فریبورګ
Fribourg [pashto-alpha ۱] یا Freiburg [pashto-alpha ۲] F په سویس کې د فریبورګ د کانتون(ولایت) او د سارین ولسوالۍ پلازمینه ده. دغه ولایت د سویس په لوړه هواره سطحه (جغرافیایي موقعیت) کې د سان/سرین سیند دواړو غاړو ته پروت دی، دا د جرمني ژبو او د فرانسوي ژبو ترمنځ کلتوري پوله او یو مهم اقتصادي، اداري او ښوونیز مرکز دی کې دی. پخوانی ښار یې یو د سویس له غوره ساتل شویو ښارونو څخه دی، دغه ښار د سارین درې څخه پورته په یوه کوچنۍ ډبرینه غونډۍ کې پروت دی. په ۲۰۱۸ کال کې، د دې ښار د وګړو شمېر ۳۸،۳۶۵ و.
تاریخ
[سمول]فریبورګ د نیولیتیک(د ډبرو نوې دوره) دورې څخه دلته میشته ده او د دغې دورې څخه ډېر لږ پاتي شوني موندل شوي دي. په دې کې د بورګیون سیمي سره نږدې د اور ټک(اور بلوونکې) ډبرو ځینې وسایل، د ډبرین تبر (تبرګی) او د برونزو وسایل موندل شوي. د روم (رومیانو) په دوره کې په دې سیمه کې د سیند څخه د تېرېدو لاره وه. په هرصورت، د سویس په لوړه کچه اصلي تګ را تګ له دې سیمي څخه تر شمال پورې و، نو ځکه د بغوا سیند او اوینتیکیوم سیند د درې شاوخوا د مرکز رول لوبوو. دهمدې امله، په فریبورګ ښار کې د رومي دورې یوازې ځیني پاتې شوني موندل شوي دي. پدې پاتې شونو کې د پېغول(سیمي) ته نږدې په هوارو سیمو کې د دیوال د بنسټ نښې نښانې شته دي.
منځنۍ دورې
[سمول]






- ↑ /friːˈbʊər/ FREE-BOOR,[۱] لوا تېروتنهد چلنوال:IPA په 144 کرښه کې: invalid option '%�' to 'format'.; سکريپټ تېروتنه: "langx" چاره شتون نه لري. or Friboua, لوا تېروتنهد چلنوال:IPA په 144 کرښه کې: invalid option '%�' to 'format'.; سکريپټ تېروتنه: "langx" چاره شتون نه لري. لوا تېروتنهد چلنوال:IPA په 144 کرښه کې: invalid option '%�' to 'format'. or dated Friborgo; سکريپټ تېروتنه: "langx" چاره شتون نه لري..
- ↑ سکريپټ تېروتنه: "langx" چاره شتون نه لري., لوا تېروتنهد چلنوال:IPA په 144 کرښه کې: invalid option '%�' to 'format'.; سکريپټ تېروتنه: "langx" چاره شتون نه لري. لوا تېروتنهد چلنوال:IPA په 144 کرښه کې: invalid option '%�' to 'format'.. This name is used to distinguish from other places named Freiburg, particularly Freiburg im Breisgau.