فرانسس هارپر
فرانسس ايلين واټکينس هارپر “Frances Ellen Watkins Harper” چې د ۱۸۲۵ ز کال د سپټمبر له ۲۴ نېټې څخه د ۱۹۱۱ د فبروري تر ۲۲ نېټې پورې يې ژوند وکړ، د غلامۍ د له منځه وړلو يوه امريکايۍ پلوې، د رايې د حق غوښتونکې، شاعره، استاده، عمومي ويناواله او ليکواله وه. د ۱۸۴۵ ز کال په پيل کې هغه يو له هغو افريقايي الاصله امريکايي مېرمنو څخه وه، چې په متحده ايالتونو کې خپره [نامتو] شوه. هارپر چې د بلتيمور ماريلېنډ “Baltimore, Maryland” کې خپلواکه زېږېدلې ده، يوه اوږدمهاله او ډېر تاليف درلودونکې مېرمن وه چې د ۲۰ کلنۍ په عمر يې د شاعرۍ لومړنۍ کتاب چاپ کړ. د ۶۷ کلنۍ په عمر يې په پراخه کچه خپل ستايل شوي ناول (Lola Leroy “1892”) چاپ کړ، چې نوموړې ته يې د هغو تور پوستو مېرمنو په منځ کې ځای ورکړ، چې ناول خپروي. [۱۵] په ۱۸۵۰ ز کال کې يې د يوې ځوانې ښځې په توګه د اوهايو په کولمبس “Columbus” کې د اتحاديې دارالعلوم “Union Seminary” کې د کورنۍ پوهې تدريس وکړ، چې ياد دارالعلوم په اصل کې د ای ام اي کليسا “AME Church” غړيتوب درلودونکی ښوونځی و. نوموړې په ۱۸۵۱ ز کال د ويليم سټېل “William still” له کورنۍ سره د اوسېدنې پر مهال د غلامۍ ضد ادبياتو ليکل پيل کړل. په ۱۸۵۳ز کال د امريکا د غلامۍ ضد ټولنې “American Anti-Slavery Society” سره له يو ځای کېدلو څخه وروسته يې د عمومي ويناوالې او سياسي فعالې په توګه خپل مسلک پيل کړ. د يادونې وړ ده، چې ويليم سټېل د پنسلوانيا د غلامۍ له منځه وړلو ټولنه “Pennsylvania Abolition Society” کې هغه ميرزا يا کاتب و، چې له کډوالو غلامانو سره يې د ځمکتلي رېل پټلۍ په اوږدو کې د لار موندلو مرسته وکړه. [۱۶] هارپر يو بريالی ادبي مسلک هم درلود. په ۱۸۵۴ ز کال کې د راز راز موضوعګانو په اړه د نوموړې د شعرونو ټولګه “Poems on Miscellaneous Subjects” يوه سوداګريزه بريا وه، چې هغه يې له پاول لاورينس دونبار “Paul Laurence Dunbar” څخه مخکې تر ټولو نامتو افريقايي الاصله امريکايۍ شاعره کړه. د «دوه وړانديزونه:Two Offers» تر سرليک لاندې د نوموړې لنډه کيسه په ۱۸۵۹ ز کال په انګليسي الاصله افريقايي “Anglo-African” [خپرېدونکې] کې چاپ شوه، چې د تور پوستې ښځې له لورې د لومړۍ خپرې شوې لنډې کيسې ادبي تاريخ يې جوړ کړ. [۱۶] هارپر په بېلابېلو ملي مخ پر وده ادارو کې لوړې دندې رامنځته، ملاتړ او تر لاسه کړې. نوموړې په ۱۸۸۶ ز کال د فلادلفيا او پنسلوانيا د ښخو د عيسوي زغم اتحاديې “Women’s Christian Temperance Union” له سپين څخه د پرته نورو نژادونو د برخې “Colored Section” چلوونکې يا سرماموره شوه. په ۱۸۹۶ ز کال يې له سپين پوستو څخه د پرته مېرمنو د ملي ټولنې “National Association of Colored Women” په رامنځته کولو کې مرسته او د ياد بنسټ د مرستيال رئيسې په توګه دنده وکړه. [۱۶] هارپر د ۱۹۱۱ ز کال د فبروري پر ۲۲ نېټه د ۸۵ کلنۍ په عمر د ښځو د رايې کارونې حق له ګټلو څخه نهه کالونه وړاندې وفات شوه. [۱۶] د ژوند لومړي وختونه او کار[سمول]فرانسس ايلين واټکېنس په ۱۸۲۵ ز کال کې د بلتيمور ماريلېنډ “Baltimore, Maryland” کې خپلواکه سيمه کې زېږېدلې ده، چې وروسته ياده سيمه وروسته ناخپلواکه (غلام) شوه. نوموړې د خپلواک مور او پلار يوازينۍ ماشومه وه. د هغې مور او پلار چې نومونه يې نامعلوم دي، دواړه په ۱۸۲۸ ز کال کې وفات شول، چې له امله يې واټکېن د درې کلنۍ په عمر يتيمه شوه. د مور له پلوه ترور او ماما يې پالنه وکړه، چې “Henrietta” او “William J. Watkins, Sr.” نومېدل او خپل وروستی نوم يې ورکړ. [۱۷][۱۸][۱۹] د هغې ماما په (Sharp Street African Methodist Episcopal Church) کې وزير و. واتکينس د تور پوستو ځوانانو لپاره د واتکېنس اکاډمۍ “Watkins Academy for Negro Youth” کې زده کړې وکړې، چې د نوموړې ماما په ۱۸۲۰ ز کال کې رامنځته کړی و. ريو واتکېنس د مدني حقونو د فعال او د غلامۍ د له منځه وړونکي په توګه د خپلې خورزې پر ژوند او کار باندې ستر نفوذ لرونکی شخص و. [۲۰][۲۱][۲۲] واټکېنس د ۱۳ کلنۍ په عمر د يوې ګنډونکې په توګه دنده ومونده. نوموړې د يوې سپين پوستې کورنۍ لپاره د نرسې په توګه هم کار وکړ، چې د کتابونو هټۍ يې درلود. نوموړې په دې وتوانېده، چې خپل اوزګار وخت په هټۍ کې د کتابونو په لوستلو او خپلې ليکنې سره تېر کړي. [۲۰][۲۳] هغه په ۱۸۵۰ ز کال د ۲۶ کلنۍ په عمر د اوهايو کولمبس ته نږدې د تور پوستو زده کوونکو لپاره د “AME” کليسا غړي ښوونځي (د اتحاديې دارالعلوم:Union Seminary) کې د کورنۍ پوهې د تدريس په موخه له بالتيمور څخه لاړه. نوموړې د ښوونځي د لومړنۍ تور پوستې ښوونکې په توګه دنده وکړه. اتحاديه په ۱۸۶۳ ز کال کې هغه مهال وتړل شوه، چې “AME” کليسا خپله مالي پانګه د ويلبيرفورس پوهنتون “Wilberforce University” پېرلو ته ځانګړې کړه. ويلبيرفورس هغه لومړنی پوهنتون و، چې ملکيت او اداره يې د تورپوستو په لاس کې وه. په ويلبيرفوس کې ښوونځی د ريو جان مافين براون “Rev. John Mifflin Brown” له لورې اداره کېده، چې وروسته په “AME” کليسا کې يو مسيحي ملا و. واټکېنس راتلونکی کال د نيويارک د پنسلوانيا په يو ښوونځي کې دنده تر سره کړه. [۲۴][۲۵] د ليکنې مسلک[سمول]د هارپر د ليکنې مسلک په ۱۸۳۹ ز کال کې هغه مهال پيل شو، چې د غلامۍ ضد ورځپاڼه کې يې لنډې ټوټې چاپ کړې. د نوموړې سياست او ليکنې يو بل خبر کړل. د هارپر د ليکنې مسلک د هغې له واده څخه ډېر پخوا (په کره ډول ۲۰ کالونه وړاندې) پيل شو، چې د همدې له امله يې بېلابېل اثار د پېغلتوب (واتکېنس) په نوم چاپ شول. [۲۶] نوموړې د شل کلنې په عمر په ۱۸۴۵ ز کال کې د ځنګل “Forest Leaves” يا د مني پاڼې “Autumn Leaves” تر سرليک لاندې د شعر لومړنی ټوک چاپ کړ. ياد کتاب نوموړې د غلامۍ د له منځه وړنې د يو مهم پلوي غږ په توګه په نښه کړه. د دې ټوک يو نقل چې له ډېرې مودې ورک و، د ۲۱ پېړۍ په لومړيو (۲۰۱۰ ز لسيزه) کې د بالتيمور د ماريلېنډ په تاريخي ټولنه “Maryland Historical Society” کې د پوه جوهانا اورټنر “Johanna Ortner” له لورې بياورغول شو. «د بېلابېلو موضوعګانو په اړه شعرونه:Poems on Miscellaneous Subjects» په نوم دويم کتاب يې خورا نامتو و، چې په ۱۸۵۴ ز کال کې يې وليکه او په راتلونکو څو کالونو کې څو ځله بيا چاپ شو. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱] هارپر په ۱۸۵۸ ز کال (له روساپارکس “Rosa Parks” څخه ۹۷ کالونه مخکې) فلادلفيا کې د يوې بېلې شوې ټرالۍ موټر په نښه شوې [له سپين پوستو څخه پرته نورو نژادونو لپاره] برخه کې له کېناستلو يا د خپلې څوکۍ له پرېښودلو څخه انکار وکړ. نوموړې په همدې کال يې په “Anti-Slavery Bugle” [خپرېدونکې] کې د «ما په يوه خپلواکه ځمکه کې ښخه کړئ:Bury Me in a Free Land» په نوم خپل شعر خپور کړ او د نوموړې يو له تر ټولو پېژندل شويو (نامتو) کارونو څخه شو. [۳۲][۳۳] په ۱۸۵۹ ز کال د هارپر د «دوه وړانديزونه:The Two Offers» په نوم کيسه انګليسي الاصله افريقايۍ “Anglo-African” ورځپاڼه کې خپره شوه، چې پّ دې سره د لنډې کيسې چاپونکې لومړنۍ ښځينه تور پوستې شوه. په همغه کال انګليسي الاصله افريقايۍ مجلې د نوموړې «زموږ تر ټولو ستره غوښتنه:Our Greatest Want» نومې مقاله خپره کړه، چې هارپر په کې د افريقايي الاصله امريکايانو د تيري عامه مذهبي مجازي معنا په مصر کې د غلامۍ پر مهال د عبراني وګړو له تيري سره وتړه. انګليسي الاصله افريقايۍ مجلې “Anglo-African Magazine” او د انګليسي الاصله افريقايۍ اونيزې ورځپاڼه دواړه د کورنۍ جګړې د وخت مهالنۍ وې، چې د غلامۍ د له منځه وړنې د پلويانو او پوهانو په منځ کې يې د مناظرې لپاره د يو جرګه ځای په توګه خدمت وکړ. [۳۴][۳۵][۳۶] هارپر ۸۰ شعرونه خپاره کړل. د غلامې مور “The Slave Mother” په نوم شعر کې ليکي، چې: «هغه د هغې نه دی، که څه هم هغې وزېږوه/ د هغه لپاره د يوې مور دردونه؛ هغه د هغې نه دی، که څه هم د هغې وينه/ د هغه په رګونو کې دوران کوي؛ هغه د هغې نه دی، د بې رحمه لاسونو لپاره/ ښايي په سپين سترګۍ سره ټوټې ټوټې شي/ د کورنۍ مينې يوازينۍ بدمرغي/ چې د هغې ماتېدونکی زړه ړنډوي». په دوه بندونو يا پاړکو کې هارپر د يوې غلامې مور او د هغې د ماشوم تر منځ محدوده اړيکه په ګوته کوي، په داسې حال کې چې د کورنۍ، مورولۍ، انسانيت او غلامۍ نمونې په کې هم رانغاړي. د هارپر يو بل شعر د ۱۸۶۱ د فبروري پر ۲۳ نېته د “Anti-Slavery Bugle” [خپرېدونکې] کې د کليولېنډ د اتحاديې ساتونکو “Cleveland Union Savers” تر سرليک لاندې چاپ شو. [۳۷][۳۸] هارپر په ۱۸۷۲ ز کال کې د سويلي ژوند خاکې “Sketches of Southern Life” خپرې کړې. دې غورچاڼ د سويل د سفر او نويو خپلواکو شويو تورپوستو وګړو سره د نوموړې د کتنې تجربه بيان کړه. هغې په دې شعرونو کې د غلامۍ او بياغونې دواړو دورو پر مهال د ژوند هغه سخت حالتونه تشرېح کړل، چې تور پوستې ښځه ورسره مخامخ شوه. هارپر په يادو بېلابېلو نقشو يا خاکو کې د چلو ترور “Aunt Chloe” په نوم د يوې پخوانۍ غلامې څېره د نکل کوونکې په توګه کاروي. [۳۹] فرانسس هارپر له ۱۸۶۸ ز څخه تر ۱۸۸۸ ز کال پورې په يوه عيسوي مجله کې پرله پسې درې ناولونه خپاره کړل، چې د مينې قرباني “Minnie’s Sacrifice”، کرل او رېبل “Sowing and Reaping” او ازمايښت او بريا “Trial and Triumph” دي. [۴۰] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12136300h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ps03kt — subject named as: Frances Harper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6651217 — subject named as: Frances Ellen Harper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?200850 — subject named as: Frances E. W. Harper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Frances-E-W-Harper — subject named as: Frances E.W. Harper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
- ↑ https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — دوتنه: Glenn O. Phillips — سرليک: African American Leaders of Maryland — خپرونکی: Maryland Center for History and Culture — ISBN 978-0-938420-69-9
- ↑ https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — خپرونکی: Greenwood Publishing Group — ISBN 978-0-313-33429-0 او 978-0-313-04907-1
- ↑ https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — دوتنه: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
- ↑ https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
- ↑ https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — دوتنه: Lawson A. Scruggs — سرليک: Women of Distinction — خپرونکی: Lawson A. Scruggs
- ↑ دوتنه: Virginia Blain، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 490
- ↑ سرليک: American Women Writers
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12136300h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ Davis, Elizabeth Lindsay (1933). "Lifting As They Climb, History of the NACW to 1932, 1933". ProQuest History Vault. د لاسرسينېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ ۱۶٫۳ Bacon, Margaret Hope (1989). ""One Great Bundle of Humanity": Frances Ellen Watkins Harper (1825-1911)". The Pennsylvania Magazine of History and Biography 113 (1): 21–43. ISSN 0031-4587. https://www.jstor.org/stable/20092281.
- ↑ Alexander, Kerri Lee (2020). "Frances Ellen Watkins Harper". National Women's History Museum. د لاسرسينېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Busby, Margaret, "Frances Ellen Watkins Harper", in Daughters of Africa, 1992, p. 81.
- ↑ Jackson, Tricia Williams (2016). Women in Black History: Stories of Courage, Faith, and Resilience. Revell. د کتاب پاڼي 58–65. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Bacon, Margaret Hope (1989). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". ""One Great Bundle of Humanity": Frances Ellen Watkins Harper (1825–1911)"]. The Pennsylvania Magazine of History and Biography 113 (1): 23.
- ↑ Robbins, Hollis (ed.), "Introduction," Iola Leroy, or, Shadows Uplifted, Penguin Classics, 2010.
- ↑ "Frances Ellen Watkins". University of Minnesota. د لاسرسينېټه April 26, 2014. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Logan, Shirley Wilson. With Pen and Voice: A Critical Anthology of Nineteenth-Century African-American Women. Southern Illinois University Press, 1995.
- ↑ Bacon, Margaret Hope (1989). ""One Great Bundle of Humanity": Frances Ellen Watkins Harper (1825–1911)". The Pennsylvania Magazine of History and Biography 113 (1): 23–24. https://www.jstor.org/stable/20092281.
- ↑ "Editorial: The Late Bishop John M. Brown". African Methodist Episcopal Church Review 10 (1). July 1893. Archived from the original on June 27, 2004. https://web.archive.org/web/20040627105540/http://dbs.ohiohistory.org/africanam/page.cfm?ID=2438. Retrieved April 26, 2014.
- ↑ Showalter, Elaine (2011). The Vintage Book of American Women Writers. Vintage Books. د کتاب پاڼي 176–183. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400034451. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Robbins, Hollis, and Henry Louis Gates, Jr (eds), The Portable Nineteenth-Century African American Women Writers, Penguin, 2017, p. 283.
- ↑ Bacon, Margaret Hope (1989). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". ""One Great Bundle of Humanity": Frances Ellen Watkins Harper (1825–1911)"]. The Pennsylvania Magazine of History and Biography 113 (1): 23.
- ↑ Ortner, Johanna, “Lost No More: Recovering Frances Ellen Watkins Harper's Forest Leaves,” Commonplace: The Journal of Early American Life. vol. 15, no. 4, Summer 2015, http://commonplace.online/article/lost-no-more-recovering-frances-ellen-watkins-harpers-forest-leaves/
- ↑ Dionne, Evette (2020). Lifting as we climb : Black women's battle for the ballot box. Viking. OCLC 1099569335. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-451-48154-2. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Bacon, Margaret Hope (1989). ""One Great Bundle of Humanity": Frances Ellen Watkins Harper (1825-1911)". The Pennsylvania Magazine of History and Biography 113 (1): 21–43. ISSN 0031-4587. https://www.jstor.org/stable/20092281.
- ↑ Rumens, Carol (February 27, 2017). "Poem of the week: Bury Me in a Free Land by Frances EW Harper | Books". The Guardian. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په April 23, 1858 باندې). Extracts from a letter of Frances Ellen Watkins. The Liberator.
- ↑ Biography.com Editors. "Frances E.W. Harper Biography". The Biography.com website. A&E Television Networks. د لاسرسينېټه February 12, 2016. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Riggs, Marcia Y. (1997). Can I Get A Witness? Prophetic Religious Voices of African American Women: An Anthology. Orbis Books. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Encyclopedia of African-American Culture and History. "Anglo-African, The". Encyclopedia.com. د لاسرسينېټه November 8, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Constantakis, Sara, المحرر (2013). Poetry for students. Volume 44 : presenting analysis, context and criticism on commonly studied poetry. Detroit, Mich.: Gale. OCLC 842240078. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781414492780. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Barrett, Faith, 1965- Miller, Cristanne. (2005). "Words for the hour" : a new anthology of American Civil War poetry. University of Massachusetts Press. OCLC 60796177. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-55849-509-6. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link) - ↑ Hine, C. D., C. W. Hine, & S. Harrold (2011). The African American Odyssey. Saddle River, NJ: Pearson.
- ↑ Frances Smith Foster, ed., Minnie's Sacrifice, Sowing and Reaping, Trial and Triumph: Three Rediscovered Novels by Frances E. W. Harper, 1994
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1911م وفاتونه
- 22 فبروري وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P172
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- Pages containing cite templates with deprecated parameters
- صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره