Jump to content

فرانسېس ویلارډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانسېس ویلارډ
فرانسېس ویلارډ
فرانسېس ویلارډ

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
نيويارک   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه

فرانسېس الیزابېت کرولاین ویلارډ (د ۱۸۳۹ کال د سپټمبر ۲۸مه – د ۱۸۹۸ کال د فبرورۍ ۱۷مه) یوه امریکايۍ روزونکې، اعتدال‌پاله اصلاح غوښتونکې او د ښځو د رایې د حق مبارزه وه. ویلارډ په ۱۸۷۹ کال کې د ښځو د مسیحي پرهېزګارۍ اتحادیې مشره شوه او د مړینې تر وخته د دغې اتحادیې مشره پاتې شوه. د ویلارډ د کارونو اغېز په نورو لسیزو کې هم دوام درلود، ځکه د متحدو ایالتونو په اساسي قانون کې اتلسم تعدیل (د ممنوعیت په اړه) او نولسم تعدیل (د ښځو د رایې د حق په اړه) تصویب شول. ویلارډ د اتحادیې لپاره د «هر څه وکړئ» شعار پیل کړ او د اتحادیې غړي یې وهڅول چې د لابي کولو، غوښتنې، تبلیغ، انتشاراتو او زده‌کړو له لارې په ټولنیزو اصلاحاتو کې پراخه ونډه واخلي. ویلارډ د خپل ژوند په اوږدو کې وکولای شول چې په ډېرو ایالتونو کې د رضایت سن [هغه سن دی چې په کې یو کس له قانوني پلوه د خپل‌خوښې جنسي اړیکې اجازه لري] لوړ کړي او د کار په قانون کې اصلاحات راولي چې د ورځې اته ساعته کار کول یې تصویب کړل. د ویلارډ په لیدلورو کې د علمي اعتدال لارښوونه، په زندان کې اصلاحات، مسیحي سوسیالېزم او په نړیواله کچه د ښځو د حقونو پراختیا شامله وه.

د ژوند لومړي وختونه او زده‌کړې

[سمول]

ویلارډ په ۱۸۳۹ کال کې د «جوزیا فلېنټ ویلارډ» او «مري ټامپسن هیل ویلارډ» په کور کې د «نیویارک» ایالت «روچسټر» ښار ته نږدې په «چرچ‌ویل» سیمه کې زیږېدلې ده. نوم یې له انګرېزې ناول لیکوالې «فرانسیس (فاني) برني»، امریکايۍ شاعرې «فرانسیس ازګوډ» او خپلې خور «الیزابېت کارولین» څخه اخیستل شوی دی. ویلارډ دوې نورې خویندې او یو ورور هم لرل: مشر ورور یې «الیور» او کوچنۍ خور یې «مري» نومېده. پلار یې بزګر، طبعیت‌پوه او قانون‌جوړوونکی و. مور یې د ښوونځي ښوونکې وه. په ۱۸۴۱ کال کې یې کورنۍ د «اوهایو» ایالت «اوبرلین» ښار ته لاړه. په ۱۸۴۶ کال کې یې د پلار «جوزیا ویلارډ» د روغتیا لپاره د «ویسکانسین» ایالت «جانسویل» ښار ته لاړل. هلته یې کورنۍ له عیسویت څخه متدیستوب ته واوښته. فرانسېس او خور یې مري په «میلواکي نارمل انستېتیوت» کې درس پیل کړ او دا هغه ځای و چې مور او خور یې تدریس په کې کړی و. [۱][۲]

په ۱۸۵۸ کال کې د ویلارډ کورنۍ د «ایلینویز» ایالت «ایوانسټون» ښار ته لاړه او پلار یې «جوزیا ویلارډ» بانکوال شو. فرانسېس او مري د نارت وېسټرن په ښځینه کالج کې (دا کالج له نارت وېسټرن پوهنتون سره کوم تړاو نه‌لري) او ورور یې الیور په «ګارېټ بایبلیکل انستېتیوت» کې درس پیل کړ. [۳]

تدریسي مخینه

[سمول]

ویلارډ له نارت وېسټرن ښځينه کالج څخه تر فراغت وروسته په ټول هېواد کې د تدریس بېلابېلې دندې اجرا کړې. دې په پېټسبورګ ښځينه کالج او په نیویارک کې د جینسي وېسلیان په اکاډمۍ (وروسته سیراکوز پوهنتون) کې د ښوونکې په توګه کار وکړ. په ۱۸۷۱ کال کې د «ایونسټن» په نامه د نوي جوړ شوي ښځينه کالج مشره وټاکل شوه. کله چې ایونسټن کالج په ۱۸۷۳ کال کې د نارت وېسټرن پر پوهنتون بدل شو، ویلارډ په پوهنتون کې د ښځو لومړنۍ مشره وټاکل شوه. یو کال وروسته یې د پوهنتون له مشر «چارلېز هنري فاولر» سره د ښځو د کالج د مدیریت په اړه شخړه راغله او له دغه مقامه یې استعفا وکړه. ویلارډ تر دې وړاندې له فاولر سره کوژده کړې وه خو بېرته یې کوژده فسخه کړې وه. [۴][۵][۶]

فعالیت (د ښځو د مسیحي پرهېزګارۍ اتحادیه او د ښځو د رایې حق)

[سمول]

ویلارډ تر استعفا وروسته پر یوه نوي مسلک تمرکز وکړ او هغه د ښځو د پرهېزګارۍ خوځښت و. په ۱۸۷۴ کال کې يې د ښځو د مسیحي پرهېزګارۍ اتحادیې د جوړېدو په کنوانسیون کې ګډون وکړ او هلته لومړنۍ اړونده سکرتره وټاکل شوه. په ۱۸۷۶ کال کې د دغې اتحادیې د انتشاراتو مشره شوه او د «یونین سېګنال» په نامه یې د اتحادیې د اونیزې پر خپرولو او د ملي مخاطبینو پر پیدا کولو تمرکز وکړ. ویلارډ په ۱۸۸۵ کال کې له الیزابېت بوینټون هاربرټ، مري اېلن وېسټ، فرانسېس کانانټ، مري کراول وان بنشوټن او 43 نورو سره یوځای «ایلنوس د ښځو مطبوعاتي اتحادیه» جوړه کړه. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ویلارډ په ۱۸۷۹ کال کې د دغې اتحادیې د مشرۍ په لټه کې وه او په بریالیتوب سره یې ترلاسه کړه. تر ټاکل کېدو وروسته د مړینې تر وخته پر دغه مقام پاتې شوه. د اعتدال‌ساتنې لپاره د ویلارډ په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو کې په ۱۸۷۴ کال کې یو پنځوس ورځنی سفر، په متوسط ډول په کال کې ۳۰۰۰۰ زره مایله سفر او د یوې لس کلنې دورې لپاره په کال کې ۴۰۰ ویناوې شاملې وې چې دا ټول د ویلارډ د شخصي سکرتر «انا اډامز ګورډن» په مرسته وو. [۱۲][۱۳]

د ویلارډ کار په ۱۸۸۳ کال کې د نشه‌يي توکو د نړیوال تجارت پر وړاندې د پولیګلاټ غوښتنې په خپرولو سره نړیوال شو. دا په واشنګټن ډي سي کې د ښځو د نړیوالې شورا په ناسته کې له «مې رایټ سېوال» سره یوځای شوه او د متحدو ایالتونو د ښځو د ملي شورا دایمي بنسټ یې کېښود. په ۱۸۸۸ کال کې د دغې ادارې لومړنۍ مشره شوه او تر ۱۸۹۰ کال پورې پر دغه مقام پاتې شوه. ویلارډ په ۱۸۸۸ کې دا اتحادیه نړیواله هم کړه او په ۱۸۹۳ کال کې يې مشره شوه. دې د بریتانیا د ښځو د پرهېزګارۍ اتحادیې له مشرې «لیډي ایزابل سامرسېټ» سره چې څو ځله یې په بریتانیا کې سره لیدلي وو، له نږډې همکاري وکړه. [۱۴][۱۵]

ویلارډ په ۱۸۹۲ کال کې د ولسي ګوند (پاپیولېست) د جوړېدو په جریان کې د «سېنټ لوویس» په کنوانسیون کې ګډون وکړ. دغه کنوانسیون د «ایلینویز» ایالت په «شیکاګو» ښار کې د اصولو یوه ټولګه خپره کړه، دا ټولګه ویلارډ او د متحدو ایالتونو ۲۸ نورو مهمو اصلاح غوښتونکو جوړه کړه چې دغه ۲۸ اصلاح غوښتونکې هم د ویلارډ په بلنه راټولې شوې وې. نوي جوړ شوي ګوند د رایې د حق یا د ښځو د اعتدال له تایید څخه ډډه وکړه، ځکه غوښتل يې پر اقتصادي مسایلو تمرکز وکړي.

ویلارډ تر ۱۸۹۳ کال وروسته د بریتانیا د فابیان ټولنې [په انګلستان کې یو سوسیالېستي غورځنګ دی] تر اغېز لاندې راغله او پر یوه ژمنه مسیحي سوسیالېسته بدله شوه. [۱۶][۱۷]

مړینه او میراث

[سمول]

ویلارډ د نیویارک ښار په «امپایر هوټل» کې پر انفولانزا تر اخته کېدو وروسته په داسې حال کې مړه شوه چې انګلستان او فرانسې ته د حرکت په حال کې وه. اغلې ویلارډ د ایلینویز ایالت د شیکاګو ښار په «روزهیل» هدیره کې خاورو ته سپارل شوې ده. په ایوانسټون کې یې خپل کور WCTU ته وقف کړ. په ۱۹۰۰ کال کې "د فرانسېس ویلارډ کور" د یوه موزیم په ډول پرانیستل شو او د WCTU مرکزي دفتر هم شو. په ۱۹۶۵ کال کې دغه ځای ملي تاریخي نښې ته ترفېع وکړه. [۱۸][۱۹][۲۰]

په ۱۹۱۱ کال کې د سوېلي استرالیا په اډلایډ ښار کې د ویلارډ سالون او د ویلارډ مېلمستون د WCTU د سوېلي استرالیا د څانګې له‌خوا پرانیستل شول.[۲۱][۲۲][۲۳]

سرچینې

[سمول]
  1. Willard, Frances (2002). Donawerth, Jane (ed.). Rhetorical Theory by Women before 1900: an Anthology. Rowmand and Littlefield. pp. 241–254. ISBN 9780742517172. بياځلي په 2014-06-19.
  2. hedrick, Amanda (10 April 2011). "Progressive Protestantism: the Life of Frances Willard, 1839–1896". American Religious Experience. بياځلي په 2014-06-19.
  3. Bordin, Ruth Brirgitta Anderson (1986). Frances Willard: A Biography. Chapel Hill: University of North Carolina Press. ISBN 0-8078-1697-3.
  4. Willard, Frances (2002). Donawerth, Jane (ed.). Rhetorical Theory by Women before 1900: an Anthology. Rowmand and Littlefield. pp. 241–254. ISBN 9780742517172. بياځلي په 2014-06-19.
  5. "Learning – Frances Willard (1864-1874)". sites.northwestern.edu. Northwestern Libraries. بياځلي په 31 July 2020.
  6. "Frances E. Willard: Years of Challenge (1859-1874)". Illinois During the Gilded Age, 1866-1896. Northern Illinois University Libraries. 2007. خوندي شوی له the original on 2010-05-25. بياځلي په 2010-03-24.
  7. Bordin, Ruth Brirgitta Anderson (1986). Frances Willard: A Biography. Chapel Hill: University of North Carolina Press. ISBN 0-8078-1697-3.
  8. "WCTU Publications". June 7, 2012. خوندي شوی له the original on June 7, 2012. بياځلي په August 22, 2019.
  9. Benschoten, William Henry Van (1907). Concerning the Van Bunschoten Or Van Benschoten Family in America: A Genealogy and Brief History ... (in انګليسي) (Public domain ed.). A. V. Haight Company. p. 359. بياځلي په 23 December 2021. {{Source-attribution}
  10. "MRS. MARY C. VAN BENSCHOTEN". Chicago Tribune (in انګليسي). 30 March 1921. p. 15. بياځلي په 23 December 2021 – via Newspapers.com. کينډۍ:Source-attribution
  11. Burt, Elizabeth V., ed. (2000). Women's Press Organizations, 1881-1999. Westport, CT: Greenwood Press. p. 76. ISBN 0-313-30661-3. بياځلي په 2014-06-19.
  12. Willard, Frances E. (1890). A White Life for Two. Chicago: Women's Temperance Publishing Association.
  13. "Frances Willard". Encyclopædia Britannica. (20 July 2013). Encyclopædia Britannica. 
  14. Joan Cashin, First Lady of the Confederacy: Varina Davis' Civil War (Harvard University Press 2006) pp. 241-44. 252-253
  15. Willard, Frances Elizabeth. Home protection manual. New York: Published at "The Independent" office, 1879.
  16. "Frances Elizabeth Caroline Willard (1839–1898)". Women Christian Temperance Union. خوندي شوی له the original on 2014-06-12. بياځلي په 2014-06-19.
  17. "Frances Willard". Encyclopædia Britannica. (20 July 2013). Encyclopædia Britannica. 
  18. Bordin, Ruth (1986). Frances Willard: A Biography. The University of North Carolina Press.
  19. Wilson, Scott. Resting Places: The Burial Sites of More Than 14,000 Famous Persons, 3d ed.: 2 (Kindle Location 50944). McFarland & Company, Inc., Publishers. Kindle Edition.
  20. Roark, James L.; Johnson, Michael P.; Furstenburg, Francois; Cline Cohen, Patricia; Hartmann, Susan M.; Stage, Sarah; Igo, Sarah E. (2020). "Chapter 20 Dissent, Depression, and War: 1890–1900". The American Promise: A History of the United States (Kindle). Vol. Combined Volume (Value Edition, 8th ed.). Boston, MA: Bedford/St. Martin's. Kindle Locations 14816–14835. ISBN 978-1319208929. OCLC 1096495503.
  21. "Women's Christian Temperance Union". Adelaidia. بياځلي په 3 July 2019.
  22. "Wakefield Street, Adelaide [B 7386]: Photograph". State Library of South Australia. بياځلي په 3 July 2019.
  23. Ross Evans Paulson (1997). Liberty, Equality, and Justice: Civil Rights, Women's Rights, and the Regulation of Business, 1865-1932. Duke UP. p. 87. ISBN 0822319918.