سمندر پوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سمندر پوهنه (Oceanography) د سمندرونو علمي څېړنه ده. دا د ځمکې یو مهم علم دی چې د ایکوسیستم ډینامیک؛ سمندري جریانونه، څپې او د جیوفزیکي سیالاتو ډینامیک؛ د ځمکې تخته‌يي جوړښت او د سمندر د تل ځمک‌پوهنه؛ او د سمندر په داخل او ټولو سرحدونو کې د بېلابېلو کیمیايي موادو جریان او فزیکي خواص رانغاړي. دغه بېلابېل موضوعات ګڼې هغه څانګې منعکسوي چې سمندر پوهان یې د سمندر په اړه د لا ډېرې پوهې د ترلاسه کولو لپاره کاروي. په دغو څانګو کې ستور پوهنه، بیولوژي، کیمیا، اقلیم پوهنه، جغرافیه، ځمک‌پوهنه، هایدرولوژي، هوا پوهنه او فزیک یادولی شو. لرغونې سمندر پوهنه د ځمک‌پوهنې په تېر تاریخ کې د سمندرونو پر څېړنه متمرکزه ده. سمندر پوه هغه کس دی چې د سمندري ځمک‌پوهنې، فزیک، کیمیا او بیولوژۍ په څېر ګڼ هغه موضوعات څېړي چې له سمندر پوهنې سره اړوند دي.

تاریخچه[سمول]

لومړنی تاریخ[سمول]

انسانانو د لومړي ځل لپاره په ماقبل التاریخ زمانه کې د سمندرونو څپې او جریانونه وپېژندل. د مد او جزر په اړه د «ارسطو» او «سټرابو» مشاهدات په ۳۸۴-۳۲۲ مخزېږدو کلونو کې ثبت شوي دي. د سمندرونو لومړني اکتشافات په لومړي ګام کې د نقشه کشۍ یا کارتوګرافۍ لپاره وو او تر ډېره په هغو حیواناتو پورې محدود وو چې کب نیوونکو به په دامونو کې ساتل. [۱]

د اتلانتیک د سمندري چلند پرتګالي کمپاین د یوې لویې او علمي سیستماتیکې پروژې لومړنۍ بېلګه ده چې څو لسیزې یې دوام وکړ او د اتلانتیک جریانونه او بادونه یې وڅېړل.

ویلی شو چې يه ۱۷۶۱-۱۷۶۷ کلونو کې «عربستان ته ډنمارکي اکتشافي سفر» د نړۍ لومړنی سمندري اکتشافي سفر دی. په دې سفر کې د طبیعت‌پوه «پيټر فورسکال» په ګډون یوه ډله ساینس‌پوهان وو چې پادشاه «پنځم فرډریک» دوی ته دنده سپارلې وه چې په ازاد سمندر کې د سمندري ژوند په اړه څېړنې وکړي. د همدې لپاره د دغه سفر کښتۍ په داسې وسایلو سبمال وه چې په ازادو اوبو او د سمندر په ډېرو ژورو کې د بېلګو د راټولولو لپاره جوړ شوي وو.[۲]

که څه هم «خوان پونسه د لیون» په ۱۵۱۳ کال کې د لومړي ځل لپاره ګلف سټریم وپېژانده [ګلف سټریم د اتلانتیک سمندر یو ډېر ګرم جریان دی] او نورو بېړۍ چلوونکو هم په ښه ډول پېژندلی و، خو بنجامین فرانکلین یې په اړه لومړنۍ علمي څېړنه وکړه او دغه نوم یې ورکړ. فرانکین له اتلانتیک څخه د څو ځله تېرېدو په جریان کې د اوبو تودوخه اندازه کړه او د ګلف سټریم علت یې تشرېح کړ. «فرانکلین» او «ټیموټي فولګر» په ۱۷۶۹-۱۷۷۰ کلونو کې د ګلف سټریم لومړنۍ نقشه چاپ کړه.[۳][۴]

د ارام سمندر د جریانونو اړوند معلومات د اتلسمې پېړۍ د وروستیو کلونو څېړونکو «جېمز کوک» او «لوییس انتوان دو بوګنویل» راټول کړل. «جېمز رنل» د سمندر پوهنې په اړه لومړنی علمي درسي کتاب ولیکه چې د اتلانتیک سمندر او هند تر منځ جاري جریانونه په تفصیل سره تشرېح کوي. ده په ۱۷۷۷ کال کې "کپ اف ګوډ هوپ" ته د یوه سفر په جریان کې د «اګولهاس د سواحلو او جریانونو» نقشه کشي وکړه. دی لومړنی کس و چې سیلي ټاپوګانو (چې دا مهال  د رنل جریان په توګه پېژندل کېږي) ته نږدې د متناوب جریان پر څرنګوالي یا ماهیت پوه شو.[۵]

د متحدو ایالتونو د سمندري ځواک د رصدخونې یا کتنځي لومړني مشر «متیو فونټن موري» خپل وخت د سمندري هوا پوهنې او سمندري چلند په اړه مطالعې او د بادونو او لویو جریانونو د چارتونو کښلو ته ځانګړی کړ. د ښاغلي موري د ۱۸۵۵ کال کتاب «د سمندر فزیکي جغرافیه» د سمندر پوهنې د لومړنیو هراړخیزو څېړنو په کتار کې درېږي. ډېرو هېوادونو به د سمندر پوهنې مشاهدات د سمندري ځواک په کتنځني کې موري ته ور لېږل، هلته به ده او د ده همکارانو دا معلومات ارزول او پایلې به یې په ټوله نړۍ کې خپرولې.[۶]

معاصره سمندر پوهنه[سمول]

د سمندرونو په اړه پوهه په څو کمو ژورو سیمو کې د اوبو د ژوروالي په اندازه پورې محدوده وه. د سمندر د ژورو په اړه کابو هېڅ هم معلوم نه وو. د نولسمې پېړۍ په منځنیو کلونو کې د نړۍ د ټولو ساحلي کرښو د ترسیم لپاره د بریتانیا د سلطنتي سمندري ځواک هڅو له دې نظر سره مرسته وکړه چې سمندر ډېر ژور دی، که څه هم په اړه یې معلومات ډېر کم وو. کله چې په قطبي سیمو او افریقا کې اکتشافاتو د خلکو او علمي پاړکي لېوالتیا را وپاروله، د سمندرونو نامعلوم رازونه هم ورسره څرګند شول.

د سمندر پوهنې د معاصر علم په بنسټ اېښودنه کې مهمه پېښه د چلنجر اکتشافي سفر و چې په ۱۸۷۲-۱۸۷۶ کلونو کې وشو. دغه اکتشاف د سمندر پوهنې د لومړني سمندري سفر په توګه د یوې بشپړې علمي او څېړنیزې څانګې جوړېدو ته زمینه برابره کړه. د بریتانیا دولت په ۱۸۷۱ کال کې د سلطنتي ټولنې په سپارښتنه د نړۍ د سمندرونو د اکتشاف او علمي څېړنو لپاره یو پلاوی اعلان کړ. «چارلز ویویل ټامپسن» او «سر جان موري» د چلنجر اکتشافي سفر تیار کړ. «چلنجر» کښتۍ چې له سلطنتي سمندري ځواک څخه په کرایه اخیستل شوې وه، د علمي کارونو لپاره اصلاح شوه او د طبیعي تاریخ او کیمیا په اړوندو لابراتوارونو سمبال شوه. چلنجر کښتۍ د «ټامپسن» تر علمي څارنې لاندې کابو ۷۰۰۰۰ سمندري مایله (۱۳۰۰۰۰ کیلومتره) لاره د سروې او څېړنو لپاره ووهله. د ځمکې د کرې په دې سفر کې د سمندر د ژورو ۴۹۲، د سمندرونو د تل ۱۳۳، د ازادو اوبو ۱۵۱ او د اوبو د تودوخې ۲۶۳ مشاهدې او څېړنې ثبت شوې. د سمندري ژوند شاوخوا ۴۷۰۰ نوې نوعې کشف شوې. د چلنجر د اکتشافي سفر د علمي پایلو راپور په ۱۸۷۳-۱۸۷۶ کلونو کې خپور شو. موري چې پر دې خپرنۍ یې د څارنې مسؤولیت درلود، دغه راپور یې "د پنځلسمې او شپاړسمې پېړۍ د مشهورو اکتشافاتو له مهال را وروسته د ځمکې د سیارې په پوهه کې تر ټولو لوی پرمختګ" وباله. ده په «ایډنبورګ پوهنتون» کې د سمندر پوهنې اکاډمیکه څانګه پرانیسته چې تر شلمې پېړۍ پورې د سمندر پوهنې د اړوندو څېړنو مرکز و. موري لومړنی کس و چې سمندري کندې او په ځانګړي ډول د اتلانتیک سمندر منځنی خط الراس یې وڅېړه او په سمندرونو کې یې د رسوباتو نقشې وکښلې. ده هڅه وکړه چې د مالګینوالي او تودوخې د مشاهداتو پر بنسټ د نړۍ د سمندرونو جریانونه څرګند کړي او لومړنی کس و چې د مرجاني ګارو یا ډبرو د جوړېدو ماهیت یې په سم ډول تشرېح کړ.[۷][۸][۹][۱۰]

په ۱۸۸۱ کال کې جغرافیه پوه «جان فرانکلین ویلیمس» د «سمندري جغرافیې» په نامه یو مهم کتاب خپور کړ. د ۱۹۰۷ او ۱۹۱۱ کلونو تر منځ «اټو کرومل» د (Handbuch der Ozeanographie) په نامه کتاب خپور کړ چې سمندر پوهنې ته د عمومي لېوالتیا په را پارولو کې ډېر اغېزناک و. د «جان موري» او «یوهان هیورت» په مشرۍ شمالي اتلانتیک ته په ۱۹۱۰ کال کې څلور میاشتنی سفر د سمندر پوهنې او سمندري ژوند د پوهې په اړوند تر هغه مهال پورې تر ټولو لویه څېړنیزه پروژه وه او په پایله کې یې په ۱۹۱۲ کال کې «د سمندر ژورې» (The Depths of the Ocean) کتاب خپور شو.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

لوی نړیوال درز چې د منځني اتلانتیک د خط الراس په اوږدو کې واقع دی، په ۱۹۵۳ کال کې «موریس یوینګ» او «بروس هیزن» کشف کړ او «هیزن» او «ماري ټارپ» یې د ژوروالي سنجولو د اړوندو معلوماتو په مرسته نقشه کشي وکړه. په ۱۹۵۴ کال کې د شوروي اتحاد د شمالي قطب د مؤسسې له‌خوا تر شمالي کنګل یا منجمد سمندر لاندې د غرونو یوه لړۍ وموندل شوه. په ۱۹۶۰ کال کې «هري هامونډ هس» د سمندري تل د پراخېدو تیوري وړاندې کړه. په ۱۹۶۶ کال کې د سمندر د کیندنې پروګرام پیل شو. په ۱۹۷۷ کال کې د «جک کورلیس» او «رابرټ بالارډ» له‌خوا په «ډي.اېس.وي. الوین» اوبتل کې د سمندر په ژورو کې سوري کشف شول.

د ځمکې د انرژۍ په تعادل کې د بدلونونو او له اقلیم، بیوسفیر او بیوجیوکیمیا سره د اړوندو نړیوالو او سیمه‌ييزو بدلونونو په اړه د پوهېدو لپاره د سمندرونو څېړنه حیاتي اهمیت لري. اتومسفیر او سمندر د تبخیر، ورښت او حرارتي جریان له امله له یو بل سره اړیکه لري. وروستيو څېړنو د سمندرونو د اسیدي کېدو، د سمندرونو د تودوخې د محتوا، سمندري جریانونو، د سمندري سطحې د ډېرېدو، د سمندري کاربن د څرخې، د اوبو د څرخې، د شمالي قطب د کنګل د کمېدو، د مرجانونو د سپینېدو، د سمندري تودوخې د څپو، شدید اقلیم، د سواحدو د خرابېدو او ګڼو نورو ښکارندو یا پدیدو په اړه پرمختللې پوهه رامنځته کړې ده.

په ټولیز ډول د لا ډېرو علمي څېړنو له لارې د نړۍ د سمندرونو په اړه پوهه د ځمکنیو سرچینو پایداره یا تل‌پاتې استفاده او ښه پالنه شونې کوي.[۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. "A History Of The Study Of Marine Biology ~ MarineBio Conservation Society" (په انګلیسي ژبه کي). 17 June 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Wolff, Torben (1969). Danish Expeditions on the Seven Seas. Copenhagen: Rhodos. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "1785: Benjamin Franklin's 'Sundry Maritime Observations'". د اصلي آرشيف څخه پر December 18, 2005 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wilkinson, Jerry. History of the Gulf Stream 1 January 2008
  5. کينډۍ:Cite DNB
  6. Williams, Frances L. Matthew Fontaine Maury, Scientist of the Sea. (1969) کينډۍ:ISBN
  7. Then and Now: The HMS Challenger Expedition and the 'Mountains in the Sea' Expedition, Ocean Explorer website (NOAA), accessed 2 January 2012
  8. Rice, A. L. (1999). "The Challenger Expedition". Understanding the Oceans: Marine Science in the Wake of HMS Challenger. Routledge. د کتاب پاڼي 27–48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85728-705-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Oceanography: an introduction to the marine environment (Peter K. Weyl, 1970), p. 49
  10. "Sir John Murray (1841–1914) – Founder Of Modern Oceanography". Science and Engineering at The University of Edinburgh. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Williams, J. Francon (1881) The Geography of the Oceans: Physical, Historical, and Descriptive George Philip & Son.
  12. Geography of the Oceans by John Francon Williams, 1881, کينډۍ:OCLC
  13. John Francon Williams commemorated (article) (Alloa Advertiser, retrieved 26 September 2019): https://www.alloaadvertiser.com/news/17928655.long-awaiting-tribute-pioneering-writer-buried-clacks/
  14. Otto Krümmel (1907). Handbuch der Ozeanographie. J. Engelhorn. https://archive.org/stream/handbuchderozean02bogu#page/n5/mode/2up. 
  15. "Oceanography | science". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)