فرانز جوزیف هایدن
ښکارېدونکې بڼه
فرانز جوزیف هایدن ، په انگرېزي کې ( Franz Joseph Haydn ) (د ۱۷۳۲ ز کال د اپرېل ۱ - د ۱۸۰۹ ز کال د مې ۳۱) اتریشی موسیقي جوړوونکی او د ویانا د کلاسیک ښوونځي استازی دی. هغه یو له هغو کسانو څخه دی، چې د کلاسیکې موسیقۍ د داسې ژانرونو بنسټ يې اېښی، لکه سیمفوني او د موسیقۍ د تار لرونکيو الو څلور کسیزه «کوارتېت» موسیقي. د هغه د نغمو پر بنسټ د اتریشي ټولواکمنۍ او جرمني ملي سرودونه جوړ شوي دي. هایدن د کلاسیکې موسیقۍ یو له سترو موسیقي جوړوونکو څخه گڼل کېږي.