فرانسوي ژبه (د هندو-اروپايي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فرانسوي ژبه (په فرانسي ژبه کې:  (français [fʁɑ̃sɛ]) یا (langue française [lɑ̃ɡ fʁɑ̃sɛːz])  د هندو-اروپايي کورنۍ لاتین یا نیولاتین ژبه ده. دا ژبه، لکه د نورو رومي ژبو په څېر، د رومي سترواکۍ د عامیانه لاتیني ژبې نه اخییستل شوې ده. فرانسوي ژبه د ګالو-رومانس نه رامنځ ته شوه، هغه لاتین ژبه چې په ځانګړې توګه په شمالي ګول کې تکلم کېده. د دې نږدې نورې ژبې د دویل ژبې دي، چې له تاریخي اړخه په شمالي فرانسه او سویلي بلجیم کې پرې خبرې کېږي او فرانسوي ژبه یې په لویه کچه ځای ناستې شوه. فرانسوی ژبه هم د شمالي رومي ګول ژبو د بومي کلټیک ژبو، لکه: ګیلیا بیلجیکا او د رومي فرانکش د یرغلګرو نه وروسته د (جرمني) فرانک ژبې له خوا تر اغېز لاندې راغلې ده.  اوس مهال، د فرانسې د پخوانۍ بهرنۍ پراختیا له امله، ډېری فرانسوي بنسټه کریول ژبې، په ځانګړې توګه د هایتي کریول ژبه شته ده. په انګلیسي او لاتیني ژبو کې یوه فرانسوی ژبي وګړي یا ملت ته فرانسوي ژبي ( Francophone) ویل کېږي.  

په فرانسوي ژبه د څو وچو په ۲۹ هېوادونو کې، د رسمي ژبې په توګه تکلم کېږي، چې ډېری یې د فرانسوي ژبې د نړیوالې ټولنې غړي دي او دا ټولنه، د ۸۴ هغوهېوادونو نه جوړه شوې ده، چې فرانسوي ژبه په رسمي بڼه یا په ښوونیزه برخه کې کاروي.  فرانسوي ژبه، د هغو شپږو رسمي ژبو نه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا کارول کېږي. دا ژبه د وګړو د ډېروالي پر بنسټ، په ترتیب سره په فرانسه، کاناډا (په ځانګړې توګه د کیوبیک، اونتاریو او نیو برونزوک په والیتونو کې او په نورو فرانسوي مېشتو سیمو کې)، بلجیم (والونیا او د بروکسل په پلازمینه سیمه)، لوېدیځ سویس (په ځانګړې توګه هغه برخې چې د رومانډي سیمه تر پوښښ لاندې نیسي)، د لوګزامبورګ په ځینو سیمو کې، د متحده ایالاتو په ځینو برخو کې (د لوزیانا، مین، نیوهیمپشایر او ورمونټ په ایالتونو کې)، موناکو، د ايټاليا د اوستا د درې په سيمه کې او په نورو ځایونو کې د بېلابېلو ټولنو له خوا د لومړۍ ژبې په توګه تکلم کېږي.  [۱][۲][۳]

په ۲۰۱۵ ز کال کې، د اټکل پر بنسټ د فرانسوي ژبې تکلم کوونکو ۴۰٪ نفوس (د هغو کسانو په ګډون چې دا ژبه د دویمې ژبې په توګه تکلم کوي او هغه کسان چې په دې ژبه یو څه خبرې کوي) په اروپا کې مېشت وو، ۳۶٪ په نیمه صحرایي افریقا او د هند سمندر په برخو کې، ۱۵٪ په شمالي افریقا او منځني ختیځ کې ۸٪ په امریکا کې او ۱٪ په اسیا او اوقیانوس کې مېشت وو. په اروپایي اتحادیه کی فرانسوی ژبه دویمه ترټولو پراخه مورنۍ ژبه ده. هغه اروپایان چې په نورو ژبو خبرې کوي، له ډلې یې نږدې یو پر پنځمه برخه کولای شي، د دویمې ژبې په توګه په فرانسوي خبرې وکړي. د ښوونې په برخه کې په اروپایي اتحادیه کی فرانسوی ژبه په دویم مقام کې ځای لري. د انګلیسي او جرمني ژبو ترڅنګ، د اروپايي اتحادیې ټول بنسټونه فرانسوي د کاري ژبې په توګه کاروي، ان په ځینو بنسټونو کې، (د بېلګې په توګه د اروپایي اتحادیې د عدالت محکمه)، فرانسوي یوازینۍ کاري ژبه ده. د مورنیو ژبه په نوملړ کې فرانسوي ژبه په نړۍ کې اتلسم ځای لري، د ټولو تکلم کوونکو د شمېر پر بنسټ شپږم ځای لري او د څېړنې او تدریس په برخه کې په ټوله نړۍ کې دویمه یا درېیمه ژبه ګڼل کېږي (چې ۱۲۰ میلیونه زده کوونکي دا ژبه کاروي). د شپاړسمې پېړۍ نه را په دې خوا د فرانسې او بلجیم د استعمار په پایله کې، فرانسوي ژبه تازه امریکايي، افریقايي او آسیايي سیمو ته معرفي شوه. د دویمي ژبه په توګه، د فرانسوي ژبې ډېری تکلم کوونکي په فرانسوي مېشته افریقایي سیمو، په ځانګړې توګه ګابون، الجزایر، مراکش، تونس، موریس، سینیګال او عاج ساحل کې ژوند کوي.  [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د اټکل له مخې فرانسوي ژبه نږدې ۷۶ میلیونه مورني تکلم کوونکي لري، نږدې ۲۳۵ میلیونه ورځنی روان تکلم کوونکي او نږدې ۷۷ – ۱۱۰ میلیونه هغه تکلم کوونکي چې دا ژبه په بېلو کچو د دویمې ژبې په توګه تکلم کوي، چې عمده برخه یې په افریقا کې ژوند کوي. د OIF په پر بنسټ، د معیارونو په نظر کې نه نیولو یا دا چې کوم وګړي په نظر کې ونیول شي، په ټوله نړۍ کې نږدې ۳۰۰ میلیونه وګړي "په فرانسوي ژبه د خبرو کولو وړتیا لري".د لاوال پوهنتون او د فرانسوي ژبو پوهنتونو د ټولنې د ډیموګرافیکي اټکل پر بنسټ، د فرانسوي ژبې تکلم کوونکي ښایي تر ۲۰۲۵ ز کال پورې نږدې ۵۰۰ میلیونه وګړو او تر ۲۰۵۰ز  کال پورې ۶۵۰ میلیونه تکلم کوونکو ته ورسېږي. OIF تر ۲۰۵۰ ز کال پورې ۷۰۰ میلیونه وکړي اټکل کوي، چې ۸۰ سلنه یې ښایي په افریقا کې وي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په علمي معیارونو او ادبیاتو کې فرانسوي ژبه د د نړیوالې ژبې په توګه اوږد تاریخ لري او د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې، د شمالي اتلانتیک د تړون یا ناټو، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان، د المپیک د نړیوالې کمېټې او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په ګډون د ډېری نړیوالو بنسټونو لومړنۍ یا دویمه ژبه ګڼل کېږي. د بلومبرګ د سوادګرۍ اونیزې په ۲۰۱۱ ز کال کې، له انګلیسي او دودیزې چینایي ژبې نه وروسته، د سوداګرۍ لپاره فرانسوي ژبه د درېیمي ګټورې ژبې په توګه ګڼلې ده. [۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. "In which countries of the world is this language spoken..." د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Official Languages". www.un.org (په انګلیسي ژبه کي). 2014-11-18. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Census in Brief: English, French and official language minorities in Canada". www12.statcan.gc.ca (په انګلیسي ژبه کي). 2017-08-02. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The status of French in the world". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. European Commission (June 2012), "Europeans and their Languages" (PDF), Special Eurobarometer 386, Europa, د کتاب پاڼې 5, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ جنوري ۲۰۱۶ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۴ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Why Learn French". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جون ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Develey, Alice (25 February 2017). "Le français est la deuxième langue la plus étudiée dans l'Union européenne" – عبر Le Figaro. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:In lang La Francophonie dans le monde 2006–2007 published by the Organisation internationale de la Francophonie. Nathan Archived 14 January 2018 at the Wayback Machine., Paris, 2007.
  9. "How many people speak French and where is French spoken". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Estimation des francophones dans le monde en 2015. Sources et démarches méthodologiques." [archive] [PDF], sur Observatoire démographique et statistique de l’espace francophone [archive].
  11. "Francophonie ("Qu'est-ce que la Francophonie?")". www.axl.cefan.ulaval.ca. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The World's Most Widely Spoken Languages". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Agora: La francophonie de demain". د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The status of French in the world". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. " OIF synthèse français " [archive] [PDF], Francophonie
  16. Lauerman, John (30 August 2011). "Mandarin Chinese Most Useful Business Language After English". Bloomberg. New York. مؤرشف من الأصل في ۲۹ مارچ ۲۰۱۵. French, spoken by 68 million people worldwide and the official language of 27 countries, was ranked second کينډۍ:Bracket. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)