غلام رحمان جرار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

غلام رحمان جرار د ميرزا جان زوى په خټه تره کى او په ١٣٣١ هـ ق کال د ننگرهار د چپرهار د (( للمى )٩ په کلي کې ، زيږيدلى دى . ابتدائى تعليمات ئي پخپل کور کې پاى ته رسولى او په ١٣٤٦ هـ ق کال د نورى زده کړى دپاره پيښور ته ولاړ چې ځينې متد او له علوم ئي هلته په خصوصى طور ولوستل بيا څه موده وروسته د ننگرهار (( په نجم المدارس )) کې د متعلم په حيث شامل شو او تراتم ضف پورى ئى هلته زده کړه وکړه ( ١ )

ښاغلى نصر الله حافظ د افغانستان نامتو شاعر او ليکوال جرار صاحب او د هغه کورنۍ سره ښه پيژند گلوى لرى . هغه د جرار صاحب د شاعرى او د هغه د کورنۍ په اړه وويل : (( جرار )) په شاعرۍ کې لوى لاس درلود ، او د ژوند په هر اړخ کې يي شعرونه ويلى و ، جرار نسبي شاعرو ، دى د لوى شاعر احمد گل لمسى و ، او دده ماما هم يولوى شاعرو ، او دده د ماما زوى (( بل )) هم شاعرى کوله . دده نيکه هم لوى شاعرو او د امير عبدالرحمن خان سره به اوسيده او شاعرى يي کوله ( ٢ ) .

دندې[سمول]

ښاغلى جرار صاحب په ١٣١٥ هـ ل کال کې د فراغت نه لږه موده وروسته د خپلې ځوانې بيدارۍ او تاند احساس له برکته او د خداى بخښلى وزير صاحب محمد گل خان په انتخاب او غوښتنه چې هغه وخت په مزار شريف کې رئيس تنظيمه ؤ ، د رياست په دفتر کې د لومړى کاتب په حيث رسماً مقرر شو چې دغه وخت يې د مياشتې ديرش افغانۍ تنخوا وه . زيات وکم يو کال وروسته له مزار شريف نه کابل ته راتبديل شو او په انجمن ادبى کابل کې د غړى په حيث وټاکل شو ( ٣ ) .

لیکوالي او ادبي ژوند[سمول]

ښاغلى جرار د اقتصاد د مجلى ليکونکى ، د اتحاد مشرقى ( ننگرهار ) ورځپاڼى مرستيال ، د دارالترجمې مرستيال ، د پښتو ټولنې غړى او د هيواد د ورځپاڼى مسئول مدير و ( ٤ ) د هيواد په ورځپاڼه کې د څه باندې درې کاله کارنه وروسته د هغه وخت د لزوم ديد سره سم د کابل راديو ته د مدير په صفت راتبديل شو چې څه کم زيات ١٣ کاله همدلته پاتې شوى او له راډيونه هغه وخت د مالې د وزير مرحوم عبدالملک خان په ځانگړى پيشنهاد ددغه وزارت د تهيې مديريت ته راوستل شو . د وزارت ماليي نه وروسته د ننگرهار کانال په پروژه کې د ساختمان مدير وټاکل شو . دلته د څلور کاله کارنه وروسته د جلال آباد ښاروالۍ ته راغى او همدلته په څلورمه رتبه تقاعدو کړ چې په مجموعى ډول د جرار ټول رسميات ٣٢ کاله احتوا کوى . له تقاعدنه وروسته ، جرار په خپل کور کلي کې اوسيدل غوره کړه ، په ملي او مذهبي اجتماعگانو کې ئي برخه اخسته ، په عيدگاگانو او جامعو مساجدو کې به ئي په وعظ او تبليغ خــــــپلـــــــه وجيبه ادا کوله ، په ولسي جرگو او مرکو کې به کيناسته ، نظر او پريکړې ته ئي اعتبار ورکول کيده او د خپل کلي ولس دپاره ئي هره منډه ترړه کوله ، خو د ١٣٥٧ هـ ل کال د ثور دبد مرغه کودتاڅخه وروسته د ملى منورينو په شان ده هم خپله برخه کړا وونه او خواشينى وگاله . د ١٣٧٥ هـ ل کال د سنبلى ٢٣ – ٢٤ شپې په اتو بجو حق ته ورسيد ، سبا په ډير درناوي او عزت پخپله پلرنۍ او مورنۍ هديره ، د ملا احمد گل او ملا محمد گل د مزارونو په هديره کې خاوروته وسپارل شو ( ٥ ) .

عبدالله بختانى خدمتگار د جرار صاحب سره نژدى علمى ، ادبى ، فرهنگى او سياسي اړيکې درلودل . هغه پخپله يوه قلمې مقاله کې چې تر اوسه پورې چاپ شوى نه دى د جرار صاحب د ژوند ، شعرونو ، آثارو او سياسي فعاليتونو په اړه په زړه پورى معلومات وړاندى کړى دى چې دلته يي ځينې برخې وړاندى کوم : شعرونه ئي زياتره په اولسي آهنگونو دي . ديني ، اجتماعي ، اخلاقى ، ملي ، حماسي او عشقي محتوا لري . هغه يو آزاد طبعه ، ظريف ، ټوکمار او نقاد شاعرو . غلام رحمان جرار دويښ زلميانو د حزب ( ١٣٢٥ – ١٣٣١ هـ ش ) ملگرى و او د نظم او نثر محتوا يې د نوموړي حزب د مرام په انډاوپند بدايه شوې ده . د هغه په سلگونو شعرونه ، منظومې او د نثر ليکنې د هيواد د مرکز او ولاياتو په مطبوعاتو کې چاپ شوي او د افغانستان راديو له ليارې خپرې شوي دي . هغه به په مشاعرو کې فعاله برخه واخستله او شعروه به ئي د اوريدونکو لخوا استقبا ليدل . د هغه د نظم او نثر کتابونو وخت په وخت مطبوعاتى جايزې اخستي دي . د غلام رحمان جرار دغه تاليفات راته معلوم دى:

- دايرو لعل –د پخوانيو اولسي شاعرانو د سندرو مجموعه . ( خطى ) .

- ټوله خندا – د ټوکو او لطيفو مجموعه . ( خطى ) .

- د ادب جام – دده د خپلو شعرونو مجموعه ( خطى ) .

- شپول ( خطى ) .

- کچکول ( خطى ) .

- پټ پهلوان ( خطى ) .

- د شعرونو درې مجموعې په ١٣٦٥ هـ ش کال کې د شاعر لخوا د سرحدانو وزارت ته د چاپ لپاره وړاندې شوي خو د چاپ اقبال ئي نه دى موندلى .

- بگتير . په روسي ژبه (( پټ پهلوان )) ترجمه ( چاپ ) .

- ملى آهنگوه . تدوين . ( چاپ ) .

- پښتو قيصى ( چاپ ) .

- سمه لاره . د شعرونو مجموعه ( چاپ ) ( ٦ )

دغلام رحمن جرار د شعر نمونه[سمول]

شاعر

زه هغه ته شاعر وايم چې خـــــــبــــــروي په دردونــــــو

د الفاظو پټى کيږدي د سکر وټو په داغـــــــــونـــــــــو

                                                                      طبعيت مطالعه کړي چې هر بابا په کې دلچسپ وي
                                                                      لـــه هغه نه غنبر جوړ کړي مفرح ددماغــــــــــــونـــــــــــو

دتاريخ له هرورقه يو يو ټکى ســــــــره جــــــــم کـــــړي

مونږ په هغه راز خبر کړي چې مو څه کول پلرونــــــــو

                                                                      غروته وگوري له وارايه شهامت ترې اقتباس کــړي
                                                                      د قلم په نرۍ ستــــن يې پيچکاري کاندې په زړونـــو

چې نښترو ته يې گوري څنگ تر څنگ سره ولاړوي

خپل اولس باندې غږ وکړي داسې صف شئ سره ورونــو

                                                                             منظرې که نندارې دي هر طرف چې نــــــــظـــــــر وکــــــړې
                                                                      ټول شاعر عکاسي کړي په کيمره کې د خـــــيـــالونو

تخيل د شـــاعرانو د بې واک آس په شـــــــــــــــان دي

هرې خوا چې مخه وکړي ستړى نه وي په مــــــزلونو

                                                                      کله والوځي مرغه شي څوک يې نه ويني په ســترگو
                                                                      د اوربل په څانگو کينتي دانه وخـــــــــوري دخالونو



منابع او ماخذونه[سمول]

بينوا ، عبدالروف ، اوسنى ليکوال ، لومړى ټوک ، کابل ، دولتى مطبعه ، ١٣٤٠ هـ ل . د غلام رحمن جرار د شاعرى او د هغه د کورنۍ په اړه د ښاغى نصر الله حافظ خاطرات . جرار ، غلام رحمان ، سم لاره ، دانش خپرونديه ټولنه ، پيښور ، ١٣٧٨ هـ ل . بختانى خدمتگار ، سر محقق عبدالله . معاصر اديبان ، د افغانستان کالنۍ ١٣٤٦ – ١٣٤٧ ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ، کابل ، ١٣٤٧ هـ ل . جرار ، غلام رحمان ، سمه لاره ، ١٣٧٨ . د سر محقق عبدالله بختانى خدمتگار د ناچاپ مقالى څخه .


( ١ ) – عبدالروف بينوا ، اوسنى ليکوال ، لومړى ټوک ، کابل ، ١٣٤٠ هـ ل ، ( ٢٢١ مخ ) .

( ٢ ) – د غلام رحمن جرار د شاعرى او دهغه د کورنۍ په اړه د ښاغلى نصر الله حافظ د خاطراتو څخه .

( ٣ ) – غلام رحمان جرار ، سمه لاره ، پيښور ، ١٣٧٨ هـ ل ، ( ٣ مخ ) ( ١ ) – عبدالروف بينوا ، اوسنى ليکوال ، لومړى ټوک ، کابل ، ١٣٤٠ هـ ل ، ( ٢٢١ مخ ) .

( ٢ ) – د غلام رحمن جرار د شاعرى او دهغه د کورنۍ په اړه د ښاغلى نصر الله حافظ د خاطراتو څخه .

( ٣ ) – غلام رحمان جرار ، سمه لاره ، پيښور ، ١٣٧٨ هـ ل ، ( ٣ مخ ) ( ٥ ) – غلام رحمن جرار ، سمه لاره ، پيښور ، ١٣٨٧ هـ ل ، ( ٤ مخ ) .

( ٦ ) – د سرمحقق عبدالله بختانى خدمتگار ناد چاپ مقالى څخه .

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]