منځپانگې ته ورتلل

فرانسوا هولانډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانسوا هولانډ
François Hollande  ويکيډاټا کې  (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
فرانسوا هولانډ
فرانسوا هولانډ

د شخص مالومات
زېږون نوم
François Gérard Georges Nicolas Hollande  ويکيډاټا کې  (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۱۲ اگست ۱۹۵۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
تابعیت فرانسه [۱۱][۱۲][۱۳]  ويکيډاټا کې  (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 1.73 متر [۱۴]،  1.74 متر [۱۵]  ويکيډاټا کې  (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک قانونپوه [۱۶]،  سياستوال [۱۷][۱۶]  ويکيډاټا کې  (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي ژبه   ويکيډاټا کې  (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه فرانسوي ژبه [۱۸][۱۹][۲۰]  ويکيډاټا کې  (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه سياست [۲۱]  ويکيډاټا کې  (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
فرانسوا هولانډ
فرانسوا هولانډ

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې  (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې  (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

فرانسوا جېرارد نیکولاس هولانډ (په فرانسوي: fʁɑ̃swa ʒeʁaʁ ʒɔʁʒ nikɔla ɔlɑ̃d، چې د ۱۹۵۴ ز کال د اګست په ۱۲ مه زېږېدلی) یو فرانسوي سیاستوال دی، چې له ۲۰۱۲ نه  تر ۲۰۱۷ ز کال پورې یې د فرانسې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړی له دې وړاندنې له ۱۹۹۷ ز تر ۲۰۰۸ ز پورې د سوسیالیست ګوند لومړی منشي، له ۲۰۰۱ ز تر ۲۰۰۸ ز پورې د تېله ښار ښاروال او له ۲۰۰۸ ز نه  تر ۲۰۱۲ ز کال پورې د کوریزا د عمومي شورا رئیس و. هولانډ د کوریزا د لومړۍ حوزې ټاکنیزې په استازیتوب دوه ځله له ۱۹۸۸ ز کال نه تر ۱۹۹۳ز کال او له ۱۹۹۷ ز کال نه  تر ۲۰۱۲ ز کال پورې په ملي شورا کې هم دنده پر مخ وړې ده.

هولانډ چې په روان کې نړۍ ته سترګې پرانستې او په نیويي-سوغ-سېن کې لوی شوی دی، مخکې له دې چې د حکومت د ویاند ماکس ګالو په ډله کې د رسنیو د غړي په توګه دنده ترسره کړي، د تازه ټاکل شوي ولسمشر فرانسوا مېټراند د ځانګړي سلاکار په توګه یې خپل سیاسي ژوند پیل کړ. نوموړي په ۱۹۸۸ ز کال کې ملي شورا ته لاره و مونده او په ۱۹۹۷ ز کال کې د سوسیالیست ګوند لومړی منشي وټاکل شو. کله چې په ۲۰۰۴ ز کال کې سوسیالیت ګوند سیمه ییزې ټاکنې و ګتلې، هولانډ د ولسمشرۍ لپاره احتمالي نوماند په توګه وپېژندل شو، خو د لومړي منشي له چوکۍ یې استعفا ورکړه او په ۲۰۰۸ ز کال کې سمدلاسي د کوریزا د عمومي شورا د رئیس په توګه د ژان پییر دوپانټ ځای نیسي، وټاکل شو. هولانډ په ۲۰۱۱ ز کال کې په ډاګه کړه چې، د سوسیالیست ګوند په استازیتوب به په لومړنیو ټاکنو کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند لپاره ډګر ته راځي. نوموړي د مارتین اوبري په وړاندې نوماندي وګټله او د ۲۰۱۲ ز کال د مې په ۶ مه نېټه په دویم پړاو کې د ۵۱.۶ سلنه رایو پر مټ ولسمشر وټاکل شو او برحاله نیکولاس سرکوزي ته یې ماتې ورکړه.

هولانډ د خپل خدمت په اوږدو کې، د ۳۴۴ ګڼې قانون د تصویب پر بنسټ د همجنسبازانو واده ته قانوني بڼه ورکړه، د کار قانون او د مالي اعتبار روزنیز پروګرامونه یې اصلاح کړل، د افغانستان په پوځې یرغل کې یې ښکېل جنګي سرتېري واېستل او د فرانکو-جرمن د تړون له لارې یې په لابراتواري څېړنو کې د څارویو د خوندیتوب په اړه د اروپایي ټولنې لارښود لاسلیک کړ. هولانډ د ۲۰۱۵ ز کال د جنورۍ او نومبر په میاشتو کې د پاریس د بریدونو او د ۲۰۱۶ ز کال کې په نیس کې د لارۍ د بریدونو په اوږدو کې د هېواد مشري وکړه. نوموړي د اروپایي ټولنې د کډوالو د جبري سهمیې او په لیبیا کې د ناټو د ۲۰۱۱ ز کال د پوځې لاس وهنې مخکښ پلوی و. نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تایید مالي هېواد او د مرکزي افریقا جمهوریت ته د دې هېوادونو د ثبات لپاره سرتېري واستول، چې واړه عملیات یې په پراخه کچه بریالي وو، خو د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د پوځي لاس وهنې نه د نوموړي ملاتړ، د هغه د کیڼ اړخې ټاکنیزې ډلې تر منځ بحثونه را پورته کړي دي.  [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

پاریس د ۲۰۱۵ ز کال د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د د کنفرانس کوربه و او پاریس ته د ۲۰۲۴ ز کال د اوړي د المپیک لوبو د جذب په برخه کې د نوموړي هڅې بریالۍ وې، خو د دې تر څنګ، د ترهگرۍ له امله تر ۱۰ سلنه پورې وزګارۍ او کورنیو د ستونزو له امله نوموړی د خپلې دورې په اوږدو کې له نارضایتۍ سره مخامخ شو، چې په پایله کې یې د پنځم جمهوري نظام (د فرانسې جمهوري نظام) د ولسمشر په توګه د هغه شهرت په پراخه کچه زیانمن کړ. هولانډ د ۲۰۱۶ ز کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه په ډاګه کړه چې، نوموړی به د ۲۰۱۷ ز کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره، چې ټولپوښتنو په لومړي پړاو کې، د هغه د ماتې وړاندیز کړی، بیا ځان نوماند نه کړي. [۲۷][۲۸][۲۹]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې

[سمول]

فرانسوا هولانډ د ۱۹۵۴ز کال د اګست په ۱۲ مه نېټه په رآن کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. مور يې، نیکول فریډریک مارګوریت ترایبرت (۱۹۲۷ – ۲۰۰۹ز) یوه ټولنیز مرسته کوونکې وه او پلار یې، جورجس ګوستاو هولانډ (۱۹۲۳ – ۲۰۲۰ز)، د ستوني، پوزې او غوږونو یو متقاعد ډاکتر و چې په ۱۹۵۹ ز کال کې د محافظه کاره ډلې لپاره په ټاکنو ګې ډکر ته راغئ. د "هولانډ" نوم د "هالنډ د اوسېدونکي" معنا ورکوي او ډېری د هالنډي نسب په ټاټوبي او-دو-فراسن سیمه کې لیدل کېږي کېږي او اټکل کېږي چې، هالڼډي اصلیت ولري. په پلوان کې د هالنډي د کورنۍ لومړنی پېژندل شوی غړی یو ژندرګړی و چې، د ۱۵۶۹ ز کال شاوخوا يې په دې ځای کې  کار کاوه. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

کله چې هولانډ ديارلس کلن و، کورنۍ يې د پاريس ښار د څنډو یوې ځانګړې سيمې، نیويي-سوغ-سين ته کډه شوه. نوموړی د سینټ-ژان-بابتیست-دی-لا-سال ښوونځي کې چې په روان کې یو شخصي کاتولیک ښوونځي و، زده کړې پیل کړې. وروسته د نیويي-سوغ-سین په سیمه کې د پاستور لېسې ته ولاړ، چې په ۱۹۷۲ ز کال کې یې د بکلوریا سند ترلاسه کړ. ورپسې یې د پانتو اساس پوهنتون نه د حقوقو په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ. هولانډ د پاریس د سوداګرۍ په پوهنتون (HEC)  کې زده کړې وکړې او په ۱۹۷۵ ز کال کې فارغ شو، وروسته یې د پاریس د سیاسي زده کړو په انستیتوت او د ادارې په ملي پوهنتون کې (ENA) کې زده کړې پر مخ یووړې. په ۱۹۷۷ ز کال کې هغه د فرانسې په پوځ کې خپل عسکري خدمت تر سره کړ او په ۱۹۸۰ز کال کې د ENA نه فارغ شو او غوره یې وګڼله چې د څېړنې په عالي محکمه کې کار وکړي. [۴۱][۴۲][۴۳]

د ۱۹۷۴ ز کال په دوبي کې هولانډ په متحده ایالاتو کې زده کړې وکړې او له فراغت نه سملاسي وروسته یې د څېړنې په محکمه کې د سلاکار په توګه دنده پیل کړه. [۴۴]

سرچینې

[سمول]
  1. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb122353562
  2. پیوستون : 123636205  — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. سکالو پېژند: François Hollande — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/3853 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
  4. Brockhaus Enzyklopädie — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  5. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hollande-francois — سکالو پېژند: François Hollande — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  6. Store norske leksikon-ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=François_Hollande — سکالو پېژند: François Hollande — سرليک: Store norske leksikon
  7. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=hollandef — سکالو پېژند: François Hollande
  8. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=francois;n=hollande — سکالو پېژند: François Hollande
  9. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/133492 — سکالو پېژند: François Hollande
  10. Elections législatives des 30 juin et 7 juillet 2024 - Liste des candidats du 1er tour — خپرېدونېټه: ۸ جولای ۲۰۲۴
  11. http://www.nytimes.com/2012/05/31/business/global/daily-euro-zone-watch.html
  12. http://www.nytimes.com/aponline/2015/02/06/world/africa/ap-af-boko-haram.html
  13. http://www.nytimes.com/aponline/2015/01/05/world/europe/ap-eu-france-libya.html
  14. د ټولټال کار کتنه په: http://www.telestar.fr/article/presidentsde-la-republique-de-gaulle-hollande-sarkozy-combien-mesurent-ils-photos-79269 — خپرېدونېټه: ۲۰ نومبر ۲۰۱۶ — سرليک: Présidents de la République : De Gaulle, Hollande, Sarkozy… combien mesurent-ils ? — خپور کړی: Télé Star
  15. http://www.linternaute.com/actualite/politique/comparatif-hollande-sarkozy/curriculum-vitae.shtml — خپرېدونېټه: ۲۰ نومبر ۲۰۱۶
  16. 1 2 دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/123636205 — خپرېدونېټه: ۲۰ اپريل ۲۰۲۶ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  17. https://www.workwithdata.com/person/francois-hollande-1954 — خپرېدونېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴
  18. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb122353562 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
  19. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=osa2016923052 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  20. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/266492259
  21. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=osa2016923052 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  22. Chrisafis, Angélique (13 January 2013). "Mali: high stakes in 'Hollande's war'". The Guardian. London. ترلاسه‌کېدو نېټه 2 February 2013.
  23. Fouquet, Helene (26 January 2012). "Socialist Hollande Pledges Tax Breaks End, Eased Pension Measure". Bloomberg. ترلاسه‌کېدو نېټه 6 May 2012.کينډۍ:Subscription required
  24. "EU must be firm on 'hard' Brexit, says Hollande" (in بريتانوی انګلیسي). Sky News. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-12-04.
  25. Chrisafis, Angelique (2016-10-07). "UK must pay price for Brexit, says François Hollande". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-12-04.
  26. Horobin, William (2016-12-01). "French President François Hollande Says He Won't Run for Re-Election". The Wall Street Journal. ISSN 0099-9660. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-12-04.
  27. "Why is François Hollande so unpopular in France?" (in بريتانوی انګلیسي). RFI. 2013-05-06. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-12-04.
  28. Chrisafis, Angelique (2013-10-29). "François Hollande becomes most unpopular French president ever". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-12-04.
  29. "Nearly 90 percent of the French now disapprove of their president". The Washington Post. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-12-04.
  30. "François HOLLANDE | History of parliamentary service | MEPs | European Parliament". www.europarl.europa.eu (in انګليسي). ترلاسه‌کېدو نېټه 13 April 2017.
  31. "Nicole Tribert, sa mère - François Hollande et les femmes de sa vie - Elle". www.elle.fr (in فرانسوي). ترلاسه‌کېدو نېټه 13 April 2017.
  32. "Georges Hollande: "Sarkozy a fait un cadeau empoisonné à mon fils"". Charente libre (in فرانسوي). AFP. 8 May 2012. ترلاسه‌کېدو نېټه 1 July 2016.
  33. Angelique Chrisafis in Le Bourget (22 January 2012). "Francois Hollande stages first major rally in 2012 French presidential race | World news". The Guardian. London. ترلاسه‌کېدو نېټه 6 May 2012.
  34. Willsher, Kim (16 October 2011). "French presidential election: Nicolas Sarkozy v François Hollande". The Guardian. London.
  35. "EN IMAGES. François Hollande, une carrière au parti socialiste – Presidentielle 2012". Le Parisien (in French). 17 October 2011. ترلاسه‌کېدو نېټه 3 January 2012.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  36. "We all know Sarko, but who's the other guy?". The Irish Times. 21 April 2012. ترلاسه‌کېدو نېټه 6 May 2012.
  37. "The NS Profile: François Hollande". New Statesman. ترلاسه‌کېدو نېټه 6 May 2012.
  38. Chrisafis, Angelique (18 April 2012). "François Hollande: from marshmallow man to Sarkozy's nemesis?". The Guardian. ترلاسه‌کېدو نېټه 1 July 2016.
  39. Luc Antonini, L'ascendance des candidats, dans Généalogie Magazine Hors-série no 318-319, octobre-novembre 2011, p. 13
  40. Serge Raffy, Le Président, François Hollande, itinéraire secret, nouvelle édition revue et augmentée, A. Fayard/Pluriel, 2012
  41. "Global Players: Francois Hollande | Thomas White International". Thomaswhite.com. ترلاسه‌کېدو نېټه 15 May 2012.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  42. "Francois Hollande Fast Facts". CNN.com. CNN. ترلاسه‌کېدو نېټه 14 July 2017.
  43. "The French elite: Old school ties". The Economist. 10 March 2012. ترلاسه‌کېدو نېټه 6 May 2012.
  44. Erlanger, Steven (15 April 2012). "The Soft Middle of François Hollande". The New York Times. p. 50. ترلاسه‌کېدو نېټه 7 May 2012.