فرانک اګوون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


فرانک اګوون
فرانک اګوون
فرانک اګوون

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ جون ۱۹۶۶[۱]
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرانک بلاس اګوون جونییر (د ۱۹۶۶ز کال د جون په ۲۱مه زېږېدلی) یو ګوامانیایي سیاستوال او د پوځ ډګرمن و. هغه یو ډیموکراټ و، چې له ۱۹۹۷ز کال نه تر ۲۰۰۷ز کال پورې، له ۲۰۰۹ز کال نه تر ۲۰۱۱ز کال پورې او له ۲۰۱۳ز کال نه تر ۲۰۱۹ز کال پورې یې د ګوام په پارلمان(مقننه) کې دنده ترسره کړې. هغه له ۲۰۰۳ز کال نه تر ۲۰۰۵ز کال پورې د پارلمان پخوانی مرستیال هم و.

سناتور اګوون په ۲۰۱۴ز او ۲۰۱۶ز کال کې تر ټولو ډېرې رایې وګټلې، چې لومړی ځای یې خپل کړ او د دویم ځل لپاره په ۲۰۱۲ز کال کې وټاکل شو. اګوون همدارنګه د ۲۰۰۶ز او ۲۰۱۰ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګوام د مشرۍ(فرماندارۍ) لپاره هم نوماند و او د ۲۰۱۰ز کال په ټاکنو کې د ګوام د پخواني حاکم کارل ګوتیرز مرستیال و. د ۲۰۱۷ز کال په فبرورۍ کې یې له خپل مرستیال الیسیا لیمتیاکو سره، چې د متحده ایالاتو پخوانی څارنوال و، د ګوامانا د ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې یې خپل ګډون اعلان کړ. هغه د ۲۰۱۸ز کال په اګسټ کې د ډیموکراټ ګوند په لومړنیو ټاکنو کې ماتې وخوړه. هغه د نومبر په عمومي ټاکنو کې د مکتوب کاندید په توګه ګډون وکړ او د ۲۲ سلنه رایو په اخیستو یې درېیم ځای خپل کړ. [۲]

د ژوند په لومړیو کې[سمول]

اګوون د ۱۹۶۶ز کال د جون په ۲۱مه د فرانسیسکو بلاس اګوون (۱۹۳۶زـ۲۰۰۵ز)، چې پلار یې و او مارسلینا لیون ګویررو اګوون په مرحومه کورنۍ کې زېږېدلی دی. هغه د ګوام په یوه کرونده کې رالوی شو. اګوون د سنټ فرانسیس په ښوونځي کې زده کړې وکړې او په ۱۹۸۴ز کال کې د دویناس پلار له یادګاري ښوونځي نه فارغ شو، چې دا په منګېلاو کې د کاتولیکو عالي لېسه ده. اګوون خپل لیسانس په ۱۹۸۸ز کال کې له ډنور پوهنتون نه ترلاسه کړ. هغه خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او د  MBAسند یې هم په ۱۹۹۰ز کال کې له ډنور پوهنتون نه ترلاسه کړ.[۳]

شخصي ژوند[سمول]

اګوون له جنیفر اونکانګکو لوژان سره واده وکړ، لوژان د ښځینه وو د سافټبال په ډله کې لوبېده او د ۱۹۹۸ز کال په میکرونزي لوبو کې یې په پالایو کې د ګوام لپاره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. اګوون څلور اولادونه لري، هغه په ګوام کې د سنټ فرانسس د رومي کاتولیکې کلیسا غړی دی.[۳][۲]

سیاسي ژوند[سمول]

اګوون په ۱۹۸۸ز کال کې په دولت کې دنده پیل کړه. هغه د ګوام د سوداګریزې برخې د مدیر، د څېړونکي او د ګوام د سیمه ییزې پلان جوړونې د شورا د رئیس په توګه دندې ترسره کړې دي. اګوون په ۱۹۹۹ز کال کې د ګوام په ملي هوایي ګارد کې شامل شو. هغه په ۲۰۰۷ز او ۲۰۰۸ز کال کې د پایېدونکې ازادۍ د عملیاتو د یوې څانګې لپاره افغانستان ته راولېږل شو.[۳][۲]

د ګوام قانون جوړونکی مجلس[سمول]

اګوون په ۱۹۹۷ز کال د لومړي ځل لپاره د ګوام په ۲۴م قانون جوړونکي مجلس کې د سناتور په توګه وټاکل شو.[۳][۲]

له هغه مهاله تر دې دمه یې په دغه مجلس کې شپږ دورې دوه کلنه دنده ترسره کړه. په ۲۰۰۳ز کال کې اګوون یوه دوره د ولسمشرۍ مرستیال هم پاتې شوی دی. د هغه د کمېټې په دندو کې د میکرونزي، د پخوانیو سرتېرو او پوځیانو چارې او د زده کړو کمېټې شاملې دي.[۳][۲]

د Underwood-Aguon کمپاین (2006ز)[سمول]

اګون په 2006ز کال کې د رابرت ا. انډرووډ په وخت کې د ګوام د فرماندارۍ لپاره په ټاکنو کې نوماند و. د سپټمبر په مقدماتي ټاکنو کې د انډرووډ اګوون ټیکټ (په ټاکنو کې د یوه سیاسي ګوند د نوماندانو لیست) د پخواني حاکم کارل ګوتیرز او سناتور بي جې کروز له خوا تر ماتې وروسته هغه مهال بریالی شو، چې ګیټرز دا مهال د کانګریس د پخواني استازي انډرووډ له خوا منل شوی و. په هر حال، د انډرووډ اګوون ټیکټ په عمومي ټاکنو کې د اوسني جمهوري غوښتونکي حاکم، فلیکس پرز کاماجو او مرستیال مایکل کروز له خوا مات شو.[۴]

د ګوټیرزـ اګوون کمپاین (۲۰۱۰ز)[سمول]

د ګوام پخواني حاکم کارل ګوتیرز په ۲۰۱۰ز کال کې د فرماندارۍ د ټاکنو لپاره اګوون د خپل مرستیال په توګه وټاکه. ګوتیرز او اګوون په لومړنیو ټاکنو کې پرته له کوم مخالفته ګډون وکړ، چې دا په تېرو څلوېښتو کلونو کې د فرماندارۍ لپاره د ډیموکراټانو لومړنۍ بې رقیبه ټاکنې وې. ګوتیرز او اګون په لومړنیو ټاکنو کې ۸۱۴۰ رایې ترلاسه کړې. [۵][۶][۷]

ګوتیرز او اګوون د ۲۰۱۰ز کال په ټولټاکنو کې له ادې بازا کالوو او ري ټنوریو نه په ۴۸۷ رایو ماته وخوړه. اګوون له ګوتیرز سره یوځای د رایو د بیاشمېرنې لپاره اعتراض ثبت کړ. د ۲۰۱۲ز کال په فبرورۍ کې اګوون غوښتنه وکړه، چې خپل شکایت لغوه کړي. [۸]

د ګوام قانون جوړونکي مجلس ته بیا ورګرځېدنه[سمول]

اګوون په ۲۰۱۲ز کال کې د ټولې ټاپو په کچه یو ځل بیا د ګوام د قانون جوړونې په مجلس کې د سناتور په توګه وټاکل شو. هغه همدارنګه له جي ارتور ارت چان جونیر سره، د کمپاین خزانه دار، چې د راک د هوایي محصولاتو مهندس و، هم کار وکړ. اګوون سیاست ته د تازه دمي په توګه له اوسنیو دریوو سناتورانو نه ډېرې رایې ترلاسې کړې او د ډیموکراټ ګوند په لومړنیو ټاکنو کې یې د ۷۵۷۲ رایو په ترلاسه کولو سره دویم ځای خپل کړ. د فرانک اګوون جونییر ټاکنیزو مبارزو د لومړنیو او عمومي ټاکنو ترمنځ ډېر شدت وموند، چې د ۱۹۵۱۸ رایو په اخیستو سره یې په ټوله ټاپو کې دویم دریځ خپل کړ او یوازې یوه پخواني سناتور په کې ډېرې رایې اخیستې وې.

د ګوام د قانون جوړونې ۳۲م مجلس[سمول]

سناتور اګوون د ۲۰۱۳ز کال د جنوري په ۷مه له خپلې مېرمنې او بچیانو سره خپل دفتر ته لاړ او د سناتورۍ لپاره یې لوړه وکړه. اګوون د متحده ایالاتو د پوځ ځای په ځای کولو، کورني امنیت، د پخوانیو سرتېرو او د ګوام د قضاییه قوې د مشر په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۱۳ز کال د جنورۍ په ۲۵مه سناتور اګوون د ۲۴-۳۲ (COR) شمېرې لایحې په مطابق د وژل شوو اتلانو له خپلوانو نه د فیس نه اخیستو قانون معرفي کړ.

سناتور اګوون د ۲۰۱۴ز کال په ډسمبر کې د ۳۲-۲۰۸ شمېرې عمومي قانون د ۱ برخې د سمون لپاره لایحه وړاندې کړه، چې دا د ۲۰۱۴ز کال د رقابتي تنخوا له قانون نه د I Liheslaturan Guahan سناتورانو له لرې کولو سره په تړاو کې وه.

د ۲۰۱۴ز کال ټاکنې[سمول]

اګوون د ۲۰۱۴ز کال د جون په ۲۵مه د ګوام د قانون جوړونې د ۳۳م مجلس لپاره د ګوام په ټاکنیز کمیسیون کې د ډیموکراټ سناتور په توګه نوماند شو. اوسمهال د اګوون د کمپاین خزانه دار ایپیفانیو وینسټن ایم ایلیسټيو دی، چې د انجنیري کار لپاره یې د ارتور چان جونیور ځایناستی وټاکه.

سناتور اګوون د بیا ټاکل کېدو په هڅه کې و او د ۶۵۵۶ یا د ډیموکراټانو د لومړنیو ۷۹.۳ سلنه رایو په اخیستو سره یې لومړی ځای خپل کړ. سناتور اګوون په ۲۰۱۴ز کال کې ډېرې رایې وګټلې، په داسې حال کې، چې په ۲۰۱۲ز کال کې یې دویم مقام ګټلی و، خو اوسمهال یو ځل بیا د لومړي مقام په ترلاسه کولو سره په ټاکنو کې بریالی شو.

سناتوري[سمول]

د ۲۰۱۵ز کال د جنورۍ په ۲۱مه سناتور اګوون د ۲۷-۳۳ (COR) شمېرې لایحه وړاندې کړه او په هغې کې یې دا په رسمیت وپېژندله، چې دولتي کارکوونکو په ۲۰۰۲ز مالي کال کې په لوړو رتبو سره د §6203 په درج شو مفادو کې او د څلورم سرلیک په مطابق، غرامت نه ترلاسه کاوه. د ګوام کوډ د ۲۰۰۲ز مالي کال د میریټ بونس خپرونو ته اجازه او د داسې تادیاتو چمتو کول تشرېح کوي.

د ۲۰۱۶ز کال ټاکنې[سمول]

اګوون د ۲۰۱۶ز کال د جون په ۱۳مه د راتلونکې دورې لپاره د ګوام د ټاکنیز کمیسیون او د ګوام په قانون جوړونکي مجلس کې د ډیموکراټ سناتور په توګه نوماند شو، چې په ۲۰۱۶ز کال کې یې تر ټولو ډېرې رایې وګټلې او لومړی ځای یې خپل کړ.

د ۲۰۱۸ز کال ټاکنې[سمول]

د ۲۰۱۷ز کال د فبرورۍ په ۲۱مه اګوون ومنله، چې دی هوډ لري ترڅو په ۲۰۱۸ز کال کې د ګوام فرماندارۍ ته له خپل ملګري الیسیکا لیمتیاکو سره یوځای د ډیموکراټ ګوند له خوا نوماند شي. الیسیکا د متحده ایالاتو (ګوام او CNMI) پخوانی څارنوال او د ګوام لوی څارونوال و. د اګوون دغه هوډ د ۲۰۱۷ز کال په اکټوبر کې تایید شو. هغوی به له لو لیون ګویررو له جوش تنوریو سره، پخوانی حاکم کارل ګوټیرز به له فرډ بوردالو سره او دنیس رودریګز به له دیو کروز سره سیالۍ ته دانګي.

سرچينې[سمول]

  1. Prabook ID: https://prabook.com/web/person-view.html?profileId=1457133 — subject named as: Frank Blas Aguon
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ . Governor, Lt. Governor Candidate Profiles: Frank Aguon Jr.. Pacific Daily News.[مړه لينکونه]
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ (په 2009-06-23 باندې). Senator Frank Blas Aguon, Jr., Filipino American Senator in Guam. Asian Journal.
  4. (په 2006-11-08 باندې). Camacho Declares Win. Pacific Daily News.
  5. (په 2010-07-07 باندې). Gutierrez Democrats' shoe-in candidate. Marianas Variety News & Views.
  6. (په 2010-07-06 باندې). Guam's Democratic Party Won't Have a Primary Election for Governor's Race. Guam News Watch.
  7. (په 2010-09-06 باندې). Calvo wins GOP primary. Marianas Variety News & Views.
  8. Steve Limtiaco, "Aguon wants out of suit. Gutierrez to continue challenging 2010 election," February 23, 2012, Pacific Daily News, http://www.guampdn.com/article/20120223/NEWS01/202230321/Aguon-wants-out-suit-Gutierrez-continue-challenging-2010-election?odyssey=tab%7Ctopnews%7Ctext%7CFrontpage[مړه لينکونه]