غله دانه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د غلې دانه – Cereal په انګریزۍ کې ورته (grain) هم وایي. ټولې هغه ګیاه ګانې چې په پو اېسای (family Poaceae) کورنۍ کې شاملې دي. دا ګیا ګانې نشایسته لرونکې دانې تولیدوي چې د خوړو وړ دي. د غلې زېاتې دانې خپله کې ورته ځانګړنې لري: په کاربوهایډرېټ کې غني دي یا ډېر کاربوهایډرېټ لري خو پروتین، ویټامین اې او کلسیم پکې کم دي. ډېره کرل کېدونکې غله غنم، وریجې، جوار، اوربشې، وحشي یا دوه سره اوربشې، سورغم دي. د انسان د خوړو په توګه د غلې دانه خامه په مارکیټ کې پلورل کیږي، ځنې یخیږي یا په قطیانو کې اچول کیږي او له ځینو څخه د نورو خوړو د ترکیب اجزا جوړیږي. ځنې د غلې دانه کورني مرغانو او څارویو ته ورکول کیږي چې بېرته له حیواناتو د غوښې، هګیو او شیدو په توګه اخیستل کیږي. د غلې د دانې لویه برخه په صنعتي تولیداتو کې هم کاریږي لکه د غوړیو، الکولو، ګلوکوز چسپو یا سریښ لرونکي توکي ترې تولید کیږي.

جوار یا مایز (maize ) چې د جوارو یو ډول ده او علمي نوم ېې (Zea mays) ده له ډېر پخوا د امریکا د هندیانو لخوا کورني شوي وو او کله چې اروپایانو امریکا کشف کړه جوار ېې هم له ځان سره اروپا ته را انتقال کړل. جوار ډېر په ګرمو سیمو کې کرل کیږي خو امریکا ېې تر ټولو ستره تولیدونکې ګڼل کیږي. د انسان د خوړو په توګه تازه هم خرڅیږي، په قوطیانو کې هم ذخیره کیږي او له دې پرته په تولیداتو او خوړو کې د اجزاو په توګه هم کاریږي. په ډېرو ملکونو کې ترې غوړي یا تېل تولیدیږي، اوړه کیږي او یا هم شربت ترې جوړیږي. د حیواناتو عمده خواړه چمتو کوي. سلولزیک ایتانولو (cellulosic ethanol) چې یو ډول (biofuel) یا د سوڼ بیولوجیکي تېل دي د جوارو له فایبر یا ډنډري تولیدیږي.

وریجې چې علمي نوم ېې (Oryza sativa) ده د نړۍ تر ټولو زېاتو تولیدېدونکو غلو کې دویمه زېاته تولیدونکې غله ده. د اسیا په ټول برخو کې اساسي خواړه دي. له غنمو سره ېې کرنه توپیر لري غنم چې په ماشین کرل کیږي او رېبل کیږي له دې پرته په ډېرو پراخو ځمکو ېې تخم شیندل کیږي مګر وریجې د شولو په ډېرو وړو پټیو کې په لاس کرل کیږي او رېبل کیږي. له تېر لسګونو پیړیو تر اوسه ېې د کرنې په طریقه کې ډېر کم بدلون راغلی. د شولو پټي ېې له اوبو ډکیږي معمولا د اوبو لوړوالی ېې تر ۱۵ سانتي متره (۶ انچه پورې) وي او د ریبلو له وخته لږ مخکې دا اوبه تخلیه کیږي چې کله پټي وچ شي نو بیا ریبل کیږي. ډېری وریجې د کرنې په سیمه کې د خوړو لپاره کرل کیږي او ځنې ډولونه ېې د سوداګرۍ لپاره خلک مارکیټ ته وړاندې کوي. د الکول لرونکو مشروباتو په تولید کې هم کاریږي لکه د جاپان سېک (Japanese sake) الکول. د نهار غلې په تولید کې هم کاریږي.

غنم د (Triticum) مختلف ډولونه دي. ډېره پخوانۍ کورنۍ شوې او په نړۍ کې تر ټولو غلو زېاتې کرل کېدونکې غله ده. له غنمو اوړه او له اوړو مختلف ډوله خواړه چمتو کیږي. د خاورې په مختلفو ډولو کې ېې کرنه ممکنه ده خو وده په ګرم اقلیم کې کوي.

جودر علمي نوم ېې (ecale cereale) ده. په ډېرو سیمو کې د ډوډۍ د پخولو لپاره کرل کیږي خو د الکول لرونکو مشروباتو په تولید کې په ځانګړي ډول ویسکي کې ډېر زېات کاریږي. ځنې خلک ترې بسکویټ او کلچې هم پخوي. جودر په ډېر بې حاصله ځمکه کې کرل کیږي او د ژمي له سختو سړو سره تر ډېرو نورو غلو زېات مقاومت کوي. په ټوله نړۍ کې روسیه او پولنډ د جودرو تر ټولو ستر تولیدونکي دي.

وحشي اوربشې چې علمي نوم ېې (Avena sativa) ده د نړۍ په ګرمو سیمو کې کرل کیږي. د کاناډا، امریکا او اروپا کومې سیمې چې ګرم اقلیم لري وحشي اوربشې پکې کرل کیږي. ټولې وحشي اوربشې د حیواناتو خواړه دي او ممکن د انسان لپاره هم پروسس شي.

اوربشې (Hordeum vulgare) هم په ګرمو سیمو کې کرل کیږي غني او حاصلخېزې ځمکې ته ېې کرنه اړتیا نلري. د اوربشو زېاته برخه د حیواناتو خواړه دي خو د بیر د تولید لپاره هم سرچینه ده. د سهارنۍ په خوړو او ځنې سرکو په تولید کې هم کاریږي.

سورغم (Sorghum) چې په انګریزۍ کې ورته (milo) نوم هم اخلي او علمي نوم ېې (Sorghum vulgare) ده اساسا د حیواناتو د خوړو لپاره کرل کیږي. د (teff) او (millet) په نامه دوه ډولونه ېې په ډېرو ملکونو د انسانانو د خوړو په توګه او د حیواناتو لپاره کرل کیږي.