عینیت (فلسفه)
په فلسفه کې، عینیت (په انګلیسي: objectivity) د حقیقت اړوند مفهوم او له فردي عندیت/ذهنیت (د یوه وګړي د نومېرنې، احساساتو یا جاج لهامله رامنځته شوی پلویتوب) څخه خپلواک دی. یوه قضیه هغه مهال عیني صدق لري چې د صدق کولو شرایط یې د یوه ذهني عامل پر مټ رامنځته شوي پلویتوب څخه پرته پوره شوي وي. علمي عینیت د پرېکړې او قضاوت کولو هغې وړتیا ته ویل کېږي چې پلویتوب یا بهرني لامل اغېزې پر بنسټ ولاړه نهوي. په اخلاقي چوکاټ کې، عینیت د هغو اخلاقي کوډونو د ارزولو غوښتونکی دی، چې د ټولنې وګړو د هوساینې پر بنسټ رامنځته شوي دي او وګړي یې رعایتوي. اخلاقي عینیت، همدا راز، د نړۍشمولو واقعیتونو د یوې ټولګې لهلارې (او نه د عندیت لهمخې) د اخلاقي کوډونو یو له بل سره د پرتله کولو غوښتونکی دی.[۱]
د پوهې عینیت
[سمول]افلاطون، هندسه د اېډیالیزم یوه شرط په توګه انګېرله، چې نړۍشموله حقیقت پورې تړاو لري. سقراط په «جمهوریت» کتاب کې، د عدالت په اړه د تراسیماخوس له سفسطهیی نسبيپاله روایت سره مخالفت ښیي او استدلال کوي چې عدالت په خپل مفهومي جوړښت کې ریاضیکي دی او لهدې امله اخلاق، د رښتینوالي او سموالي بېپلوه معیارونو (لکه هندسه) سره یو دقیق او عیني نظام دی. له اخلاقي مفهومونو سره د افلاطون دقیق ریاضیکي چلند، د اخلاقي عینيپالنې د لوېدیځ دود لپاره رنګ او بڼه تنظیم کړه. هغه عینیت او اند سره جلا ګڼل او دا جلاوالی د هغو فلسفو لپاره، چې د رښتینوالي، حقیقت او وجود په اړه ستونزې یې حلولې، د بنسټ په بڼه راڅرګند شو. د هغه په باور، اندونه (باورونه)، د ثابت، تلپاتې او د پېژندلو وړ تجرد پر خلاف، د حساسیتونو بدلون موندونکې محدودې ته اړوند ګڼل. څرنګه چې افلاطون له موجوداتو څخه زموږ د پوهې څرنګوالي او د هغو وجودپوهنیز حالت ترمنځ توپیر راولي، عندیتپالنه، د جورج بېرکېلي د څرګندونې په څېر، نومېرنې پورې تړاو لري. په افلاطوني اصطلاح کې، پر عندیتپالنې باندې نیوکه هم نیول کېدای شي او هغه دا چې د پوهې، اندونو او ذهني (یا عندي) پوهې ترمنځ توپیر کول ګران کار دی.[۲][۳][۴]
افلاطوني اېډیالیزم د مېتافزیکي عینیتپالنې یوه بڼه ده او څرګندوي چې، مفکورې له وګړو څخه په خپلواکه توګه شتون لري. له بلې خوا، د بېرکېلي تجربي اېډیالیزم پر دې باور دی چې موجودات کټمټ څرنګه چې نومېرل کېږي، شتون لري. دواړه تګلارې د عینیت لپاره هڅه کوي. د عینیت په اړه د افلاطون پېژندنه د هغه په پوهنپوهنه کې موندلای شو، چې د ریاضي او هغه ته اړوند مېتافزیک پر بنسټ ولاړه ده او ټینګار یې پر دې دی چې د څیزونو او مفکورو وجودپوهنیزه پوهه د بدلون پر وړاندې ثابته ده.[۳]
د فیلسوف «رِنِه ډیکارت» د ځانګړي استنتاج مېتود پر خلاف، د طبیعي علومو فیلسوف «اسحاق نیوټن» د شواهدو لپاره یو لا عیني علمي مېتود وکاروه چې د هغه په ترڅ کې، مخکې تر فرضیې جوړونې د شواهدو کتل اړین دي. منطقپوه «ګوتلوب فرېګه» د خپلو پوهنپوهنیزو او مېتافزیکي فلسفو په تړاو، عینیت وکاروه، چې د کانت د سولپالنې په ځواب کې څه ناڅه اغېزمن تمام شو. که چېرې رښتینوالی له شعور څخه په خپلواکه توګه شتون ولري، نو په منطقي ډول به ګڼشمېر نابیانېدونکي بڼې پهکې شتون ولري. عینیت، د حقیقي ارزښتونو اړوند قضیو لهلارې د حقیقت رامنځته شوي تعریف ته اړتیا لري. یوه عیني جوړښت ته د بڼې ورکولو په هڅه کې، د څیزونو د واقعیت په اړه پوهنپوهنیزو ژمنې په پام کې نیول کېږي.[۵][۶]
د عیني واقعیت په پېژندنه او ارزونه کې د نومېرنې (درک) اهمیت، د کوانټمي میخانیک د مشاهده کوونکې اغېزې په برخه کې تر بحث لاندې نیول کېږي. بېواسطه او لنډباوري واقعیتپال د عیني واقعیت په مشاهده کې، تر ډېره بریده پر نومېرنه باندې ډډه لګوي، په داسې حال کې چې اوزارپال پر دې باور دي چې، مشاهدې یوازې د عیني واقعیت په وړاندوینه کې ګټورې دي. د دغو مفکورو رانغاړونکي مفهومونه د ساینس په فلسفه کې مهم ګڼل کېږي. د ذهن فلسفې لهلارې څرګندېږي چې ایا عینیت د نومېرنې پر ثبات ډډه لګوي او که نه.[۷]
عینیت په اخلاقو کې
[سمول]اخلاقي عینيپالنه
[سمول]د اخلاقي عینيپال په باور، معمولي اخلاقي پرېکړو سموالی یا ناسموالی د هېڅ وګړي یا ډلې باورونو احساساتو پورې تړاو نهلري. دغه لیدلوري کې ویل کېږي چې اخلاقي قضیې د کېمیاوي، بیولوجیکي یا تاریخي قضیو ته ورته دي؛ چې د یوه وګړي د جلا باورونو، هیلو، غوښتنو یا احساساتو لرلو سره، سره، دغه قضیې سمې دي او کله چې د دغه له ذهن څخه خپلواکه اخلاقي واقعیت په بیانوولو کې پاتې راځي، ناسمې دي — مهمه نهده چې د یوه وګړي باورونه، هیلې، غوښتنې یا احساسات څه دي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
اخلاقي عنديپالنه
[سمول]د «اخلاقي عنديپالنې» ګړنه په اخلاقو کې دوه بېلې تیوريګانې رانغاړي. د اخلاقي عنديپالنې د ادراکي بڼو لهمخې، د اخلاقي څرګندنو سموالی د وګړو ارزښتونو، لېوالتیاوو، احساساتو یا باورونو پورې تړاو لري. د ادراکيپالې اخلاقي عنديپالنې ځینې بڼې د واقعیتپالنې د بڼو په څېر انګېرېدلای شي، ځینې نورې بڼې یې بیا د واقعیتپالنې ضد دي. دېوېد هیوم د ادراکي اخلاقي عنديپالنې لپاره بنسټ اېښودونکې څېره ده. د هغه د تیوري په هکله د یوې معیاري ژباړې پر بنسټ، د شخصیت یوه ځانګړې نښه هغه مهال د یوه اخلاقي فضیلت په توګه ګڼل کېږي چې په یوه زړهسواندي، ملتفت او منطقي انسان کې د تایید یا منښت ننګېرنه راوپاروي. په ورته توګه، د رودریک فیرت د «اېډیال مشاهده کوونکي تیوري» پر بنسټ، سمې کړنې هغه دي چې د یوه منطقي او بېپلوه مشاهده کوونکي لهلورې تایید شي. ویلیام جېمز، یو بل اخلاقي عنديپال، پر دې باور دی چې (د یوه وګړي لپاره) یوه پایله یوازې هغه مهال غوره ده چې د هغه په خوښه راڅرګنده شي. د احساسپالنې، تجویزپالنې او بیانپالنې په څېر، د اخلاقي عنديپالنې د غیرادراکي بڼو لهمخې، څرګندنې په مطلقه توګه سمې یا ناسمې کېدلای نهشي: بلکې، هغه د شخصي احساساتو یا دستوراتو بیانونه دي. د بېلګې په توګه: د آلفرېد جولس آیر په احساسپالنه کې، د «وژنه ناوړه کار دی»، له معنایي پلوه له دغه احساس سره معادل دی: «وژنه، او هو!».
اخلاقي عینیپالنه او نسبيپالنه
[سمول]د اخلاقي عینيپالنې لهلیدلوري، د یوه څیز سموالی یا ناسموالی د هغه وګړي ګومان پورې تړاو نهلري چې هغه سم یا ناسم انګېري. اخلاقي عینيپالنه، د ټولنې د وګړو پر هوساینې باندې د اخلاقي قوانینو د اغیزې څرنګوالي پورې تړاو لري. اخلاقي عینيپالنه، اخلاقي قوانینو ته زمینه برابروي ترڅو د د یوې ټولنې د آدابو او دودونو د نړۍشمولو واقعیتونو د یوې ټولګې لهلارې، سره پرتله کړل شي. نیکولاس رېشر، آداب او دودونه د یوې ټولنې د رسم او رواجونو او عنعناتو په توګه تعریفوي (د بېلګې په توګه: هغه کالي چې ښځې اغوستلای شي) او څرګندوي چې، اخلاقي قوانین د یوه وګړي له شخصي اخلاقي لید سره د پرتله کولو وړ نهدي. یوه څرګنده بېلګې یې د ایمانوېل کانت غوڅ حُکم دی، چې: «یوازې د هغې وجیزې [یعنې، قاعدې] باندې عمل وکړئ، چې د هغې پر مټ په هممهال ډول اراده وکړای شې ترڅو یو نړۍشموله قانون وګرځي». جان ستیوارت مېل یو استنباطي متفکر ؤ او لهدې امله یې د ګټهپالنې وړاندیز مخته کړ او ادعا کوي چې په هر حالت کې، سم کار هغه دی چې په ټوله کې، تر ټولو لوړه احتمالي خوشحالي رامنځته کړي. اخلاقي نسبيپالنه هغه لیدلوری دی چې لهمخې یې، یو اخلاقي قانون یوه عامل ته د یوې ځانګړي اخلاقي چوکاټ په ترڅ کې تړلی دی. په اخلاقي کوډونو کې، قوانین سره برابر دي او یوازې په ځانګړو اخلاقي کوډونو کې «سم» یا «ناسم» انګېرل کېږي. نسبيپالنه د عامپالنې سره په تضاد کې راڅرګندېږي، ځکه چې داسې کوم اخلاقي واحد قانون نشته ترڅو د هر پلاوي (یا عامل) لپاره د تعقیبولو وړ وي. نسبيپالنه له اپلتپالنې (نهیلیزم) سره توپیر لري، ځکه چې هر شته اخلاقي قانون ته اعتبار وربخښي، حال دا چې اپلتپالنه داسې نهده. کله چې خبره د نسبيپالنې راغله، روسي فیلسوف او لیکوال «فیودور داستایفسکي» دا استدلالي عبارت وپنځوه: «که چېرې خدای شتون نهلري، نو هرڅه روا دي». دا عبارت، د اخلاقو د بنسټ په توګه د خدایپالنې د ردونې پایلو په هکله د هغه لیدلوری ؤ. امریکایي وګړپوه «روت بِنِدېکت» استدلال وکړ چې، هېڅ کوم واحد عیني اخلاق شتون نهلري؛ همدا راز، اخلاق او هڅوب سره توپیر لري.[۱][۱۳][۱۴]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Rescher, Nicholas (January 2008). "Moral Objectivity". Social Philosophy and Policy. 25 (1): 393–409. doi:10.1017/S0265052508080151. S2CID 233358084.
- ↑ Plato, "The Republic", 337B, Harper Collins Publishers, 1968
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ E. Douka Kabîtoglou (1991). "Shelley and Berkeley: The Platonic Connection" (PDF): 20–35.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Mary Margaret Mackenzie (1985). "Plato's moral theory". Journal of Medical Ethics. 11 (2): 88–91. doi:10.1136/jme.11.2.88. PMC 1375153. PMID 4009640.
- ↑ Suzuki, Fumitaka (March 2012). "The Cogito Proposition of Descartes and Characteristics of His Ego Theory" (PDF). Bulletin of Aichi University of Education. 61: 73–80.
- ↑ Clinton Tolley. "Kant on the Generality of Logic" (PDF). University of California, San Diego.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Tyler Burge, Origins of Objectivity, Oxford University Press, 2010.
- ↑ Thomas Pölzler (2018). "How to Measure Moral Realism". Review of Philosophy and Psychology. 9 (3): 647–670. doi:10.1007/s13164-018-0401-8. PMC 6132410. PMID 30220945.
- ↑ Rayner, Sam (2005). "Hume's Moral Philosophy". Macalester Journal of Philosophy. 14 (1): 6–21.
- ↑ "A Substantive Revision to Firth's Ideal Observer Theory" (PDF). Stance. Ball State University. 3: 55–61. April 2010. Archived from the original (PDF) on 2019-06-12. نه اخيستل شوی 2022-03-13.
- ↑ Marchetti, Sarin (21 December 2010). "William James on Truth and Invention in Morality". European Journal of Pragmatism and American Philosophy. II (2). doi:10.4000/ejpap.910.
- ↑ "24.231 Ethics – Handout 3 Ayer's Emotivism" (PDF). Massachusetts Institute of Technology.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ "Moral Relativism and Objectivism". University of California, Santa Cruz. Archived from the original on 18 April 2023. نه اخيستل شوی 20 February 2019.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ Wreen, Michael (July 2018). "What Is Moral Relativism?". Philosophy. 93 (3): 337–354. doi:10.1017/S0031819117000614. S2CID 171526831. کينډۍ:ProQuest.