فرانک کاپرا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانک کاپرا
(اطالوی: Frank Capra د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانک کاپرا
فرانک کاپرا

د شخص معلومات
زیږون نوم (اطالوی: Francesco Rosario Capra د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۸ مې ۱۸۹۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 3 سپټمبر 1991 (94 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای د امریکا متحده ایالات (۱۹۰۳–)  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د اېټاليا سلطنت (۱۸ مې ۱۸۹۷–۱۸ جون ۱۹۴۶)
اېټاليا (۱۹ جون ۱۹۴۶–)
د امریکا متحده ایالات [۱۳]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سکرين ليکوال
فلم پروډیوسر [۱۴]
ډايريکټر [۱۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۶][۱۷]
ایټالیایي ژبه [۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه
دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه (۱۹۷۰)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرانک روسېل کاپرا (په انګلیسي: Frank Russell Capra  ، چې د زېږون پر وخت یې نوم فرانسېسکو روزاریو کاپروا و؛ زوکړه د ۱۸۹۷ز کال د مې ۱۸مه ـــ مړینه د ۱۹۹۱ز کال د سپټمبر دریمه) په اېټالیا کې زیږېدلی امریکايی د فلم ډایرېکټر، پروډیوسر، او لیکوال و، چې د ۱۹۳۰مې او ۱۹۴۰مې لسیزې د ځینو لویو جایزه ګټونکو فېلمونو تر شا یو خلاق ځواک و. په اېټالیا کې د زیږېدلي او په لاس انجلس کې د رالوی شوي کاپرا د ملفلسۍ څخه تر بډایۍ کیسه د دې لامل شوه تر څو د فېلم تاریخ پوهان لکه ایان فریر هغه یو " ایډیال امریکایي شوی شخصیت" وګڼي.[۱۸]

کاپرا د ۱۹۳۰مې زېږدیزې لسیزې په بهیر کې، د تر ټولو غوره ډایرېکټر لپاره د اکادمۍ له شپږو نوماندیو څخه د دریو جایزو په ګټلو سره، ورسره په نورو کټګوریو کې له نهو نوماندیو څخه د اوسکار د دریو نورو جایزو په ګټلو سره د امریکا د فلم تر ټولو اغېزناک  ډایرېکټر شو. د هغه د مخکښو فلمونو په منځ کې، دا هر څه په یوه شپه کې پېښ شول (۱۹۴۳ز کال)، ښاغلی دیدز ښار ته ځي (۱۹۳۶ز کال)، ته یې له ځان سره نشې وړلی (۱۹۳۸ز کال)، ښاغلی سمېت واشنګټن ته ځي (۱۹۳۹ز کال) فلمونه وو. د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې کاپرا د امریکا د متحده ایالاتو د ارودو په سېګنال څانګه کې خدمت وکړ او د موږ ولې جنګ کوو سریال په څېر یې د پروپاګند فلمونه تولید کړل.[۱۹]

له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته، د کاپرا دنده له دې امله مخ پر زوال شوه چې لکه د دا یو عجیب او  ژوند دی (۱۹۴۶ز کال) فلم په څېر د هغه وروستي فلمونه کله چې د لومړي ځل لپاره راووتل ښه ونه ځلېدل. په هر حال، په ورپسې لسیزو کې، د نقادانو له خوا د دا یو عجیب او غریب ژوند دی فلم او د کاپرا د نورو فلمونو په ښه ډول بیاکتنه وشوه. له ډایرېکټرۍ څخه بهر، کاپرا په بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې په برخې اخیستلو سره  د فلم په صنعت کې فعال و. هغه د خوځنده انځورونو د هنرونو او علومو د اکادمۍ د مشر په توګه خدمت وکړ، د امریکا د لیکوالانو د ټولنې په څنګ کې یې کار وکړ او د امریکا د ډایرېکټرانو د صنفي ټولنې مشر و.[۲۰]

د ژوند لومړني وختونه[سمول]

کاپرا چې کله د اېټالیا په سېسلي کې پالمیرو ته نږدې په یو کلي بېساکیونو کې، وزیږېد، فرانسېسکو روزاریو کاپرا نومېده. هغه د مېوو د بزګر او پخواني روزاریو "سېرا" نېکولوسي سلواتور کوپرا د اووو اولادونو په منځ کې تر ټولو کشر و. د کاپرا کورنۍ رومن کاتولیکه وه. د کاپرا ژوند لیکونکی جوزف مکبرایډ د "کاپرا" د نوم په اړه یادونه کوي چې ځمکو ته د هغه د کورنۍ نږدې والی په ګوته کوي، او د "وزې" په معنا دی. هغه یادونه کوي چې د "کاپرېسیوس" (capricious) انګلیسي کلیمه "چې د حیوان د یاغي مزاج څرګندونه کوي" له همدې نامه څخه مشتق شوې ده، او دا یې ور اضافه کړې ده چې، "یاد نوم په سوچه ډول د فرانک کاپرا د شخصیت دوه اړخونه: احساساتي توب او سرزوري توصیفوي"[۲۱][۲۲]

په ۱۹۰۳ز کال کې، کله چې کاپرا پنځه کلن و، کورنۍ یې د امریکا متحده ایالاتو ته، چې د جرمنیا د بخار د بېړۍ په د چلونې په خونه کې ـــ چې د عبور لپاره تر ټولو لږ مصرف لرونکې لاره وه مهاجرت وکړ. د کاپرا لپاره، دغه دیارلس ورځنی سفر د هغه د ژوند له تر ټولو بدو تجربو څخه پاتې شو:

تاسې ټول یوځای یئ ـــــ تاسې خصوصي حریم نه لرئ. تاسې یو کټ لرئ. ډېر لږ خلک د شا بکسونه یا هر هغه څه چې ځای نیسي، لري. دوی یواځې هغه څه لري چې په خپلو لاسونو یا په یوه لاسي کڅوړه کې لېږدولی شي. هېڅوک د خپل کالي نه باسي، تهویه نشته، او دا ځای د جهنم بوی لري. دوی ټول ډېر ناوړه حالت لري. دا تر ټولو ډېر د تحقیر ځای دی چې تاسې کېدای شي پکې وئ. [۲۳]

کاپرا د نیویار بندر ته د بېړۍ رارسېدل په یاد راوړي، چېرته چې ده د یوې لویې ښځې مجسمه ولیده، چې د کلیسا له برج څخه لوړه وه، د هغې ځمکې پر سر یې یوه روښنایي نیولې وه، چې موږ د ورننوتلو په حال کې وو. هغه د دغه لیدنې پر مهال د خپل پلار فریاد په یاد راوړي:

سیچو، وګوره! هغه ته وګوره! هغه د بیت لحم له ستوري را په دې خوا تر ټولو لویه روښنایي ده! هغه د ازادۍ روښنایي ده! هغه په یاد ولره.[۲۴] ــــــ  ازادي[۲۵]

یاده کورنۍ د لاس انجلس په ختیځ لوري کې (چې اوس د لېنکن ارتفاعات بلل کېږي) په ۱۸م سړکې کې مېشته شوه، کوم ته چې کاپرا د خپل ځان په پېژندلیک کې د یو اېټالوي "غېتو" په توګه (هغه سیمه چې اوسېدونکي یې غالباً له یو قوم یا مذهب څخه وي) اشاره کړې ده. کاپرا پلار د مېوې د باغ مالیار په توګه کار کړی دی، او ځوان کاپرا له ښوونځي څخه وروسته د لسو کلونو لپاره تر هغې چې له لېسې څخه فارغ شو، ورځپاڼې خرڅولې. له فراغت څخه وروسته لکه څرنګه چې مور او پلار یې غوښتل تر څو کار وکړي، پر ځای یې هغه په کالج کې نوم لیکنه وکړه. نوموړي د کالج د کلونو په اوږد کې د کالیفورنیا د تکنالوژۍ په انستېتیوت کې کار کاوه، په شپنیو کلبونو کې به یې بنجو غږوله او د پوهنتون د محوطې د کالیو مینځلو په تاسیساتو کې، د انتظار په مېزونو کې د کار کولو، او د برق په یوه سیمه ییزه فابریکه کې د انجنونو د پاکولو په ګډون یې موقتي کارونه کول. هغه کېمیاوي انجنیري ولوسته او د ۱۹۱۸ز کال په پسرلي کې فارغ شو. کاپرا وروسته ولیکل چې "د کالج زده کړو د ژوند په اړه د هغه بشپړ لیدلوری د یو کوڅه یي موږک له لیدلوري څخه د یو کلتوري وګړي لیدلوري ته اړولی" و.[۲۶][۲۷][۲۸]

لومړۍ نړیواله جګړه او وروسته[سمول]

د کالج څخه له فارغېدو ژر وروسته، کاپرا د متحده ایالاتو په اردو کې د احتیاطي افسرانو د روزنې څانګې په بشپړولو سره  د دویم بریدمن په توګه وګمارل شو. په اردو کې هغه توپخانه یي ځواکونو ته د سان فرانسېسکو په فورټ پاینټ کې زیاضي ور زده کړه. پلار یې د جګړې په بهیر کې په یوه پېښه کې مړ شو (۱۹۱۶ز کال). په اردو کې، کاپرا په هسپانوۍ انفلونزا اخته شو، او له طبي نظره ورته رخصت ورکړل شو تر څو له خپلې مور سره ژوند وکړي. په ۱۹۲۰ز کال کې هغه ته د متحده ایالاتو د تبعه تابعیت ورکړل شو، چې نوم یې ورسره فرانک روسېل کاپرا شو. کاپرا چې په کور کې د هغه له خپلو خویندو او وروڼو، او مور سره اوسېده، د کورنۍ یوازینی هغه غړی و چې تر کالجه یې زده کړې کړې وې، خو نوموړی سره له دې چې یوازینی هغه څوک و چې په په ناوړه توګه بې کاره پاتې شو. له یو کال بې کارۍ وروسته، د دې په لیدلو سره چې خویندې او وروڼه یې څرنګه ثابتې دندې لري، نوموړي دا احساس وکړ چې ناکام دی، او نوموړي حالت په هغه باندې د خپګان د حملو د راتګ لامل شو.[۲۹]

د هغه د نس مزمن دردونه وروسته معلوم شول چې د یو نا تشخیص شوي چاودلي اپېنډکس له امله وو. وروسته له هغې چې کاپرا په کور کې راښه شو، نوموړی کډه شو او پاتې څو کاله یې په کالیفورنیا کې په یو ارزانه هوټل کې او په باروړونکو موټرو پسې په نښلېدو سره، د متحده ایالاتو په لوېدیځ کې په لالهاندۍ سره تېر کړل. هغه د خپلو مصارفو د تامین لپاره، په فارمونو، د فېلمونو د اضافي کارکوونکي په توګه، د پوکر له لوبو سره، او د نفتو د سیمه ییزو څاګانو د ونډو په پلورلو سره تامینول.[۲۹]

د دغه وخت په بهیر کې، ۲۴ کلن کاپرا د یو ۳۲- دقیقه یي مستند فلم چې عنوان یې له لېبیا څخه تر سانفرانسېسکو پورې د اېټالوي سمندري بېړۍ تګ ( Visita Dell'Incrociatore Italiano Libya a San Francisc ) و، ډایرېکټري/لاءښوونه وکړه. نه یوازې دا چې هغه له لېبیا څخه تر سانفرانسېسکو پورې د اېټالوي سمندري بېړۍ تګ مستند کړ، بلکې همدارنګه یې د دغې بېړۍ عملې ته د سانفرانسېسکو  ال اېټالیا وېرټوس کلب له لوري (چې اوس د سانفرانسېسکو د پهلوانۍ اېټالوي کلب نومېږي) استقبال هم مستند کړ. په ۲۵ کلنۍ کې، کاپرا داسې یوه دنده واخیسته چې د مریکایي فیلسوف البرټ هوبارډ له خوا لیکل شوي او چاپ شوي کتابونه به یې پلورل.  کاپرا په یاد راوړي چې هغه له کروندګر کېدو څخه، او له دې څخه چې د یو نوي ماشوم په توګه د لاس انجلس د سیسلي د غېتو ګانو (له یو توکم څخه راغلو خلکو) په لومه کې لوېدلی و، کرکه لرله ــــ ټول هغه څه چې ما لرل، سپین سترګي وه ـــ او اجازه راکړئ چې ووایم چې دا به تاسې په یوې اوږدې لارې ورسموي. [۳۰][۳۱]

حرفه یي ژوند[سمول]

خاموش کمېډي فلمونه[سمول]

د هغه د کتاب پلورنې د هلو ځلو په بهیر کې ــــ او کله چې کاپرا تقریباً مفلس شوی و، نوموړي د یوې ورځپاڼې په مقاله کې په سان فرانسېسکو کې د فلم د یوې نوې سټوډیو د خلاصېدو په اړه ولوستل. کاپرا ورته تلېفون وکړ او له هالیووډ څخه د خپلو وتلو یې ورته وویل، او په دروغو یې په ضمني ډول وویل چې هغه د بریالیو کېدونکو فلمونو په صنعت کې تجربه لري. له فلمونو سره د کاپرا یوازینی پخوانی سروکار په ۱۹۱۵ز کال کې په لېسه کې د لاسي هنرونو د زده کړو پر مهال و. سره له دې، د سټوډیو موسس، والټر مونتاګ د کاپرا تر اغېزې لاندې راغی او هغه ته یې ۷۵$ (امریکايي ډالر) وړاندیز کړل تر څو د یوې حلقې خاموش فلم ډایرېکټري وکړي. کاپرا، د یو کامره مین په مرسته، نوموړی فلم په دوو ورځو کې جوړ او د داوطلبو مینه والو په واسطه یې نور پردازي کړ. [۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11895090j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/119066211 — د نشر نېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Frank-Capra — subject named as: Frank Capra — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64j0qsk — subject named as: Frank Capra — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/427084 — subject named as: Frank Capra — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/171 — subject named as: Frank Capra — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/24251 — subject named as: Frank Capra — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ subject named as: Frank Capra — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/a9eba2df5b22490c84a7a7fc42acfa51 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/capra-frank — subject named as: Frank Capra
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0014697.xml — subject named as: Frank Capra — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/14480 — subject named as: Frank Capra — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  12. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=10726 — subject named as: Frank Capra — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  13. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/32198 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  14. https://id.lib.harvard.edu/alma/99156450744603941/catalog — د نشر نېټه: ۵ جنوري ۲۰۲۳ — خپرونکی: هروارد پوهنتون
  15. https://www.acmi.net.au/creators/71814
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11895090j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/25057635
  18. Freer 2009, pp. 40–41.
  19. The War Years; From Pearl Harbor to Dachau, many of Hollywood's top directors volunteered their creative talents to help win World War II. Their films from the front left a lasting document of the often brutal fight for freedom. Directors Guild of America. Retrieved June 21, 2021.
  20. Poague 2004, p. viii.
  21. De Las Carreras, Maria Elena. "The Catholic Vision of Frank Capra." Crisis, 20, no. 2, February 2002. Retrieved: May 31, 2011.
  22. McBride 1992, p. 16.
  23. McBride 1992, p. 29.
  24. McBride 1992, p. 30.
  25. McBride 1992, p. 30.
  26. Wakeman 1987, p. 96.
  27. https://magazine.caltech.edu/post/100-years-ago-frank-capra Archived July 16, 2011, at the Wayback Machine. Caltech Alumni Association. Retrieved: December 18, 2010.
  28. McBride 1992, p. 34.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Wakeman 1987, p. 96.
  30. Wakeman 1987, p. 96.
  31. Stevens 2006, pp. 74–76.
  32. Wakeman 1987, p. 96.