه د پروګرام د بودیجې پام وړ برخه جوړوي: د بېلګې په توګه د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ ز مالي کلونو په جریان کې ناسا شاوخوا ۱۳ میلیارده ډالره د فضایي شټل پروګرام لپاره ولګول، که څه هم بېړۍ د کلمبیا تر غمیزې وروسته وانه‌ستول شوې، خو په ټولیز ډول په دې موده کې درې توغونې وشوې. په ۲۰۰۹ ز مالي کال کې د ناسا د بودیجې ۲.۹۸ میلیارده ډالره د دغه پروګرام د ۵ توغونو لپاره ځانګړي شول چې په دې کې ۴۹۰ میلیونه ډالره د پروګرام د بشپړولو، ۱.۰۳ میلیارده ډالره د الوتنې او ځمکې د عملیاتو لپاره او ۱.۴۶ میلیارده ډالره د الوتنې د وسیلې لپاره وو (چې په دې کې د مدار ګرځېدونکو، ماشینونو او د الوتنو تر منځ د خارجي مخزنونو ساتنه شامله وه).[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د هرې توغونې لګښت په داسې ډول معلومولی شو چې د ټول پروګرام په لړ کې ټولیز لګښتونه (د جوړونو، امکاناتو، زده‌کړو، معاشونو او نورو شیانو په ګډون) د توغونو په شمېر تقسیم کړو. ټول ۱۳۵ ماموریتونه او (د ۲۰۱۰ ز کال له مخې) ۱۹۲ میلیارده امریکايي ډالره ټولیز لګښت څرګندوي چې د شټل پروګرام په لړ کې هرې توغونې ۱.۵ میلیارده ډالره لګښت درلود. په ۲۰۱۷ ز کال کې یوې څېړنې وښوده چې نړیوال فضايي سټېشن ته د یو ځل بار لېږدولو لګښت (د ۲۰۱۷ کال د ارزښت له مخې) ۲۷۲۰۰۰ ډالره و چې د «سیګنوس» دوه برابره او د «ډراګون» درې برابره لګښت کېږي.[۱۵][۱۶]

ټکرونه[سمول]

د دغو ۱۳۵ ماموریتونو په جریان کې دوې بېړۍ له منځه لاړې چې په ټولیز ډول ۱۴ ستور مزلي په کې ووژل شول:

  • چلېنجر – د ۱۹۸۶ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه د « STS-51-L» ماموریت د لېږدولو لپاره له ځمکې څخه تر پورته کېدو ۷۳ ثانیې وروسته له منځه لاړه.
  • کلمبیا – د ۲۰۰۳ ز کال د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د « STS-107» ماموریت لېږدولو لپاره تر کېناستو ۱۶ دقیقې وړاندې له منځه لاړه.

د دې تر څنګ مدار ته د نه رسېدو یو ټکر پېښه او د ځمکې پر مخ د چمتووالي پر مهال ګڼې وژونکې پېښې شوې دي.

سرچینې[سمول]

  1. Launius, Roger D. "Space Task Group Report, 1969". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "International Space Station Historical Timeline". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Breaking News | Shannon to review options for deep space exploration". Spaceflight Now. August 29, 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Space Shuttle Weather Launch Commit Criteria and KSC End of Mission Weather Landing Criteria". KSC Release No. 39-99. NASA Kennedy Space Center. د اصلي آرشيف څخه پر جون 26, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه جولای 6, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Columbia's White External Fuel Tanks". Space.com. April 12, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Logsdon, John A. "Return to Flight...Challenger Accident". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bulletin of the Atomic Scientists. February 1973. د کتاب پاڼې 39. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. NASA (2003) Columbia Accident Investigation Board Public Hearing Transcript Archived August 12, 2006, at the Wayback Machine.
  9. Comptroller General (1972). "Report to the Congress: Cost-Benefit Analylsis Used in Support of the Space Shuttle Program" (PDF). United States General Accounting Office. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په July 5, 2011 باندې). Space shuttle's legacy: Soaring in orbit and costs.
  11. NASA (2011). "How much does it cost to launch a Space Shuttle?". NASA. د لاسرسي‌نېټه June 28, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په February 11, 2005 باندې). Total Tally of Shuttle Fleet Costs Exceed Initial Estimates. Space.com
  13. (په February 7, 2006 باندې). NASA 2006 Budget Presented: Hubble, Nuclear Initiative Suffer. Space.com
  14. "NASA Budget Information". January 27, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Pielke Jr., Roger; Radford Byerly (April 7, 2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Shuttle programme lifetime cost"]. Nature 472 (7341): 38. doi:10.1038/472038d. PMID 21475182. Bibcode2011Natur.472...38P. 
  16. Foust, Jeff (2017-11-20). "Review: The Space Shuttle Program: Technologies and Accomplishments". The Space Review. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)