جوار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
ويکيپېډيا:How to read a taxoboxHow to read a taxobox
جوار
Illustration depicting both male and female flowers of maize
Illustration depicting both male and female flowers of maize
ساينسي ډلبندۍ
سلطنت: Plantae
(unranked) Commelinids
Order: Poales
کورنۍ: Poaceae
څېرمه کورنۍ: Panicoideae
ټبر: Andropogoneae
Genus: Zea
Species: Z. mays
Binomial name
Zea mays
L.

جوار په قوي احتمال له مركزي امريكا( مكسيكو او كواتيمالا) ځخه لكه رومي بانجان، تنباكو او كچالو نوري نړۍ ته معرفي شوي دي. ۵۰۰۰ كاله ترمخه جوار په امريكا كې كرل كيدل. د امريكا په كشف سره جوار په شمالي او جنوبي امريكا كې په زياته پيمانه خواره شول. بالاخره د ۱۵ پيړۍ په وروستيو كې جوار له امريكا ځخه هسپانيا ته راوړل شول چې وروسته له دې ځاي ځخه نورو اروپائي هيوادونه ته معرفي شول.په ۱۷ پيړۍ كې جوار له تركيه ځخه ايران ته معرفي شول او احتمال لري چې له ايران ځخه زمونږ هيواد ته معرفي شوي وي.

په نړيوال مقياس كې ۱۱۸ ميليون هكتاره ځمكه د جوارو كرونده جوړوي چې له دې جملې ځخه ۲۲ فيصده ئې د امريكا كې متحده ايالات تشكيلوي په امريكا د جوار كښت له نورو نباتاتو ځخه ډير زيات دي ځكه د انسانانو او حيواناتو خوراك جوړوي.

د ۱۳۶۳ كال دراپور له مخې زمونږ په هيوادكې ۲۴۰۰۰۰ هكتاره ځمكه د جوارو تر كښت لاندې ده. د نړۍ په سطح د جوارو اوسط حاصل په يو هكتار ځمكه كې ۲۷۰۰ كيلو گرامه دي ، د امريكا په متحده ايالاتو كې له جوارونه لوړ حاصل 6ton/h لاس ته راوړي.ځيني هيوادونه په ځيړنيزو فارمونو كې له جوارونه لس ټنه حاصل په يو هكتار ځمكه كې تر لاسه كوي.

په افغانستان كې د ۱۳۶۴ كال د احصائيې له مخې د جوارو اوسط حاصل په يو هكتار ځمكه كې ۱۶۶۷ كيلو گرامه دي

د جوارو اقتصادي ارزښت

جوار يو ډير مهم غذائي بوټى دي. د جوارو دانه د غوړو اونشايستې له پلوه زياته غني ده د زيړو جوارو دانه Crotin لري. د جوارو اوړه چسپناكه ماده Gluten په لږاندازه لري چې د ډوډۍ د پخولو لپاره مناسب نه دي. مگر كه د غنمو يا جودرو اوړه ورسره گډشي په ښه ډول ترينه ډوډۍ،كيك، كلچې او نورې شيرينې غذا وتياريدلاي شي.

د جوارو له دانې نه نشايسته،بير، الكول، مصنوعي رابر او له ځينو نوعونه چې زياته اندازه غوړي ( د ۳۰% فيصده په شاه وخواكې ولري) غوړي، دواگانې او ويتامين E لاس ته راځي. د جوارو تنې د خامو موادو په حيث د كاغذ جوړولو، سلولوز، مصنوعي لرگيو، عايقي موادو او نورو كې استعماليږي. د جوارو له شوټې نه د پلاستيك او سريښ په جوړولو كې كار اخستل كيږي.

زمونږ په هيواد كې جوار د انسانانو دخوراك په حيث په مصرف رسيږي مگر په پرمختللو هيوادونو كې جوار د حيواناتو د خوراك لپاره زيات كرل كيږي ، جوار د ټولو اهلي حيواناتو لپاره يوه بهترينه غذا ده. د جوارو له خالص كښت يا له سائبينو ، لوبيا او نورو حبوباتو سره په يو ځائي ډول ښه سايليج ورنه لاس ته راځي.

د جوار ډولونه

جوار د شكل له مخې په پنځه قسمه دي

  1. ډنټ يا هغه جوار چې د غاښ په شكل وي: زيات حاصل وركوي دومره زيات خواږه نه وي معمولاً د چرگانو او حيواناتو د تغذئي لپاره استعماليږي او د ژوند دوره ئې هم اوږده ده.
  2. خواږه جوار:دا جوار ډير خواږه وي . ځرنگه چې په دې جوارو كې قند زيات وي د جوارو د دانې پاسنۍ برخه غونجه ښكاري دا جوار معمولا تازه خوړل كيږي او د سبو په جمله كې راځي.
  3. د پوليو جوار: دې جوارو ته Pop corn هم وائي خاص له پو ليو لپاره داسې اصلاح شوي دي چې پولۍ ډيره غټه او د جوار اندوسپرم د پوليو په وخت چې چوي.
  4. Flint يو نوعه جوار دي چې ډير سخت دي د مختلفو لگښتونو لپاره دي.
  5. د اوړو جوار: له دې جوارونه د اوړه كولولپاره كار ترې اخستل كيږي.

نباتي مشخصات

Full-grown maize plants

جوار يو كلن بوټى دي د Poaceae په نباتي كورنۍ پورې اړه لري.گرده افشاني يا Pollination په نبات كې په غير خودي Cross Pollination طريقې سره سرته رسيږي . په وحشي ډول هيځ نه دى ليدل شوي .

د ريښو يا نيلو سيستم ئې د جالي په شكل( Fiber root system ) غښتلى او په شاخونو باندې ويشل شوي دي. چې په مناسبو شرايطو او نرمو خاورو كې تر 3m دريو مترو پورې په ځمكه كې ښكته نمو كوي او د اړخونو په طرف تر يو متر پوري غزيږي. د نېښ وهلو په وخت كې له تخم ځخه يوه جنيني ريښه ( ابتدائي ريښه) يا Radical منځ ته راځي . دوهمي ريښې يا Secondary roots د ځمكې لاندې بندونو ځخه هغه مهال نمو كوي چې په نبات دري يا ځلور پاڼې زرغونې شوې وي . د تاج يا Panicle د تشكيل په مرحله كې ځمكې ته نږدې بند نه هوائي ريښې منځ ته راځي چې د بوټي د پريوتومخه نيسي. د جوارو تنې مستقيمې ، گردې او زيږي وي قطر ئې د۲ ځخه تر ۷ سانتي مترو پورې رسيږي لوړوالى د ۶۰ سانتي مترو ځخه بيا تر دريو مترو3m پورې رسيږي. تنه له انتر نودونوinter nodes ځخه جوړه شوې له مغز نه ډكه ده.

جوار اوږدې پلنې پاڼې لري چې ځنډې ئې تر يوې اندازې زيږې وي د پاڼې صفحه د پاڼې د پوښ ( غلاف) په وسيله په تنه پورې نښتې وي . د تنې له هر بند ځخه يوه پاڼه زرغونيږي . په بعضو ورايتيو كې پاڼې د ډيرو كوچينيو ويښتانو ته ورته جوړښتونو په وسيله پوښل شوې وي .

جوار دوه قسمه گل لري يوئې مذكر گل تاج( Panicle) يا Tassel چې د نبات په پاسنۍ برخه كې منځ ته راځي بل ئې ښځينه گل يا شته Ear چې د نبات په منځينۍ برخه كې نمو كوي. په جوارو كې له څلورونه تر پنحو فيصده خودي گرده افشاني يا Self – Pollination امكان موجود دي.

دكوچينيو جوارو د زر دانې ۱۰۰-۱۵۰ گرامه وزن لري ، د لويو جوارو زر دانې ۳۰۰-۴۰۰ گرام وزن لري. د ورايټيو له مخې د جواروپه يوه وږي كې ۲۰۰-۱۰۰۰ دانې تشكيليږي. مگر په اوسط ډول سره ۵۰۰-۶۰۰ دانې لري. دانه د اندوسپرم Endosperm ،جنين Embryo اوپوست Hull ځخه تشكيل شوې ده.

بيولوژيكي مشخصات

په جوار کی نارینه برخه یا ټسل.

جوار يو گرمي خوښونكى بوټى دي د تودوخې ۱۰-۱۲ درجو د سانتي گراد كې په نېښ وهلو پيل كوي د ځمكې پرمخ د نېښ په راښكاره كولو سره د ۱۰-۱۹ درجو د سانتي گراد تودوخې ته اړتيا لري وروسته له ۸-۹ ورځو نه نېښ د ځمكې پر مخ راښكاره كوي .

كه چيري د تودوخې درجه ۲۲-۲۴ درجو د سانتي گراد پوري وي نېښ وهل دوه برابره چټكيږي كه د تودوخې درجه وروسته ۱۴-۱۵ درجو ته راښكته شي د نبات نمو ضعيفه كيږي . جوار د سانتي گراد په منفي دريو(-3) درجو دسانتي گراد كې لمنځه ځي. كه چيري د تودوخه درجه ۴۵-۴۷ درجو پورې لوړه شي د نبات نمو دريږي . جوار يو رڼا خوښونكي او د لنډې ورځې بوټي دي.

په خنثي خاورو كې ښه حاصل وركوي . مگر په هغو خاورو كې چې پي اچ ئې (PH 6.5-7.5) پوري وي تحمل كولاي شي . په مالگينو او زياتو تيزابي خاوروكې بايد ونه كرل شي په هغو ځمكو كې چې زيات لمده بل ولري هم ښه حاصل نه وركوي.

جوار زر رسيدونكې ، ميانه (متوسطې) او وروسته رسيدونكې نوعې لري چې وده ايز فصل اوږدوالى ئې د۷۵-۱۸۰ ورځو پورې دي، زر رسيدونكې نوعې ۷۵ ورځې ، متوسط رسيدونكې نوعې د ۱۲۰-۱۳۰ ورځې او پس رسيدونكې نوعې د ۱۳۰-۱۸۰ ورځې وده ايز فصل لري.

كرنيز عمليات

كرنيز نوبت

جوار په عادي شرايطو كې معين مخكيني نبات ته ضرورت نه لري. په كرنيزنوبت كې جوار وروسته له غله جاتو،حبوباتو،علفه ئي نباتاتو لكه رشقه، كتاري بوټو لكه لمر گلى او نورو وروسته كرل كيږي . بعضي وختونه جوار له شدياري يا درشقې له چپه كيدو وروسته كرل كيږي . په ځينو ولايتونو كې جوار له سبو ځخه وروسته په ښه دول روزل كيږي.

دسرې استعمال

د جوارو په كرونده كې دځمكې د حاصلخيزۍ په نظر كې نيولو سره 20-30 ټنه حيواني سره په يو هكتار ځمكه كې د كرلو ترمخه استعماليږي تر ځو د خاروي سره په ښه شكل گډه شي. جوار زياتو غذائي موادو ته اړتيالري .ددې لپاره چې د جوارو د اړتيا وړ عناصرو انډول په خاوره كې برابر شي لازمه ده چې ۶۰ كيلو يوريا،۴۰ كيلو ډي اي پي DAP او ۲۰ كيلو پتاشيم سلفيټ يا پتاشيم كلورايد په يو جريب ځمكه كې استعمال شي.

ټوله DAP او پتاشيم لرونكې سره د كرلو په وخت كې استعماليږي ۳۰ كيلو يوريا هغه مهال استعماليږي چې جوارقد ۵۰ سانتي مترو ته رسيدلي وي او باقي پاتې ۳۰ كيلو يوريا كله چې د جوارو ټنټې نوې ظاهرې شوې وي اچول كيږي چې وروسته بايد زر تر زره اوبه شي.

د ځمكې تيارول

هغه ځمكه چې جوار پكې كرل كيږي په مني كې بايد د ۲۸-۳۰ سانتي مترو په ژوروالي سره قلبه شي . قلبه كول د خاوري په نوعيت،مخكې كښت شوي نبات او د نامطلوبو بوټو په شتون سره فرق كوي. په پسرلي كې د نامطلوبو بوټو د مخنيوي په خاطر ځمكه بايد ښه قلبه او ماله شي.

د تخم برابرول

د جوار تخم

له فنگسي ناروغيونه د مخنيو په خاطر تخم تر كرلو دمخه بايد په كيمياوي دروملو تيرام يا ويټاواكس چې دوه گرامه ئې له يو كيلو تخم سره گډيږي ښه ككړ شي او وروسته وكرل شي.

ديو جريب ځمكې لپاره د تخم اندازه له ۹-۱۵ كيلوگرام ده، زمونږ په هيوادكې په يو جريب ځمكه كې له ۲۵-۳۰ كيلو گرام تخم كرل كيږي.

دكرلو طريقه

دجوارو كرنه په پسرلي كې هغه مهال شروع كيږي چې د خاورې د تودوخې درجه ۱۰-۱۲ درجو د سانتي گراد پورې رسيدلې وي. تخم د ۸-۱۰ ساني مترو په ژوروالي سره په خاوره كې ايښودل كيږي كه چيرې د خاورې سطح وچه وي لندبل ونه لري نو تخم د ۱۲ سانتي مترو په ژوروالي سره بايد وكرل شي. په پرمختللي يا ميكانيزه زراعت كې جوار د كتار په شكل كرل كيږي. د دوو كتارونو او بوټوترمنځ فاصله د جوارو د بيلو نوعو لپاره بيله ټاكل كيږي يعني د جوارو دهغو نوعو چې لوړقد او زر رسيږي دبوټو او كتارونو ترمنځ فاصله ئې زياته وي . دټيټ قد لرونكو جوارو چې زر رسيږي د بوټو او كتارونو ترمنځ فاصله لږ په نظر كې نيول كيږي.

په عمومي صورت سره زمونږ په هيوادكې د جوارو دوو كتارونو تر منځ فاصله 60 cm سانتي متره او د دوو بوټو ترمنځ فاصله ۲۰ سانتي متره سفارښتنه كيږي. مگر متاسفانه چې زمونږ بزگران جوار دپاش په طريقه سره كري چې په نتيجه كې كم حاصل لاس ته راځي.

له كښت نه ځارنه

له كښت وروسته كه د خاروې پاسنى قشر كلك شوي وي او يا نامطوب بوټي را ټوكيدلي وي د جوارو كروند بايد د سيخ لرونكې مالې په وسيله ماله شي. چې دا عمليه هغه وخت گټوره ده چې ۴-۵ ورځې وړاندې د نېښ له راښكاره كيدونه عملي شي.

د جوارو كرونده هميشه بايد نرمه او له نامطلوبو بوټو نه پاكه وساتل شي. د كروندې د نرم ساتلو لپاره د كتارونو تر مځ فاصله دوه نه تر ځلور ځله نرميږي چې په دې سره نامطوب بوټي هم لمنځه ځي. همدارنگه 2-4-D گياه وژونكي درملو په واسطه نامطلوب بوټي لمڼحه وړلاي شو.2-4-D درمل هغه مهال بايد استعمال شي چې جوار له دريونه تر ځلو پاڼې ولري. 1.5-2.5 kg/ha كې استعماليږي. د نامطلوبو د له منځه وړلو لپاره نور كيمياوي درمل چي له كښت نه وروسته او د نېښ راښكاره كيدوتر مخه استعماليږي عبارت دي له Semazin او Atrazin چې دواړه د پوډر په شكل سره دي.

اوبه لگول

جوار د خاوري د لندبل په مقابل كې ښه حساسيت ځرگندوي. د لندبل يا اوبو د كمښت نه په ځيړنيزو فارمونو كې دا نتيجه لاس ته راغلې ده د جوارو هغه كروندې چې خړوبيدي له يو هكتار نه 10ton/ha دا نه لاس ته راغلې مگر په هغه صورت كې چې اوبه نه شوې له يو هكتار نه 3.4ton/ha دانه لاس ته راغله.

د اوبو لگول شمير او اندازه په اقليمي شرايطواو خاورې پورې اړه لري . زمونږ په هيواد كې جوار معمولا 4-5 ځله اوبه كيږي.

  1. اول اوبه لگول كله چې په نبات 4-6 پاڼې تشكيل شوي وي.
  2. دوهم ځل اوبه لگول د Panicle تر تشكيليدو تر مخه يعني چي په نبات 8-10 پاڼې تشكيل شوې وي.
  3. دريم ځل اوبه لگول د دانې د تشكيل په مرحله كې ( دانه تازه تشكيل شوې وي)
  4. ځلورم ځل اوبه لگول د دانې د ډكيدو په مرحله كې.
  5. پنځم ځل اوبه لگول او نور اوبه لگول د نبات په اړتيا او د خاوري په وضيعت پورې اړه لري.

د جوارو ناروغۍ او آفتون ناروغۍ: دتنې ورستيدل: ددې ناروغۍ عاملين د فنگسونو ځونوعې Species دې . د تنې ورستيدل په نړۍ كې د جوارويوه مهمه ناروغي ده . ځو ډوله فنگسونه او بكتريا په هغو تنو چې پخوالي ته نږدي وي حمله كوي له لسونه تر شلوفيصده 10-20% حاصل راكموي. د جوارو دو رگه ډولونه ددې ناروغۍ په مقابل حساس دي. دجوارو دورگه مقاومو نوعو كرل چې له ناروغۍ نه پاك وي ، نوبتي كرونده، په خاوره كې د نايتروجن او پتاشيم انډول برابر ساتل او له گڼ كرلو نه مخنيوي كول د ناروغۍ په مخنيوي كې رول لري. د تخم تداوي د ناروغۍ په مخنيوي كې هم زيات رول لري. كوم درمل چې د تخم د تداوي لپاره په كار وړل كيږي عبارت دي له كپتان، ميتالكسيل + PCNB ، كاربوكسين ، PCNB، كاربوكسين + مانب.

د وږي او دانې ورستيدل: دا ناروغي هم د ځو نوعو فنگسونو په وسيله منځ ته راځي. چې د جوارو غذائي ارزښت او كيفيت راټيټوي او د حاصل اندازه هم كميږي. د ناروغۍ مخنيوي د فنگس وژونكو درملو په وسيله تر سره كيږي او همدارنگه د دانې ساتل په داسې ځاي كې چې 15% لندبل ولري د ناروغۍ په مخنيوي كې كومك كوي.

د جوارو معمولي توركي

داناروغي د يو فنگس Ustilago په وسيله منځ ته راځي له 20-30 دسانتي گراد درجې تودوخه د ناروغۍ لپاره مناسبه گڼل كيږي. د ناروغۍ د مخنيو په خاطر له لوړ قد لرونكو او حساسو ورايټيو له كرلو نه بايد مخنيوي وشي. په ميخانيكي طريقې سره له زخمي كولو نه بايد ډه ډه وشي . د نايتروجن زياته اندازه استعمال يا حيواني سرې هم مؤثره ده . د ځمكې حاصلخيزي( ښيرازي) بايد برابره وي. د تخم تداوي د غنمو د تخم د تداوي په شان سره تر سره كيږي يعني د تيرام يا ويټاواكس درملو په وسيله چې دوه گرامه له يو كيلو گرام تخم سره گډيږي تر سره كيږي .

د جوارو د سر توركي

د جوارو د سر توركي يوه فنگسي ناروغۍ ده چې د Sporisorium reilianum فنگس په وسيله منځ ته راځي. دا توركي د ډيرو كوچينيو وږو په شان د ځاځكو په شكل سره چې پرته له دې چې ټټوCob يا دانې متاثر كړي موجود وي .كه چيرې ښځينه اله د فنگس په وسيله ككړه شي نو ټول وږى ككړيږي . د مقاومو او دورگه ورايټيو كرل او نوبتي كرونده د ناروغۍ په مخنيوي كې ستر رول لري.

د جوارو آفتونه

د څمكې لاندې حشرات

سيمي او قطع كوونكي چينجي د فصل په شروع كې د جوارو لپاره يو لوي مشكل وي . دا حشرې د لاروا په حالت كې يا چې د چنجي په شكل وي نبات ته تاوان اړوي د نبات ريښې پرې كوي.زياتره جوار كرونكي بزگران د جوارو د ريښې قطع كوونكو چنجي د مخنيوي لپاره له دې درملو( كونتر، فيرودان، لارسبان او نور) نه استفاده كوي.

د ځمكې د مخ حشرې

ځيني حشرې لكه د جوارو د وږي چينجى چې وږي تاوان اړوي خو د تاوان اندازه دومره نه وي ، د جوارو د پاڼو سپږې Aphides ، ملخ، مور لشكري خزاني ، گونگټې چې وزرونه نه لري او نباتي كنې د جوارو د ځمكې د مخ د آفتونه يا حشرې شميرل كيږي.

د جوارو د ځمكې لاندې آفتونو(حشراتو) مخنيوى

د جوارو د ځمكې د لاندې آفتونو (حشرواتو) د مخنيوي لپاره كوم حشره وژونكي درمل چې سپارښتنه كيږي عبارت دي له. • لارسبان پوډر( كلوريبفورس) 70–100 kg/ha ،مايع لارسبان 2ml /liter دوه ميلي ليتره په يو ليتر اوبو كې حل او دواپاشي كيږي. • فيرودان ( كاربوفوران) 4F-25-30 kg/ha • كونتر Cr ( تربو فورس) 60–80 kg /ha • تايمت 200G (فوريت) 60–80 kg /ha دا حشره وژونكي درمل د جوارو د ريښې د چينجي،سمي چينجيانو، د جوارو د دانې مگوت او د پرې كوونكي چينجيو مخنيوي كوي.

د جوارو د ځمكې د مخ د آفتونو(حشراتو) مخنيوي

هغه حشره وژونكي درمل چې د پاڼو د پاسه استعماليږي عبارت دي له: 1. د پرې كوونكي چينجي د مخنيوي لپاره : سوين ۸۰ 12–15 kg/ha WSP ، پيرميترين 0.1-0.2liter/ha 2. د جوارو د وږي د چينجي د مخنيوي لپاره سوين ۸۰ 15–20 kg/ha SP ، سيالوترين ( وريورني) 0.1-0.15liter/ha ، ميتوميل، اسفنفاليريت0.1-02liter/ha . 3. دمور لشكري خزاني د مخنيوي لپاره سيوين ۸۰ 20–25 kg/ha SP ، ورايورتي0.05-0.1 liter/ha ، ميتوميل 0.1-02liter/ha استعماليږي.

د جوارو حاصل ټولونه

د جواروحاصل ټولول په مخلقو طريقو تر سره ترسره كيږي زمونږ په هيواد كې جوار د لور په واسطه ټولول كيږي مگر په ميكانيزه زراعت كې جوار د كمباين په وسيله ټولول كيږي . كمباينونه چي جوار ټولوي مختلف ډولونه لري . بعضي ډولونه ئې د ټولوپه وخت كې دانه له شوټې وږي نه جلا كوي مگر نور ډولونه ئې تنها جوار له كروندو ټولوي . له كروندې نه د جوارو ټولول هغه مهال پيليږي چې د جوارودانې پخې شوې او 30% فيصده لندبل ولري .د جوار تخم له شوټې سره د 16% لندبل په لرلو سره ذخيره كيږي مگر كه دانه له شوټې نه جلا شي د13% لندبل په لرلو سره بايد ذخيره شي.

جورا كه د سايليج د جوړول لپاره كرل شوي وي د دانې دشيدې د پخيدو يا د موم په مرحله كې ټولول كيږي . ځكه په دې مرحله كې په بوټى زياته اندزه قندونه او اوبه لري ښه سايليج ترې جوړيدلاي شي. كه جوار د حيواناتو د تغذئې لپاره كرل شوي وي د گل دباسلو په مرحله ټولول كيږي

مآخذونه

  1. http://en.wikipedia.org/wiki/Maize
  2. Food and Agriculture Organization of the United Nations, Statistics Division (2009). "Maize, rice and wheat : area harvested, production quantity, yield".
  3. Global Status of Commercialized Biotech/GM Crops: 2009 ISAAA Brief 41-2009, February 23, 2010, retrieved August 10, 2010