غلام محمد ميمنه گي
پروفیسر غلام محمد میمنګي د افغانستان د ښکلو هنرونو له سترو څېرو څخه وو. نوموړی په ۱۲۵۲ هـ س (۱۸۷۳ م) کال کي د فاریاب ولایت په پلازمېنه میمنه ښار کي نړۍ ته سترګي پرانیستلې. تر اووه کلنۍ پوري په خپل پلرني ټاټوبي کي اوسېدی، او تر هغه وروسته له خپلې کورنۍ سره کابل ته ولاړ او د امیر عبدالرحمن خان دربار ته یې ځان ورساوه. د میمنګي پلار، عبدالـباقي خان مېنګباشي د ازبکو له اغېزمنو مشرانو څخه وو، چي د سردار محمد ایوب خان سره د همکارۍ په تور لومړی ونیول سو او وروسته ووژل سو. غلام محمد په دې توګه په دیارلس کلنۍ کي له خپل پلار څخه بېبرخي سو او پاته ژوند یې د حکومت په لږ عاید باندي تېر کړ.
ماشومتوب
میمنګي د عاید کموالي دې ته اړ کړ ترڅو د کور لګښتونه د قلمونو او لاسي صنایعو په جوړولو او پلورلو برابر کړي، خو د انځورګرۍ طبیعي استعداد یې له کوچنیوالي څرګند وو. نوموړی په نهه کلنۍ کي کله چي یې میمنې ته د ستنېدو عریضه لیکله، ورسره یې د یوې مرغۍ ښکلی انځور هم رسم کړ. دغه انځور امیر عبدالرحمن خان دومره حیران کړ چي له ده یې وغوښتل ترڅو همدغه انځور د ده په حضور کي بیا ځلي رسم کړي. د ماشوم د دې فوقالعاده وړتیا له لیدلو وروسته امیر هغه میمنې ته له ستنېدو منع کړ او د مسلکي زدهکړي لپاره یې د دربار انګلیسي ډاکټر او انځورګر ډاکټر جان ګري ته وسپاره. دا پرېکړي د افغانستان د هنر او تمدن بهیر بدل کړ.
درباري انځورګر او د راتلونکو نسلونو استاد
د پرله پسې هڅو په پایله کي میمنګي د خپل وخت له تر ټولو ماهرو انځورګرو څخه سو او د کاله د ۱۰۰۰ روپیو په معاش د دربار د انځورګر په توګه وټاکل سو. نوموړی د امیر حبیبالله خان د واکمنۍ پر مهال هم د دربار انځورګر وو، او د افغان ځوانانو یوې ډلي او څلورو اتریشي زدهکوونکو ته یې تدریس کاوه.
میمنګۍ په ۲۵ کلنۍ کي له زینت بانو سره واده وکړ او درې لوڼي او دوه زامن یې ترې وزېږېدل. د حبیبیه مکتب له جوړېدو سره سمدستي د یادي ښوونځۍ د رسم د لومړي ښوونکي په توګه وټاکل سو او په نظامي مکتب کي یې هم تدریس کاوه. د ده هڅو د ځوانانو ترمنځ د انځورګرۍ د هنر په وده کي مهم رول ولوباوه.
بند او سیاسي فعالیتونه
میمنګي د اصلاحغوښتني د روحیې په پا د «مشروطیت لومړۍ دورې» له ټولنې سره یوځای سو. هغه په جلالآباد کي د اصلاحغوښتونکو عریضه امیر حبیبالله خان ته وړاندي کړه چي له همدې امله زنداني سو. د شاه امانالله خان له واک ته رسېدو سره سم هغه له نورو سیاسي بندیانو سره یوځای بیرته خوشي سو. د میرقاسم خان روایت د دې ښکارندوی دی چي شاه امانالله خان د میمنګي تود هرکلی وکړ.
هنري اثار او له سراجالاخبار سره همکاري
د میمنګي انځورونه او کارټونونه په «سراجالاخبار» ورځپاڼه کي خپرېدل، او «جزیره پنهان» او «سیاحت در زیر بحر» مجلې د ده په انځورونو چاپ سولې. نوموړی وروسته د معارف د ټولني، د وطن د صنایع د انکشاف ریاست غړی سو او د معارف مطبعې، دولتي مطبعې او نظامي مطبعې سره یې همکاري لرله.
زدهکړه
په ۱۹۲۱ کال کي شاه امانالله خان میمنګي د لوړو زدهکړو لپاره جرمني ته ولېږه. میمنګي د خپلي مورنۍ ژبې ازبکي تر څنګ ترکي او دري ژبي هم ویلې، او انګلیسي او جرمني ژبي یې هم هلته زده کړې. هغه د برلین د صنایع په پوهنځي کي زدهکړه ترلاسه کړه او د ۴۰۰ بهرنیو زدهکوونکو ترمنځ یې لومړی مقام ترلاسه کړ.
میمنګي له ۱۹۲۴ کال وروسته انګلستان، هالنډ، بلجیم، ایټالیا او فرانسې ته سفرونه وکړل او د اروپايي هنري مرکزونو له لیدنې سره یې خپل فرهنګي ذوق لا پراخه کړ. هغه د «کابل د صنایعو مکتب» بنسټ کېښود؛ دا ښوونځۍ د شاه امانالله خان له خوا پرانیستل سوه.
استاد او شاعر
میمنګي ګڼ شمېر داسي زدهکوونکي وروزل چي وروسته د افغانستان له نامتو هنرمندانو څخه وګرځېدل. هغه شاعر هم وو او د «ماسر» په تخلص یې شعرونه لیکل. د هغه یوازینی پاتي شوی شعر «د وطنوالو خدمت» د ده د وطنپالني او نرم زړه روحیې څرګندونه کوي.
تلپاتي میراث
پروفیسور میمنګي په کلاسیک، ریالیزم او مینیاتور سبکونو کي ارزښتناک اثار پنځولي او د شاه امانالله خان او نورو مشرانو له خوا یې ګڼ مډالونه او ستاینلیکونه تر لاسه کړي دي.
وفات
میمنګې په ۱۳۱۴ هـ س (۱۹۳۵ ز) کال کي د ۶۲ کلونو په عمر په کابل کې وفات سو او د شهدای صالحین په زیارت کي خاورو ته وسپارل سو.