فريدجوف نانسين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فريدجوف نانسين
(ناروېجي: Fridtjof Nansen د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فريدجوف نانسين
فريدجوف نانسين

د شخص معلومات
زیږون نوم (ناروېجي بوکمول: Fridtjof Wedel-Jarlsberg Nansen د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۰ اکتوبر ۱۸۶۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مړینه 13 مې 1930 (69 کاله)[۱۵][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ناروې   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د اوسلو پوهنتون [۱۶]  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر [۱۷][۱۶]  د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک ډیپلوماټ [۸]
سياستوال [۱۸][۱۹][۲۰]
ليکوال [۲۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) ناروېژي ژبه [۹][۲۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سمندر پوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د اوسلو پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
فريدجوف نانسين
فريدجوف نانسين

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فريدجوف ويډيل-جارلسبيرګ نانسين (زوکړه: ۱۸۶۱ د اکتوبر ۱۰، مړينه: ۱۹۳۰ د می ۱۳) د ناروې هېواد د ګڼو علومو پوه [جوامع الکمالات؟] او د نوبل د سولې جايزې ګټونکی و. نوموړي د سپړونکي، ساينسپوه، دېپلومات او انسان دوست شخص په توګه د خپل ژوند بېلابېلو برخو کې نامتووالی تر لاسه کړ. نوموړي د هغې لوبډلې مشري وکړه، چې په ۱۸۸۸ ز کال په لومړي ځل د ګرينلېنډ له کورنيو بريدونو څخه تېره شوه او د هېواد د تقاطع ټکي دړدنګ (سکي) کې يې له ټاپو څخه دوره ووهله. نوموړي ۱۸۹۳-۱۸۹۶ زکالونو کې د “Fram expedition” په نوم سفر پر مهال د شمالي عرض البلد ۸۶ درجو او ۱۴ دقيقو ريکارډ ته له رسېدلو څخه وروسته نړيوال نامتوالی تر لاسه کړ. که څه هم ناروې ته له راستنېدلو څخه وروسته يې له سپړنې څخه لاس واخېست، مګر د قطبي سفر په اړه د نوموړي لارې چارې او د توکو او پوښاک برخو کې د نوموړي نوښتونو د وروستي ارکټيک او انترکتيک سفرونو يو نسل تر خپې اغېزې لاندې راوړ.

نانسين د کرېسټيانيا په فريدريک شاهي پوهنتون “Royal Frederick University” کې ژوپوهنه يا زولوژي ولوستله او وروسته يې د بيرګين پوهنتون موزيم کې د متصدي په توګه کار وکړ، چې د مرکزي عصبي سيستم د ښکتنيو اوبلنو [سمندري] جوړښتونو په اړه د دې ځای څېړنې يې د دوکتورا سند ورپه برخه کړ او د نيورون اصولو په رامنځته کولو کې يې ورسره مرسته وکړه. وروسته عصب پوه سانټياګو رامون وای کاجال “Snatiago Ramon y Cajal” په ۱۹۰۶ زکال د طبابت برخه کې د ورته موضوع په اړه څېړنې له امله د نوبل جايره وګټله؛ نوموړي د خپلې څېړنې په موده کې زيات پوهنيز سفرونه وکړل، چې ډېری يې شمالي اتلانتيک ته وو او د سمندر د نقشه کښنې د معاصرو توکو په جوړولو کې يې مرسته وکړه. [۲۳]

نانسن په ۱۹۰۵زکال کې د هېواد د يو مخکښ وګړي په توګه له سويډن سره د ناروې اتحاد د پای ته رسولو په اړه ښکاره خبرې وکړې او د ډنمارک د شهزاده کارل “Prince Carl of Denmark” په هڅولو کې يې مهمه ونډه درلوده، چې پر هغه باندې د نوي خپلواک ناروې تخت ومني. د ۱۹۰۶ او ۱۹۰۸ز کالونو تر منځ يې لندن کې د ناروې د استازي په توګه خدمت وکړ، چې په دې ځای کې يې د بشپړتيا تړون په اړه د خبرو اترو برخه کې مرسته وکړه، د ناروې خپلواک دريځ يې ډاډمن [تضمين] کړ.

نوموړي د خپل ژوند په وروستۍ لسيزه کې، وروسته له هغې په بنسټيز ډول ځان د ملتونو ټولنې ته ځانګړی يا وقف کړ، چې په ۱۹۲۱ زکال کې د ټولنې د کډوالو د عالي کمېشنر په توګه وګومارل شو.نوموړي ته په ۱۹۲۲ ز کال کې د لومړۍ نړيوالې جګړې او اړوند نښتو د بې ځايه شويو زيانمنو [قربانيانو] په استازولۍ د کار کولو له امله، د سولې نړيوال انعام يا “Noble Peace Prize” ورکړل شوه. د نوموړي له لورې د وړاندې شويو نوښتونو له ډلې يو هم د بې کوره اشخاصو لپاره «د نانسين پاسپورټ» و، چې دا په اصل کې يو تاييد ليک يا سند و، چې له ۵۰ څخه د زياتو هېوادونو له لورې په رسميت پېژندل کېده. نوموړي په ۱۹۳۰ ز کال کې د خپلې ناڅاپي مړينې تر وخته، د کډوالو په استازولۍ خدمت وکړ، چې له مړينې څخه وروسته يې ټولنې د دې ډاډمنولو په موخه «کډوالو لپاره د نانسين نړيواله اداره:Nansen International Office for Refugees» رامنځته کړه، چې د نوموړي کارونو دوام درلود. دې ادارې په ۱۹۳۸ز کال کې د سولې نړيوال انعام تر لاسه کړ. د نوموړي نوم په ګڼو جغرافيوي بڼو، په ځانګړي ډول قطبي سيمو کې د يادګار په توګه يادېږي.

کورنی شاليد او ماشومتوب[سمول]

د نانسين کورنۍ ډنمارک کې پيدا شوې ده. هانس نانسين (۱۵۹۸ – ۱۶۶۷ز کال) چې يو سوداګر و، د ارکټيک سمندر د سپين سمندرګي سيمې لومړنی سپړونکی و. نوموړی د خپل ژوند په وروستيو کې کوپنهاګن کې مېشت شو او ۱۶۵۴ز کال کې د ښار ښاروال شو. د کورنيو وروستيو نسلونو د ۱۸ پېړۍ د نيمايي تر هغې مودې پورې کوپنهاګن کې ژوند وکړ، چې انچير انټوني نانسين ناروې او وروسته په يو اتحاد کې ډنمارک ته لاړه. د هغه زوی هانس ليرداهل نانسين (۱۷۶۴ – ۱۸۲۱زکال) په لومړي ځل د ترونهيم او وروسته د جايرين ولسوالۍ د قضايه قوې امر [قاضي] و. په ۱۸۱۴ز کال کې له ډنمارک څخه د ناروې له بېلتون څخه وروسته، نوموړي د ناروې په لومړۍ ستره مققنه قوه کې د ستاوانګير سيمې لپاره د استازي په توګه ملي سياسي ژوند ته ننوت او له سويډن سره د اتحاد يو پياوړی پلوی شو. هانس ليرداهل نانسين په ۱۸۲۱ زکال کې د فلج ناروغۍ له امله مړ شو او د بالدر فرېدجوف نانسين په نوم يو څلور کلن زوی ورڅخه پاتې شو، چې د سپړونکي (فريدجوف نانسين) پلار و. [۲۴]

بالډر يو وکيل و، مګر د دولتي دندې لېوالتيا يې نه درلوده او د ناروي د سترې محکمې خبريال شو. نوموړي دوه ځلې واده وکړ، چې په دويم ځل يې له اډيلاډي جوهاني تيکلا ايسېډور بولېنګ ويډيل-جارلسبير سره واده وکړ. دا مېرمن يې له بايريوم سيمې څخه وه او د هيرمان ويډيل جارلسبيرګ ورېره وه، چې په خپله هيرمان ويډيل د ناروې د ۱۸۱۴ز کال اساسي قانون د چوکاټ جوړولو کې مرسته کړې وه او وروسته د سويډن د پاچا له لورې د ناروې د پاچاهۍ ځايناستی يا نائب السلطنت و. بالډر او اډيلايډي په اکير کې د سټور فروين په نوم سيمه کې استوګن شول، چې د ناروې د پلازمېنې ښار (کرېسټيانيا، چې هغې وخت راهيسې اوسلو نومول شوی دی) څو کېلومتره شمال لور کې پروت دی. دواړو درې کوچنيان درلودل، چې لومړی هغه يې په کوچنيوالي کې مړ شو او دويم هغه يې فرېدجوف ويډيل-جارلسبيرګ نانسين و، چې د ۱۸۶۱ زکال د اکتوبر په ۱۰ وزېږېد. [۲۵][۲۶][۲۷]

د سټور فروين شا او خوا کليوالي سيمو د نانسين د کوچنيوالي طبيعت ته بڼه ورکړه. د اوړي په لنډو فصلونو کې يې اصلي فعاليتونه لامبو وهل او کب نيونه وو، په داسې حال کې چې په مني کې يې اصلي وخت تېري ځنګلونو کې د لوبو کولو په موخه ښکار کول وه. د اوږد مهاله ژمي مياشتې په ځانګړي ډول د دړدنګ يا سکي لوبې ته ځانګړې شوې وې، چې نانسين د دوه کلنۍ په عمر له روزنې پرته د يادې لوبې کول پيل کړل. نوموړي په ۱۰ کلنۍ کې خپل مور او پلار ته د سيالۍ بلنه ورکړه او په نږدې “Huseby” لګول نښه کې يې د سکي د ټوپ هڅه وکړه. د اتلولۍ دې کار نږدې ناوړه پايلې درلودې؛ لکه څرنګه چې په واوره کې د سکي د ډنډو په کېکاږلو سره هلک مخ پر وړاندې کېناست: «ما له هر څه لومړی په هوا کې يو ښه دايره څرګنده [جوړه کړه]... کله چې بېرته راښکته شوم، تر خپلو اوږو پورې واوره کې ډوب شوم. نورو هلکانو فکر وکړ، چې غاړه به مې ماته شوې وي او زه به مړ يم، مګر کله چې راغلل ويې کتلو، چې لا هم ژوندی يم او په دې وخت کې د مسخرې په دود د خندا يوه چيه پورته شوه». د سکي لوبې لپاره د نانسين لېوالتيا کمه شوې نه وه، که څه هم نوموړی ليکي، چې د نوموړي هڅې د سکي د تيليمارک غرنۍ سيمې د لوبغاړو تر سيوري لاندې راغلې وې، چې هلته د سکي يو نوی ډول د ودې کولو په حال کې و. نانسين وروسته وليکل، چې «دا مې يوازينۍ لاره وګڼله». [۲۸][۲۹][۳۰]

نانسين په ښوونځي کې د کومې ځانګړې وړتيا له ښودلو څخه پرته په مناسب ډول کار وکړ. زده کړو د ورزش يا ځنګلونو کې د سفرونو پر وړاندې دويم ځای ونيو، چې يو وخت يې په کې د روبېنسن کريوسو “Robinson Crusoe” په څېر د اونيو لپاره ژوند وکړ. د دې ډول تجربو له لارې نانسين د ځان بسياينې لوړې کچې ته ورسېد. نوموړی د دړدنګ يو تکړه لوبغاړی او د د سکېټ يو خورا تکړه لوبغاړی شو. ژوند يې د ۱۸۷۷ز کال اوړي کې هغه مهال ګډوډ شو، چې اډيلايډي نانسين په ناڅاپي ډول مړه شوه. بې وسه بالډر نانسين د سټور پروين شتمني وپلوره او له خپلو دوه کوچنيانو سره کرېسټيانيا ته لاړه. د نوموړي د ورزش مهارت ودې ته دوام ورکړ؛ په ۱۸ کلنۍ کې يې د نړۍ د يو ميل (۱،۶ کېلو متر) د سکېټ لوبې ريکارډ مات کړ او راتلونکی کال يې د سکي د ميداني لوبې ملي اتلولي وګټله، چې راتلونکي ژوند کې يې نوموړي اتلولي يوولس ځلې تر لاسه کړه. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

زده کونکی او اتل[سمول]

نانسين په ۱۸۸۰ ز کال کې د خپل پوهنتون د ننوتلو ازموينه “examen atrium” په برياليتوب سره تېره کړه. نوموړي د ژوپوهني [زولوژي] د لوستلو پرېکړه وکړه او وروسته يې ادعا کوله، چې ياد مضمون يې د دې لپاره غوره کړ، چې فکر يې کاوه چې په پرانيستې يا ازاده فضا کې د ژوند کولو موکه ورکوي. نوموړي د ۱۸۸۱ز کال په لومړيو کې د کرېسټيانيا په فريدريک شاهي پوهنتون “Royal Fredrick University” خپلې زده کړې پيل کړې. [۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. دوتنه: Peter Emanuel Hansen — سرليک: Нансен, Фритьоф — نشرونه لخوا د: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume XXа, 1897
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Fridtjof-Nansen — subject named as: Fridtjof Nansen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m90fnd — subject named as: Fridtjof Nansen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/17925206 — subject named as: Fridtjof Nansen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Fridtjof Nansen — KulturNav-ID: https://kulturnav.org/4c1f9225-e0ff-4370-bfe8-494a6df026e1 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Norsk kunstnerleksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=5081&url_prefix=https://nkl.snl.no/&id=Fridtjof_Nansen — subject named as: Fridtjof Nansen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Norsk kunstnerleksikon — خپرونکی: Store norske leksikon
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Oppr. Frithjof Nansen — Norsk biografisk leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=5080&url_prefix=https://nbl.snl.no/&id=Fridtjof_Nansen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Norsk biografisk leksikon — خپرونکی: Kunnskapsforlaget
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118586378 — د نشر نېټه: ۱۶ جنوري ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ Notice de personne — د نشر نېټه: ۱۶ جنوري ۲۰۱۹ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/nansen-fridtjof
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/nansen-fridtjof — subject named as: Fridtjof Nansen
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0045372.xml — subject named as: Fridtjof Nansen — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=nansenf — subject named as: Fridtjof Nansen
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000008174 — subject named as: Fridtjof Nansen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  15. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Нансен Фритьоф — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Nansen – Norway’s first brain scientist — د نشر نېټه: ۱۶ جنوري ۲۰۱۹ — خپرونکی: د اوسلو پوهنتون — نشرونه لخوا د: Apollon — د خپرولو نیټه: ۲۰۰۸
  17. سرليک: Fridtjof Nansen (1861-1930). — ورځپاڼه: 74 — پاڼه: 515 — اعداد: 4 — نشرونه لخوا د: Journal of Neurology, Neurosurgery and Psychiatry — https://dx.doi.org/10.1136/JNNP.74.4.515https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/12640078https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC1738364
  18. About Fridtjof Nansen — د نشر نېټه: ۱۶ جنوري ۲۰۱۹ — خپرونکی: Bruun Rasmussen Kunstauktioner — د خپرولو نیټه: ۱۹ مارچ ۲۰۰۸
  19. Portrait of Fridtjof Nansen... — خپرونکی: Getty Images او De Agostini Editore
  20. Nansen bottle - noun — د نشر نېټه: ۱۶ جنوري ۲۰۱۹ — نشرونه لخوا د: Merriam-Webster online dictionary
  21. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  22. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/26031971
  23. J. S. Edwards & R. Huntford (1998). "Fridtjof Nansen: from the neuron to the North Polar Sea". Endeavour. 22 (2): 76–80. doi:10.1016/s0160-9327(98)01118-1. PMID 9719772. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Brøgger and Rolfsen, pp. 1–7, 10–15
  25. Brøgger and Rolfsen, pp. 8–9
  26. Reynolds, pp. 11–14
  27. Huntford, pp. 7–12
  28. Huntford, pp. 7–12
  29. Reynolds, pp. 11–14
  30. Scott, pp. 9–10
  31. Huntford, pp. 7–12
  32. Scott, pp. 11–12
  33. Huntford, pp. 16–17
  34. Ryne, Linn. "Fridtjof Nansen: Man of many facets". Norwegian Ministry of Foreign Affairs. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Huntford, pp. 18–19