فاشیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فاشسزم د لانيني ژبې د “فاشس” تورې هغه لرگيو لپاره کاريدو چې د يو تبرگي لاستې يې جوړوو. په لرغونې روم کې داسې تبر به د سيمې د قاضي سره د هغه جلاد وړلو او د هغه په امر د قتل يا د بغاوت مجرم نه به يې په داسې تبرگي سر پرېکولو. وروستو د مرگ د سزا لپاره نورې لارې پيدا شوې او دا تبر يواځې د سمبول په توگه پاتې شو. د پينځو لرگو د لاستي تبر د يو نژاد يا د مفکورې خلکو د خپل قدرت يا زور د ښودلو لپاره وکارولو. دا به يې پخپلو بېرغونو جوړوو او د نېغ په نېغه انصاف غوښتنه يې کوله. فاشزم د سياسي تشدد ، جنگ او د امپيريلزم د لارې ملي هويت او د يو قام جوړول روا گڼي. په دې لاره دوي کمزورې ملتونو نه په زوره زمکه اخيستل ، د هغوي بې کوره کول، ان چې وژل يې هم مني. فاشسټان د خپل نسل خلکو ته په لوړه سترگه گوري او نور پخپل منځ کې ژوند کولو ته نه پرېږدي. په اروپا کې ۱۹۱۴ م د لومړي نړۍ وال جنگ پر وخت د فاشسټانو غورځنگ د اطاليې نه پېل شو. هغه وخت بونيتو مسوليني پخپل هيواد کې مېشت غېر اطالوي يا وژل او يا يې شړل. د جرمني هټلر په دې اند و چې دوي اريايان او د نور نسل د خلکو نه لوړ دي. دوي په دې مفکوره کې ډېر خلک خان سره کړل او پخپل واک اختيار کې يې مخالفت نه منلو. فاشزم ځان له د حکومت يو نظام نه دې بلکه د دې منونکو د سوشلزم، کميونزم او د کېپيټلزم نه ځينې خبرې را واخيستې او دا يې د حکومت يو نظام کړو. د فاشسټانو مبارزه نسلي وي نه چې طبقاتي. يو نسل د بل نه لوړ دې، يو خلک د بل نه ښه دي. سپين پوستي د تورانو نه ښه دي، اروپايان د ايشايانو نه ښه وي. دوي په يو ملت کې دننه د امير او د غريب فرق ختمول غواړي. دوي د کېپيټلزم او د مارکسزم تر منځ لاره غوره کوي. په سياسي توگه فاشسټ رژيم د پوځ سره لاس يو کړې وي. دوي په ښوونځو کې د پوځي يونيفارم، پرېډونو، او د يادگاري څلو د جوړولو شوقيان وي. دوي د ملت د يو والي لپاره د زور نه د کار اخستلو پلويان وي. د فاشسزم وروستې بريد دا وي چې په يوې ټولنې کې هغه خلک چې نورو ته يې څه گټه نه رسېږي، بايد له منځه يوړل شي. د بېلگې په توگه ځينې فاشسټان وايي چې په ذهني توگه وروستو پاتې کسان يا هغه چې په وجود تکړه نه وي او کارونه نشي کولې، بايد له منځه ولاړ شي. يا هغه ښځې چې تکړه او ښکلې اولادونه زېږوي، بايد حکومت ورله پېسې ورکړي. په اطاليې او جرمني کې هغه وخت فاشسټانو د ښځې دنده يواځې اولاد پېدا کول گڼل. هم دا وه چې د کور نه بهر د کار کوونکو ښځو شمېره يې راټيټه کړه. مسوليني اعلان وکړو چې د سړو د بې روزگارۍ حل دا دې چې ښځې دې په کور کېني. اوس د فاشسزم تورې زيات وخت د محافظه کارو او هغو خلکو لپاره کارېږي چې د خپل ملت يا د يو قام د خلکو لپاره تر نورو زيات حقوق غواړي. د خپرېد نېټه ۴ اکتوبر ۲۰۱۳ م - See more at: http://www.safiahaleem.com/?p=2409#sthash.3lulfO